امریکايي چارواکي کرزی له طالبانو سره په ملاتړ تورنوي

 

امریکايي چارواکي کرزی له طالبانو سره په ملاتړ تورنوي

 

 

تاند(شنبه/اپریل ۳)

 

یوه ورځ وروسته له دې چې د افغانستان ولسمشرپر خپلو لوېدیځو متحدانو سختې نیوکې وکړې لوېدیځو ورځپاڼو کرزی حتی له طالبانو سره په تار لرلو تورن کړ .د بریتانیا ټیلګراف ورځپاڼې د جمعې د ورځې په ګڼه کې د خپل یوه مبصر کان کوګلین له قوله لیکلي چې ده ته د کابل په وروستي سفر کې د ناټو جګپوړو مقاماتو په خصوصي ډول ویلي دي چې دوی له طالبانو سره د ښاغلي کرزي په شخصي معاملو او تماسونو اندېښمن دي .

 

کوګلین ویلي چې د ناټو مقاماتو ورته ویلي چې کرزی له طالبانو سره هره ورځ ارباط اوتماس لري.

 

د هغه په وینا د حکومت د مشر په توګه دا ښه خبره ده چې د سیاسي پُروسې او پخلاینې لپاره خبرې اترې پیل کړي خود خبرو او د تماسونو د څرنګوالي پټ ساتلو لوېدیځ مقامات دې نتیجې ته رسولي چې ولسمشرکرزی کومه بله اجنډا لري او هغه دا ده چې طالبان هڅوي چې پر ناټو ځواکونو حملو ته دوام ورکړي .

 

ټیلګراف ورځپاڼه وايی چې دا د یوه امریکايی جنرال نظر وو چې د دې ورځپاڼې مبصر(کوګلین) ورسره کتلي وو.

 

د کوګلین په وینا د دغه امریکايي جنرال زړه ته پوره لوېدلې وه چې کرزی د طالبانو ملاتړ کوي .

 

د ورځپاڼې په وینا له لوېدیځ سره د کرزي د وفادارۍ په باب شکونه ایران اوچین ته د هغه سفرونو لا زیات کړل .ځکه چې په دغو هیوادونو کې هیڅ یو په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د بریالیتوب غوښتونکی نه دی .په حقیقت کې ایران د ناټو د ماموریت د ناکامولو لپاره په هلوځلو کې فعاله ونډه لري .

 

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس ایران په افغانستان کې په دوه ګون رول تورن کړ. ده وویل چې محمود احمدي نژاد د کابل د سفر په ترڅ کې له یوې خوا د حامد کرزي د حکومت ملاتړ وکړ خو له بلې خوا د افغانستان د حکومت او نړیوالوځواکونو پرضد دې هیواد ته وسلې او د سړک د غاړې بمونه لېږي.خو ځینې امریکايي مقامات وايي چې ښاغلی کرزی په خپله له طالبانو سره ملګری دی .

 

ورځپاڼه وايي چې امریکا د ایران له ولسمشرسره د کرزي وروستیو دوو کتنو ته (چې یوه په کابل کې وه اوبله په تهران کې)د شک په سترګه ګوري .

 

د ډيلي ټیلګراف د دې مفصلې تبصرې په پای کې ویل شوي چې کرزی د خپل هیواد د ولسمشرپه توګه حق لري چې څوک د ځان ملګري کړي یا له چا سره دوستي ټینګه کړي خو دا دوستي باید د هغو کسانو په قیمت نه وي چې تروسه وسه هڅه کوي چې د ده قدرت او واک ټینګ وي او د هیواد حالات یې بیا ګډوډ نه شي.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *