د حق د لار ې د کلتوري ټولنې مشرتابه د خواخوږۍ پيغام — دکتور صلاح الدين سعيدی

 

 

د حق د لار ې د کلتوري  ټولنې مشرتابه د خواخوږۍ پيغام

 

 

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې ستر مبارز، سیاست پوه،  شاعر، ادیب ،  او عالم  اجمل خټک بابا زمونږ ددې فاني دنیا  څخه رحلت وکړ٠

اناالله و انا اليه راجعون

د حق د لارې د فرهنګي ټولنې مشر تابه د پښتنو د ستر مشر ارواښاد اجمل خټک بابا د مړينې له کبله د لوی خدای له درباره هغه ته د فردوس جنت  او درنې کورنۍ  او خواخوږو ته يې د جميل صبر هيله کوي. اجمل خټک نه تنها د پښتنو بلکه په نړې کې د آزادې خواهې بهير يو ځلانده ستوری    وه چې بشري  تاريخ به د هغه د افتخاره ډکې کارنامې هيڅکله د ياده ونه باسي ٠

الله تعالی دی دا دحق د لیاری مبارز او رسالتمند مسلمان غریق رحمت او دفردوس جنتونه یی ځای کړی او ددی خدایبخښلی  کورنی، د سنګر ملګرو،  پښتنو او د هغوی ټولو خواخوږو ته یو ځل بیا د تسلیت او صبر جمیل د الله تعالی له درباره غواړو.

نن په غم کې د اجمل بابا ماتم دي

پرې خـــفه دي ريښتين زړونه ددنيا

 

پښتنو په لر او بر مرګی  مرګي دي

نن اجمل خټک پـــريږدي فاني دنيا

 

رب دې ستا د خدمتونو اجر درکړي

جنتي شه داسې ځـــــوی د پښتونخوا

      آمین یا رب العالمین

س .  افغاني

د حــق دلـیـاری کلتوري مرکـز    نیټه :  ۸/۲/۲۰۱۰ میلادي کال

  بریښنالیک پته :       drsalahuddinsayedi@yahoo.com

                

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *