ارسلا رحماني چا، او ولې وواژه؟— سليم جان کاکړ

 

 

ارسلا رحماني چا، او ولې وواژه؟

 

سليم جان کاکړ

 

د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ پخوانى مشهور جهادي قوماندان اوسمهال د مشرانو جرګې او د سولې د کميسيون غړى سناتور مولوي ارسلا رحماني د يکشنبې په ورځ د کابل په يوې له ګڼې ګوڼې څخه ډکې سيمې دهبوري څلور لارې کې د تفنګچې په ډز ووژل شو.

چا ووژاه؟

پدې هکله لمړى شک د دولت په مخالفينو طالبانو کيدلو، خو له پيښې وروسته سمدستي د هغوى وياند ذبيح الله مجاهد اعلان وکړ چې دوى په دې قتل کې لاس نه لري.

د دوى دا خبره ځکه د منلو ده چې داسې پيښيږي چې طالبان يو کار وکړي خو مسؤوليت يې وانخلي او انکار ترې وکوي خو داسې کله هم نه دي شوي چې مسؤوليت يې يوه ناڅرګنده ډله په غاړه واخلي لکه ددې پيښې مسؤوليت چې يو ناپيژاندې ډلې په غاړه اخستى دى، طالبان داسې کار ځکه نه کوي چې دوى نه غواړي له خپل ډلې څخه پرته بله ډله مطرح کړي.

او بله دا چې په دوى کې تر اوسه داسې خودسرې ډلې هم نه دي ليدل شوي چې يو کار پخپل سر وکړي او بيا د مشرانو له انکار سره سره يې مسؤوليت هم په غاړه واخلي.

او بله دا چې د ښاغلي ارسلا رحماني په ژوند کې د طالبانو لپاره که ډيره ګټه نه وه نو تاوان يې هم نه وه، ځکه ده تر اوسه په طالبانو او د دوى په روان مقاومت پسې غلتې خبرې نه دي کړي، بلکې د هغوى په ګټه يې ډير کارونه کړي دي لکه همدا اوس يې چې د بنديانو د راخلاصولو کوم کمپائن پيل کړى وو.

اوس له هر چا سره دا سوال پيدا کيږى چې بيا نو دا وژنه چا کړې ده او د څه لپاره؟

له ډيرو مقدمو به سره تير شو په لنډ ډول وايم چې پدې اړه ډير شکونه په دولت کې په دوو ډير نفوذ او واک درلودونکو ډلو باندى کيږي، کومې ډلې چې په دولت کې دوه مهم امنيتي ارګانونه په واک کې لري، د ځينو شنونکو په اند له دې دوو څخه يوه يې خامخا په دې وژنې کې لاس لري:

لمړۍ ډله چې ددې ترور شک پرې کيږي هغه د شمال ټلواله ده چې د کورنيو چارو وزارت يې پوره په کنترول کې دى او دداسې پيښو لمړۍ پوښتنه هم بايد له همدې وزارت څخه وشي، او دا چې دوى به ولې دا کار کړى وي، ددې لپاره څو وجوهات امکان لري:

اول: لکه چې ټولو ته معلومه ده چې په دولت کې د شمال ټلواله له سولې او ملي پخلاينې سره يوه تر ټولو سخته مخالفه ډله ده، په خاص ډول له طالبانو سره د دوى جوړه ناشونى کار بريښي، دوى د طالبانو په هکله حتى د ښاغلى حامد کرزى صيب له لوري د ورونو کلمه استعمالول هم نشي زغملى، له هغوى سره سوله کول او په ګډ حکومت کې کار کول خو غټه خبره ده، او دا هغه څه دي چې دوى تل په خپلو څرګندونو کې اظهار کړي دي، نو څرنګه چې شاغلى رحماني صيب يو له هغو کسانو څخه وه چې له طالبانو سره د سولې په لاره کې يې مهم رول لوبولو او لوبولاى يې هم شو، او په دې وروستيو کې ده د هغو طالب بنديانو د راخلاصولو هڅې هم پيل کړې وي کوم چې د همدې ټلوالې په لاس نيول شوي دي او بيا په امريکايانو خرڅ شوي دي او اوس څوک په بګرام او څوک د ګوانتامو په زندان کې د اسارت شپې تيروي.

نو کيداى شي يادې ډلې د کورنيو چارو په وزارت کې له خپل واک څخه په ګټې اخستلو سره رحماني صيب ددې لپاره وژلى وي چې له طالبانو سره د سولې خبرې او د طالب بنديانو د خوشې کولو هڅې که پوره نشي بندولاى، نو کم تر کمه له خنډ او ځنډ سره خو يې مخامخ کړي.

او دا هم کيداى شي چې دوى شاغلى رحماني د استاد رباني په انتقام کې وژلى وي، ځکه داسې ګونګسې وې چې د رباني قاتل د رحمت الله واحديار له لوري د ارسلا رحماني په موټر کې انتقال شوى وه.

او دوهمه ډله چې ددې وژنې ډير شک پرې کيداى شي هغه پخواني کمونستان دي، کوم چې شاغلى ارسلا صاحب ددوى ډير پوروړى وه، ځکه د تير جهاد په مهال نوموړي د کمونستانو بيخ ويستلى دى، ښه ډير يې وژلي دي، او څرنګه چې اوسمهال د ملي امنيت په ادارې کې همدوى پوره واکمن دي، نو کيداى شي دوى هم خپل پخوانى انتقام اخستى وي.

کيداى شي دوى له يوه لوري له خپل يوه پخواني سرسخت دښمن څخه انتقام اخستى وي، او له بل لوري يې غوښتي وي چې له دې لارې د طالبانو په منځ کې تفرقه واچوي، او په خپلو منځونو کې يې يو پر بل شکمن کړي ځکه د ځينو خبري رسنيو په حواله ددې پيښې مسؤوليت د ملا دادالله په نامه د طالبانو يوې ناڅرګندې ډلې په غاړه اخستى دى چې تر اوسه يې چا نوم نه دى اوريدلى، او دا ټول په داسې حال کې چې په همدې ورځو کې د ملي امنيت د ادارې له لوري د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو خبرونه هم ورکول کيږي.

د ښاغلى رحماني تر وژل کيدا وروسته پدې هکله له رسنيو سره د ملي امنيت د ادارې د يوه وياند شفيق الله طاهري څرګندونې دا شکونه نور هم زياتوي چې دا اداره پخپله په دې قتل کې لاس لري، ځکه هغه وويل: د افغانستان د ملي امنيت لوی رياست د مولوي صاحب ارسلا رحماني د ترور د قضيې په اړه دوه ځله معلومات ترلاسه کړي وو او د ملي امنيت يو مرستيال خپله دا معلومات له مولوي صاحب شهيد سره شريک کړل.

خو په خواشينۍ سره، وروسته له هغې، چې د هيواد قسم خوړلو دښمنانو ونه کړای شول، چې دى په خپل کور کې شهيد کړي، نو د لارې په سر يې کمين ونيولو او نن دا پيښه رامنځ ته شوه.″

اوس سوال دا پيدا کيږي چې د ملي امنيت د دومره دقيقو اطلاعاتو وروسته آيا تنها د هغه د کور امنيت نيول کفايت کوي؟!

آيا د ملي امنيت اداره په دې نه پوهيده چې له کور نه بيرون هم داسې پيښې واقع کيداى شي، بلکې اکثره دغسې پيښې له کور نه بيرون پيښيږي؟

آيا د ملي امنيت ادارې او يا هم د کورنيو چارو وزارت دا مسؤوليت نه درلوده چې له داسې خطرناکو استخباراتي معلوماتو وروسته ئې دده د ساتنې لپاره خپل تربيه شوى کسان ګمارلي وه؟

ددې پيښې کيفيت هم ددې دليل دى چې پدې پيښه کې د ملي امنيت اداره او يا هم دکورنيو چارو وزارت لاس لري، ځکه تر اوسه چې په کابل کې څومره ترورونه شوي دي په خاص ډول د طالبانو له لوري، د هغو ټولو طريقه او کيفيت له دې پيښې سره ډير توپير لري، په داسې حساس ځاى کې، د پوليسو په وړاندې، او تنها د تفنګچې په يوه ډز سره، تر اوسه څوک نه دي وژل شوي؟

په هر صورت هر چا چې دا ترور کړى وي الله پاک دې ورسره حساب وکړي، خو يوه خبره جوته ده چې دا ترور به د دولت لپاره ښې پايلې ونلري، او ډير ملاتړي به له لاسه ورکړي، ځکه له دې وروسته به د شمالي ټلوالې څخه پرته نور اکثره پخواني جهادي قوماندانان او په خاص ډول هغه کسان چې يو وخت له طالبانو سره وه، دوى به په کابل کې ځان خوندي نه احساسوي او ددې ډير احتمال شته چې بيرته خپل صف بدل کړي او مسلح طالبانو ته ورواوړي، ځکه د دوى اکثريت ددې لپاره له دولت سره يوځاى شوي دي چې يو څو ورځې په آرامۍ او سکون سره ژوند تير کړي، او چې دا نه وي نو بيا خداى وهلي دي چې خپلو پخوانيو ملګرو ته يې هم ځان ملامت کړى دى او په کابل کې هم نه څوک د احترام په سترګه ورته ګوري او نه يې امنيت خوندي وي.

دولت ته زما دا مشوره ده چې که غواړي چې له حتمي زوال او ماتې څخه ځان وژغوري نو څومره چې زر کيداى بايد د امنيتي ادارو په شمول د دولت ټولې مهمې ادارې له پخوانيو کمونستانو او د شمالي ټلوالې له کسانو څخه پاکې کړي تر څو ملت پرې اعتماد وکړي او تر شا يې ودريږي، ځکه دې دواړو ډلو ملت ته يو وار امتحان ورکړى دى او پاتې راغلي دي، له دواړو ډلو څخه د ملت زړه شين دى، او که دولت داسې ونکړي نو بيا دې د حتمي ماتې انتظار وباسي، داسې به مات شي لکه څنګه چې کمونستان او ورپسې د ټلوالي کسان مات شول او وشرميدل.

سليم جان کاکړ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *