اوس يې خوند وکړ! — سید ولي حامد

 

اوس يې خوند وکړ!

 

 

لیکوال: سید ولي حامد

 

دا لس کاله کرزي او ور سره یارانو یې  دبهرنیو ځواکونو راوستل او دهغوی پړی په غاړ و کې اچول  نړۍ او ولس ته  په دې توجیه کول چې دا زمونږ  خواخوږي دي، زمونږ ملګري دي، زمونږ  له خاورې او ملي ګټو نه له مونږ سره یو ځای دفاع کوي، مونږ دنورو له ظلم او تیري نه ژغوري، که څوک سترګې را باندې برګې کړي دوی یې سمدستې په ګوتو پرې را وباسي،  که څوک غاښ راته وچيچي دوی یې دسترګو په رپ کې ور ماتوي، که څوک خوله راته خلاصه کړي دوی یې له خاورو ور ډکوي….

 دا او دیته ورته سل نورې اوتې بوتې به یې ویلې، که څه هم چې حقیقت او واقعیت خو تر لمر روښانه و، هر چا لیدل چې څه کېږي او څه باید وشي؟ مګر  له دې سره سره  بیا هم ځینو  وتلیو او لوړو لوړو  سیاسي کار پوهانو به دخپلو سیاسي تجربو  په رڼا کې ویل چې ، کزری او ملګري یې ملامت نه دي، دوی باید همداسې کړې وای، دا یو ضرورت و، تر څو زمونږ  خاوره، زمونږ  ولس ، زمونږ  ننګ او غیرت دګاونډیانو له تیرې نه وساتل شي!

  او حال دا چې دهمدغه بهرنیو له راتګ سره  سم په هېواد کې دګاونډیانو او دسیمې دنورو هېوادونو لاسوهنه  تر پخوا پراخه او پیاوړې شوه، پاکستان او ایران خو ځانونه دافغانستان اصلي میراث خواره بولي، دروس هم  دلکۍ بیخ بیا وتخڼېدو،  او هند بیا له چا کم و؟  په هر حال، لوبه ښه په درز کې روانه وه، دپاکستان لخوا پر افغانستان راکټي بریدونه پیل شول، ایران کلتوري یرغل پیل  کړ، په مزار کې یې دخپل لاسپوڅي په واسطه دخپلو یو څو وژل شویو وګړیو په نامه  دیو واټ  دنومولو کیسه را پورته کړه.

دکرزي بې واکه ادارې به سهار او بیګاه خپلو لالا ګانو ته سترګې نیولې وې چې دوی باید دپاکستان  دبریدونو په مخنیوي کې له مونږ سره مرسته وکړي، دوی زمونږ دتودې بسترې یاران دي، مونږ  خپل هست او نیست ددوی په اختیار کې ور کړي اوس خو باید زمونږ غم  وخوري!

نړۍ او ولس  یې ننداره کوله چې  دغه یارانه به تر څه وخته او  څومره ريښتونې وي،  بهرنیانو هم  نېغه خبره نه کوله، کله به یې ځان اخوا کله دیخوا کولو، او دکرزي یارانو به ویل چې دا دي زمونږ دوستان به یې اوس چاره وکړي، هسې به وکړي او داسې به وکړي، ایله په ایله چې دا دي اوس  دوستانو خپله دزړه خبره را بر سیره کړه ، او هغه داسې چې: ( ایساف وایي چی د افغانستان له سرحدونو او د بهرنیانو په مقابل کی له افغانستان څخه دفاع د دوی په مسولیتونو کی نه راځي. د ایساف ویاند نن په کابل کی یوی خبري غونډی ته وویل: مونږ دلته ددی لپاره یو چی نړی ته ډاډ ورکړو چی افغانستان به نور د ترهګرو لپاره د امن ځای نه وي. خو دا مو دنده نه ده چی د افغانستان له حریم څخه دفاع وکړو او یا هم د نورو سره په مقابله کی له افغانستان څخه ملاتړ وکړو. ) روهي ویب پاڼه. 29.10.2012

اوس به نور کرزی او یاران یې هم څه نشي ورته ویلی، ځکه که بهرنیانو  ددوی له تودې بسترې نه خوند اخیستی نو دوی بیا دهغوی له ډالرو نه  درز پورته کړی.

دلته دوه احتماله دي، کېدای شي دا خبره دامریکایانو په لمسون او دهغوی په اشاره شوې وي، تر څو کرزی  دیوې بلې یارانې کولو ته هم اړ باسي، نظامي تړون پرې لاسلیک کړي،  او په پای کې چې هر څه پرې وکړي بیا به ورته وايي چې ځه! ځه! بابا خپل کار کوه! زه دخپلو ګټو لپاره راغلی یم، لیونی خو نه یم چې ستا لپاره له خلکو سره لاس او ګرېوان شم!!

 او  یا دا چې  پاکستان له کرزيانو نه زیات دغلامۍ ټټر ورته وهلی وي، او په دې خو ټول پوهېږي چې چېرته پاکستان او چېرته کرزیان! پاکستان خو دغلامۍ اوږده سابقه لري، په دې اړه پوره مهارت لري، پوهېږي چې څه رنګه ریباران په ځان را مات کړي، او قره قول ماما خو نو بیا همدا اوس نوی دغلامۍ تهداب کېښود.

اودا احتمال ځکه قوي ښکاري چې څو ورځې وړاندې امریکا رسما د خپل سابقه دار او وفادار غلام  ( پاکستان  )  په ګټه دډېورنډ دکرښې درسمي توب خبره وکړه.

اوس به  دکرزي او دهغه دیارانو هغه غولېدلي مامورین ښه پوه شوي وي چې  کومه خبره چې ولس کوله همغه سمه وه، ولس  بهرنیان خپل دښمنان ګڼل، او کرزي به ویل چې یه، یه دا زموژ خارجي دوستان دي، دوی زموژ  څه دفاع کوي!!

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *