طالبانو له پاکستانه د ملا عبیدالله د مړینی د علت په اړه توضیحات وغوښتل — تاند ورځپاڼه

 

طالبانو له پاکستانه د ملا عبیدالله د مړینی د علت په اړه توضیحات وغوښتل

 

 

تاند ورځپاڼه (دوشنبه/فبروري۱۳)

 

افغان طالبانو نن له پاکستانه وغوښتل چې په ۲۰۱۰ کال کې د دغه هیواد په یوه بندیخانه کې د ملا عبیدالله د مړینې د علت په اړه توضیح ورکړي.

 

ملا عبیدالله اخوند د ۲۰۰۷ کال په جنورۍ کې هغه مهال پاکستاني ځواکونو ونیوه چې غوښتل یې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې، بې له دې چې پاکستاني مقامات خبر کړي، د وسلو له یوه سوداګر څخه وسلې رانیولې.

 

ملا عبیدالله اخوند تر ۲۰۰۱ پوري، چې د دوی رژیم پرزېده، د طالبانو دفاع وزیر و او د قدرت له پلوه درېم مهم چارواکی ګڼل کېده.

 

راپورونه وايي چې د پاکستان د استخباراتو رييس شجاع پاشا په وروستیو کې د قطر د سفر په مهال د طالبانو له استازو سره په کتنه کې هغوی ته خبر ورکړ چې ملا عبیدالله اخوند د ۲۰۱۰ کال د مارچ په پنځمه نېټه د کراچي په یوه محبس کې د زړه د ناروغۍ په اثر ساه ورکړه.

 

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې تراوسه پوري لا سمه څرګنده نه ده چې ملا عبیدالله اخوند د ناروغۍ په وجه او که د شکنجې له کبله شهید شوی دی.

 

د طالبانو د اسلامي تحریک له لوري په یوه خبرپاڼه کې د ملا عبیدالله اخوند پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده شوې او له پاکستانه غوښتنه شوې چې د عبیدالله اخوند د بندي کېدو، ناروغۍ او وفات په اړه بشپړ او واقعي مالومات ورکړي.

 

طالبانو پر نړیوال سره صلیب هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دې کمېټې ولي د عبیدالله اخوند له مړینې دوه کاله وروسته هم د نوموړي کورنۍ ته مالومات نه دي ورکړي.

 

عبیدالله اخوند په ۱۳۸۸ هجري قمري کال د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د نلغام د سیمې د الکوزو په کلي کې زېږېدلی و.

 

د ده د کورنۍ غړیو غوښتنه کړې چې مړی وروسپاري چې په خپل پلرني ټاټوبي کې یې خاورو ته وسپاري.

 

د عبیدالله اخوند د کورنۍ غړي وايي چې د پاکستان استخباراتي ادارې د ده د مړي څو عکسونه او قبر ورښوولی دی. د عبیدالله اخوند پر قبر لیکل شوي (عبیدالله د حاجي یارمحمد زوی)

 

له عبیدالله اخوند څخه درې کونډې نهه زامن او پنځه لوڼې پاتي دي.

 

د سیاسي چارو د کارپوه او د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د بهرنیو چارو وزارت د مامور وحید مژده په وینا عبیدالله اخوند د طالبانو د واکمنۍ په موده کې له پاکستان سره ښې اړیکې نه لرلې او څو ځلي یې د پاکستان پر مداخلو نیوکې کړې وې.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *