امریکا مخ په زوال روانه ده! — مصمم

 

 

امریکا مخ په زوال روانه ده!

 

مصمم

 

اسلامي هېوادونو په هکله د امريکا او غربي نظامونو دښمني څه نننۍ خبره نده د تاريخ بابونه ددې وحشيانو له وحشيانه کړو وړو څخه ډک دي، يوه لحظه ئې هم د مسلمانانو له ځورونې پرته نده تيره کړې، پدې ټکي پوهيدل ضروري دي چې د اسلام دغه جنايت پېشه دښمنان د څه او کوم هدف لپاره توره پلاس د مسلمانانو د خونو په ورانونه سر، د هيڅ ډول انساني حقوقو د مراعاتولو پابند ندي، په درندگۍ کې له وحشي ځناورو هم بدتر دي، د دوى مقصد او هدف هماغه دى کوم چې د الله جل جلاله لخوا په قرآن عظيم الشان کې د يهودو او نصاراوو د دښمنۍ په هکله په خورا صراحت سره ذکر شوى، که نن د ځينو اسلامي هېوادونو په اصطلاح واکمن او يا نو تش په نامه ځان پلورونکي مسلمانان د امريکايانو د غلامۍ جغ په اوږو ايښى په واضحه او ښکاره توگه د الهي ارشاداتو په خلاف دريدلي، د لږ او قليل ژوند او څو ورځو واکمنۍ د ساتلو په خاطر ئې خپل ابدي ژوند له بربادۍ، تباهۍ او مختورۍ سره مخامخ کړى دا کسان لکه څنگه چې د خپل رب په وړاندې سپک او شرمنده دي او وي په، په دنيا کې هم د با ايمانه مسلمانانو په نزد د کفري ځواکونو په تېره بيا د امريکايانو او انگليسانو له ذليلو مزدورانو پرته بل حيثيت نلري.

نن چې امريکايان او ملگري ئې په خپل وحشت او جنايت کې د جنون حالت ته رسيدلي، اصلاً دا وحشيان د انسان او انسانيت په نامه څه نه پيژني، د مظلومو مسلمانانو وژنه د کليو او کورونو ورانونه او بلاخره مسلمان هېوادونه تر خپل استعماري جال لاندې راوستل، د مزدور او غلام په توگه ساتل او کار ور څخه اخستل غواړي، نن ئې چې په اسلامي نړۍ کې کوم اور بل کړي دا د دوى د ما فى الضمير غوښتنه ده.

دوې ويني او گوري چې په امريکا او غربي دنيا کې د نصرانيت او يهوديت پيروان له گڼو فکري ستونزو سره مخامخ دي د دوى لاس خوړلي اديان د دوى هغه رواني تشه (خاليگاه) نشي ډکولى کوم چې دوى ضرورت ور ته لري، له همدغه ځايه ده چې تحصيل کرده حلقو ئې مخ و اسلام ته را اړولي د اسلامي سپيڅلو کتابونو په مطالعې سره ئې هغه څه پکي موندلي او د زړه تسل ئې پرى شوي چې سرگردانه ور پسې گرځيدل، د اسلام حقانيت او د بشر غوښتنو ته مثبت ځواب پکې ويل دي چې انسان له فکري تزلزل څخه را باسي اطمينان او ډاډينه ور په برخه کوي، له کله چې د يهوديت او نصرانيت څخه د تېښتې او په اسلام د مشرف کيدو لاره علمي او اکادمي مراکزو ته ورسيده د امريکايانو او غربيانو منطق له گڼو سوالونو سره مخامخ شو، په فکري سنگر کې مطلقه ماتې خوړلي وه او ويې خوړه او همدا سبب دى چې په جوپو، جوپو کسان د اسلام په مبارک دين مشرفيږي د اسلام په قبلولو سره د فکري مبارزې مټې رانغاړي د اسلامي نظريې په خپرولو کې په شوق او ذوق سره مخ په وړاندې درومي همدا ويره او ډار دى چې گبڼۍ اخستو، کفارو درک کړى او دا خبره ئې زړه ته لويدلې چې يوه ورځ نه يوه ورځ به اسلام په نړۍ حاکم او حکم فرما وي، امريکايان او د هغوى ملگري کله هم نشي کولى چې د وحشتونو او جناياتو له لارې د اسلامي ژغورنده وړانگو د خپريدو لار د بم او بمباريو، زرهپوش ټانگونو، زروي او بيولوژيکي وسلو په استعمال سره سره ډپ او ونيسي، نن ورځ د ساينس پرمختگ خپله د عقل په خاوندانو غږ کوي او ورته وائي کوم څه چې تر اوسه د غير مسلمو په وړاندې لاينحل او د سوال توگه پاتې وو اوس ساينس د هغه په ځواب موندلو او ويلو موفق شو اسلام لاپخوا څه د پاسه څوارلس سوه کاله مخکي د الهي ارشاداتو په ترڅ کې په واضحو الفاظو سره رڼا پرې اچولې وه.

يوه مسئله چې په اروپا کې نوى را پيدا شوى، د پوره دقت او پاملرنې وړ ده په يوه زيږنتون کې دوو ميندو په يوه وخت کې اولادونه وزيږول د نرسانو د بې پروايي له کبله په نښه نکړي شول چې کوم ماشوم په کومي ښځې پورې مربوط دي، زيږيدلي ماشومان چې يوه نجلۍ او بل هلک وو، هرې يوې هلک خپل بچې گاڼه موضوع د دعوى تر حده ورسيده ډاکتران د مسئلې په حل کې پاتې راغلل دا مسئله يوه ديني عالم ته ورسيده هغه د اسلامي احکامو په رڼا کې فيصله صادره کړه او ويې ويل د دواړو ميندو شيدې دي معاينه شي د هلک د مور پۍ ټينگې او د نجلۍ مور پۍ نرمۍ وي پدې توگه مسئله حل او حق په حقدار ورسيد.

چاپه اچوونکى او يرغلگر امريکايان او ملگري يې له خپلو لاس اوږدونو، يرغلگريو، دهشتونو او وحشتونو څخه کوم شى چې تر لاسه کولى شي هغه د دوى جنايت کاره څيرې رسوا کيدل، دايمي مختوري او غير انساني استعماري اهداف په ډاگه کيدل دي، که افغانستان، عراق، الجزاير، صوماليا او داسې نور اسلامي هېوادونه د دوى په بل کړى شوي اور کې وسول او سوزي که په مصر کې د محمد المرسي حفظه الله قانوني حکومت امريکا په ناولى معامله گرۍ سره د فوځ د مشر عبد الفتاح السيسي پواسطه د يوې خونړۍ کودتا په نتيجه کې را نسکور کړى شو له کودتا را په ديخوا د حق او باطل د پلويانو تر منځ ډاگيز اخ او ډب او د فوځ او پوليسو لخوا په مظلومو مسلمانو مظاهره چيانو ډزې او گولۍ چلول د امريکايانو برنامه ده چې چليږي که موضوع ته په څه قدرې دقت سره وکتل شي په ظاهر کې د مسلمانانو واکمني منحل اعلان شوه خو ور سره د ځينو عربي هېوادونو د مشرانو لکه سعودي عربستان، کويت، اماراتو او دوبۍ واکمنو تر اسلامي حبا او قبا لاندې پټې څيرې د محمد المرسي په خلاف له امريکايانو سره يو لاس کيدل او په ملياردونه ډالر عبد الفتاح السيسي ته د کودتا لپاره ورکول په اصل کې هغه اور وو چې د نړۍ د مسلمانانو په زړونو بل کړى شو، دا د بيدارۍ يو شوک دى چې مسلمانانو ته ورکول کيږي، په چا کې چې د زرې قدرې ايمان موجود وي آرام به ونکړي، د امريکايانو او نورو کفري هېوادونو غير انساني اعمال دي چې د يوه هشدار په توگه د مسلمانانو د يو کيدو او را پورته کيدو سبب جوړيدا شي د مصر د قانوني حکومت په خلاف د عربي هېوادونو د واکمنو د استعماليدلو د هماغه هېوادونو په دننه کې د مسلمانانو د سختې غوسې او درد باعث گرزيدلي چې پايلې به يې د واکمنو په وړاندې توندى او سيلابي غبرگون وي.

يادو شوو ټکو ته په کتو سره دې نتيجې ته رسوو چې امريکايان که غواړي د زور په استعماليدو، د وحشت او دهشت په کار اچولو او په مزدور صفته کسانو باندې د ډالر ويشلو په پواسطه خپل استعماري جال خور او ټينگ کړي چې دا د ليونتوب له خوب ليدو پرته بل څه ندي، د امريکايانو په نسبت د نړۍ د سراسر مسلمانانو کرکه او نفرت يوې خوا ته، په امريکاا و غربي هېوادونو کې د جنايت پيشه واکمنو په باب منفي نظريات را غوړيدلي، امريکايي واکمن، د آزادۍ او خپلواک ژوند دښمنان بولي.

په علمي او اکادميکو مراکزو کې دا خبره را پورته شوي چې د امريکايي واکمنو لجوجانه او انسان دښمنه سياست امريکا يوازې د تجريد او يوازيتوب خوا ته نه، بلکې د بربادۍ و خوا ته ئې هم بيايي، له عامه خلکو سره همدا سوال دى چې يې نتيجې او بې حاصله يرغلونه، پرگني او ولسونه په وينو کې رغړول د څه لپاره؟! آيا زمونږ څخه ملا ماتوونکى ماليې ددې لپاره اخستل کيږي چې د مسلمانو هېوادونو، عامه خلک پرې ووژل شي؟!! دا او دې ته ور ته سوالونه دي چې د جنايت کارو واکمنو په وړاندې را پورته شوي دي، د حکومت له غلط سياست څخه بيزارى له دې ښه څرگنديږي چې د امريکا په اکثره ايالتونو کې د آزادۍ او خپلواکۍ غورځنگونو سر را اوچت کړى انشاالله دا حرکتونه به د امريکا په ماتيدو او تجزيه کيدو منتج شي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *