هوا او هوس
همه با هوا و هوس ساختی
د می با مصالح نه پرداختی
مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغاني »
د هوا او هوس بی جلبه هڅه یو داسی ساري مرض دی چه د مزمن کیدو په حالت کښی اجتماعات تباه کوی.
زمونږ ځوانان، پاخه ، زاړه ، نر او ښځی ټول باید دیته پوره پام ولری چه د هوا او هوس هڅی له هغی انداری څخه ځان و ساتی ، کوم چه د بی نظمي او د جامعی د تباهی موجب کیږي، له بلی خوا د هوا او هوس بی جلبه حرکت د سړی شخصیت ټیټوي او اکثر خلک د رسوائي سره مخامخ کوي.
وائي : د یو لوی شخصیت د ګوتی په غمي کی لیکل شوی:
«من غلب عقله هواه افتضح»
څوک چه په عقل باندی د هوا او هوس ناوړه تاثیرات غلبه پیدا کړي ، رسواکیږی !!!
بلی : خصوصي رسوائيٍ ، عمومي رسوائي، اجتماعي رسوائي، سیاسي رسوائي ، تاریخي رسوائي ، دینوي رسوائي ، اخروي رسوائی او په زړونو کښی ورڅخه کرکه او نفرت !!!
سعید افغاني
۱۲ـ۶ ـ ۱۳۵۴ هجری شمسي ـ کابل