کرزى: که لوېديځ مداخلې ته دوام ورکړي، دوى به لار بدله کړي

 

کرزى: که لوېديځ مداخلې ته دوام ورکړي، دوى به لار بدله کړي

د لرو اوبر وبپاڼه

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په لومړي ځل پر لوېديځو هيوادونو باندي د ګواښه ډکه نيوکه وکړه.
ولسمشر کرزي د افغانستان د ولسي جرګې هغه پرېکړه هم وغندله چي له مخي يې له ده څخه د انتخاباتو کمېسون د پنځه کسيزي جرګه ګۍ د ټاکلو حق اخيستل کېږي.
حامد کرزي وويل لوېديځ هيوادونه په افغانستان کي مداخله کوي، چي له امله يې افغان حکومت ګوډاګى ثابتېږي. نوموړي ګواښ وکړ، که نړۍ واله ټولنه په افغانستان کي خپلي لاس وهني ته دوام ورکړي، دوى (حکومت) به د ملي پاڅون ږغ وکړي او له دې امله به د طالبانو اوسنى مقاومت هم په يوه ملي مقاومت بدل سي.
ولسمشر کرزي وويل ملګرو ملتونو او لوېديځو هيوادونو د تېر کال د جمهوري رياست انتخابات بدنامه کړل او اوس غواړي د ولسي جرګې د انتخاباتو مخنيوى هم وکړي.
ولسمشر کرزي وويل په کار خو دا وه چي ولسي جرګې د اساسي قانون سره مطابق له ده څخه د انتخاباتو کمېسون د انتخاب حق نه واى اخيستئ، چي له دې امله به د بهرنيو هيوادونو د لاس وهني مخنيوى سوئ واى.
د حامد کرزي دغه څرګندوني پر داسي مهال کېږي چي درې ورځي دمخه د امريکا ولسمشر باراک اوباما افغانستان ته د ناڅاپي سفر په ترڅ کي پر کرزي د فساد د مخنيوي ږغ وکړ.
که څه هم د ښاغلي کرزي او باراک اوباما د خبرو جزيات څرګند نه دي، خو داسي ښکاري چي د دواړو مشرانو ترمنځ اړيکي ترينګلي سوي دي.
د اوباما تر سفر يوه ورځ وروسته د امريکا يو لوړ پوړي مقام رسنيو ته ويلي وو، چي د حامد کرزي ورور احمدولي کرزى به د نشيي توکو او طالبانو سره د مرستي په خاطر ونيسي.

                                                                                 سليمان

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *