د افغانستان مشهور کانفو لوبغاړی احسان شفيق له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې — عبدالرزاق حبیبی

 

 

د افغانستان مشهور کانفو لوبغاړی احسان شفيق له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې

 

عبدالرزاق حبیبی

 

د افغانستان مشهور کانفو لوبغاړی احسان شفيق د ٣٦ کالو په عمر په ناروې کې د زړه د حملې له امله مړ شوی او له دې نړۍ يې سترګې پټې کړې دي

 

احسان الله شفیق د مرحوم میرزا محمدشفیق زوی، په قوم صافی او د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسیدونکی وو، په ۱۹۷۶ م کال زیږیدلی وو، په افغانستان باندې د شوروي د یرغل پرمهال د خپلې کورنۍ سره یو ځای د هجرت په موخه ګاونډي هیواد پاکستان ته تللی و، هلته یې د سیدجمال الدین په لیسه کې زده کړې کړې وې.

 

احسان الله شفیق اوس مهال په لندن کې میشت وو او دنړۍ په سطحه یې د کانفو کلپونه درلودل او شاګردانو ته یې ښوونه کوله، نوموړي په دغه ډګر کې ۹۹ مسابقې کړې دي چې ۹۳ یې ګټلې دي..

 

ښاغلی شفيق د برتانيا او اروپايي جنګي لوبو د اتلوليو ګټونکی هم و.

 

ارواښاد شفيق په اووه کلنۍ کې له خپل ورور وحيدالله شفيق نه د کانفو په زده کړه پيل وکړ.

احسان شفيق له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې کانفو ښووله او په بیلابیلو ملي او نړيوالو سياليو او اتلوليو کې يې ګډون کړی و.

 

ښاغلي شفيق له ۹۹ نه ۹۳ جنګي لوبې ګټلې وې چې کانفو، کاراتې، کېک بوکسېنګ، سانشو او نور په کې راځي.

نوموړی ناروې ته د يوه نژدې دوست پوښتنې ته ورغلی و او د جون په ۵ مه د ګهيځ په دريو بجو يې زړه ودرېد او دا نړۍ يې پرېښوده

.

ټاکل شوې ده، د نوموړي جسد دپنجشنبې (۱۳۹۱/۳/۱۸) په ورځ له ناروې څخه کابل ته راولېږدول شي او د جمعې به ورځ يې د جنازې لمونځ آداء شي.

 

 

 

 

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *