د ۲۰۰۰ پوځیانو وژنه غلط دلیل دی — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د ۲۰۰۰ پوځیانو وژنه غلط دلیل دی

 

لیکوال : متیو روتشیلډ ( د پروګرَسیو مجلې مسؤل مدیر )

منبع : پروګرسیو مجله ( امریکا )

نېټه : ۲۰۱۲/۸/۲۲

ژباړن : نثار احمد صمد

 

همدا اوونۍ په افغانستان کی یوه لړزونکې پیښه رامنځته سوه . هغه دا چی هلته دوه زرم امریکایی پوځي ووژل سو . دغو وژنو هله زور واخیست چی د اوباما لخوا هلته « شدید پوځی ډېرښت » د امریکایی پوځیانو همداسی شدید تلفات هم رامنځته کړل . لکه نیویارک ټایمز چی لیکی ، هلته لومړني ۱۰۰۰ امریکایی عسکر او مرین پوځیان په تقریبأ نهو کالو کی وژل سوي دي ، خو متباقی ۱۰۰۰ پوځیان بیا صرف په تقریبأ دوو کالو کی ووژل سول .

فقط همدا تیره هفته نهه امریکایی پوځیان د هغو افغاني امنیتی ځواکونو لخوا ووژل سول چی په ظاهره زموږ ملګری دي .

ولسمشر اوباما باید له ځانه وپوښتی چی زه ډاډه یم چی زموږ ګڼ شمیر پوځیان او د هغوی کورنۍ به د ځانو څخه پوښتی چی « موږ ولی هلته اوسیږو ، چی آن خپل ملګري مو لا هم وژنی ؟ »

همدا نن په افغانستان کی د هغی ورځی څخه تر دوه چنده لا هم زیات امریکایی پوځیان مستقر دي چی جورج بوش خپله دوره پوره کړه . هلته د دغو پوځیانو د شتون ظاهري دلایل نور نو ورځ په ورځ تیاره او مبهم کیږی . ځکه ، اسامه بن لاند نور مړ دی ، او هغه په افغانستان کی نه بلکی په پاکستان کی ووژل سو .

د دې جنګ ملاتړي وایی چی موږ باید ځکه هلته و اوسیږو چی طالبان بیرته واکمن نسی . خو کرزي پخپله هغه مقرره لاسلیک کړه چی د هیواد د اسلامی شورا لخوا تهیه سوې وه چی له مخی یې یو میړه خپله میرمن د اسلامی شریعت سره سم وهلای سی .

امریکا د افغانستان سره د انسان دوستۍ پر اساس نه جنګیږی . بلکی ځکه هلته شتون لری چی افغانستان په لویدیځ کی د ایران سره او په ختیځ کی د چین سره پولی لری : یعنی هغه دوه  هیوادونه چی پنتاګون هدف نیولی دي . او دا هیواد ځکه هلته شتون لری چی افغانستان د پخواني شوروی اتحاد د « ستان ـ ستان » څخه د عربي سمندرګي پر خوا د تیلو یو انتقالی لورﺉ هم دی .

همدا اصلی هغه دلیل دی چی امریکا د افغانستان سره جنګیږی . خو دا ښه او معقول دلایل نه دي چی لپاره یې باید دوه زره امریکایی پوځیان تباه او ووژل سی . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *