د سعودي هیواد له خوا د پوهنې وزارت سره۵۰ ملیونو افغانیو په کچه مرسته وشوه — عثمان منصور انصاري

 

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

خبرپاڼه

 

د سعودي هیواد له خوا د پوهنې وزارت سره۵۰ ملیونو افغانیو په کچه مرسته وشوه

 

د سعودي مرستندویه کومیټې د رسنیو مسوول

عثمان منصور انصاري

نيټه:  13/5/2012م

 

نن یکشنبې ورځ، ۲۰۱۲/۵/۱۳مه نېټه د پوهنې وزارت اړوندو ديني مدرسو ملاتړ لپاره په کابل کې د خادم الحرمين الشريفين سفارت لخوا د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت ته د یو تړون له مخې یو شمېر دیني کتابونه او قرطاسیه باب ور وسپارل شوه.

په هغه غونډه کې چې د هېواد د رسنیو مرکز (د صدارت مرمرینه ماڼۍ) کې له همدې لامله جوړه شوې وه، د سعودي هېواد سفیر استاد منصور صالح الصافی، د پوهنې وزیر ډاکټر غلام فاروق وردګ، د دیني چارو معین ډاکټر شفیق صمیم او د نوموړي وزارت یو شمېر نورو سلاکاران او رییسانو هم ګډون درلود. د پوهنې وزیر د ورور هېواد سعودي عربستان له معنوي مرستو په مننې سره د د نوموړي هېواد سفیر کارونه وستایل او په دې اړه یې د لا زیاتو مرستو هیله څرګنده کړه.  ورپسې د سعودي هېواد سفیر لنډه وینا وکړه او افغان مسلمان ولس ته یې د هر راز مرستو ډاډ یې ورکړ.

دا مرستې د سعودي عربستان ولیعهد، وزيرانو شورى مرستيال، کورنيو چارو وزير او د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کومېټې ستر څارونکي ښاغلي شاهزي نايف بن عبدالعزيز د هوکړې پر بنسټ هغو ديني مدرسو ته چې د پوهنې وزارت يې سرپرستي کوي د (50) ملیونه افغانیو په ارزښت (20000) مصحفونه (قرآن کریم)، (120000) دیني درسي کتابونو او څه باندې (120000) قرطاسيه توکو (کتابچو، قلمونو)، (20000) د ښوونځي بکسونو باندې مشتمل وه، د هغو وړانديزونو پر بنسټ چې په کابل کې د خادم الحرمين الشريفين د سفارت له خوا او هغه غوښتنليک پر بنسټ چې د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزير له خوا شوى و، د دواړو اړخونو ترمنځ د یوې هوکړې پر بنسټ نوموړي وزارت ته ورسپارل شوه.

 

پاتې دې نه وي چې د وزارت له غوښتنې سره سم به د د پروژى پاتې بوديجى څخه د يو شمېر لویو دارالعلومونو لپاره کتابتونونه جوړ او په اړوندو توکو سمبال کړای شي.

 

د سعودي مرستندویه کومیټې د رسنیو مسوول

عثمان منصور انصاري

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *