د افغاني الاصله بهرنیو رسنيز جنګونه — ملا سليم مجاهد

 

 

د افغاني الاصله بهرنیو رسنيز جنګونه

 

ملا سليم مجاهد

 

یوه افغاني الاصله بهرني زموږ د تخنیکي مالومات پر بنسټ په اغلب ګمان د هالنډ د ایمیلورډ (فلیولند) د ښار څخه د «افغاني الاصله امریکايان او غربیان څه وايي» تر عنوان لاندې یوه لیکنه کړې، نو ځکه مې وپتیېله چې د هغې د ځواب په موخه یو څو کرښې ولیکم.

نن سبا په بهرنيو ملکونو کې د افغانستان په وسله وال مقاومت ذهني تجارت روان دی. يو شمېر ليکوال په رسنيو کې يو او بل افغان په دې ګرموي، چې ګواکې امريکايی او يا هم اروپايي ذهنيتونه لري، په بهرنيو ملکونو کې ګرم  او نرم پراته دي، خو د افغان مجاهد ولس په جهادي هلو ځلو خپل رسنيز تجارت کوي، څوک وسولوال مقاومت ستايي او څوک يې غندي، بیا نورو ورته د توتو ځولۍ نيولې وي، چې ګواکې توت خورو ته به د خولې د خوږولو لپاره يو څو د توتو دانې ورپاتې شي.

افغان ولس نن سبا څلورمه لسيزه ده، چې في سبيل الله جهاد پر مخ بيايی. شوروي اتحاد يې ګونډه کړ، پاکستان او ايران يې په سيمه کې وارخطا کړي، چې د افغان ولس د جهاد لمبه به د دوی کور ته هم ورواوړي، د روسيې اسلامي خوځښتونه به په خوځښت راولي، په روسيه کې به د آزادي شور ماشور جوړ شي. نن سبا د افغانستان د آزادي جهاد د امريکا اقتصاد دړې وړې کړی او انشا لله چې د امريکا پوزه به هم پر ځمکه وموښي.

موږ د ټولو هغه وروڼو قدرداني کوو، چې زموږ د جهاد پلوي کوي، د افغانستان د خپلواکي ولولې تودې ساتي. زموږ سره په توده جګړه کې اوږه پر اوږه جهاد کوي، زموږ عالمان که په افغانستان کې دي او که په بهر کې د جهاد او افغانستان د خپلواکي قلم چلوي، چې لوی خدای به يې اجر ورکړي، خو ځينې داسې خلک شته، چې له وزګاري قلم ته لاس کړي، مګر دوی ريښتياهم د يو او بل ستاينه او يا غندنه د آستراليا، اروپا او امريکا د ورېځو تر شا او د آمازون غوندې په شنو باغونو کې تر سره کوي، چې خپلې کېنې د يو بل پر ضد وتوږي او یا هم له يو او بل سره تربګني وکړي.

د افغان ولس جهاد به د پاکو مسلمانانو وروڼو په همت پر مخ ځي، خپل هېواد به آزادوو، خو له خدايه يوه هيله او تمه لرو، چې زموږ پاک مجاهد ولس د پاکستان، ايران د استخباراتي کړيو قرباني نه شي او زموږ وياړلی ملت بيا د پرديو غلام ونه ګرځوي. نن سبا په افغانستان کې د استخباراتي کړيو جګړه روانه ده، نو زموږ يو شمېر افغان وروڼه په افغانستان کې او په بهر کې د دښمن ژرندې ته اوبه ورکوي او خپل ولس په وينو کې لمبوي.

 

د يو خپلواک، با شعوره، ودان، سمسور، په پوهه غښتلی او اسلامي افغانستان په هيله

 

ستاسو ورور ملا سليم مجاهد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *