بسم الله الرحمن الرحيم
په نشه کي د ورکړل شوو طلاقو حکم
ليکوال: مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي
سوال :ايا د نشي په حالت کي طلاق واقع کيږي که نه؛مثلا يو کس په شرابو يايو بل داسي حرام شي نشه شي او پدي حالت کي خپلي ښځي ته طلاق ورکړي ايا دده طلاق واقع شو؟ پدي هکله مدلل ځواب راکړئ ، الله به اجرعظيم درکړي.
ځواب :شراب او نور حرام نشه يي مواد استعمالول سخت حرام کار دى، البته که کوم کس په نشه کي خپلي ميرمن ته طلاق ورکړي نو ايا دده طلاق واقع شو کنه؟ نو پــدي هکله د علماء کراموترمنځ اختلاف دى؛ راجحه مسئله داده چي د نشي په حالت کي طلاق نه واقع کيږي برابره خبره ده که دا کس په داسي شي نشته شوى وي چي هغه مباح وي او که په په حرام شي نشه شوى وي؛ لکه چرس، شراب او داسي نور وي.
داد اميرالمومين عثمان بن عفان، ابن عباس، عمربن عبدالعزيز، قاسم، طاووس، ربيعه يحي الانصاري، ليث، اسحاق، اهل ظواهرو، په شوافعو کي د مزني، په احنافو کي د امام زفر، طحاوي، ابوالحسن کرخي او داسي نورو گڼو علماوو قول دى.
شيخ الاسلام ابن تيميه، او امام ابن القيم هم ديته ترجيح ورکړي.
د شيخ ابن باز، شيخ عثيمين ، قرضاوي، د جديد فقهي مسائل د مصنف مولانا خالدسيف الله ( حنفي ) او نورو علماوو مذهب هم دى.
مونږ ته هم دا قول د دلائلو په وجه صحيح ښکاريږي، لکه په دي خبره دلائل په لاندي ډول دي:
امام بخاري رحمه الله په خپل صحيح کي داسي روايت نقلوي:
وَقَالَ عُثْمَانُ : لَيْسَ لِمَجْنُونٍ وَلَا لِسَكْرَانَ طَلَاقٌ . وَقَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ : طَلَاقُ السَّكْرَانِ وَالْمُسْتَكْرَهِ لَيْسَ بِجَائِزٍ . ( بخاري سره د فتح الباري ج9ص388.).
د ليوني او نشه کس طلاق نشته.
ابن عباس رضي الله وايي د نشه شوي کس طلاق نه واقع کيږي همدارنګه د هغه کس طلاق هم نه واقع کيږي په چا چي زور وکړل شو.
ابن المنذر رحمه الله خو په دي باندي د صحابه کراموا اتفاق ليکلى : هذا ثابت عن عثمان ، ولا نعلم أحدا من الصحابة خلافه .
د علي رضي الله عنه نه نقل دي (( كُلُّ طَلَاقٍ جَائِزٌ إلَّا طَلَاقَ الْمَعْتُوهِ )). هر طلاق صحيح کيږي مګر د معتوه سړي طلاق نه صحيح کيږي.
[ رواه البخاري في صحيحه و البيهقي في سننه الكبرى ج7/ص359 ح14888و ابن ابي شيبه، سعيدبن منصور وغيرهم].
معتوه هر ناقص العقل ته وايي په دي کي ماشوم، ليونى او نشه شوى کس ټول دا خليږي. حافظ ابن حجر رحمه الله د معتوه متعلق ليکي: والجمهور على عدم اعتبار ما يصدر منه. جمهور علماء د معتوه نه صادر شوو خبرو ( لکه اخستل، خرڅول، طلاق ) ته هيڅ اعتبار نه ورکوي.
د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله نه نقل دي چي هغه هم د نشه شوي کس طلاق نافذ نه ګڼل:
امام بيهقي په خپل سنن کي داسي روايت نقلوي:
أُتِىَ عُمَرُ بْنُ عَبْدِ الْعَزِيزِ بِرَجُلٍ سَكْرَانَ فَقَالَ : إِنِّى طَلَّقْتُ امْرَأَتِى وَأَنَا سَكْرَانُ فَكَانَ رَأْىُ عُمَرَ مَعَنَا أَنْ يَجْلِدَهُ وَأَنْ يُفَرِّقَ بَيْنَهُمَا فَحَدَّثَهُ أَبَانُ بْنُ عُثْمَانَ أَنَّ عُثْمَانَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : لَيْسَ لِلْمَجْنُونِ وَلاَ لِلسَّكْرَانِ طَلاَقٌ فَقَالَ عُمَرُ : كَيْفَ تَأْمُرُونِى وَهَذَا يُحَدِّثُنِى عَنْ عُثْمَانَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ فَجَلَدَهُ وَرَدَّ إِلَيْهِ امْرَأَتَهُ.
يعني عمربن عمربن عبدالعزيز رحمه الله ته داسي کس را وستل شو چي هغه خپلي ښځي ته د نشي په حالت کي طلاق ورکړى وو؛ نو هغه وويل ما د نشي په حالت کي طلاق ورکړى!!.
نو د عمربن عبدالعزيز رحمه الله او زموږ ( يعني د هغه د ملګرو ) نظر داوه چي داکس دي په دُورو ووهل شي او د ده څخه دي ښځه بيله کړى شي.
پدي کي ابان بن عثمان رحمه الله ورته وويل : اميرالمؤمنين عثمان بن عفان رضي الله ( خو ) ويلي: د ليوني او نشه يي کس طلاق نه واقع کيږي، عمربن عبدالعزيز رحمه الله چي کله دا واوريدل نو خپلو ملګرو ته يي وويل تاسي ماته څرنګه ( ددي کس نه د ښځي بيليدو ) خبره کوئ حال داچي ابان بن عثمان ماته د عثمان رضي الله عنه داسي روايت نقلوي.
بياعمربن عبدالعزيز دا کس په دُورو ووهل او خپله ښځه يي ورته واپس ورکړه.
يعني دده طلاق يي نافذ نکړل. ( دا روايت امام بيهقي او ګڼو محديثينو راوړى).
(s) د نشي په حالت کي د طلاق نه واقع کيدل ددي ايت کريمه نه هم معلوميږي:
الله تعالى فرمايلي دي: ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ ) النساء/4.
پدي ايت کي د نشه يي خبره الله غير معتبره ګڼلي، ځکه دى په خپله خبره نه پوهيږي.
د احاديثو څخه هم معلوميږي چي دداسي کس قول ته هيڅ اعتبار نشته ، لکه په لاندي حديث کي راغلي يو سړي د رسول الله صلى الله عليه وسلم په حضور کي د زنا اقرار وکړو نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ده خو شراب ندي څکلي؟ نو يو سړى ورپاڅيده دده خوله يي بوي کړه .
ددي حديث نه معلوميږي که ده شراب څکلي واي نو دده خبري ته به اعتبار نوو، حديث داسي دى: أنه( صلي الله عليه وسلم ) أتاه رجل يقر بالزنا ، فقال : (أشرب خمرا ؟) فقام رجل وشم فمه فلم يجد منه ريح خمر . رواه مسلم (1695) .
بله وجه داده چي د نشي شوي کس د طلاق ورکولو وخت کي اراده نوي نو داسي شو لکه مکره يعني هغه کس چي په چاباندي په زوره طلاق واچول شي.
بله وجه داده چي دى د ليوني او ويده په شان دى.
بله وجه داده چي انسان په عقل مکلف دى، دده خو د نشي په وخت کي عقل زائله وي.
بله وجه داده چي د نشي په حالت کي نيت نوي، او حديث کي راغلي چي نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي : "إنما الأعمال بالنيات" د هر عمل دار مدار تر نيت پوري دى.
وگوره: "مجلة البحوث الإسلامية" (32/252) ، "الموسوعة الفقهية" (29/18)، "الإنصاف" (8/433) ،إغاثة اللهفان في حكم طلاق الغضبان – لابن القيم، ص 17).
شيخ ابن باز رحمة الله عليه په هغه چا رد کوي څوک چي زجراً او عقوبة دده طلاق واقع گڼي، چي هغوي هسي بي ځايه سزا ور کوي دده سزا خو طلاق واقع ګرځول ندي بلکه دداسي کس سزا خو (٨٠) دوري وهل دي، د نشي په وجه د طلاق واقع گرځولو سزا د(( شرعي حد )) بدلو مترادف گرځيږي. (فتاوى ابن تيمية، جـ 2 ص 124، ط. مطبعة كردستان . القاهرة).
شيخ الإسلام ابن تيميه رحمه الله په خپله فتاوى همدارنگه امام ابن القيم په خپلوکتابونو لکه زاد المعاد، اغاثة اللهفان، قاضي شوكاني په نيل الأوطار د جانبينو له تفصيلي د لائلو ذکر کولو نه ورسته ديته ترجيح ورکړي چي د نشي په حالت کي طلاق نه واقع کيږي.
دكتور يوسف القرضاوي – رئيس المجلس الأوروبي للإفتاء والبحوث – هم پدي باندي مستقله فتوه ليکلي چي د نشي په حالت کي طلاق نه واقع کيږي .
دکتور عبدالله الفقيه په خپله فتاوي کي ليکي: وهذا القول هو الراجح.