کابل ته د حزب د پلاوي له تګه وروسته د دغه مهمه ګوند اعلامیه

 

کابل ته د حزب د پلاوي له تګه وروسته د دغه مهمه ګوند اعلامیه

منبع: تاند ورځپاڼه

تاند(یکشنبه/مارچ۲۱) وروسته له دې چې کابل ته د قطب الدین هلال په مشرۍ د ګلبدین حکمتیار د ګوند د یوه پلاوي د سفر په باب خبرونه خپاره شول ، دې ګوند نن یوه اعلامیه خپره کړې چې ترې داسي ښکاري چې دوی د افغانستان له حکومت سره په یوې موافقې سلا شوی وي.

 

په وروستي یوکال کې د افغانستان له حکومت سره د حزب اسلامي د خبرو اوازې خپرېږي خو هرځل دا اوازې له څه مودې وروسته د حکمتیار ویندویانو رد کړي دي . ترټولو وروستی ځل په مالیزیا کې د ولسي جرګې او حکومت له یوشمېراستازو سره د دغه ګوند د کسانو غونډه وه چې د حکمتیار ویاند وروسته په کلکه رد کړه .

 

خوکابل ته د ښاغلیو هلال او سعید د تګ په باب د اسلامي حزب د پلاوي د سفر له اعلانېدو وروسته دې ګوند نن په یوه اعلامیه کې په ظاهره داسي ښوولې چې ګواکي له افغانستانه د بهرنیوځواکونو د وتلو په شمول په ډېرو نورو مسایلو د افغانستان له حکومت سره موافقې ته رسېدلی دی .

د دې اعلامیې چې « د ژغورني ملي ميثاق » په نوم خپره شوې، بشپړ متن په دې ډول دی :

 

موږ دالله تعالى په نامه ژمنه كوو چى له روان دردناك حالت نه د هيواد د ژغورلو لپاره يو بل ته لاس وركوو چى جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوو ، په هيواد كي ډاډمن امنيت تامين كړو ، له بهرنيو ځواكونو نه فارغ او د پرديو له لاسوهنو نه خوندي افغانستان جوړكړو ، خپل ملي وحدت لا زيات مضبوط كړو او ملت ته دا موقع برابره كړو چي د خپلي خوښي زعامت غوره او د خپلي عقيدي او باور مطابق نظام جوړ كړي . د غو لوړو او سپيڅلو اهدافو ته د رسيدو لپاره مو په لاندي طرحې توافق كړی :

                                                          

1. بهرني ځواكونه دې د روان ميلادي كال د جولای په مياشت کې له هيواده وتل پيل كړي او د شپږو مياشتو په ترڅ كي دې هغه بشپړ كړي .  

                      

2. په دې مودې کې دې له ښارونو او گڼ ميشتو سيمو نه ووځي او په عسكري مراكزو کې دي ځای په ځای شي .                                                            

3. دامنيت چارې دې په بشپړه توگه ملي اردو او پوليسو ته وسپارل شي ، بهرني ځواكونه به د افغانستان په هيڅ گوټ کې او په هيڅ حالت کې په خپل سر د نظامي عملياتو ، د كورنو تلاشي او نيونو حق نه لري

 

 4. اوسنى حكومت او پارلمان دې تر هغه خپل كار ته ادامه وركړي چي د دې معاهدې مطابق انتخابات ترسره كيږي او نوې منتخبه شورا او منتخب حكومت رامنځته كيږي . خو په دې حكومت کې به متنازع فيه څيرې او په فساد ، ملي خيانت ، بې دینۍ او جنگي جنايتو تورن كسان نه وي . همدا راز د حكومت د درې گونو امنيتي قواوو په مشرتابه کې به داسي كسان نه وي چې د يوې ډلې په پلوي او  دبلې ډلې په ضد جنگيدلي وي .                              

 

5. د ټولو افغاني لورو په اتفاق به د ملي امنيت په نامه يوه داسي اوه كسيزه شورا جوړيږي چي په مهمو ملي مسايلو كي به د ورستۍ پريكړي واك ورسره وي ، د دې شورا مقر به په داسي ولايت كي وي چې امنيت یې په بشپړه توگه د افغاني ځواكونو په لاس کې وي اوهيڅ بهرنى ځواك به په کې نه وي

 

 

6. د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به د (۱۳۹۰) كال په پسرلي كي د متناسب تمثيل پر بنسټ د جمهوري رياست ، اولسى جرگي او ولايتي شوراگانو لپاره يو ځاي ، يو ځل او همهال انتخابات ترسره شي .                  

   

7 . په دي انتخاباتوكي چي د حكومت د كابيني غړي او واليان يواځي په هغه صورت كي د برخي اخيستو حق لري چي د انتخاباتو تر نيټي دري مياشتي مخكي له خپلي دندي استعفاء وكړي .                                              

 

 

8. په لومړي منتخب حكومت كي به دهر لوري برخه د هغه دآراوو په تناسب وي او له شورى نه به د اعتماد رآيه ترلاسه كوي ، خو تردي وروسته به بريمن لورى پر دي مكلف نه وي چي ائتلافي حكومت جوړ كړي .    

                             

9. هغه حزب يا انتخابي مجموعه به په بعدي انتخاباتو كي د برخي اخيستوحق لري چي په لومړي انتخاباتو كي تر لس په سلو كي زياتي رآيي ترلاسه كړي .                                                                                                              

 

10. په دي مودي كي به په جگړو كي د ښكيلو لورو ترمنځ بشپړ اوربند تآمين وي ، ټول سياسي بنديان به خوشي كيږي ، ټول لوري به ژمنه كوي چي له دي وروسته به نه قدرت ته د رسيدو لپاره ناروا لاري لټوي او نه به د خپل حريف او رقيب د ځپلو لپاره وسله كاروي .                                                              

   

11. لومړۍ منتخبه شورى به دا حق لري چي د دريو لورو لخوا اعلان شوي اساسي قوانين وڅيړي او دهيواد اساسي قانون په اړه وروستۍ پريكړه وكړي .

 

12. هيڅ بهرني هيواد به داحق نلري چي په افغانستان كي زندان ولري ، كوم افغان محاكمه او مجازات كړي ، يا ئي د محاكمي لپاره بهر ته انتقال او په بل ځاي كي ئي محبوس او محاكمه كړي .                                     

 

13. په اختلاس ، د مخدره موادو قاچاق ، د ملي شتمنيو په غصب او په جنگي جنايتو تورن كسان به شرعي محكمي ته سپارل كيږي او هيڅ لورى به له هغوى نه په څرگنده يا پټه توگه دفاع نه كوي .

 

14 . د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به بهرني جنگيالي هم په افغانستان كي نه وي .

 

15 . كوم كورني او بهرني لوري چي د روغي جوړي له دي ميثاق سره مخالفت او د جگړي په دوام ټنگار وكړي موږ ټول به په گډه او تر هغه د جنگ غوښتونكو مقابله كوو چي خپل هيواد او اولس د هغوي له شر نه وژغورو .

والله على مانقول وكيل

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *