د چا دعا؟ —- شاهد شفق

 

د چا دعا؟

شاهد شفق

د اسرائیلو ظالمانه طبعه یو ځل بیا خټې شوې وه د وینو تویولو تنده یی ماتوله هغه هم  د غزې د ماشومانو په وینو باندی ،له څو ورځې بمباریو او درنو بمونو سره د غزې د تنکیو ماشومانو په وینو باندې د نړۍ زیاتره هېوادونه پټه خوله پاتې شول ،هغه چا چې له ډېر جسارت څخه کار واخیست هغه دا و چې دا بریدونه یی لږ تر لږه وغندل دا خو پر ځای پریږده چې دوی د د غزې د خلکو په دفاع کښې د دغه مظلوم ولس په خوا کښې ودریږی.
د امریکا متحده ایلاتو وار له مخه وویل چې  اسرائیل له خپله ځانه د دفاع حق لري ،د هغوی قضاوت له همدې جملې څخه اټکل کولی شی ،له همدې جملې پوهیدلی شی چې د لېوه عدالت او قضاوت څومره د مظلومانو د وینو تویولو ته بی تابه دی.
د ملل متحد په نامه شیطانی جوړښت چې زیاتره یی لوی طاغوتي هېوادونه تر نامه لاندی خپله توره صلیبي بڼه پټوي د پېښې په هکله لکه سوی په غټو او خلاصو سترګو ویده وه که څه هم د بانکي مون سترګې یو څه کوچنی دي.
د اسلامي نړۍ په کچه په خاصه توګه د عربو هېوادونه له لوري کوم غبرګون چې د فلسطین د ولس ټپونو ته مرهم شي هم راڅرګند نه شو په تېره بیا د سعود د کورنۍ د قدرت په لومو کښې بند حجاز او د قطر د واکمنو پټه خوله توب ویل چې د عربو بهار باید تر هر څه وړاندې د سعود کورنۍ  د قدرت بنسټونه نړولی وی او  د اسلامي نړۍ په زړه کښې د ظالمو واکمنو او د اسلامی امت له درد څخه بی د خبرو تپل شویو او د پردیو  سره د معامله کوونکو  شاهانو لپاره پای ټکی اېښودی وی .
قطر او سعودی واکمن چې د امریکا سره د خپلو شومو روابطو په ساتلو کښې د بندګۍ تر کچې رسېدلي دي په تېر کښې یی د اسرائیلو له بریدونو وروسته د فلسطین د بیا رغونې لپاره څه ډالریزې مرستې کولی او د سعودی شاه خو لا ځنې فلسطینیان حج ته استول خو اوس پوښتنه دا ده چې قطر او سعودی څو ملیون ډالره د اسرائیلو د یوه بم معادل ګرځي؟
کله چې اسرائیل پر غزه برید کوي نو څو بمونو په ترڅ کښې د قطر او سعودی ډالر له خاورو سره خاوری کوي
دا په دې معنې چې ډالر د دغه بریدونو د زیانونو د مخنیوي لپاره کفایت نه کوي او یا اغېزمنه استفاده نه ترې کیږی یا ښایی قطر او سعودی ته امریکا اجازه ورنه کړي چي دا پیسې په داسې څه ولګول شي چې د بریدونو په وړاندی د یو غبرګون ښودلو لپاره مناسب وي
د دغو هېوادنو دغه مرستې چې زیاتره له جګړې وروسته ترسره کیږي د غزې ولس لپاره کوم  پام وړ څه ندي او هسې بی ځایه د تش په نامه همدردی او مرستو یوه لړۍ یی ګڼم
د غزې پر ولس د څو ورځو بمباریو پای په داسې حال کښې و چې په لسګونو شهیدان او په سلګونو ټپیان یی په خپل ځای پرېښودل خو کله چې د یو اوربند پر سر موافقه وشوه نو فلسطینیان د خوښۍ لپاره کوڅو ته راووتل هغوی ویل مونږ بریالیتوب ته رسېدلي یو په داسې حال کښې چې د شهیدانو له زخمونو لا تازه وینې څڅېدلې او د زخمیانو زګیرویو د یوه وحشت له مخ پرده پورته کوله ،غزه ویشتل شوې وه فلسطینیان وژل شوي و او پر غزه برید شوی و نه په اسرائيلو خو هغوی د یوه بري ادعا کوله ښایی د دوی د مظلومیت ښه اټکل له همدې څخه وکړلی شو چې وژل شوی هم دوی و کور هم د دوی ویشتل شوی او ړنګ شوی و خو د اوربند په راتلو د بري جشن هم دوی لمانځلو!
اسرائیلي چارواکو بیا ویل چې ډېر په زړه پوری کار مو ترسره کړ او د اوربند د خبرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هېلري کلنټن هم سیمې ته رسېدلی وه دې هم خپلې زلفې په کښې واړولې چې ګواکي سوله هم امریکا راوستله او له امریکا پرته سوله ناشونې ده په داسې حال کښې چې امریکا د سولې او ارامې په نوم او د انسانیت په نوم یو تور داغ دی.
له بل لوري د نړۍ زیاتره مسلمانانو پر غزه بریدونه په کلکه غندل که یی نور څه له وسه نه کېدل په دوعاګانو کښې یې د غزې نوم ته ځای ورکړی و او د دغه مظلوم ولس سره یی خپله خواخوږي څرګندوله او د دوی بري او د ظالمانو د ظلم څخه د خلاصون لپاره یی دعاګانې کولې
خو زمونږ په افغانانو کښې مې ځنې داسې خلک هم پر دعا وموندل چې له یوه لوري له صلیبیانو او یهودو سره په یوه صف کښې ولاړ دی د هغوی تر قومندی لاندې خپل مظلوم ولس او د خپل مجاهدین په شهادت رسوی د سپینې ماڼې امرونه تر اسلامی اوامرو غوره ګڼي او ټول وخت د اسلام او مسلمانانو به ضد لګیا وي خو دوی بیا څه وایی : براي مجاهدین غزه دعا کنید!
ایا فکر کولی شی چې دوی به د غزې د مجاهدینو خواخوږي وي؟؟ ایا دوی به په رښتیا له مومنو مجاهدینو سره همدردي او خواخوږي ولري؟؟ که همدردي لري نو د صلیبیانو تر قومندې لاندې ولی خپل ولس وژني ؟ ولی خپل مجاهد ورونه چې په افغانستان کښې اودافغان ولس د سرلوړی لپاره جنګیږی امریکایانو ته تسلیموي ؟
که دلته په افغانستان کښې مجاهدین د دوی منافقت مخه نیسي د دوی لپاره خطر دی که دلته مجاهدین د دوی د خیانتونو او هېواد پلورنې سره مخالفت کوي او نه پریږدي چې دوی د افغان ولس ناموس او عزت وپلوري دغه بی ناموسه ډلګې له همدې کبله خپلو مجاهدینو ته دعا نه شي کولی  چې د افغان مجاهدین د دوی د خیانتونو او اسلام دوښمنیو څخه ښه خبر دی باور وکړی که د حماس اسلامی حرکت په افغانستان کښې وی او دلته یی جهاد کولی نو دوی به تر هر چا وړاندی د حماس مخالفت کولو له صلیبیانو سره به یی په یوه خوله غندل او تروریستان به یی ګڼل بیا به مو نه د دوی دعا لیدلی وی او نه هم د دوی ستاینی !
دا د هغو منافقینو او دوه مخو ډلو کار دی چې په تېر کښې د روس او اوس د امریکا د غلامۍ کړۍ په خپلو غاړو کښې ګرځوي او د دې لپاره چې څوک ورته ګوته ونه نیسي او د دوی تش اسلامی نوم پاتی وي او خپل ولس وغلوی نو د حماس لپاره دعا کوی
عجیب دعاکوونکي او عجیب انتخاب!
که فرض کړو چې دغه ډلګی په فلسطین کښې وی نو ایا د حماس سره به یی هغه څه نه وی کړي لکه دوی چې له افغان مجاهدینو سره وکړل؟ بلکی زه سل په سلو کښې په دی یقین یم چې دوی به بیا د الفتح له روش څخه بدتره روش له حماس سره کولو ځکه مونږ خو د دوی د وحشتنو شاهد یو چې په افغانستان کښې یی څه وکړل خو لوی رب  د حماس په اسلامي حرکت فضل کړي دی چې د جمیعت سلامي ډالر غوندې کومه ډله په فلسطین کښې نشته ده همدا د حماس ستر بری دی!
ځنې نور هم شته چې د مسجدونو په کنج او کنار کښې پټ وي کله سر له هغه ځایه او کله له هغه بل لوري راڅرګند کړي  خو نه مجاهدین شول نه پوره د صلیبیانو ملاتړي شول همداسې  د جنت او دوزخ تر منځ سرګردانه ځغلي حیران دي کومې خوا ته لاړ شي د خپلو افغان مجاهدینو د بري څخه هم وېره لري ستایلی خو یی نه شي خو وخت ناوخت یی بد او رد هم وایی دوی هم د هغو نورو په څېر له هیواده د باندی ځنې اسلامي ډلی ستایی د خپل کور مجاهد ساتونکی چې د  دوی ابرو او عزت د ساتلو په لار کښې خپلی وینی ورکوی د هغو په ستایلو یی پر سر تندر رالویږی او یا هم ویره لري چې دوی چې د قدرت کومې هیلی لري هغه د دغه مجاهدینو له لاسه هسی نه ترسره نه شي
دوی ته یوه یادونه کوم چې د اسلامي نړۍ په هر هېواد کښې او په هره برخه کښې چې کوم مجاهدین د اسلام د سنګرونو څخه ساتنه کوي سره ورونه دي د هغوی د تکبیر غږونه نړۍ ته یو پیغام  لري چې د دې پاک شعار اوچتونکي د یوه کور غړي او سره ورونه دي دوی له الله پرته چا ته سر نه ټیټوي او نه هم له الله پرته د چا مرستې ته اړتیا لري ،ذلیله دي هغه خلک چې د اسلامي نړۍ د دغو مجاهدینو په منځ کښې توپیرونه را اوچتوي او کوشش کوي چې له دوی څخه ځنو ته د غوره په ویلو سره دغه مجاهد صف مات کړي
ان شاء الله چې  اسلامي امت به د ظالمانو او منافقینو له ماتولو وروسته حتما او حتما د قدس د ساتنې لپاره یو فوځ جوړوي  خو تر هر څه وړاندې په دې هیله چې د عرب پسرلي وږمې د حجاز او نورې عربی نړۍ دروازې هم ور وټکوي.
په درنښت

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *