د کرکټ په ډګر کی د افغانانو اتلولی

 

د کرکټ په ډګر کی د افغانانو اتلولی

 

 

میرویس جلالزی

 

د افغانستان  د کرکیټ لوبډلې دکویټ په سیالیو کې د جمعې په ورځ چې دغوره لوبډلی دټاکالوپه مخه په لاره اچول شوې وې د نیپال د لوبډلې په ماتولو سره د دغو سیالیو لومړۍ مقام خپل کړ.چې په نتیجه کې زمونږ دهیواد لوبډلی داتل ولې مقام دخپل ځان او هیواد په برخه کړو..

 

افغان کرکیټ بازانو په پينځه نوې منډوخپل حریف په ګونډو کړ.

 

تر دې دمخه د کویټ د اې سې سې په سیالیو کې افغان ټیم دوه لوبې ګټلي وي خو له اماراتو څخه یې ماتې خوړلي وه.

 

د جمعې په ورځ د  افغانستان لوبغاړي په بي ساري توګه ښه وځلیدل او دغه قوي او غښتلي لوبډله یې په ګونډو  او خپل ملي بیرغ یې په ډولونو او اتڼونو سره د هغو مسافرو افغانانو په منځ کې ورپاوه چې د کویټ د مسابقو سیالیو ته را ټول شوي ول.

 

افغان کرکیټ بازانو د شاوخوا پینځه زرو تنو کویټ میشتو افغانانو له لوري په  ډولونو او د پیسو په شیندلو بدرګه کیدل او ټاکل شوي چې هیواد ته به ډیر ژر را ستانه شي.

 

ټاکل شوي چې افغان کرکیټ بازان به د مې میاشتې په لومړۍ نیټه د ویست انډیز په سیالیو کې لومړۍ له هند او وروسته له جنوبي افریقا سره لوبې وکړي

دلوې خدای(ج) له درباره ورته دټولوافغانانوچې دهیواددسرلوړې لپاره هلې ځلې کوې دبریالیتوبونوهیله کوم.

 

لیږونکی محسن (علی زی).

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *