په یو دولت کی بل دولت ! — نثاراحمد صمد

 

په یو دولت کی بل دولت !

 

افغانستان نن هغه بی در او بی دیواله هېواد دﺉ چی د نړۍ په زرګونو انسانان بیله پاسپورټونو او بیله ویزو څخه پکښی اوسیږی . افغانستان ته هره ورځ په سلګونو بهرنیان راځی او وزی خو هیڅوک هم نه پوهیږی چی هغوی څه شی راوړي او څه شی هم وړي . دا هغه « بی مسؤلیته !» ، « نازولي !» او « معزز !» خارجیان دي چی د امریکا یا ناټو اشغالی پوځیان دي ، یا د « سی آی اې » ، « ایف بی آی » ، « ایم آی- شپږ » او نورو اروپایانو استخباراتی ګومارلي دي ، یا دا چی دیپلوماتیک شخصیتونه ! ، پارلمانی استاځي ! ، معزز وزیران ! او یا هم د انجو ګانو چلونکی او د دوی پخپله اصطلاح « روزي رسان !» اشخاص دي .

د دې مبحث اصلی موضوع د انجو ګانو یا « روزي رسانو! » پټ او ښکاره فعالیتونه ، هدفونه او چالونه دي چی پخپلودې کړنو سره یې داسی حیثیت میندلی لکه په یو دولت کی چی بل دولت وي .

 

انجو ګانی یعنی غیر دولتی جوړښتونونه ، د افغانی ټولنی په رګونو دومره ور ننوتلي چی نن بیخی د هغې د اناټومی یوه برخه ګرځېدلې ده . انجو ګانو د افغانی مهاجرو سره د ۱۹۷۹ کال راهیسی کار پیل کړﺉ دﺉ . نن د افغانستان د هر ښار هیڅ داسی کوڅه نسته چی هلته دې کومه انجو نه وي . د ۲۰۰۳ تر نوامبر پوری د کابل رژیم د پلان د وزارت سره څه نا څه  ۱۶۰۰  انجوګانی ثبت وې .

اکثریت انجو ګانی افغانی دي خو مالی کومک نړیوالی څانګی ور کوي . انجو ګانی په ظاهره په دغو برخو کی ډیري لګیا دي : بېړنۍ مرستي ، بیا رغاونه ، پرمختیایی کارونه ، روغتیایی ، ښوونیزه او کرهڼیزه پروګرامونه ، سوله ساتونکی فعالیتونه ، د بشری حقوقو تأمین ، د حقوقی ( وکالت ) خدمتونه او نور .

 

له بل پلوه ، په افغانستان کی غیر حکومتی څانګی دغه شپږ تشکیلاتی اړخونه لری :

۱- نړیوال جوړښتونونه ، ۲- د انجوګانو د انسجام ادارې ، ۳- بهرنۍ انجوګانی ، ۴- افغانی انجوګانی ، ۵- د ښځو لپاره انجوګانی ، ۶- د کوچنیانو لپاره انجوګانی . البته په لومړنۍ کی ۱۲ خورا عمده انجوګانی شاملي دي ، په دوهمي کی ۴ خورا عمده دي ، په درېیمي کی ۸۵ خورا عمده دي ، په څلورمه کی ۱۲ خورا عمده دي ، په پنځمه کی ۲۱ خورا مهمي دي ، او باالاخره په شپږمه کته ګوري کی هم ۱۵ خورا مهمي انجوګانی شاملي دي ، چی دا ټولي تقریبأ خارجی دي او هره یوه یې دوې- درې ، حتی نوري څو کوچنۍ یا فرعی انجوګانی هم لری یا یې تمویلوي .

 

د نوو احصاﺉیو له مخی همدا نن په افغانستان کی څه نا څه « ۲۵۰۰ » انجوګانی سته چی د هېواد په بېلا بیلو برخو کی فعالیت کوی . دغو خورا زیاتو انجوګانو د یو جال یا تور غوندی د افغانستان په هر ښار ، ولسوالی او کلی کی افغانان ځانو ته داسی محتاج کړی چی خلاصون یې نور نو تقریبأ ناشونی ښکاری .

 

نن په افغانستان کی د انجوګانو د تنظیم او سمبالښت څلور لویی څانګی سته چی هغوی دغه څه ناڅه « ۲۵۰۰ » انجوګانی پر ذمه اخلی او یا یې چلوي ، چی هغه دا دي :

الف – د افغانی انجوګانو د انسجام څانګه ( انکب)

ب – د افغانانو لپاره د مرستو د انسجام اداره ( اکبر )

ج – د اسلامی انسجام شورا ( آی سی سی )

د – د جنوب لویدیځ افغانستان او بلوچستان د اشتراک انسجام ( سوابک )

له دغو نه یوازی دوهمه ( یعنی اکبر ) د ملګروملتونو د « یوناما » سره تړاو لری ، متباقی یی خپلی اړیکی د اصلی هېواد یا سیمه ییزو چارواکو سره ټینګی کړي دي . د انفرادی یا خصوصی انجوګانو څخه علاوه د نړیوال سور صلیب مؤسسه ، د سور صلیب نړیوال فدراسیون ، سرې میاشتی او افغانی سره میاشت هم لګیا دي خپل فعالیتونه کوی .

 

په افغانستان کی د انجوګانو د ویشلو او تشکیلاتو عمده سیسټم داسی دﺉ چی د فوق الذکر لومړنۍ کته ګوری ( یعنی انکب ) سره ۱۹۶  انجوګانی شاملي دي چی بودجه یې د امریکا د کانګریس مربوط « ان اي ډی » ورکوی . داسی ویل کیږی چی د دغو انجوګانو شمیر اوس څه باندی « ۲۰۰ » ته جګ سوﺉ دﺉ .

د دوهمي کته ګوری ( یعنی اکبر ) سره هم څه باندی « ۱۹۶ » انجوګانی ثبت دي چی افغانی او نړیوال جوړښتونونه دي . د دې کته ګوری بودجه اروپایی ټولنه او نړیوال سره صلیبونه ورکوی .

هغه انجوګانی چی په فوق الذکر دوو کته ګوریو پوری متعلق دي ښه ډیري پیسې او بودجې لری یعنی په روپیو کی لوبیږی او داسی ادعاګانی هم کیږی چی د رژیم د  لوړرتبه مامورینو په ټاکنه یا شړنه کی هم لوی لاس لری .

باید وویل سی چی متباقی کته ګورۍ ( یعنی آی سی سی ، او سوابک ) دومره نړیوال شهرت او رسمیت نلری بلکی اهمیت یې فقط سیمه ییز دﺉ او د بودجې له پلوه هم دومره شتمن نه دي . 

داچی په افغانستان کی نن د ښځو اشتراک او راوړاندی کېدو ته د یو تاکتیکی هدف په توګه ظاهری اهمیت ورکول کیږی ، نو د هغو انجوګانو شمیر چی صرف د ښځو لپاره کار کوی د « ۴۶۰ » څخه اوښتی دﺉ .

 

ښه ، دا مؤسسې ( یعنی انجوګانی ) اصلأ څوک دي او تر شا یې څوک ولاړ دي ؟ که په مجموع کی د انجوګانو کړني و ارزوو ، نو وبه ګورو چی  هغوی  اکثره د بهرنیو مرموزو مؤسسو « سفارتونه » دي چی په خپلو محدودو مرستو سره د افغانی ټولنی د اسلامی- کلتوری جوړښت یوه یوه خښته ایسته کوي او پر ځای یې خپله یوه یوه خښته هلته اوډي . په بل عبارت ، بهرنیو انجوګانو د افغانی ټولني د جوهر مسموم کولو ته ملا تړلې ده .

 

د شتمنو او متمولو هېوادونو حکومتونه د انجوګانو د تمویل اساسی منابع دي . پدې کی تر ټولو مهمه او ستره منبع هماغه « ان.اي.ډي.» ده چی د امریکا د کانګریس لخوا په ۱۹۸۳ کی ایجاد سوې او دنده یې د سړې جګړې پر مهال په بهر کی د سی آی اې د پټو فعالیتونو تر څنګ په ځینو عامه چارو کی د هغې مرسته وه . دغه څانګه اوس په بهر کی د زیاتو انجوګانو او مؤسسو سره پټی او ښکاره مرستی کوی تر څو هلته « شخصیتونه » جوړ کړي ، پسی ویی پالی او باالاخره په خپله ګټه یې نصب او استعمال کړی . یعنی سی آی اې د دې مرموزي شبکې پټ اړخ دﺉ  خو « ان اي ډي »  یې بیا ښکاره څیره ده چی په ګډه امریکایی ګټي تشخیص او تقویه کوی .

له دې نه پرته ، دوې نوري خورا لویی امریکایی مؤسسې هم شته چی د سی آی اې د پټ فعالیت څرګند اړخ مخته بیایی چی هغه د امریکا بین المللی پرمختیایی څانګه ( یو. ایس.اې. آی. ډي.) او د امریکا معلوماتی اداره ( یو. ایس. آی. اې. ) ده . دا دواړه جوړښتونونه په درېیمه نړۍ کی انجوګانی جوړوی او یا یې مالی او تخنیکی پالنه کوی .

 

په هر صورت ، انجوګانی د هغی ټولنی د شرایطو مطابق فعالیتونه کوی چی خپل دُکانونه یې هلته خلاص کړي وی . په هغو هېوادونو کی چی د امریکا او لویدیځ خوښ نه وی ، نو هلته سیاسی نا آرامی ایجادوی او اړونده حکومتونه د شدیدو سرخوږیو په غېږ ورولی . یعنی دوی غواړی چی د دغسی حکومتونو پر خلاف خلک راغونډ کړی ، جادو ته یی راوباسی ، مظاهرې ورباندی جوړي کړی ، ګډوډﺉ او تشدد منځته راوړی ( لکه په لبنان ، اوکراین ، وینزویلا ، پاکستان ، زیمبابوې کی ) .

 

انجوګانی په بی ثباته هېوادو کی لمسونکي او سیاسی کارونه ډیر مخته بیایی حال دا چی په نسبتأ با ثباته هېوادو ( لکه هند ، مصر ، ترکیه ، پاکستان….) کی بیا د مسیحیت اړخ ډیر زیات مخته بیایی .

انجوګانی اکثرأ د بېوزلو ټولنو د عامه ذهنیت د اصطکاک  ، خنډونو یا مقاومت سره مخامخ کیږی . په ډیرو دغسی ټولنو کی د انجوګانو کارمندان د جاسوسانو په تور متهم کیږی ، دا ځکه چی دوی هلته د لویدیځی نړۍ « ارزښتونه !» د مذهبی یا تجارتی سیسټم له مخی ترویجوی . چی ښه بېلګه یی په ۲۰۰۱ کی د طالبانو له خوا د شیلټر انټرنیشنل د مؤسسې د شپږو ښځینه کارمندانو نیول وو چی د عیسویت د ترویج  په تور یی  بند یانی کړې .

لنډه دا چی په بېوزلو هېوادو ( منجمله افغانستان ) کی د انجوګانو فعالیتونه د « وخوره خو مه مره ! » چاری مخته بیایی او هڅه کوی چی انسانان عمدتأ پر همدې انجوګانو متکی کړی .

 

د یو راپور له مخی نن په افغانستان کی ( ۲۳۰۰ ) انجوګانی او ( ۴۰۰ ) هم بین المللی څانګی فعالیت کوی . هرڅومره مرسته چی دوی ته ورکول کیږی ، ۶۰ سلنه یې د خپلو پرسونلو معاشونو ، د دفترونو او کورونو کرایو ، د موټرو مصارفو او نورو داخلی لګښتونو ته ځی حال دا چی صرف ۴۰ سلنه یې په « خدمت » کی مصرفیږی . نو ځکه اوس افغانان اکثرأ دا ټوکه کوی چی « موږ لومړﺉ د شورویانو ، بیا د جنګسالارانو ، وروسته د طالبانو او نن د انجوګانوتر واک لاندی شپې سبا کوو . »

د رژیم د پلان پخواني وزیر رمضان بشردوست په ۲۰۰۴ کی انجوګانی تر سخت فشار لاندی راوستلې . ده د ټولو انجوګانو څخه وغوښته چی خپل حساب او کتاب ورکړي ، یعنی د خپلو معاشونو ، کرایو ، موټرو او نورو مصارفو اندازه او هم د مرستو مبلغونه ور ښکاره کړی . خو د  ۲۳۵۵  انجوګانو څخه صرف  ۴۳۷ دا کار وکړ او بس .  لدې څخه د انجوګانو مرموز ، شکمن او مغرض فعالیتونه ښه ترا ثابتیدای سی او ځکه نو بشردوست هم پر خپل صداقت د ټینګار قربانی سو . همدا علت دﺉ چی نن اکثره افغانان انجوګانی د « انجومافیا » په نوم هم یادوی .

عوامو ته د دې بلیونونو ډالرو بهرنۍ مرستی خورا لږ یا هیڅ هم نه رسیږی . په افغانستان کی د نړیوال بانک رییس ژین مازوریل په ۲۰۰۶ کی وویل چی « په افغانستان کی ضایع کېدونکې مرسته تر آسمانه رسېدلې ده ، هلته ښه لوټ تالان روان دﺉ چی عمدتأ خصوصی مؤسسې دا کار کوی . دا یوه رسوایی ده…. ما په خپل دیرش کلن کار کی هیڅکله هم دغسی شیان ندي لیدلي .» پخپله د « اکبر» مؤسسې چی ۹۶  انجوګانی لری ، د ۲۰۰۸ په اپریل کی رسمأ اعتراف وکړ چی د هغو پیسو چی نړۍ افغانستان ته د کومک په توګه ورکړي ، ۴۰ سلنه یې پر خارجی مامورینو مصرف سوې ده .  د ۲۰۰۱ راهیسی د ۲۴ بلیونو ډالرو د کومک ژمنه سوې خو صرف ۱۵ بلیونه یی تحویل سوي دي چی د هغو نیمایی بیرته د نوموړو هېوادو په کارمندانو مصرف سوي دي یعنی د هغوی پر معاشونو ، موټرونو ، کرایو ، ساتنه او نورو باندی خرڅیږی . پاتی نیمایی هم د افغانانو لخوا پسی ضایع کیږی ، عوام یې صرف په بوی پایی .

افغانستان ته د ټولی بهرنۍ مرستی درې برخی د همدې مؤسسو لخوا مصرفیږی او صرف یوه برخه یی د رژیم لخوا مصرفیږی . دواړي خواوی خپل فساد او ناوړه ګټه اخیستنه په شدت سره مخته بیایی چی افغان ولس نن د هغوی د سیاسی تجارت یوه متاع ګرځېدلې ده .

 

لدې نه ثابتیږی چی امریکا او لویدیځ په افغانستان کی کومی خاصی اقتصادی ګټی نه وینی نو ځکه بسپني په هغو اساسی کارونو کی نه مصرفوی چی د افغانانو ورځنۍ اړتیاوی پرې پوره سی یا د هغوی آینده ژوند او چاری او عاید یا کارونه پرې تضمین سی ، بس ټول « خدمتونه ! » یی زودګذر او ژر ختمېدونکي دي بلکی پایداره او تلپاته نه دي . ځکه نو هیځ لویی او عام المنفعه پروژې نه راوړل کیږی . که یو څه بیا رغاونه هم سوې ، نو هغه ټول سیاسی او تبلیغی جنبه لري او بس .

 

د رژیم د مامورینو میاشتنیً معاش ۵۰ ډالره یا لږ څه زیات دﺉ چی دا د هغوی د وچی ډوډۍ لپاره کفایت کوی . تقریبأ درې لکه ( درې سوه زره ) دولتی مامورین همدا معاشونه اخلی حال دا چی پنځوس زره افغانان په خارجی مؤسسو ( انجوګانو) کی کار کوی چی د میاشتی ۲۰۰- ۱۰۰۰ ډالره معاش اخلی . همدا علت دﺉ چی مسلکی او تعلیم یافته کسان انجوګانو ته زور وهی او په دولتی ادارو کی کار ته څوک زړه نه ښه کوی .

 

داسی ښکاری لکه انجوګانی چی نور نو د بشرپالنی امپراتوریزه وسیلې دي چی هڅه کوی افغانی ټولنه په للو للو سره بیده کړي . نیویارک ټایمز د ۲۰۰۵ د ډسمبر پر یوولسمه ولیکل چی «  یو. ایس. اې. آی. ډي.   په افغانستان کی تقریبأ دیرش راډیویی سټېشنونه تمویل کوی . » دغه تبلیغات هر « مطلوب » کار لوی ښییً حال دا چی خپل ناخوښه کار بیا پټوي . له بلی خوا ، پنتاګون تقریبأ یونیم ملیارډ  ډالره د خپرونو او رسنیو سره پر قراردادونو مصرف کړي دي تر څو تبلیغات پر مخ بوزی . خو اوس واشنګټن هڅه کوی چی خپل دا لګښتونه را ټیټ کړی او ځکه یی نو ناټو ورمخته کړه تر څو د کندهار ، هلمند او روزګان چاری د دوی سره پر مخ بوزی .

 

پس داسی ښکاری چی د روانو ټولو فشارونو ، ټولو محرومیو او ټولو خطرونومخی ته بیا هم هغه افغان عوام ولاړ دی چی د شوروی نیونی څخه تر امریکایی نیونی پوری ورسره مخامخ وو ، مخامخ دي او مخامخ به وی .  والسلام ، نثار احمد صمد

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *