په قطرکې ددفتر پرسرله جنجال وروسته څه پیښ شول؟! نا ویلي حقایق! — زلمی هیوادوال

 

 

 

په قطرکې ددفتر پرسرله جنجال وروسته څه پیښ شول؟! نا ویلي حقایق!

 

زلمی هیوادوال

 

     په دې خو ټوله نړۍ خبره شوه  او ګڼې تبصرې پرې وشوې چې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د بیرغ او نامه پر سر  د کرزي د ناغېړۍ له وجې  جنجال را پورته شو، کوم چې  د نړیوالو او افغان ولس د سولې په اړه د تاندو هیلو او لویو آرمانونو را روان کاروان یې په ټپه ودرولو، ټولې نړۍ په ځانګړي ډول افغان ځورېدلي او کړېدلي ولس دا هیله لرله چې له دې وروسته به د افغان ولس د وینو د هغه سیلاب چینه نوره وچه شي کوم چې  د دیرشو کلونو راهیسي  را روان دی!  مګر  متاسفانه چې داسې ونه شول!

 دیوې باوري سرچینې له قوله په کومه ورځ چې په قطر  کې دفتر  پرانیستل شو، پروګرام داسې و چې د پنجشنبې په ورځ یعني ددفتر له پرانیستلو دوه ورځې وروسته به د امریکا د یو پلاوي چې مشري یې دافغانستان او پاکستان لپاره د ا مریکې د ولسمشر اوباما ځانګړي استازي ډوبینز کوله  او د طالبانو د یو پلاوي تر منځ لومړنۍ رسمي او علني ناسته تر سره کېږي، او دا خبره په همغه وخت کې د طالبانو د ویندویانو له خولې هم را ووته چې کېدای شي ددوی او  امریکايي پلاوي تر منځ  د پنجشنبې په ورځ لومړنۍ ناسته تر سره شي، دا خبر نړیوالو رسنیو هم را واخیست، ټول دېته په تمه وو چې ددغه ناستې اجنډا او سرټکي به څه وي، په څه باندې به خبرې کېږي؟  له طالب ویاندویانو نه څو څو ځله په دې اړه پوښتنې  وشوې، په ځانګړي ډول الجزیزه تلویزیون په ژوندۍ بڼه پوښتنې ترې وکړې مګر دوی  په واضح ډول و نه ویل چې خبرې به څه باندې کېږي! یوازې په دې یې بسنه کوله چې دا لومړنۍ ناسته ده یوازې د نظرونه تبادله به کېږي او له دې وروسته به بیا اصلي خبرې پیل کېږي. 

 امریکې په هغه سبا ( د چهار شنبې په ورځ  ) خپل پلاوی قطر ته  له طالبانو سره د لیدو کتو  لپاره ولېږلو، د بیرغ او لوحې خبره یې هسې وړه او معمولي ګڼله، مګر طالبانو ته د بیرغ او نامه خبره د هغوی د سیاسي مرګ او ژوند حیثیت درلود؛ ځکه خو کله چې امریکايي پلاوي وغوښتل چې طالبان ور سره وګوري د ټولو توقعاتو  او انګیرنو پر خلاف د طالبانو له غوڅ ځواب  مخ شول! هغوی ورته ویلي وو چې زمونږ او ستاسو تر منځ به ناسته د  لا اله الا الله محمد رسول الله او د اسلامي امارت د نامه تر سیوري لاندې تر سره کېږي، تر څو چې بیرغ او نوم نه وي هېڅکله لیده کاته نشي تر سره کېدای!

  دا د سیاست په ډګر کې دامریکې په مقابل کې یو دیپلوماتیک سر ښندونکی برید وو چې طالبانو وکړ! په دې سره د امریکې د سیاسي غرور دنګه ماڼۍ را نسکوره شوه! او  دا هغه څه وو چې امریکې یې په خوب کې هم تصور نشوای کولی؛  ځکه امریکه ځان د ټولې نړۍ خان بولي او د نړۍ غوڅ اکثریت یې په همدې بڼه پېژني، امریکې هېڅ فکر نه کولو چې دوی دې له یو چا سره د لیدو کتو هیله وکړي او هغه دې ور سره ونه ګوري؛ ځکه معمول داسې دی چې نور  خلک له امریکې سره د لیدو هیله کوي خو دا پرېکړه بیا امریکه کوي چې له چا سره وګوري او له چا سره ونه ګوري! مګر دلته د دې پرېکړې ابتکار طالبانو ترې واخیست!

   امریکې ګومان  کولو چې طالبان ټوکې کوي او یا هسې هغه  د چا خبره ځان ګرانوي؛ ځکه خو یې بیا د لیدو کتو  غوښتنه وکړه، مګر د طالبانو ځواب د معمول په څېر لنډ او غوڅ و! امریکايي پلاوی حیران په دې وو چې اوس به  خپل حکومت او  ولس ته څه وايي؟  دا خبره به ورته کوي چې طالبانو له مونږ سره و نه لیدل؟!  دوی طالبانو ته ډاډ هم ور کړی وو چې اوس به سره کښېنو د بیرغ  او نامه خبره به بیا وروسته سره هواره کړو، دا خو دومره غټه کیسه نه ده، اوس  کرزی  ډېر ګرم  دی، چې هغه لږ سوړ  شي بیا به دا مشکل سره حل کړو!

 ځکه خو یې بیا بیا د لیدو کتو غوښتنه  کوله، مګر پرته له کومې ګټې، تر دې چې خبره تر تهدید پورې هم ورسېده،  آن  چې وزیر خارجه یې جان کیر وویل: که طالبان د سولې خبرې نه کوي نو دفتر به یې  ور بند کړو! مګر  طالبان چا له خپل دريځ نه په شا کولی  شوای؟  د هغوی همغه ځواب و!  د تهدیدونو  په اړه هم خورا بې پروا وو، امریکې ته یې ویل چې مونږ  یرېږو نه، یو مرګ دی  په هغه پسې راوتلي یو، او د دارنګه دښمن په لاس مرګ د خپل ځان لپاره د دنیا او آخرت ویاړ ګڼو، او که  له قطر نه د وتلو خبره وي  هم مونږ ته بې تفاوته ده؟ مونږ په دې ټینګ باور لرو چې  ژوند او مرګ دالله جل جلاله په واک کې دی، د خیر او شر پېښدو پرېکړې هغه کوي! نوره خبره تر تاسو پورې اړه لري چې څه کوئ!!!

امریکايي پلاوی تر څلوور ورځو پورې په قطر کې په دې هیله پروت وو چې ګوندې طالبان سبا ور سره وګوري، که سبا نه وي بل سبا به ور سره وګوري، له څلورو ورځو هلو ځلو، منډو ترړو، واسطو ماسطو، ترغیبونو  او تهدیدونو وروسته چې څه په لاس ور نغلل تش لاس او خړې سترګې بیرته په شا و ګرځېد!

      د دې خبرې په اورېدو  یقینا چې زما باور پر طالبانو ډېر  ټینګ شو، ما دومره نه ګڼله چې طالبان به دومره ټینګ خلک وي، که څه هم چې دوی په لومړي سر کې چې کله امریکې یرغل وکړ  ټولو ته معلوم شول چې له خپلو اصولو په هېڅ ډول تنازل نه کوي، که څه هم چې د سر په قیمت یې تمامېږي، خو دا چې په یو بل هېواد کې وي،  او هغه هم په سیاسي ډګر کې، په داسې حال کې چې امریکه کولی شي د ټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف هر رنګه غیر قانوني چلن ور سره وکړي، او دوی ته  دړکې هم وکړي  چې که را سره ګورئ  را سره وګورئ او که نه را سره ګورئ بیا دهر رنګه سخت چلن توقع  ولرئ!  مګر دوی له دې ټولو سره سره بیا هم ځواب ور کوي چې نه در سره ګورو!  یقینا چې دا د سیاست په ډګر کې یو تاریخي سرښندونکی برید ګڼل کېږي! او زه باور لرم  چې امریکايي سیاست به په خپل تاریخ کې دا رنګه  ماتې نه وي خوړلې! دا اول ځل و چې پر سیاسي ماڼۍ يې سخت سرښندونکی دیپلوماتیک ګوزار  وشو!

ځیني کسان  وايي چې طالبانو باید په قطر کې د بیرغ  او لوحې په سر شخړه کړې وای، لاس يې اچولای وای، ډزې یې باید کړې وای، یا یې ځان وژلی وای او یا یې نور وژلي وای!

دا خبرې کېدای شي هغه څوک وکوي چې نه یې ددیپلوماسۍ نوم اورېدلی وي او نه ديپلوماسي پېژني! د انساني تاریخ په ځانګړي ډول اسلامي تاریخ په اوږدو کې هېڅ داسې کومه بیلګه نشته چې د داسې کولو اجازه چا ته ور کړي، امام احمد رحمه الله په خپل مسند کې  یو حدیث راوړی: :  (  عن عبدالله بن مسعودقال: جاء ابن النواحة وابن أثال رسولين لمسيلمة الكذاب إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم، فقال لهما: " أتشهدان أنى رسول الله " فقالا: نشهد أن مسيلمة رسول الله.

فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: " آمنت بالله ورسله، ولو كنت قاتلا رسولا لقتلتكما ".

قال عبدالله بن مسعود: فمضت السنة بأن الرسل لا تقتل. )  مسند الإمام أحمد, ج ۸, ص ۳۶۱, المستدرك للحاكم, السیرةالنبویة لابن کثیر، ج ۴، ص ۹۸.

له عبد الله بن مسعود رضی الله عنه روایت دی چې  وايي: ابن النواحه او ابن ثال دمسلیمة الکذاب لخوا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د استازو په توګه راغلل،  رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: آیا دا ګواهي ور کوئ چې زه د الله جل جلاله رسول یم؟ دوی وویل: مونږ ګواهي ور کوو چې مسیلمه د الله  رسول دی! رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ما په الله او پر رسولانو یې ایمان راوړی، که ما استازی وژلای نو  خامخا به مې تاسو وژلي وای! عبد الله بن مسعود وايي چې همدا قانون شو چې استازي به نه وژل کېږي )

   ځکه خوکله چې د حدیبیې د سولې پر مهال حضرت عثمان رضی الله عنه قریشو ته ورغی او هغوی هلته ایسار کړ، او آوازه خپره شوه چې حضرت عثمان رضی الله عنه یې شهید کړی رسول الله صلی الله علیه وسلم سمدستي  ور سره  ۱۴۰۰   صحابه کرام ټول جګړې ته تیار کړل، داسې عهد او بیعت یې ترې واخیست چې تر مرګه به جنګېږي! او ټولو همداسې بیعت ور سره وکړ!؛ ځکه  سفیر او استازي  ته ضرر رسول د ټولو آسماني او نړیوالو قوانینو  خلاف عمل دی، پاکستان چې په ټوله نړۍ خصوصا اسلامي نړۍ کې خپل حیثیت وبایللو له همدې وجې  چې د طالبانو له استازي سره یې د ټولو آسماني او نړیوالو قوانینو پر خلاف عمل تر سره کړ! ځکه  خو تر ننه پورې دوست او دښمن ټول بد پرې وايي.  

   له پورتني حدیث شریف نه معلومېږي چې د دیپلوماسۍ او جګړې ډګرونه، ژبې، چلن او اصولو توپیر سره لري، د دیپلوماسۍ په ډګر کې جګړه ، وهل  او وژل نشته، او د جګړې په ډګر کې بیا پستې خبرې، او نرمښت نشته، یا په بله معنی، د سیاست او دیپلوماسۍ په ډګر کې  ژبې، نظرونه او دريځونه خبرې کوي، او د  جګړې په ډګر  کې بیا  تورې، غشي او نېزې خبرې کوي، هغه څه چې په ژبه او نظر کېږي هغه په توره او غشي نه شي کېدای، او هغه څه چې په توره او غشي کېږي هغه بیا په ژبه او نظر نه شي کېدای!   توره ا وغشي څېرل کوي، خو ژبه او نظر بیا ګنډل کوي، له همدې کبله خو دا دواړه لوري سره لازم او ملزوم دي، په داسې ډول چې یو یې پرته له بل نیمګړی دی، نظامي او سیاسي اړخونه په حقیقت کې د شا او مخ حیثیت لري، له مخ پرته شا نه وي او له شا پرته مخ نه وي.

   د انساني ټولنو تاریخونو ته که په غور وکتل شي ، څرګندېږي چې د ښکېلو لوریو تر منځ د تعامل او چلن لپاره تل  همدغه دوه لارې دي.

    داخو ټولو ته معلومه ده چې مسلیمه الکذاب په درواغو د پیغمبرۍ دعوه کړې وه، خو کله یې چې استازي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخ کې یې د مسلیمة الکذاب  درواغزنه پیغمبرۍ حقه وبلله، او درسول الله صلی الله علیه وسلم برحق رسالت یې رد کړ،  رسول الله صلی الله علیه وسلم ددیپلوماسۍ د اصولو له مخې چلن ور سره وکړ، نه یې ووهل او نه یې ووژل،  او نه یې اسیران کړل، خو که یې دا خبره  د دیپلوماسۍ له چوکاټ بهر  په کوم بل ځای کې کړ ې وای، کېدای شو بل رنګه چلن ور سره شوی وای.

او مسلیمة الکذاب  د رسول الله صلی الله علیه وسلم له استازي حبیب بن زید رضی الله عنه سره د ټولو ديپلوماتیکو اصولو خلاف وحشي عمل  وکړ، کله چې حبیب بن زید رضی الله عنه د رسول الله صلی علیه وسلم له لوري مسلیمة الکذاب ته لیک ور وړ تر څو له باطل نه حق ته را وګرځي، مسلیمة الکذاب خلک راغونډ کړل او  حبیب بن زید رضی الله عنه ته یې وویل چې ته دا ګواهي وايي چې محمد د الله رسول دی؟ ده ویل: هو، هغه د الله رسول دی، بیا یې ورته ویل: زه څوک یم؟ ده ورته ویل: زه نه اورم، بیا یې ورته وویل، آخر چې پوه شو چې زما پیغمبري نه مني په خورا وحشت سره شهید کړ، د بدن غړي یې جلا جلا ترې غوڅ کړل، مګر  حبیب رضی الله عنه تر آخره  د مسلیمة الکذاب درواغزنه پیغمبري ونه منله، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې له دې غمناکې پېښې نه خبر شو، سخت غوسه شو، همغه وو چې د مسلیمة الکذاب د له منځه وړلو لپاره یې لوی لښکر برابر کړ،  د لښکر له خوځېدو مخکې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې دنیا نه رحلت وکړ، خو هغه لښکر یې بیا ابوبکر صدیق ولېږلو او د همغه لښکر په لاس مسلیمة  الکذاب مردار شو.

د یادولو ده چې لکه څه رنګه چې یو دیپلومات سیاسي مصونیت لري، همدا رنګه دا ضروري ده چې دی به هم ددیپلوماسۍ اصول مراعاتوي، ددیپلوماسۍ د اصولو خلاف ورزي به نه کوي، اسلامي تاریخ او دسیرت او احادیثو کتابونه راوړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  دخپل وخت ګڼو پادشاهانو ته لیکونه لېږلي دي، په نوموړو لیکونو کې د پام وړ ټکی دا دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم نوموړو پادشاهانو ته درانه القاب کارولي دي، په سپکو القابو یې نه دي یاد کړي،  دبیلګې په توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم  دروم، فارس، حبشې او قبطیانو مشرانو ته د خپلو لیکونو په سر کې داسې لیکلي دي: "من محمد رسول الله الى هرقل عظيم الروم" " من محمد بن عبد الله إلى كسرى عظيم الفرس"، " من محمد رسول الله إلى النجاشي ملك الحبشة"، " من محمد بن عبد الله إلى المقوقس عظيم القبط".

http://scotlandiard.arabblogs.com/archive/2010/2/1016627.html

   بېرته د قطر د دفتر خبرې ته راځم، امریکا که له طالبانو سره خپله کړې ژمنه ماته کړه،  دا چې په حقیقت کې یو ګوزار و، خو خام او غیر قانوني ګوزار، د ټولو انساني ، قانوني او حقوقي اصولو خلاف ګوزار! او طالبانو چې بیا د دوی پلاوی له بار بار غوښتنو سره سره  تش لاس ولېږلو دا پر  امریکه  یو ګوزار  و، خو پوخ او قانوني ګوزار، له ټولو انساني، قانوني او حقوقي اصولو سره برابر ګوزار.

 د امریکايي ګوزار د خاموالي او د طالبانو د ګوزار د پخوالي پایله دا شوه چې نن ورځ ټوله نړۍ امریکه له دومره غورمپش، شان او شوکت سره سره  ملامته بولي او  طالبان سره له دې چې په ظاهري اسبابو کې په هېڅ توګه د امریکې په څېر نه دي ټول یې ستایي، تر پرونه پورې به ټولو طالبانو ته ګوته نیوله چې طالبان جګړه خوښي دي، سوله نه غواړي، آرامي نه غواړي، مګر نن دا  دي ټول په یوه خوله وايي چې نه، په حقیقت کې امریکه او ملګري یې د سولې او آرامۍ دښمنان دي، او له همدې ځایه د دواړو لوریو سیاسي بصیرت  او ددیپلوماسۍ اصولو ته ژمنتیا ښه څرګندېدای شي.  

زلمی هېوادوال

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *