د طرز تفکر بدلون ! — محمد ظریف امین یار

 

 

د طرز تفکر بدلون !

 

لیکوال: محمد ظریف امین یار

د پوهنتون استاد او ځیړونکی

 

د اسلام سپیځلۍ دین پرته له دی څخه چی لویدیځه نړی یی د بدنامولو او له منځ نه وړلو لپاره دوامداره کوښښونه ، هڅی او دسیسو ته بوخت دی، بیا هم په ننۍ نړی کی ماشاالله ترټولو موجودو عقایدو نه ګړندۍ وده لری. ولی عیجیه داده چی د اسلام دغه ننۍ چټکه وده لکه پخوا غوندی د مسلمانانو د دعوت او  اسلامی هڅو په نتیجی که نده تر لاسه شوی بلکه تر ډیر حده پوری د لویدیځ د خلکو د خپلو ځیړونو له برکته ده. البته بعضی اسلامی علما او داعیان لکه ښاغلۍ ډاکټر ذاکر ناییک، ښاغلۍ ډاکټر ابو امینه فیلپس، ښاغلۍ احمد دیدات… او د داسی نورو پیاوړو داعیانوهڅی بی له ګمانه خورا ګتوری ثابتی شوی دی او په دغه بهیر کی بنسټیز رول لوبولی دی ولی بلخوا بیا په عمومی سطح باندی اسلامی نړی په خپلو ناوړو او غیر اسلامی کړنوسره اسلام ته یی بدنامی ور په برخه کړی ده او د اسلام لوی منزلت یی د سختو پوښتنو لاندی راوستلۍ ده. د مسلمانانو د اوسنی اعمالو ځیړنه کافی وخت ، پراخ بحث او برهان ته اړتیا لری . زما د اوسنی لنډ مطلب موخه یوازی د تاسو پام یوی مهمی مسلی  ته را اړول دی چی  د مسلمانانو په طرز تفکر کی کافی مثبت توپیر راوستلی شی.

           

             درنو لوستونکو! تاسو خو به خا مخا د فیس بک، ټویټر او داسی نورو بریښنایی میډیا سره پیژنګلوی لرئ. زه سخت باورلرم چی دغه ډول ټیکنالوژیکی آسانیتاوی که په صحی توګه وکارول شی کولای شی چی د انسانانو په شخصیتی ودی کی ډیر ګټور ثابت شی حتی زما په اند دغه اوسنی طرز د کارولو هم جلا د ګټو څخه نه ده او د معایبو په نسبت یی ګټی ډیری ښکاری. له کله نه چی ما د فیس بک کارول  پیل کړی دی ډیرو موضوع ګانو سره مخامخ شوی یم او یادداښت کړی می دی. له دغو یادداښتونو څخه یو هم د عجیب اوغریب انځورونو خپرول دی چی تاسو هم ګوندی نوټ کړی وی لکه: په ډوډۍ باندی د الله (سبحان و تعالی) نوم، د وزی  په خیټی باندی د الله (ج) نوم ، د ونو په پاڼو باندی د الله (ج) او د محمد (ص) نوم ، په سپوږمۍ کی د محمد(ص) نوم لیکل شوی، همدغه راز د غوایی په سر باندی الله لیکل شوی او… دغسی نور.         

زه په دی نه پوهیږم چی مونږ مسلمان ولی دومره ساده یو! آیا الله (ج) د وحدانیت ثاتبولو لپاره مونږ باید دغه ډول بی منطفه دلایل مخکی کړو؟ او یا آیا د اسلام پر اساس  د الله تعالی وحدانیت ثابتولو ته  فرضی عقایدو ته اړتیا شته؟ آیا د دغه ډول بی منطقه انځورونو خپریدل زمونږ ، بی خبری، بی علمی او د پوهی کموالۍ نه ښکاروی؟ آیا کله تاسو دا سوچ کړی چی زمونږ دغه ډول اعمال په کافرانو باندی ځه اغیزی لری؟ آیا کافران اسلام ته خوشبینه کیږی یا پری ملنډی وښی؟

 

ګرانو ملګرو! نړی نن ډیر پر مختګ کړی دی. د نړی خلک نن سبا د ساینس په اساس یعنی د برهان، د ځیړونو د تجربو او د استدلال په اساس مباحثی او مناظری کوی. که مسلمانان غواړی چی د الله تعالی وحدانیت ثابت کړی نو په علمی توګه یی کولی شی ځکه چی اسلام نه یوازی یوه عقیده ده بلکه د انسانی ژوند لپاره یواځنی بشپړ لاره ده ځکه خو ورته دین وایو. ځنګه چی تاسو هم پوهیږۍ اسلام په دری برخو باندی ویشل کیږی یعنی عقیده، شرعیت او اخلاق. شرعیت بیا په دوه برخو باندی چی عبادات او معاملات دی ویشل کیږی. همدغه راز معاملات په دری نورو برخو سیاسی کړنی، اقتصادی کړنی او اجتماعی کړنو باندی ویشل کیږی. نو که تاسی ځیر شۍ اسلام هم سیاست ، هم اقتصادی او هم اجتماعی کړونو لپاره بشپړه لارښونی لری. د مثال په توګه نن لویدیځ حکومتونه او اقتصاد پوهان د کپیتالزمی اقتصاد پر ځای اسلامی اقتصاد وړاندی کوی دا د دی لپاره نه ده چی غربی نړی اسلام سره مینه لری بلکه دا ځکه ده چی غربی نړی نن په دی باندی ښه پوهیږی چی اسلامی اقتصاد د معاصرو اقتصادی کړکیچونو نه لکه انفلاسیون ، اقتصادی بحران…،  د حل لاره ده او کولای شی چی واقعآ عدالت ، برابری او پایداره اقتصادی وده منځته راولی.

 

زما ګران مسلمان وروره ! د دی پر ځای چی فرضی عقایدو باندی وخت ضایعه کړی علم سره مینه پیدا کړه او د علم تر لاسه کولو لپاره هځی وکړه. اسلام یواځنی دین دی چی د علم لاسته راوړنه  یی په  نارینه او ښځینه دواړو باندی فرض کړی ده.په اسلام باندی ځیړنی وکړه او نړی ته ثابته کړه چی اسلام یواځنی منطقی لاره ده. د مثال په توګه مونږ باید ځیړنی وکړو چی اسلام د مدیریت په اړه ، د مشرۍ په اړه، د سیاست په اړه، د اقتصاد په اړه، او د طبیعی علومو په اړه ځه وایی؟ نن په یاد علومو کی تقریبأ ټولی تیوری ګانی ، نظریی او ماډولونه د لویدیځ علما د ځیړونو په نتیجی کی لاسته راغلی دی. ولی په دی هم باید زمونږ سر خلاص وی چی قرآن کریم د نښو(ساینز) کتاب دی نه دی ساینس یعنی مونږ باید ځیړنی وکړو او د قرآن کریم او صحی حدیثو سره سم  حکومتی نظام جوړ کړو او خپل واکمنی د اسلامی شرعیت چتر لاندی او دی نوی نړی د اړتیاو پر بڼسټ  برابره کړو. دا کار هله کیدلی شی چی مونږ په قرآن او حدیث باندی ځیړنی پیل کړو او اسلامی اجماع او قیاس فعاله او ورته پراختیا ورکړو. د دی سره سره باید اجتهاد ته هم پام وکړو ځکه چی اسلام باید د فعلی نړی د  پیچلو ستونزو لپاره  هم د حل لاری ولری.     

           

 لکه څنګه چی مخکی هم تشریح شول د فرضی عقایدو انځورونو خپرونه نه یوازی چی بی منطقه ده بلکه د کافرانو ملنډو ته مو هم مخامخ کوی. عیسویان هم به وایی چی د صلیب علامه هم ډیرو ځناورو، سبزیانو او طبعیت کی ښکاری.زما پوښتنه دا ده چی آیا د صلیب نښان لیدلو سره مونږ مسلمانان عیسویت قبولوو؟ طبعآ یو منطقی او با شعوره انسان ځواب د پورتنی پوښتنی لپاره منفی ده ځکه چی د ایمان لپاره د فرضی عقایدو اړتیا نشته. نن سبا کافران په مسلمانانو باندی ملنډی وښی او ویډیو ګانی په یوټیوپ، او ګوګل کی پورته کوی( اپلوډ) او د مسلمانو دغه فرضی او بی منطقه کړنی نورو خلکو ته یی خپروی او پری خاندی چی مسلمانان څومره جاهل دی. پام وکړی چی زمونږ اصلی قوت او معجزه قرآن کریم دی او د اسلام له نظره معجزی د حضرت محمد (ص) نه بعد بندی شوی دی نو بیا ولی مسلمانان ځانونه ملنډو ته برابروی!

 

مسلمانان نن دومره کمزوری دی چی غربیان پری حملی کوی، مظلوم مسلمانان بی رحمی سره وژنی په ښځو باندی جنسی تیری کوی او پیغلو انجونو باندی عیاشیانی کوی ولی مسلمان ولس بی غیرته شوی حتا غبرګون هم نه ښکاروی او ځانونه یی لکه تړلی چرګان غربیانو ته تسلیم کړی ! کله چی افغانستان باندی غربیانو یرغل وکړو، پاکستان او نورو عربی هیوادونو امریکایانو  ته د ده لوی جنایت لپاره ځایونه ورکړل. همدغه رنګ د عراق او نور اسلامی هیوادونو تقدیر شو. نن سبا تاسو چی کومه بی امنی او شخړی عربی هیوادونو کی ګوری همدغه چی غرب ورته عرب سپرنګ یعنی د عرب پسرلی وایی دا یوازی د اسلامی نړی د بربادولو لپاره د غربیانو پلان شوی دسیسی او پروپاګندی دی. غربیان د اسلام د چټګی وده نه سخت خواشینی، عصبی ، وارخطا او سر ګډ  دی. ځکه یی د اسلام بدنامولو لپاره د سپتمبر نهمه پیښه جوړه کړه او په افغانستان یی حمله وکړه  د نورو جیو پولیټیک او اقتصادی  ګتو سره سره اصلی موخه یی دا وه چی مرکزی آسیا کی اډی جوړی کړی. همدغه رنګ د  عراق نظام یی ړنګ کړلو  ، پاکستان یی له داخله کمزوری کړ او افغانستان کی اډی تر لاسه کړی چی ایران هم په صحی توګه اداره کړی، اقتصادی ګتی هم تر لاسه کړی ، د  افغانستان د جیو پولیټیک موقعیت نه هم کار واخلی او له بلی خوا روسیه ته هم ګواښ پاتی شی. عربی هیوادونو کی یی د عرب سپرنګ په نوم سرطان ( سل)  خپور کړ. خلاصه دا چی داسی وضعیت یی جوړ کړ چی اسلامی نړی داسی بدنامه او کمزوره شی چی پخپله د غرب نه مرستی وغواړی او غرب ته سر ټیټ کړی. کله بیا قرآن پاک سوځوی او پر محمد (ص) فلمی ملنډی وښی او د مسلمانانو حساسیست کچه مالومولو سره سره نړی ته دا ورښکاره کوی چی  مسلمانان دومره کمزوری دی چی ژاړی او زاری کوی او په دغه ډول خپل استبدادی قدرت نړی ته په ډاګه کوی. زه خو وایم غرب مسلمانانو سره ډیر ښه کوی ! ځکه چی مسلمان  باید خپل حثیت باندی پوه شی چی ننۍ نړی کی هیځ هم نلری او هسی بی ځایه ځانونو باندی فخر کړی او لوی لوی فتوا ګانی ورکوی. 

           

مطلب به خلاصه کړم قرآن کریم کی لیکل شوی چی الله تعالی به د هغه قوم حالت هیځکله بدل نکړی تر څو چی هغوی خپله بدلون ته و نه هځیږی. مهاتما ګاندی وایی چی هغه بدلون چی تاسی لیدل غواړۍ لومړی خپل ځان کی یی پیدا کړی. علامه محمد اقبال وایی چی د قومونو تقدیر د هغو د وګړو په لاس کیدی او  د قوم هر یو وګړی د ملت د مقدر ستوری دی. همدغه راز علامه سید جمال الدین افغانی وایی چی مسلمانان باید لومړی خپل اعمال اسلامی کړی او بیا  اسلام ته د نړی سره سیالۍ لپاره پراختیا ورکړی. نو د دی نه مالومیږی چی د طرز تفکر بدلون د اسلام پرمختګ، پراختیا او د ننۍ نړی سره برابرولو لپاره اړینه ده. خبره لنډه ښه ده  که مسلمانان غواړی چی نړی سره سیالی وکړی او د نړی په پرمختګ او ودی بهیر که خپل نومونه ولیکی نو باید خپل طرز تفکر ته بدلون ورکړی اوخپل سوچونه پراخ کړی، خپل اعمال اسلامی شرعیت سره سم کړی، قرآن او صحی حدیث سره سره اسلامی اجماع ، قیاس او اجتهاد ته هم ډیر پام ورکړی. زما په اند د مسلمانانو ناکامی د هغو د اسلام د بنیاد څخه سرغړونه ده نه د اسلام د دین کمزورتیا! زما نظر خو دا دی چی تر هغه وخت نه چی هر مسلمان فنډه مینتالست ( بنیاد پرست) نشی ، علم تر لاسه نکړی، خپل طرز تفکر کی بدلون را نولی او د اسلام په هکله علمی څیړنی ونکړی تر هغه وخته به مسلمانانو باندی ملنډی وښل کیږی.!

 

په درناوی

محمد ظریف امین یار

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *