امریکایی اجیر رامبوګان اصلی واکمنان دي — ډاکټر نثار احمد صمد

 

امریکایی اجیر رامبوګان اصلی واکمنان دي

 

رسواینی د افغانستان او عراق په جګړو کی د امریکا کثیف کوچني ځواکونه رڼا ته راوایستل

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۲۰۱۰/۳/۲۱

ژباړن : نثار احمد صمد

 

په واشنګټن کی هغه جادویی رسواینه رابهر سوه چی د افغانستان ، عراق او پاکستان په جګړو کی یوه ناولې او کرغیړنه نقطه راښکاره کوی . د نیویارک ټایمز د ګروېږنو او دواشنګټن څخه د توپان غوندی راوتلو اطلاعاتو له مخی پنتاګون او استخباراتی شبکو  افغانستان ، پاکستان ( یعنی افپاک ) او عراق ته د پټو اجیرانو ډلی ټپلي ورلیږلي دي چی هغوی هلته هغه قبایلی جنګیالي او ملت پال کسان وژنی چی د لویدیځ  اشغال سره کلک مخالفت کوی . د امریکا قانون وژل او د اجیرانو استعمال منع کوی . خو لکه سیسرو چی ویلی : « قوانین د جنګ پر مهال خاموش وی . »

 

د پنتاګون یو پخوانی لوړ مقام « مایکل فرلانګ » چی په بهرنیو له شکایته ډکو عملیاتو کی پوره تجربه لری ، یوه کمپنۍ جوړه کړې چی نوم یې « نړیوال وسطی مبادرتونه » دی تر څو امریکایی پوځ ته د افغانستان د پښتنی قومونو « کلتوری معلومات » وروښیًی ، چی شفری نوم یې « کیپ سټون عملیات » دی . د پنتاګون د دوو بلند پروازه وسلوالو ملګرو یعنی د فلوریډا « کلتور جوړونکی ګروپ » او د ورجینیا « د مخدره ییز تکنالوجی پروګرام » دغه سړي یعنی فرلانګ ته ۲۴٬۶ ملیونه ډالره بودجه ورکړې وه .

 

فرلانګ د خاصو ځواکونو پخواني پوځیان او څو ډوله قاتلین استخدام کړل . د دغو اجیرو یا کرایه سوو رمبو ډوله وژونکو اصلی مأموریت دا و چی په پاکستان او افغانستان کی پښتانه مشران ووژنی او په امریکایی بی پیلوټه طیارو سره د قبایلو کلاګانی لوټی لوټی کړی . د هغوی بل زړه راکښونکی کار دا و چی څنګه د مسلمانانو زړونه وګټی . نو ځکه په لنډه توګه ویلای سو چی دا د ۲۰۱۰ کال د تعریف له مخی د قراردادي وژونکو یوه مافیا ده چی په « قاتل شرکت » سره پیژندل کیږی .

 

دا توطیًه هغه مهال نوره هم مغلقه سوه چی تقاعد سوﺉ سی ای اې وال ، په تیره بیا « ډیوی کلېریج » چی زه یې د افغانستان د ۱۹۸۰ کلونو د جنګ یو ځلېدونکیً انسان بولم ، هم پکښی شامل و . د « نړیوال وسطی مبادراتو » لوی ریًس د یو غټ دفاعی قراردادي په توګه واوښت چی په خورا لویو پټو عملیاتو کی یې لاس درلود .

 

د دغه دیګ دم سره د یو مهم ټلویزیون د خبرونو تهیه کونکیً او د پیسو خورا تږی هم شامل و چی زه یې په ۲۰۰۳ کی د بوش د سپینی ماڼۍ په غوښتنه هغه وخت په تور لیست کی داخل کړم چی دا خبردارﺉ می ورکړ چی عراق به یو مصیبت او ناورین سی .

 

دا تر اوسه یقینی نه ده چی آیا د فرلانګ « قاتل شرکت » پخپله نېغ دا عملیات کول که څنګه . خو د ده رسواینی یوه ستره غوغا او هنګامه جوړه کړه . پنتاګون د امریکایی حکومت د یوې ښه عنعنې له مخی د فرلانګ د توپان مخه ونیوله . هغه اوس تر جنایی ګرویږنو لاندی دی .

 

د یو « سی آی اې » وال ( ایډ ویلسن ) قضیې هم دغسی یو سیورﺉ اچولی و چی د هغه ډارونکې دوسیه ما د اوږدې مودې لپاره پسی رااخیستې وه . ویلسن د « سی آی اې » لخوا د یو « مستقل » نفر په توګه رامخته کړای سو تر څو لیبیا او انګولا ته یې وسلې او چاودېدونکي مواد تهیه کړي وای . خو کله چی هغه توطیًه په بده توګه رسوا سوه ، نو ویلسن د امریکایی ایجنټانو په واسطه وتښتول سو او د حکومت لخوا د درواغو په تور متهم او په فډرالی جېل کی مېلمه سو .

 

د فرلانګ قضیه په  داسی وخت کی رابهر کیږی چی د امریکا پر حکومت دا ډیرېدونکي انتقادونه کیږی چی څه باندی ۲۷۵۰۰۰ اجیران یې ( چی ظاهری نوم یې خصوصی قراردادیان دي ) په عراق ، افغانستان او پاکستان کی ګومارلي دي . دغه کرایه سوي ټوپکیان او اکمالاتی پرسونل بېله هیڅ ډول حساب کتاب ، قانونی بنأ یا غلطۍ نیولو څخه عملیات کوی .

 

خصوصی اجیر شرکتونه لکه « ري » ( یعنی پخوانی بلېک واټر ) او « ډین کورپ » هرڅه په منګلو کی راټینګ کړي او د امریکا لپاره خصوصی پوځیان  جوړوی او چلوی . هغوی د جمهوریت غوښتونکی ګوند ښیً لاسو ته ډیری پیسې هم ډالۍ کوی . د فردی آزادیو پلویان چی ډیر اندېښمن سوي ، دغه خصوصی باالقوه پوځونه د ۱۹۳۰ کلونو د « براون شرټ » ( یعنی نسواری کمیسو ) کسانو غوندی بولی .

 

د حیرانۍ خبره لا دا ده چی په افپاک ( یعنی افغانستان ـ  پاکستان ) کی د امریکا خاص ځواکونه آن تر اوسه یعنی همدې میاشتی پوری لا هم د لوی قوماندان جنرال سټېنلی مک کریسټل تر قوماندې لاندی نه دي . بلکی هغوی خپل راپور د امریکا په « ټمپا » کی د ده سیال یعنی د مرکزی قوماندانۍ لوی مشر ( ډیوید پترس ) ته ورکوی . د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخی دغه رامبو ځوانان هره خوا ظلمونه کوی ، وینړۍ وژني کوی ، او د ملکی خلکو پر ضد وحشتونه کوی .

 

بلخوا ، سي آی اې خپل وژونکي پوځی ډوله واحدونه ګوماري او د بې پیلوټه طیارو قاتلانه عملیات مخته بیایی چی د پنتاګون غصه یې پارولې ده او د پاکستانی خپروَنو د ګرویږنو له مخی د دې حملو قربانیان ۹۰٪ ملکی خلک دي .

د « سی آی اې » پوځی ډوله ټیمونه خپل راپور په لانګلی کی خپلی مرکزی قرارګاه ته ورکوی چی هغه د پنتاګون سره په دې هکله نه ږغیږی . آن د پاکستان له پښو لوېدلي حکومت ته هم  چی د هغوی پر خپله خاوره بی پیلوټه طیارې حملې او قتلونه کوی ، له مخکی نه هیڅ کوم خبر نه ورکوی .

 

آیا دا چا ته معلومه ده چی د امریکا متباقی پنځلس استخباراتی شبکې به هم څومره خپل خپل کوچني غیر قانونی خصوصی پوځونه لری ؟ که د کاناډا په شمول د ناټو د پوځیانو څخه علاوه د هغوی خاص ځواکونه هم پر علاوه کړو چی عملیات یې خورا پټ جریان لری ، نو خبره به کوم ځای ته ورسیږی ؟

 

امریکا د القاعده ټول شکمن کسان او طالبان « غیر قانونی جنګیالي » بولی ، او هغوی ته د قانونی محکمې او د جنیوا د کنوانسیون له مخی د بندیانو حقوق نه ورکوی . واشنګتن وایی چی د دغسی « تروریسټانو » وژل او کړوَل سم کار دی .

 

نو که داسی وی ، د هغو امریکایی اجیرو رامبو ګانو په باره کی باید څه وویل سی چی د انسانانو د وژلو څخه خوند اخلی ، کوم یونیفورم نه اغوندی ، پرله پسې وژل کوی او د هر ډول قانونی تعقیب څخه خلاص دي ؟ پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *