ما ته د بن لادن خط — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

ما ته د بن لادن خط

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : لیو راک ویل ډاټ کام ( امریکا )

نېټه : ۲۰۱۲/۵/۵

ژباړن : نثار احمد صمد

 

ولی تیره اوونۍ د سپټمبر د یوولسمی د حملې په باره کی زما نوم د القاعده لخوا په رالیږونکو خطونو کی یا د سو ؟

القاعده لکه ډیرﺉ چی په غلطه فکر کوی ، اسامه بن لادن نه ده تأسیس کړې ، بلکی هغه د ۱۹۸۰ لسیزی په نیمایی کی د پاکستان په پیښور کی د یو انقلابی عالم شیخ عبدالله عزام لخوا جوړه سوه .

زه ځکه په دې قصه خبر یم چی په پیښور کی می د القاعده په مرکزی دفتر کی د عزام سره څو واره مرکې کړي دي او دا هغه مهال و چی په افغانستان کی می د شوروی ضد جهاد راپورونه تهیه کول . القاعده د عزام لخوا جوړه سوه چی دا لغت په عربی ژبه د « قاعدې یا بنسټ » معنی ورکوی تر څو د سي آی اې او د سعودی په مصارفو یې د عربی داوطلبانو سره مرسته کړې وای چی د شوروی تر اشغال لاندی افغانستان کی جنګېدلي وای . لویدیځ هغه مهال دغه کسان « د آزادۍ د جنګیالیو » په نوم ستایل .

په هغو لیکونو کی چی د ادعا له مخی د امریکایی خاصو ځواکونو لخوا د بن لادن په استوګنځی کی نیول سوي ، د القاعده د عامه روابطو مسؤلینو زه او ۱۹ نور لویدیځ خبریالان پر امریکا باندی د سپټمبر د یوولسمی د حملې په هکله د نوو اسنادو د اخیستونکو په توګه بللي یو .

خو دا هیڅ د تعحب وړ خبره نه ده . ځکه ما د تیرو ۲۶ کالو راهیسی د یو لیکوال ، راډیویی خپرونکې او پوځی مشاور په حیث القاعده تعقیب کړې ده . زما لیکنی په ټوله جنوبی آسیا او خلیج کی خورا زیات لوستونکي لری . زه د حقیقت د معلومولو لپاره ، که د چا خوښ وی یا نه ، د شدیدأ آزاد خیالۍ او قاطعیت له امله ډیر شهرت لرم .

د امریکا خورا غټو خبری شبکو د القاعده ویناوی د حکومت د امر له مخی سانسور کولې یا به یې غلط راپور تیراوه او د بن لادن جعلی او ساختګی ویډیوګانی به یې خپرولې .

دغه راپور ځینی خبریالان لکه پیاوړﺉ برتانوﺉ لیکوال رابرټ فیسک ، د نیویارکر اخبار قهرمان تحقیقاتی خبریال سیمور هرش ، د اې بي سي خبری شبکې تحقیقاتی خبریال بریین راس او هم زه یاد کړي یو ، حال دا چی موږ د سیمی په اړه ښه سم او حقیقی راپورونه برابر کړي دي . موږ دغه ټولو تجربه کارانو ډیره هڅه کړې چی د حقایقو راپور په صداقت سره ورکړو او د هر لورې تبلیغات او ډنډورې قطع کړو . موږ ټول د القاعده او تروریسټی حملو سخت انتقادیان پاته سوي یو ، خو په عین حال کی په اسلامی نړۍ کی د امریکا او لویدیځ پر تګلارو چی جابرانه او غبرګون زېږوونکي دي ، هم انتقادیان یو .

لکه دغه خطونه چی ښییً ، القاعده هیڅکله یو پراخ او نړۍ شموله تروریسټی جوړښتون نه و لکه ولسمشر جورج بوش چی یې ادعا کوله . تر کومه ځایه چی زه شاهد یم ، هغه تل یو کوچنی جوړښتون و چی غړي یې تر ۲۰۰ زیات نه وو . د القاعده اصلی هدف دا و چی د هغو افغانی کمونیسټانو سره چی تر ډیره حده تاجک او ازبیک پر مسلط وو او د هغوی د شوروی بادارانو سره وجنګیږی .

القاعده د کمونیسټی ضد مبارزې په دغه بهیر کی د طالبانو ملګری سو . خو طالبانو د سپټمبر د یوولسمی په حملو کی هیڅ لاس نه درلود . لکه اوڅار خبریال ( ارنادو بورشګرا ) چی د افغانستان څخه راپور ورکړی و ، د طالبانو قومی مشرانو غوښتل چی د اور دغه ټوټه یعنی بن لادن د خپل هېواد څخه وباسی .

نن چی په افغانستان کی څومره القاعده وال پاته دي ، د امریکا د دفاع د وزیر ( لیون پنیتا ) له قوله د هغوی شمیر تر ۲۵ کسانو زیات نه دی . خو بیا هم ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو د شتون او هم پاکستان تر خپل اشغال ډوله تسلط لاندی لرلو په دلیل القاعده یو « تهدید » بولی . د دغو لیکونو د خپرولو اصلی مقصد هم همدا دی . القاعده د امریکایی تګلارو یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده .

القاعده د امریکایی جمهوریت غوښتونکو لخوا د یوې بلا یا هیولا په توګه پورته کښته کیږی تر څو په دې ډول د امریکا د سترو پوځی مصارفو دفاع وکړی او هم د هغسی کړاونو او شکنجو دفاع وکړی چی له امله یې بن لادن وموند . خو زما منابعو راته ویلی دي چی امریکا د خورا ستر رشوت په ورکړه سره بن لادن ته ځان ورساوه ، نه د کړاو په ذریعه .

ویل کیږی چی د پنتاګون څخه داسی په اصطلاح معلومات راوتلی دي چی ادعا کوی چی بن لادن تر وژل کېدو مخکی د تروریسټی حملو یوه لړۍ پلان کړې وه . خو حقیقت دا دی چی بن لادن چی کله وژل کېدﺉ نو یو ګوښه سوی او بې واکه جهادی انسان و چی د تقاعد په حال کی اوسېدﺉ .

سوال دا دی چی هغه ولی د محاکمې لپاره امریکا ته را نه وستل سو ؟ یوې آزادانه محاکمې به باالاخره امریکایان د سپټمبر د یوولسمی د جنایت په هکله او هم په اسلامی نړۍ کی د امریکا سره په ضدیت خبر کړي وای . خو په ډیر تأسف سره چی داسی کار ونسو . مړه سوي انسانان خو څه نسي ویلای .

موږ آن تر ننه هم نه پوهیږو چی بن لادن د سپټمبر د یوولسمی په حمله کی څومره دخیل و ، او په دې هم خبر نه یو چی آیا دا حمله په پاکستان کی طرح سوې وه که یا . خو زما خپل فهم او درک دا دی چی د سپټمبر د یوولسمی حمله په هامبورګ او مادرید کی طرح سوې وه او هغسی کسانو عملی کړه چی بشپړ اکثریت یې سعودی اتباع وو .

القاعده تر بن لادن را وروسته هم ژوندۍ ده ، خو چلوونکي یې یو څو هغسی جنګیالي دي چی د غرب څخه نفرت لری ، هیڅ قدرت نه لری ، او د غټو حملو لپاره خو خورا لږ قابلیت لری . نن د لویدیځی افریقا څخه تر اندونیزیا پوری یو څو امریکایی ضد متشددو ډلو د القاعده نوم غوره کړی دی . د مثال په توګه ، د امریکا تر یرغل مخکی په عراق کی هیڅکله هم القاعده کوم شتون نه درلود . دا داسی دی لکه د « سپارتاکوس » په فلم کی چی مریانو نارې وهلې چی « موږ ټول سپارتاکوس یو . »

د القاعده دغه پرکټي یعنی ناسکه زامن کوم مرکزی ارتباط او تړاو نه سره لری او بېله دې چی په اسلامی نړۍ کی د لویدیځ تسلط سره مخالفت لری او شرعیت غواړی ، نور هیڅ اشتراک نه سره لری . نو څومره چی په افریقا او مرکزی آسیا کی امریکایی ننوتنې ډیری او سختیږی ، په هغه اندازه به دغه ډلې هم پراخیږی . ځکه ، همدا د تروریسټی خوځښت یو دایمی ماشین دی . پای  

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *