د تللو په یاد کښې — شاهد شفق

 

د تللو په یاد کښې

شاهد شفق

هغه د نورو په څیر د ژوند د ستړي واټ یو لاروی و ،د ستومانه نړۍ منډو ترړو ،هسکو ټيټو له کراونو او ستونځو سره د مخ کیدو عزم ،لوړ بصیرت او لاسته کړې تجربه د هغه درانه شخصیت ته یو عظمت یو عجیب سکون او لوړتیا ورکړې وه.
د هغه
د عمر شاوخوا شپیته کلونه د نړۍ له خوږو او ترخو سره تیر شوي وو ،ږیره یې په زیاته کچه سپینه شوې وه د حوادثو او د ژوند د نادودو او کړاونو اثر یې د مخ له کرښو د سترګو له ناکرارو موجونو او څپو څخه لوستل کېده او اوس هم د یوه غره غوندې جګه غاړه ولاړ و تا وبه ویل چې هره شېبه د یوه نوي توپان سره د ټکر اراده لري .
د خبرو په مهال به یې لرې کتل هسې به د انګېرله چې هغه د راتلونکي افق پر تندي کومه لیکنه لولي او یا یی هم مونږ ته ژباړوندویی کوي
.
په
ټولنیزو چارو اود کلي کور په مسایلو کښې خدای تعالی ورته پوهه ورکړې وه له هر چا سره په ورین تندي مخ کېدلو مګر د هر چا د عزت کولو لپاره یې د هغه شخصیت ته کتل او د هغه پر بنسټ یی ورسره چلند کولو ،له نااهله انسانانو څخه ځان لرې ساتلو ،تر ټولو کرکه یې له هغه چا څخه وه چې اسلام ته وفادار نه پاتې کېده ،تر ټولو مهمه دا چې د شخص پیژندلو ښه وړتیا ورسره وه،د عالمانو یې درناوی کولو خو هغه علماء چې علم عزت یی ساتلو هغه تر ځان ورباندې ګران و خو که به چا د علم له عزت او درناوي څخه سترګې پټولی هغه بیا د نړۍ تر ټولو بد انسان و.
د هر چا سره د خبرو پر مهال له دلایلو تجربو پر بنسټ
له هغه سره خبرې کولې د احساساتو تر تاثیر لاندې یې د حرکت کولو څخه ډه ډه کوله،هر څه یې جاجول او ورسره سم به یې چلند کولو،د دوست او دوښمن په وړاندې د هغه اندېښنې،وړاند وینې او څرګندونې ډېرې په زړه پورې وې تا به ویل چې د کوم سمندر په ظالمو څپو کښې د رالوی شوي یوه انسان د ژوندانه یوه پایله ده.
کله به مې چې د کوم کار د کولو اړوند غوښتل له هغه نظر تر
لاسه کړم نو ورتللم به ورته به مې وویل غواړم دا کار ترسره کړم راته و به یې کتل او پوه به شو د هغه په هکله به یې خپل نظر را ته ووایه که به کوم تیاره لوری درلود په تاکيد سره به یی د نه کولو راته ویل او ځنو خبرو به یې تر ډېره سوچ ته اړ کولم،له ورونو خپلو خپلوانو او زامنو سره به مې د هغه چلند ته ډېر پام و په ټولو کښې د ده دید دوی ټولو ته یو سرلیک و
کله به
چې ورونو په یوه خبره زور راوړ دی په قهر کېدلو نه ډېر په حوصله به یې قناعت ته اړ کول خو هغوی ټول به پر دی قانع و او یا هم د کومې پېښې څخه به وروسته لا ښه قناعت ته اړ شول او ویل به یې چې مشر ورور رښتیا ویلي وو کاش چې هغسې مو کړي وي.
ډېر هغه څه چې نورو ته حتې ورونو او زامنو ته به یې
نه ویل ما سره به یې شریکولو د خپل ژوند خوږې ترخې د دوستانو او دوښمنانو کړنې،له دوستانو ګیلې دا به یې راته ویل ښایې زما د راتلونکي لپاره د یوه یون ټاکلو هیله ورسره وه او ښایې له ماسره یی ځانګړې علاقه درلوده.
زه
به د هغه د خبرو پر مهال غلی او پټه خوله وم هیڅ به هم مې نه ویل ښایې ویلی به می نه شو کله چې به هغه خبرې کولې زما خاموشي به داسې راته څرګنده شوه چې ټول هر څه په ټپه ولاړ دي او هغه ته یې غوږ نیولي دی یا به که هغه د کوم چا له کړنو سر ټکولو ما به فکر کولو چې هغه سره ټول یوه خوله دي او زه هم لکه په دې بهیر کښې د بهیدونکې سېند غوندې ورسره بهیږم
هو هغه به ډېر څه
ویل خو ما به دا تر ځان ډېره لوړه ګڼله چې هغه ته تسلي ورکړم ښایې د ما په وړاندې د هغه عظمت به زه چوپتیا ته اړ کولم یواځې یو څو لنډې پوښتنې به می کله کله ترې وکړلې او نور به هغسی چوپ وم.
له فاني نړۍ څخه د هغه تلل
او خپل رب ته ورګرځېدل زما د ژوند څو رنګینۍ یوړلې د هغه نشتون زما ژوند کښې د یو چا د ځای د تش والي سره یوه نه ډکېدونکې خالیګاه رامنځ ته کړه.
په
هغه ورځ مې چې مې هغه د لحد په غېږه کښې ایښود په سترګو کښې مې اوښکې وچې شوې وې فکر مې کولو چې ځان مې ډېر عادي ښودلی دی او اوښکې مې ندي توی کړې خو وروسته وروسته پوه شوم چې زما په خبرو او له دوستانو سره د مخ کېدو او د هغوی د تسلی د وړاندې کولو په وخت کښې مې ډېر څه له ځانه سره نه لرل یو ډول درد و چې له دوستانو سره خبری می هم نیمګړې او لنډې وې اوښکې نشته وې مګر په حواسو کښې مې یوه ژوره خاموشي وه.
اوس چې کله دعا ته لاسونه
پورته کړم د دعا په لپه کښې دی تل راسره وي او د ده یاد د اسلامي امت ټولو مړو ته زما د دعا په لپه کښې ځاي ورکوي.
الله تعالی د پرټول اسلامي امت ورحمیږي او له فاني نړۍ تللي د په جنتونو ونازوي امین یارب العالمین
.

رب اغفر لي ولوالدي ولمن دخل بيتي مؤمنا وللمؤمنين والمؤمنات ولا تزد الظالمين إلا تبارا 
سوره نوح

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *