ښځه او حقوق یی – دیرشمه برخه – حکمتیار — دیلی شهادت

 

ښځه او حقوق یی – دیرشمه برخه – حکمتیار

 

دیلی شهادت

 

د جنسي شذوذ انتهاء او بدي پايلي

قرآن په دې اړه فرمايي:

دوى خو له الله پرته يوازي د ښځو عبادت كوي او له سركښ شيطان پرته د بل څه عبادت نه كوي. همغه چي الله رټلى او ويلي ئې دي: هرومرو به ستا له بندگانو ټاكلې برخه ترلاسه كوم. او حتماً به ئې تېرباسم او حتماً به هيلي په كي راولاړوم او خامخا به ورته امر كوم نو د څاروو غوږونه به غوڅوي او هرومرو به ئې گمارم نو د الله د مخلوق جوړښت به بدلوي او څوك چي له الله پرته شيطان دوست ونيسي نو په ښكاره تاوان سره ئې تاوان وكړ. وعدې ورسره كوي او هيلي په كي راولاړوي او شيطان خو له تېرايستو پرته څه وعده نه ورسره كوي. دوى همغه دي چي مېشت ځاى ئې دوزخ دئ او له هغه به د خلاصون چاره نه مومي. النساء: 117-121

د دې مباركو آيتونو ستر ستر ارشادات دا دي:

څوك چي له الله پرته بل ته د دعاء لاسونه اوچتوي، خپل حاجات وروړاندي كوي او د هغه عبادت كوي، ډېر كمزوري معبودان مرستي ته رابلي، ډېريو مشركانو د ښځو په څېره كي ځان ته معبودان جوړ كړي او عبادت ئې كوي، دوى يوازي د ښځو عبادت كوي، جنسي بې لاريتوب ئې هغه ځاى ته ورسوي چي پر زړه او ذهن ئې بې مهاره جنسي تمايلات مسلط شي، ټول ژوند ئې د دې تر اغېز لاندي راشي، هر څه له دغي زاويې گوري، د جنسي هوس بنده شي، هم ئې دوستي د دې لپاره وي او هم ئې دښمني، له دې پرته بله مينه نه پېژني، شراب دا اور لا تېز كړي، د ښځو او نارينه وو آزاد اختلاط او بربنډتوب ورباندي مزيد تيل توى كړي، مسته موسيقي، رقص او نڅا او د عشق او شهوت په ستايني كي سندري لازيات ورته لمن ووهي، هم ئې بتان او هم ئې مجسمې د ښځو انځورونه شي . كه تاسو دا اوس غربي ټولني ته لږ په دقت سره ځير شئ نو د قرآن د دغه آيت مصداق به په خپلو سترگو وگورئ، هري خوا ته به دي د ښځو مجسمې ترسترگو شي، هم په معبد كي او هم په مغازه كي، هم د كشيش په وينا كي او هم د ټلويزيون په تجارتي اعلاناتو كي، هلته د تجارت لپاره ښځه او د دې ښايست استعمالېږي، هلته لوړو مراتبو ته رسېدل د ښځو له لاري وي، هلته مور او پلار هېر شوي، د دې ميني ټغر ټول شوى، ځاى ئې جنسي هوس او تعلق ته خالي شوى، له نكاح او د كورنۍ له جوړولو ډډه كېږي دا ځكه چي نكاح د آزاد جنسي تعلقاتو مانع كېږي، له اولاد سره د ښځي او مېړه علاقه او مينه نشته او دا د دې لپاره چي اولاد ساتل او روزل زحمت غواړي او د جنسي تلذذ او خوند اخيستو په وړاندي خنډ كېږي، مېړه او ښځه د دې پر ځاى چي اولاد ولري، سپى او پشۍ ساتي، ځيني د سپي ساتل تر زوى درلودلو غوره گڼي او ځيني ئې سپي د جنسي موخو لپاره ساتي، هلته به تاسو له كشيشانو هم واورئ چي مريم عليها السلام په زنا تورنوي او په دې خبري خاص تأكيد كوي او وايي چي هغې توبه وكړه او بيا ئې دا مقام ترلاسه كړ او دا د دې لپاره چي د يوه زناكار ولس معبود هم بايد د زنا سمبول وي، هلته به تاسو د فرويد په څېر د دوى له فيلسوفانو هم واورئ چي وايي: د انسان د ټولو كړو وړو، اړيكو او روابطو منشأ جنسي تمايل دئ، د پلار مينه له لور سره او د مور مينه له زوى سره له دغه تمايل راولاړېږي، هم د انسان د ويښي ټول فعاليتونه او هم ئې د خوب خوبونه جنسي منشأ لري.

دوى په اصل كي د شيطان عبادت كوي، شيطان غولولي، څوك ئې دې ته هڅولى چي د مريمي عليها السلام مجسمه جوړه كړي او څوك ئې دې ته چي د مناة، نائلة او عزىٰ په څېر ښځينه بتان معبودان ونيسي او په وړاندي ئې گونډه شي.

دوى د هغه رټل شوي شيطان په تحريك د شرك مرتكب شوي چي په څو خبرو ئې لوړه كړې:

د الله د بندگانو يوه برخه به هرو مرو په دام كي غورځوم.

له سمي لاري به ئې تېرباسم.

په كږو لارو تگ به ورته ښايسته كوم، داسي چي له هغې ډېري هيلي او طمعي ولري او رنگين رنگين خوبونه ورته وگوري.

په دې به ئې گمارم چي د خپلو بتانو لپاره څاروي په نخښه كړي او غوږونه ئې ورغوڅ كړي.

او په دې به ئې گمارم چي الهي سنن بدل كړي، د فطرت خلاف گام واخلي، د الله د مخلوق په جوړښت كي تغيير راولي.

په دغو څو لنډو جملو كي د شيطان ټول هغه خبيث كارونه په گوته شوي چي په خپلو ملگرو ئې ترسره كوي. د شيطان ملگرتيا او ټول هغه كارونه كول چي د شيطان د حزب غړي ئې بايد ترسره كړي، له سمي لاري انحراف او كږېدل او په كږو لارو كي خپلو موخو ته د رسېدو هڅه كول، شرك، د دروغجن معبود لپاره قرباني، له فطرت سره جنگ او د هغو الهي سننو د بدلولو هڅه چي د ټولو مخلوقاتو په پيدايښت او جوړښت كي مراعات شوي. دا چي گورئ څوك سالم او پاكيزه جنسي تعلقات پرېږدي او ناولې لاري او غير فطري طريقې غوره كوي، دا د همجنسانو تر منځ غير فطري جنسي تعلقات، د نارينه او نارينه، او ښځي او ښځي تر منځ نكاح، له حيواناتو سره جنسي نږدېكت، د خپل فطرت خلاف هغه مخدره مواد استعمالول چي بې سده ئې كړي او د خپلو حواسو اداره كول له لاسه وركړي، دا چي نارينه غواړي ځان د ښځي په څېر كړي او ښځه ځان د نارينه په څېر، په لباس كي هم او په حركاتو او سكناتو كي هم، دا چي نارينه ږيره خريي، هره ورځ د خپل مخ د پوستكي په مليونهاوو حجرات رېبي، لنډه موده وروسته ئې مخ گونځي گونځي شي، د زني لاندي غوښه ئې راوځړېږي، دا همغه له فطرت سره جنگ دئ چي شيطان خپل ملگري ورباندي گماري، دا چي گورئ څوك د دروغجنو معبودانو لپاره په انسان، حيوان او حتى په خپل ځان ظلم كوي، څوك د څاروي غوږ غوڅوي، څوك ځان وهي، څوك رياضتونه په ځان مني، څوك رهبانيت ته مخه كوي او څوك له نكاح ډډه كوي، دا هر يو په حقيقت كي د شيطان هغه قسمونه رښتيني كوي.

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *