ښځه او حقوق یی – اته ویشتمه برخه – حکمتیار — دیلی شهادت

 

 

ښځه او حقوق یی – اته ویشتمه برخه – حکمتیار

 

دیلی شهادت

 

په 31 آيت كي چي ويل شوي باايمانه ښځي دي خپل زينت له خپلو مېړونو، پلرونو، د خپلو مېړونو له پلرونو، خپلو زامنو، د خپلو مېړونو زامنو، خپلو وروڼو، ورېرونو، خورييو، خپلو ښځو، خپلو وينځو، هغو ترلاس لاندي سړو چي بې شهوته دي او له هغو ماشومانو پرته چي د ښځو په عورت خبر نه دي بل چا ته نه څرگندوي، دلته څو پوښتني راولاړېږي: دا كوم زينت دئ چي پر مېړه علاوه پورتنيو ته ئې هم ښوول مانع نه لري؟ او دا كوم زينت دئ چي له خپلوانو او شاوخوا ښځو پرته ئې نورو ښځو ته هم ښودل جائز نه دي؟ آيا د دې زينت اطلاق له گاڼې پرته په بل څه كولى شو؟ دوه ځوابونه درلودى شو: يو دا چي د بدن ځيني برخي داسي دي چي له مېړه علاوه د ښځي نور خپلوان ئې هم له ليدو نه دي منع شوي، لكه وېښتان، غاړه، مټ، او گواكي په دې آيت كي په زينت سره همدغو برخو ته اشاره شوې. بل دا چي ښځي له دې منع شوې چي خپله ټوله گاڼه له مېړه او پورتنيو خپلوانو او نږدې خلكو پرته بل چا ته وښيي. د دې پوښتنو مختصر او يوازينى ځواب دا دئ چي دلته له زينت څخه مراد گاڼه ده نه بل څه. كه د آيت الفاظو ته ځير شو نو په يقين سره ويلى شو چي دوهمه رأيه دقيقه ده، دا ځكه چي زينت په عامه صيغه راغلى د خاصولو لپاره ئې هيڅ موجه دليل نه مومو، په كوم دليل به يوازي څو غړي ترې مرادوو؟ مخ او لاس له پرديو ښځو هم ستر نه دئ او له مخ، لاس او پښې پرته نور غړي خپلوانو نارينه وو ته هم ښودل منع دي. دا به ډېره عجيبه وي چي څوك دلته (نساءهن) داسي تعبير كړي چي گواكي پرديو ښځو ته خپل جمال ښودل منع دي او خپلو ته ئې ښودل مانع نه لري!! حال دا چي معنى ئې له كوم شك پرته دا ده چي له خپلوانو پرته نورو ښځو ته د خپلو گاڼو له ښودلو منع شوې، ښځو ته د سينگار او د گاڼو د كارولو امتياز وركړى شوى، خو دا د خپل مېړه په وړاندي او د هغه د ارضاء او توجه جلبولو په موخه نه د پردي نارينه د توجه جلبولو او يا له نورو ښځو سره د مسابقې، رقابت او ځان ښودني لپاره. له داسي ځان ښودنو چي په ټولني كي كومي فتنې راولاړېږي له هيڅ عاقل انسان پټي نه دي، كه په يوې ميلمستيا او واده كي ځينو ښځو سينگار كړى وي او رنگ رنگ گاڼې ئې اچولې وي او په خوا كي ئې داسي مېرمني وي چي د سرو زرو گاڼې خو پرېږده حتى سمي جامې هم نه لري، په دې سره له يوې خوا د دوى تر منځ جدي كركه او دښمني راپيدا كېږي، له بلي خوا نوري مېرمني دې ته هڅول كېږي چي خپل مېړونه دې ته اړ كړي چي دوى ته هم همداسي گاڼې برابري كړي، كه له حرامو لارو وي او كه له حلالو!! دا يقيناً چي ټولنه د منفي رقابتونو او حسادتونو په لوري بيايي او فتنې راولاړوي. قرآن د قارون يادونه كوي چي په گاڼو ئې ځان سينگار كړى خپل قوم ته راووت، ناپوهانو د ده حالت ته په پام سره وويل: كاش موږ هم د ده په څېر وى او همغه څه مو درلودى چي ده ته وركړى شوي!!

يقيناً چي د حجاب په اړه د هغو خلكو رأيه ډېره كمزورې ده چي د ښځو مخ او لاسونه هم په ستر كي شاملوي او فرض ئې گڼي، همغسي كمزورې لكه جومات ته د ښځو د تگ په اړه د دوى رأيه. په دې اړه ټول مسلمانان متفق دي چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانې كي او د هغه تر رحلت پوري ښځي جومات ته تلې او د جَماعت په لمونځونو كي ئې له نارينه وو سره يو ځاى برخه اخيسته، داسي چي مخكي به نارينه، ورپسې ماشومان او د صفوفو په وروستۍ برخي كي به ښځي ودرېدې، د اختر په لمونځونو كي به ئې هم برخه اخيسته، او كله كله به رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوى لپاره بېله غونډه جوړوله او دوى ته به ئې ځانگړې موعظه اوروله. نه يوازي دا چي مسجد ته تلې او د جماعت په لمونځونو كي به ئې شركت كولو بلكي گڼ شمېر مېرمنو د امهات المؤمنين په شمول په غزواتو كي هم شركت كړى. په دې اړه روايات دومره زيات او دومره صريح دي چي هيڅوك ترې انكار نشي كولى. راشئ وگورو چي قرآن په دې اړه څه حكم كړى، آيا په قرآن كي داسي لارښووني مومو چي جومات ته د ښځو د تلو جواز ترې استنباط شي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې اړه څه لارښووني كړې؟

قرآن په مكرره توگه او په عامه صيغه (ټولو مؤمنانو) ته سپارښتنه كوي چي خپل لمونځونه په جمع اداء كړئ، په جمع د لمانځه دا سپارښتنه عامه ده، ټولو مؤمنانو ته راجع ده، يوازي د نارينه وو لپاره نه ده، د قرآن بل آيت په دې گواهي وركوي چي ښځي هم په دې سپارښتني كي شاملي دي، ځكه قرآن د مريم عليها السلام په اړه فرمايي: 

يَٰمَرْيَمُ اقْنُتى لِرَبِّكِ وَ اسجُدِى وَ ارْكَعِى مَعَ الرَّكِعِينَ*  آل عمران: 43

اې مريمې! خپل رب لره تسليم اوسه، سجده كوه او له ركوع كوونكو سره يو ځاى ركوع كوه.

د مريمي عليها السلام يادونه د دې لپاره راغلې چي وښيي يوه مؤمنه مېرمن بايد څنگه وي، مريم عليها السلام ته د عالم پر ټولو ښځو فضيلت وركړى شوى، قرآن هغه د مؤمنو مېرمنو لپاره د غوره مثال او بېلگي په توگه معرفي كوي. د مريم عليها السلام روزنه په مدرسه او جومات كي شوې او هغه ستر شخصيت ترې جوړ شوى چي د انساني تاريخ له پيل تر پاى پوري هيڅ ښځه د هغې مقام ته نشي رسېدى، دې ته له نورو لمونځ كوونكو سره د لمونځ كولو سپارښتنه نه ځانگړې او خصوصي سپارښتنه ده او نه منسوخ شوې سپارښتنه. البته ښځو ته دا لارښوونه د نارينه وو له اړوند سپارښتني يوازي دومره توپير لري چي نارينه جومات ته پر تلو مكلف شوي او ښځو ته دا رخصت وركړى شوى چي كولى شي جومات ته ولاړي نشي او په خپل كور كي لمونځ وكړي، خو كه ئې وغوښتل جومات ته ولاړه شي هيڅوك ئې د مخنيوي حق نه لري. دا د رسول الله صلى الله عليه وسلم داسي مكرره سپارښتنه ده چي د حجة الوداع په تاريخي او مهمي خطبې كي ئې هم د نورو سترو سترو او مهمو امورو تر څنگ يو ځل بيا تكرار كړه.

عَنْ عَائِشَةَ- رضي الله عنها- قَالَتْ خَرَجَتْ سَوْدَةُ بَعْدَ مَا ضُرِبَ الْحِجَابُ لِحَاجَتِهَا، وَكَانَتِ امْرَأَةً جَسِيمَةً لاَ تَخْفي عَلَى مَنْ يَعْرِفُهَا، فَرَآهَا عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ فَقَالَ يَا سَوْدَةُ أَمَا وَاللَّهِ مَا تَخْفَيْنَ عَلَيْنَا، فَانْظُرِى كَيْفَ تَخْرُجِينَ، قَالَتْ فَانْكَفَأَتْ رَاجِعَةً، وَرَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فِي بَيْتِى، وَإِنَّهُ لَيَتَعَشَّى. وَفي يَدِهِ عَرْقٌ فَدَخَلَتْ فَقَالَتْ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنِّي خَرَجْتُ لِبَعْضِ حَاجَتِى فَقَالَ لِي عُمَرُ كَذَا وَكَذَا. قَالَتْ فَأَوْحَى اللَّهُ إِلَيْهِ ثُمَّ رُفِعَ عَنْهُ وَإِنَّ الْعَرْقَ فِي يَدِهِ مَا وَضَعَهُ فَقَالَ " إِنَّهُ قَدْ أُذِنَ لَكُنَّ أَنْ تَخْرُجْنَ لِحَاجَتِكُنَّ ". بخاري: 4795

له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي د حجاب له لازمېدو وروسته، سوده رضي الله عنها(په حجاب كي) د كوم ضرورت لپاره بهر ووتله، هغه دنگه مېرمن وه، چا چي پېژندله نو پرې پټه نه پاته كېده، عمر رضي الله عنه وليده او ورته وئې ويل: اې سوده! والله چي پر موږ پټه نه پاته كېږې، وگوره څنگه وځې! وايي: هغه بېرته راستنه شوه، په داسي حال كي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم زما په كور كي وو او ماښامنى ئې خوړلو او په لاس كي ئې غوښين هډوكى وو، هغه راغله او وئې ويل: يا رسول الله! زه د ځينو اړتياوو لپاره بهر ووتلم او (عمر رضي الله عنه) دا دا راته وويل، (عائشه رضي الله عنها) وايي: الله تعالى هغه ته وحي وكړه، بيا په داسي حال كي ترې لوړه شوه چي هغه غوښين هډوكى ئې لا په لاس كي وو او وئې فرمايل: يقيناً چي تاسو ته د خپلو حاجتونو او اړتياوو لپاره د وتلو اجازه دركړى شوې.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *