ښه او بد به څوک ټاکي او غوره څوک دي؟ —- شاهد شفق

 

ښه او بد به څوک ټاکي او غوره  څوک دي؟

شاهد شفق


ټوله ورځ بوختیا او منډو ترړو ستومانه کړی وم خو ماښام ته ملګرو ډوډی جوړه کړې وه هغه ته هم باید تللی وم هو هلته له رسېدو سره دسترخوان وغوړېد او سره کښېناستلو،یو د ورونو د یخو اوبو پیالې ډکې کړلې او ورسره یې د خپل عادت سره سم پر کمونستانو مسخرې او ټوکې جوړې کړلې ملګرو هم ورسره په خندا ملګرتیا کوله تر دې چې زما ښې لاس ته ناست یوه وویل:چې داسې هم نده په هر چا کښې ښه او بد شته دی په کمونستانو کښې هم ښه او وطندوسته خلک شته و!
کله چې ده خپلی خبرې بشپړې کړې مخ مې ور وګرځولو ورته می
وویل چې د ښو او بدوتر منځ به سرحد څوک ټاکي ؟؟ د غوره والی معیارونه څه دي؟ چا ټاکلي دي او که یی د ټاکنې لړۍ اوس هم پر مخ روانه ده؟؟
د
کمونستانو د وطندوستی لپاره ښایی دا کفایت وکړي چې ووایو چې پرون یی هېواد پر روسانو او نن پر امریکایانو وپلورلو پرون یی هم د خپل هېواد عزت خرڅ کړ او نن یی هم ،که دا وطندوستي وي نو مونږ ورته د نفرت لپاره د کلیمو په موندلو ستړي یو.
دغه کس چی کله له چا څخه یو څه اورېدلي وي همغسې یی ثبت
کړي وي نور نو دی هم نه ورباندې پوهیږي نن چې کله ما پوښتنې ترې وکړې دی موسکی شو او وچه ډوډۍ يې په لاس کښې نیولې او ماته کتل حیران شو څه ووایې خو مخامخ لوري ته ناست یو بل کس ماته وویل چې ستا د پوښتنې لپاره ویلی شم چې ښه په دوه ډوله تعریفیږي یو له دیني اړخه چې ستا نظر هم ترې خړوبیږي او دوهم له نړیواله اړخه
ورته مې وویل چې ته کوم څه پر شاخونو وېشې حتما به
یوه تنه هم لري ته کولی شې ما ته ښه له وېشلو مخکې تعریف کړې خو ده پر خپله خبر زور راوړ او ملګرو هم ډول ډول څرګندولی کولې زه ستړی هم وم تر دې چې دا خبری همدلته پاتې شولې.
ډېر وخت تر دې مخکې مې ځنو خبرو ته پام
شوی و چې ویل به یې په دې نړۍ کښې دوه ډوله انسانان دي یو ښه او بل بد دا فرق نه کوي چې کوم دین پیروان دی حتې هڅه په کښې شوې وه چې دین د انسانانو تر منځ د نفرتونو د زیاتوالی د یوه انځور په توګه څرګند کړي او په دې سره د اسلام ددین حقانیت تر پوښتنې لاندې راولي.
ایا انسان د دې وړتیا لري چې د ښه او بد ټاکلو په هکله سمې پرېکړې وکړي؟

که یواځنی واکمن او ټولواک الله تعالی به د ښه او بد تر منځ انسانانو ته سرحدونه ږدي؟؟

که
دې خبرو ته ځير شو او بیا زمونږ د هېواد د کمونستانو چې اوس کلک قومپالان ترې جوړ شوي دي څرګندونو ته پام وکړو چې وایې کمونستان او خلقیان هم هېواد ته خدمت کړي دی او وطندوسته و نو ښایې ښه یی درک کړو حتې په تېرو ورځو کښې مې په فېسبوک کښې د یوه کمونست لوړپوړي دولتي چارواکي پاڼه تر سترګو شوه نوموړي د خپلې صفحې د سرلیک په توګه یو بیت لیکلی و چې شعارونه یی پښتو ژبه او یواځې پښتونولی وه ؟که اوس له دغه جناب څخه پوښتنه وکړو چې تاسی له پښتو سره څه وکړل او څو روسي ټانکونه او اوس څو امریکایې الوتکې مو یې وژلو ته راوغوښتلې ؟خو دا ښاغلی غواړي تر دې نامه لاندې ځان ته مشروعیت پیدا کړي ځان ته د ښه والي او غوره توب نوې لار ومومي ځکه په دې ټولنه کښې کمونېزم ته لار نشته ده او اسلام خو د کمونست په ژبه د شعار په توګه نه شی راتللی.
دری اونۍ وروسته یو ځل بیا له هغه کس سره مخ شولم چې ویل یې د ښه او غوره والي لپاره دوه ډوله تعریفونه شته یو نړیوال او بل دیني
.
له
روغبړ وروسته مې ورو ورو موضوع ته اشاره وکړه او ده ته مې د شنو چایو یوه پیاله هم وړاندې کړه ورته می وویل دا ورسره څښه چې مغز د ښه کار وکړي ده وخندل ویی ویل زما سر ښه کار کوي.
ما ورته وویل تېره اونۍ د خپلو خبرو ته ښه وضاحت ورنه کړ که تاسې د ښو نړیوال او دیني تعریفونه راته ووایې ډېر به ښه شي
.
ده
وویل چې ښه په نړیواله توګه منل شوی ځنې شیان دي لکه د ترافیکو قوانین چې په شنه چراغ کښې د تېرېدو په او سره چراغ کښې درېدو ته اشاره ده چې دا په دین کښې نشته ده خو دین چې پر کوم شیانو امر کوي او د ښو په هکله یی یادوی هغه ښایی په نړیوالو تعریفونو کښې ونه مومی.
ورته مې وویل چې د ترافیکو
قوانین خو په اسلام کښې ندي غندل شوي د انسانانو د خیر لپاره حتې له لارې د کاڼو او نورو اغزنو توکو پر لرې کولو امر کړی دی نو هغه قوانین چې د انساني ژوند اسانتیاوې او سلامتی په کښې نغښتي وي اسلام به ولې د هغو مخالف وي.
ده به بیا خپلی خبری دوهم خل تکرار کړلي او بیا ما ته وویل چې یا
ته په خبره ځان نه پوهوې او یا یې زه نه شم درته تشریح کولی ورته مې وویل چې ستا په خبرو پوهېږم او ته هم یو څه وایې خو غلط یې وایې،د ده بڼه یوڅه سره غوندی شوه پر دې خبره یې فکر خراب شو.
بیا یې له لږ فکر وروسته راته
وویل چې مثلا که زه اوس پر دې غالۍ لاړې توپ کړم نو دا ښایې په نړیواله توګه یو ښه او غوره کار وي خو په دین کښې دې ته یا ستا په نظر بد ویل کیږي دا د دین او نړیوال تعریف تر منځ توپیر دی.
ورته مې وویل کله چې ته پر غالۍ لاړې توپ کړې زه ورته بد او ته ورته ښه وواېې نو دا زما او ستا تر منځ به پریکړه څوک کوي؟

ایا نړیوال تعریفونه او د هر چا بېلا بېل نظرونه د اختلافاتو نه پرته بل څه راوړلی شي؟

ایا په انسانانو کښې داسې څوک شته چې ښه او بد سره بېل کړي؟؟

ده
وویل چې ته بیا هڅه کړې چې خپل دیني نظر حق ثابت کړې او له نړیوال تعریف سترګې پټې کړې او له دې سره یی جوخت ورپسې علاوه کړله چې د دینونو پیروان هم د ښو لپاره واحد تعریف نه لري د دوی څخه ځنی بوتانو او ځنی نور غوایانو ته عبادت کوی او دی ته ښه وایی ځنی عیسی ته د خدای په سترګه ګوري او ځنی نور بیا نور نظرونه او ډول ډول تعریفونه لري او اسلام بیا خدای تعالی ته د تسلیمیت او قران په رڼا کښې ژوند غوره او ښه ګڼي نو اوس چې دومره اختلافات د دین تر نامه لاندې شته نو د کوم یو خبر د منلو وړ ده؟
ورته مې وویل:د
نړۍ زیاتره انسانان د بېلا بېلو دینونو پیروان دي او ټول د یوه خدای په لټه کښې دي غواړي هغه مقتدر او عبادت وړ خدای چې د ښو او بدو تر منځ بریدونه ټاکي ومومي ځکه دوی پوهیږي چې انسان نه شي کولی چې د ښو او بدو تر منځ سرحد وټاکي او یواځي خدای تعالی دی چې د ښو او بدو سرحدونه به ټاکي او انسان به د هغه په رڼا کښې ژوند کوي که داسې نه وی نو دا په ملیونونو انسانان ولې د یوه خدای په لټه کښې ستړي دي؟؟ ولی دوی ښه او بد په خپله نه ټاکي؟؟
د
دینونو پیروان څخه ځنې یی د خدای د موندلو په لټه کښې غلط شوي دي په ناسمو لارو تللی دي ځنو ته غوایان ځنو ته بوتان ځنو ته اور او ځنو ته عیسې د خدای په توګه برېښېدلی دی او ځنې بیا د واقعي معبود په موندلو بریالي شوي دي چې هغه مسلمانان دي او اسلام د نورو اسماني دینونو تکمیلونکی او وروستی دین دي.
دا چې الله تعالی د ښو او بدو ټاکونکی دي او د دینونو د پیروانو هڅې
پر دې شاهدي ورکوي نو اوس پر انسان لازمه ده چې یواځي الله تعالی ته تسلیم شي او د هغه د ښه او بدو تر مینځ ایښودلی سرحدونه ومني .
د دینونو
تکامل په اسلام سره شوی له دې وروسته بل پیغمبر نه راځي او کله چې خدای تعالی د ښو او بدو د ټاکونکی په توګه منو نو بیا باید د هغه یواځني حق دین اسلام ته مخه کړو ځکه قران مونږ ته واضح وایی چې خدای تعالی په نزد حق دین اسلام دي ا و د اسلام د حقانیت ښه ثبوت هم دا دی چې هره ورځ د نړۍ په بېلا بېلو برخو کښې ګڼ شمېر خلک خدای تعالی ته تسلیمیږي او اسلام مني او پر دې باور کیږي چې یواځې خدای تعالی د ښه او بدتر مینځ بریدونه ټاکي او ټاکل شوي بریدونه یواځي په قرانکریم کښې موندلی شو او زمونږ تېر عمر هسې د جهالت په تورو تیارو کښې د ښو او بدو له توپیر څخه بې خبره تېر شوی دي.
د اسلام د
حقانیت لپاره ګڼ شمېر دلایل وجود لري تاسې کولی شی هغه ومومی اومطالعه یی کړی اوس کله چې خدای تعالی د ښه او بدو د ټاکونکی په توګه ومنو او اسلام هم یواځنی حق دین چی الله تعالی مونږ ته غوره کړی دی نو ستاسو د نړیوال تعریف لپاره کوم ځای نه پاتې کیږي او ستاسې له غلطو فکرونو او خیالونو څخه سرچینه نیسې .
نو ویلی شو چې ښه یواځې په اسلام کښې دي غوره او ښه هغه
څوک دی چې د ښه او بدو د ټاکونکي او واکمن خدای ج غوره کړی دین او قوانینو ته غاړه کېږدي او خپل ژوند ورباندې روښانه کړي له دې اخوا که څوک د ښو او بدو ترمینځ نوي تعریفونه لټوي او یا یې په نورو لارو کښې لټوي پر غلطه روان دی او د ده کړنې د ښو په توګه نه شو یادولی ځکه انسانان خپله د ښو او بدو ټاکلو پرېکړه نه شي کولی .
کوم کسان چې وایې کمونستانو کښې هم
ښه خلک و او هر دین کښې او انساني ټولنو کښې ښه او غوره شته دي دوی په ناسمه تللي دي او د ښو د تعریف څخه په میلونو فاصله لري له خدای تعالی څخه لرې او هغه له غوره کړل شوي دین اسلام څخه د باندې څوک غوره نه شي موندلی له الله منکر به ښو ته څنګه رسېږي؟
ده راته وویل: چې ستا دغه خبرې که فرض کړو چې د دین د پیروانو په هکله رښتیا وي نو مټریالستان ستا دغه خبرې نه مني
.
ورته مې وخندل او ومی ویل چې دومره خلکو ومنله چې خدای د ښو او بدو ټاکونکی ده په یو څو مټریالستانو باندې اوبه نه خړیږي
.
ده وویل:چې نه داسې نده د مټریالستانو نظریات او لاسته راوړنې د ساینس او علم د ملا تیر جوړوي بیا د هغه ولي منلي دي؟

ورته
مې وویل:مونږ د ساینس تر نوم لاندې ځنې نظرونه او هایپوتېزونه لولو او ورسره لیکل شوي چې دا یوه فرضیه ده تاسې هم کولی شي لږ فکر وکړی او یو نظر ووایی او یا یو هایپوتېز ولیکي مونږ دغه نظرونو ته د حقیقت په سترګه ندي کتلي او نه مو د ساینس د ملا د تیر په توګه منلي دي یواځې څو تش نظریات دي.
وماعلینا الاالبلاغ المبین

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *