افغانستان ، یو ناکام دولت ! — نثار احمد صمد

 

 

افغانستان ، یو ناکام دولت !

ليکوال: نثار احمد صمد

 

افغانستان سږ کال بیا د ناکامو دولتونو په لیست کی راغی . ښه به دا وي چی لومړﺉ ناکام دولتونه او د هغوی طبقه بندي او معیارونه وڅیړو، بیا به افغانستان ته راسو .

ناکام دولت هغه کمزوره او بی وسه دولت وی چی هلته مرکزی حکومت د خپل هیواد یا خپل قلمرو پر اکثرو سیمو لږ یا محدود کنټرول ولري . ځینی د اقتصادی پلوه ، ځینی د پوځی پلوه ، ځینی د مشروعیت یا حقوقی پلوه ، ځینی د اجتماعی او ځینی هم د سیاسی پلوه د خپل هیواد پر یوه یا ډیره برخه کنټرول نه لری . کله هم داسی وی چی کوم بهرنی دولت یا بهرنیان مداخله پکښی کوي خو مرکزی دولت یی په تمبولو کی بی وسه وی چی دا هم یو اصلی ناکام دولت بلل کیږی .

ښه ، نو کامیاب دولت کوم یوه ته ویل کیږی ؟ دا هغسی دولت وی چی د خپلو سرحدونو په دننه کی سر تر پایه د فزیکی قوت خپل قانونی واک وچلوي او پر لویشت لویشت خاوره  بشپړ تسلط ولری ، فرد فرد ته لاس رسي ولری او د فرد فرد ساتنه وکړای سی . که دغسی ونسی کړای نو هغه ناکام دولت دﺉ یعنی په دې چوکاټ کی به خپلسري کسان یا ډلی ، جګړه ماران ، جنایت کاران ، ملیشې ، جنګسالاران یا تروریسټان مسلط کیږي . باید وویل سی چی کله کله نوموړي مصیبتونه نه وي ، لاکن دولت بیا هم ناکام دولت بلل کیږی . هغه داسی چی د پولو په دننه کی جرمونه د اوج په حال کی وی ، یا سیاسی فساد جاری وی ، یا غیرقانونی مالونه یعنی قاچاقی مواد پکښی مروج وی ، بی کنټروله اداري فساد مسلط وی ، عدالت لږ پکښی حکمفرما وی ، په سیاست کی یی د قوې او زور استعمال نغښتی وي ، او یا نور داسی حالات برلاسي وی چی مرکزی حکومت هغه نسی کنټرولولای . دغسی دولت هم یو ناکام دولت بلل کیږی . له بل پلوه کورنۍ جګړه ، د خارجی پوځونو شتون ، اقتصادی رکود یا سقوط او د ټولنیزو خدمتونو محدودیت یا نشتوالی هم هغه معیارونه دي چی یو دولت د ناکامو دولتونو په لیست کی راوړي .

نن په نړۍ کی جمعأ شپیته دولتونه په ناکامو دولتونو کی شامل دي چی دوه بلیونه انسانان د غم شپې پکښی سبا کوي .

دوې معتبري بین المللی څانګي هر کال د خپلو خورا دقیقو او حساسو څیړنو په نتیجه کی د نړۍ د ناکامو دولتونو لیست خپروی چی هغه د نړیوالی ټولنی او ملګرو ملتونو تایید او تصدیق هم تر لاسه کوي . دا دوې مشهوري څانګی یوه د « بهرنۍ تګلاری » معتبره مجله ده چی د امریکا څخه خپریږی ، او بله هم « د سولی پشتیوانه » ده چی د ملګرو ملتونو او نړیوالو بشری حقوقو د څانګو د پوره ملاتړ او مرستی څخه برخمنه ده .

دغو دوو څانګو په خپل هغه تازه څیړنیز راپور کی چی د ۲۰۰۸ د جون پر ۲۳ خپور سو ، د سږ کال ناکام دولتونه اعلان کړل . په دې لیست کی شپیته دولتونه شامل دي چی لومړنی یی سومالیا او وروستی یی اندونیزیا ده.

د سږ کال په لیست کی سوډان چی مخکی اول و ، دوهم سو او سومالیا چی دوهم و ، اول سو . د دې کار علت هلته د امریکایی پوځونو لاس وهني دي چی د اتیوپیا پذریعه یی دا هیواد نور هم کښته بوت .

سږ کال د لومړي ځل لپاره اسراییل هم پدې شپېتو ناکامو دولتونو کی شامل سو چی اووه پنځوسم مقام یی ونیو. د دې کار علت په لویدیځه څنډه کی بی ثباتی ، په ۲۰۰۶ کی پر لبنان باندی د پوځی حملې د ناکامۍ له امله پر مرکزی حکومت باندی د اعتماد کمښت او د فلسطینیانو ورځ بالا مصیبت ، اقتصادی فلاکت او د بشری حقوقو زیاتی سرغړوني بلل سوی دی .

عراق صرف یوه نمره ګټه وکړه او پنځم مقام یی ونیو، حال داچی پاکستان ناببره (۳٫۷) نمرې نوري هم واخیستې چی پدې حساب د لسم څخه نهم دریځ ته ولاړ. د پاکستان پاینټونه ځکه زیات سول چی هلته بینظیر بوټو ووژل سوه ، بېړنی حالت اعلان سو، ناامني او بی ثباتی زیاته سوه .

د افغانستان ګاونډیان په دغو مقامونو کی راغلل : پاکستان نهم ، تاجکستان اته دیرشم ، ازبکستان شپږ ویشتم ، ترکمنستان شپږ څلوېښتم ، او ایران هم نهه څلوېښتم . البته چین او هند پدې لیست کی نه دي راغلي .

د ناکامو او کامیابو دولتونو دا معیارونه په ۱۷۷ هیوادو کی تطبیق سوي چی ۶۰ یی ناکام او۱۱۷ یی هم کامیاب دولتونه دي . تر ټولو بهترین او کامیاب دولت ناروې وبلل سو چی له هره پلوه یی خلک راضی ، خوښ او سوکاله دي . پدې لیست کی پنځلس تر ټولو کامیاب هیوادونه باالترتیب داسی ښودل سوي دي : ۱- ناروې ، ۲- فنلینډ ، ۳- سویډن ، ۴- آیرلینډ ، ۵- سویس ، ۶– نیوزیلینډ ، ۷- آیسلینډ ، ۸- ډنمارک ، ۹- استرالیا ، ۱۰- کاناډا ، ۱۱- بلجیم ، ۱۲- اتریش ، ۱۳- لکسمبرګ ، ۱۴- جاپان ، او ۱۵- هالینډ . هغه دولتونه چی د بشری حقوقو د ټیکه دارۍ او انسان دوستۍ دعوه کوی ، لکه امریکا او انګلستان ، هغوی باالترتیب د کامیابو دولتونو (۱۸) او (۲۱) مقام حاصل کړ.  

افغانستان هم د معمول سره سم د دې لیست په لومړیو کی دﺉ او سږ کال د تیر کال په پرتله یو نمبر نور هم شاته ولاړ . داچی کوم هیواد کوم مقام نیسی پر هغو معیارونو متکی دي چی عمدتأ اجتماعی ، اقتصادی او سیاسی اړخ لری . په اجتماعی ملاحظاتو کی څلور مقیاسونه سته چی هغه دادي :

الف –  د نفوسو ورځ بالا فشار ،

ب    د کډوالو خوځښت یا په داخل کی بی ځایه سوي خلک چی یوه پیچلې بشری ستونځه ایجاد کړی ،

ج    د ګروپی انتقام په لټه کی ګروپی اذیت یا ډلییزه خښم ،  

د    مزمن او پرله پسې انسانی فرار ،

په اقتصادی ملاحظاتو کی دوه عمده مقیاسونه شته چی دادي :

الف –  نابرابره یا بی انصافانه اقتصادی وده پر ګروپی ترتیب باندې ،

ب    توند یا سخت اقتصادی رکود ،

او په سیاسی ملاحظاتو کی شپږ عمده مقیاسونه شته دي یعنی :

الف – دولتی جرمونه یا د دولت نامشروع والی ،

ب    د عامه خدمتونو ورځ تر ورځی خرابید ل ،

ج    د قانون د پلی کولو یا چلولو ځنډول او یا هم په ظالمانه توګه د هغه اجرأ کول او د بشری حقوقو پراخی سرغړوني ،

د    د امنیتی دستګاه لخوا داسی عمل لکه هغه چی « په یو دولت کی بل دولت » وی ،

و    د نفاقی مشرانو راپورته کیدل یا ډیریدل ،

ی    د نورو دولتونو لخوا بهرنۍ مداخله یا د خارجی سیاسی عمالو لاس وهني ،

البته دا هر معیار صرف د عنوان حیثیت لری حال داچی تشریح او جزییات یی ښه ډیر دي چی د هغو په لوستنه سره د یو دولت ناکامه بلل یا کامیابه ګڼل ښه ترا آسانه کیدای سی . دغه دوولس عمده مقیاسونه هر یو ۱۰ نمرې ( پاینټونه ) لری چی مجموعه یی (۱۲۰) کیږی . د دغو ټولو د مجموعې څخه یو کُلی عدد راوزي چی د هغه له مخی هیوادونه لیست بندی کیږی یعنی داچی کوم هیواد کوم مقام نیسی .

د پورتنیو دوولس معیارونو څو عمده جزییات پدې ډول دي : سکټا ریسټی یا قومی غم او غصه ، د شتمنو او بیوزلو تر منځ لوی واټن ، د قانون په اجرأ کی افراط یا تفریط ، پوځی یا وسلوال تشد د ، ګروپی ټکر او زورزیاتی ، د بشری حقوقو زیاته پایمالي ، داخلی جنګونه او قتلونه ، د مدنی حقوقو څخه د ولس د زیاتی برخی مسلسله محرومی ، ناامنی او بی ثباتی ، د بهرنیو پوځونو، دولتونو یا سیاسی عاملینو مداخله ، قاچاق او مخدره مواد ، عامه خپګان او نارضا ًییت او داسی نور .

ښه ، اوس نو پوښتنه داده چی د پورتنیو معیارونو او مقیاسونو څخه کوم یو یی په افغانستان کی نسته ؟ د دغو مصیبتونو څخه له کوم یوه نه یی افغانستان بېغمه دﺉ ؟ که ښه متوجه سو، نو د افغانستان لویشت لویشت د دغو بد مرغیو څخه ډکه ده : جرمونه ، فساد ، بیکاری ، تریاک ، اجیران ، طالبان ، انجوګانی ، جاسوسان ، اشغالګر پوځیان او د هغوی ترجمانان ، جنګسالاران ، د بشری حقوقو پایمالي ، تشدد ، ظلم ، خارجی مداخله ، مقاومت ، شدید غربت ، د بیګناه او باګناه انسانانو وژل ، جنګ او پوځی عملیات ، هوایی بم ورۍ ، ناامنی ، غلا ، بی ثباتی  ، حق تلفی ، غم ، تشویش او سخت روحی فشارونه . افغان مظلوم او محروم ولس ګام پر ګام د دغو ناخوالو میلمانه وی ، کله په یوه او کله په دا بله کی جاروتی وی او ژوند یی د نړۍ د سرمایدار ترینو هیوادونو د بالقوه شتون سره سره په پور چلیږی ، بس تر وخت دمخه مړینی ته منتظر دی یعنی مرګ ته چمتو حالت کی شپې سبا کوي . حال داچی ۱۰-۵ سلنه بیا په هغو روپیو کی لوبیږی چی په ناروا او ګناه سره یی حاصلي کړي دي .

هو ، په هر هغه هیواد کی چی دغسی ظلمت او مصیبت جاری وی او دولت یی مخنیوﺉ نه سي کولای هغه ناکام دولت  بلل کیږی چی افغانستان یی بهترین مثال دﺉ .  

افغانستان  د بډایو اشغالګرانو د بلیونونو ډالرو د ښندلو سره سره مخته نه ولاړ، دا لا څه چی پر خپل حالت هم پاته نسو بلکی یو ګام نور هم شاته ولاړ یعنی داچی د ۶۰ ناکامو دولتونو له منځه تیر کال په اتم مقام کی و خو سږ کال دادﺉ اووم نمبر سو .  

افغانستان سږ کال (۳٫۱ )  پاینټونه وبایلل چی هغه په درو مهمو برخو کی وو :

الف – امریکایی او لویدیځ پوځونه نور هم ډیر سول ،

ب – جګړې ، حملې او وژنی نوری هم زیاتی سوې ،

ج – نا امنی ، بی ثباتی او د بشری حقوقو د سرغړونی په کنټرول کی دولت نور هم ناکامه سو ،

 

پرته لدې ، د کابل د رژیم تر ټولو ستره بی وسی ، بی کفایتی او ناکامی هغه مهال ښه ترا ثابته سوه چی په تیره فبروري کی د امریکا د ملی استخباراتو ریًس مایک مک کونیل اعتراف وکړ چی « د امریکا په مشرۍ د پوځی ملاتړ او بلیونونو ډالرو د مرستی سره سره امنیت په افغانستان کی پسی خرابیدونکی دﺉ …. حامد کرزﺉ د افغانستان ۳۰٪ کنټرولوی متباقی لس سلنه طالبان او پاته برخه اقوام او جنګسالاران کنټرولوی » .

دا خو له هماغه پیله معلومه او ثابته ده چی د کابل رژیم  بهرنیانو په بهر ( یعنی بُن ) کی جوړ کړﺉ ، بیا یی افغانستان ته صادر کړﺉ ، وروسته یی په « لویدیځ» برس او « امریکایی » رنګ سره رنګمالی کړﺉ ، « قانونی! » کړﺉ او د خپل ټول پوځی- استخباراتی- مالی طاقت په زور یی پر ولس ترپلی او له سقوطه ژغورلی دﺉ . مشهور څیړونکی اریک مارګولیس داسی وایی : « امریکا د حامد کرزي د واکمن ساتلو لپاره هره ورځ څه باندی ۱۳۳ ملیونه ډالره مصرفوی » ، دا خو صرف د امریکا لخوا د یوه سړي ، د هغه د وروڼو ، ملګرو اوډلی ټپلی د واکمن ساتلو ورځنیً خرڅ دﺉ چی ضایع کوی یی ، که د نړیوالی ټولنی ، ملګرو ملتونو او ناټو مصارف هم پر واچوو ، نو دا مبلغ به د ورځي آن دوه نیم- درې سوه ملیونو  ډالرو ته ورسیږی او دا هغه ستر مبلغ دﺉ چی په افغانستان کی د یو ناکام دولت د واکمن ساتلو په غرض اور ته غورځول کیږی .

 

د کابل د رژیم هغه وروستۍ لویی ناکامۍ چی نړیواله ټولنه یی غمجنه او واشنګټن یی نورهم سرځوړﺉ کړ دا دي :

لومړی – په تیره جنوري کی د کابل پر خورا لوکس او ژغورلي « سرینا هوټل » باندی د طالبانو حمله چی رژیم د هغه له امله ناکامه ثابت سو .

دوهم – په تیر اپریل کی په کابل کی د پوځی شاخص یا رسم ګذشت پر مهال د ټولو امنیتی او استخباراتی چمتوینو سره سره د طالبانو حمله چی پوځیانو او جنرالانو دوری هوری د پټېدو په خاطرځغستل او د رژیم مشر او د هغه ډله ټپله یی پر میدان پرېښودل او یوه مطلقه بی نظمی ( انارشی ) حکمفرما سوه .

درېیم –  په همدې روانه میاشت (یعنی جون) کی د امریکایی او کاناډایی مجهز ترسد سره سره د کندهار پر لوی محبس د طالبانو چریکی حمله چی یو ساعت روانه وه او ۳۸۰ طالب جنګیالی او ۱۲۰۰ نور بند یان یی خوشی کړل خو امریکا ، ناټو او د رژیم پوځونوپه خپل ټول وس سره د هغوی مخه ونه نیولی شوه او نه یی هم هغوی بیرته ونیولای سول .

څلورم –  په همدې جون کی د امریکایی او ناټویی اشغالګر پوځ لخوا له جېله د تښتیدلو طالبانو د نیولو د عملیاتو سره سره چی ټوله سیمه یی نیولې وه ، بیا هم طالبانو په ارغنداب کی یوه لویه مانوره وکړه حال داچی هغه یی نیولې نه وه بلکی ورته راغلي وو او پدې توګه یی اشغالګران همدلته مصروف کړل او خپل بندیان یی محفوظ د محاصرې څخه وایستل. د رژیم پدې ناکامۍ سره ناټو ، امریکا او نړیواله ټولنه نورهم خوږمن او سرځوړي سول .

 

هو ، امریکا ، اروپا او ناټو د دغسی یو ناکام دولت لپاره خپل پوځیان ، خپل ډالرونه او خپل نوم او ګرانښت مسلسل ضایع کوي . لکه څنګه چی د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کی ۶۶ امریکایی او ۵۷ هم نور غربی پوځیان په افغانستان کی وژل سوي دي چی جمعأ ۱۲۳ تنو ته رسیږی .

خو یو تریخ حقیقت باید مدنظر ولرو. هغه دا چی د کابل رژیم او د هغه پلویان فریاد کوي چی دا خو پاکستان یا پاکستانیان دي چی دغه حملې کوی . د رژیم مشر دا اخطارونه هم صادر کړل چی ګواکی موږ هم حق لرو چی پر پاکستان ورته حملې وکړو . خو د دې هوایی خبرو څخه د کابل د بلواک رژیم اصلی هدف د خپلي ناکامۍ څخه د انظارو پام بلی خواته اړول ، د طالبانو  بد خواهانو ته جرأت ورکول او د خپلی آیندې ضمانت کول و لکه څنګه چی پلویانو یی د رژیم دغه په هوا کی لامبو په اصطلاح « تاریخی کارنامه!» وبلل ، خو که د بلواک رژیم د مشر دغه هوایی لامبو یو تاریخی ویاړ وی نو بیا ببرک او نجیب لدې نه هم لویی « کارنامې!» کړی وې . د کابل رژیم چی د ۳۷ پیاوړودولتونو د مجهزو پوځونو د ۲۴ ساعته عظیم ملاتړ سره سره   خپل جېل ، خپل ښارونه او خپل   سرحدونه او وګړي نسی ساتلای او د ۶۰ ناکامو دولتونو په قطار کی اووم مقام لری او د رژیم د مشر، مرستیالانو ، پارلمانی نمایند ګانو ، وزیرانو څخه تر عادی مامور، عسکر اوپولیس پوری آن معاشونه او « جیب خرڅ » لا خارجیان ورکوی ،  نو هغه به په کوم جاغوراو کوم افتخار سره  د نورو هیوادونه فتح کړای سی ؟!  دا کار د دواړو ولسونو دﺉ نه د لاس کښېنولو !! 

 

ښه ، نو چاره یی څه ؟

حقیقت خو دا دﺉ چی د افغانستان د فعلی بحران حل دومره افغانی چاره نلري لکه امریکایی . د دې بحران د کلاوې سر په کابل کی نه بلکی په واشنګټن کی دﺉ . ګوډاګی رژیم هیڅکله هم ستونزي دومره هوارولای نسی لکه  هغه چی نوري هم پسی ډیروی . د افغانستان روان بحران خارجیانو خصوصأ امریکایانو ایجاد کړﺉ دﺉ نو ځکه هغوی باید رغنده نوښت وکړي . ښه به دا وی چی امریکا د روانو حساسو پرمختیاوو سره صادقانه او عادلانه مقابله وکړي . بهتره دا ده چی امریکا خپله تګلاره تعدیل او ترمیم کړي یعنی هغه د « نظامی » څخه « سیاسی »  حالت ته واړوي . امریکا دلته لویی غلطۍ کړي چی هغه باید مرمت او اصلاح کړی . تریخ حقیقت خو دا دﺉ چی د پوځی طاقت په زور د ګوډاګیانو ترپل ،په فریب او چل ول سره د هغوی قانونی کول او په نظامی- مالی طاقت سره له سقوطه د هغوی ژغورل ګټه نه بلکی تاوان لري او دا هغه بربنډ واقعیت دﺉ چی د شوروي اشغال په لس کلنه نیونه کی ښه ترا ثابت و ، او دا ﺉ د امریکایی نیونی په تیرو شپږ نیمو کلونو کی یی هم په سترګو وینو (لکه مایک مک کونیل چی پورته اشاره هم ورته وکړه ) . داسی ښکاري لکه امریکاچی څومره ستر ځواک دﺉ د بحران د سوله ییز او رغنده اوارولو هغومره ظرفیت نه لري . پر غیر ملی لارو د بلیونونو ډالرو خرڅول مطلقأ زیانمن تمامیږی . امریکا او ناټو مخالفین یوازي په پوځی طاقت سره نشی ماتولای بلکی د سیاسی خبرو اترو جرأت  او ابتکار باید وکړي او دا هغه تریخ حقیقت دﺉ چی څو څو واره د ناټو قوماندانانو اعتراف هم پرې کړﺉ دﺉ . افغانانو او د افغانستان تاریخ  دا ثابته کړې چی دلته پوځی حملې او پوځی عملیات ندي کامیابه سوي ( که هغه انګریزان وو او که روسان ) ، بلکی سیاسی مذاکرات یا په بل عبارت جرګې دي چی مشکل اواروي نه جګړې . که امریکا دغه تریخ غړپ ته اخلاقأ ځان چمتو نه کړي نو حالات ښیً چی همدا ناکام دولت به وی او همدا ناکامه ستراتیژی به وی او همدا مصیبت به نور هم شدید سی . والسلام ، نثار احمد صمد    

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.