غربی فکري لوړ نبوغ؟! — شاهد شفق

 

غربی فکري لوړ نبوغ؟!

شاهد شفق 

یوه ورځ مې د تاند ویپ پاڼه پرانستله چې د مجید قرار صاحب په یوې لیکنې مې سترګې
ولګېدې او زه د قرار صاحب د فکر لید ډېر وخندولم که څه هم له دې پېښې یو څه وخت تېر شوی او د دی وړ می نه ګڼله چې څه ورباندی ولیکم خو پر دی خاموشي قرار صیب ته یو داسی احساس ورکوی لکه دی چی رښتیا لیکوال وی 
معمولا قرارصیب له طالبانو سره لاس او ګریوان وی او تر دی نامه لاندې دی اسلام پالنه هم ټکوی زه د قرار صیب او طالبانو پر روابطو کښې مداخله نه غواړم خو د اسلام پالنې په لوري او زمونږ د مومنو هېوادوالو د جهاد او سرلوړی په لوري د بدو کتونکو څخه نفرت کووم
قرار صیب په هغه لیکنه کښې چې د تاند څخه خپره شوی وهڅه کړې وه د یوه ورور پوښتنې ځواب ووایی
پوښتنه له جناب څخه داسی مطرح شوی وه که له روسانو او کمونستانو سره جهاد فرض و نو له امریکایانو سره ولی ندی فرض؟ دا چې جناب قرار صیب له جهاد څخه د قرار په ځای فرار ته ترجیح ورکوی او د امریکایی یرغل ملا تړي نو کشش یی کړی و چې په دغه لیکنه کښې له کمونستانو سره جهاد روا او له امریکایانو سره ناروا وګڼي ،د ده په اند چی ده د دې پوښتنې لپاره اووه ځوابونه وړاندی کړي و او خپل حریف یی ګواکي سخت مات کړی و ،خو ای کاش چې جناب قرار صیب خپلو اوو ځوابونو د ارزولو وړتیا هم درلودی
لومړی دغه جناب ته وایم چې که تاسی د طالبانو له کړنو سره دوښمنی لری دا د جهاد نفیی نه شی کولی ځکه جهاد د طالبانو د کړنو زیږنده ندی بلکي د الله تعالی امر دی،ته نه شې کولی د یوې ډلی د غلطیو او یا ظلمونو له وجهې په اسلامی اوامرو د بطلان کرښه کش کړې او باطل یی وګڼې،ته نه شی کولی د یوه ظالم ظلم ته باطل او د بل ظلم ته حق ووایی،ته نه شې کولی د کمونستانو ظلم محکوم او د امریکایانو وستایی؟ که ته دا حق لری جنابه مهربانی وکړه امریکا په څه د افغانستان ماشومان وژنی کوم الهی ،انسانی او نړیوال قوانین دی ته اجازه ورکوي؟ او کوم قوانین افغانان له دی منع کوی چی د خپلی خاوری د ساتنی څخه مخ وګرځوي او غلامي وکړي؟
زه نه غواړم دلته لیکنه اوږده کړم د قرار صیب د لایلو څخه یو په زړه پورې دلیل چې کمونستانو سره جهاد فرض او امریکایانو سره ندی فرض تاسی ته وړاندی کوم
د ما اوس ټولې هغه انګېرنې او خیالي او افسانوي دلایل په یاد ندی چی قرارصیب تقدیم کړي و خو دا یو د دلایلو یی ډېر قوی و چې بلکل سړي د قرار صیب د عقلی نبوغ څخه ډا ډه کوي تاسی ته وړاندی کوم
قرارصیب ویلی و چې : له کمونستانو سره ځکه جهاد فرض و چې ظلم یی کولو او د ظلم نمونه یی اشرف غنی او د هغه ملګری شجاعی و چی د روسانو او کمونستانو د ډېر ظلم په ترڅ کښې د اشرف غنی ملګری وژل کیږي او د ظلم بده پایله د اشرف غنی په تښته منتج کیږي
اوس نو قرار صیب ورته کښلی دی نو تاسی فکر وکړی کوم نظام چی دومره ظالم وی چی اشرف غنی احمدزی ترې تښته وکړي له هغه سره به ولی جهاد فرض نه وی !
هو جناب قرار صیب د جهاد د فرضیت لپاره د اشرف غنی احمدزی تښته معیار ګڼلی ده که له کوم نظام اشرف غنی وتښتېد له هغه سره جهاد فرض او که له کوم یوه سره مل و له هغه سره ندی فرض،لکه څنګه چی اشرف غنی احمدزی د کابل اداره کښې دنده لری بناء له امریکایانو سره جهاد ندی فرض!!!!
قرار صیب دا هم ویلی دی چی له امریکایانو سره جهاد داسی مثال لری لکه یو څوک چی تا ته یو شی درکوی او تا سوکونه ورته نیولی وي!!!!!!!!!
پوښتنه کوو چې دا امریکایان څه شی ورکوی چی افغانانو سوکونه ورته کښلي او ډبوي یی؟
یو څوک چی د نړۍ له بله اړخه له جنګي الوتکو او درنو بمونو سره د نړۍ بل اړخ ته راځي او هلته په یوه کور ننوځي د کور غړي وژنی په کور فاسدان واکمنوی او بمونو او راکټو باندی د ورځي او شپې انسانان ښکار کوي او د هېواد زېرمی چور او تالان کوي چې دومره زحمت کښل او تر دې ځایه راتلل او دومره افغانان وژل او دا ټولې نادودې د کومې ورکړې نوم دی؟ دا څه ډول ورکړه ده؟
خو فکر کوم چی دې باندی یواځې د قرار صیب او هغه ته ورته روشنفکره انسانان پوهیږي چون د دوی فکري لوړتیا او ځانګړتیا تر نوره لوړه ده او له همدې کبله د خپل هېواد ګټې او د ماشومانو وینې امریکایانو ته جائز او دا د امریکایانو ورکړه ګڼي.
که د قرار صیب غوندی نور غرب پلوه روشنفکران راټول کړی دوی به ټول ورته شی ومومی او قرار صیب به د دوی بلبل غوندی ویاند همدا یوه خبر به له دوی سره ومومی چی زمونږ د هیواد هر څه تر امریکایې ځار خو پرون بیا کمونستانو تر روسانو ځارول
دلته اوس د دغو دوو ډلو شریکو اړخونو ته پام په کار دي
دوی یعنی کمونستان او غربیان دواړه په خپله غاړه کښې یو پړی لري او همغه لوري ته ځغلی کوم چی کشول کیږي،دوی خپل ځان لپاره څه نه کولی شي او نه ویلی شي ځکه پړی د بل په لاس ډوډۍ د بل په لاس ،فکر د بل په لاس او ځغاستل د بل په لاس او که دې ټکو ته نظر وکړو نو معقوله برېښي چې ووایو دوی څخه ګیله کول هم مناسب کار ندی ځکه ګیله له داسی چا څخه کېدلی شی چی لږ تر لږه په خپله د لارې د لیدلو او ګام اوچتولو وړتیا لري
خو دغه دواړه ډلی دا عادت هم لري چې د پړي د واکمن بدلېدل د دوی لپاره بې توپیره دی ځنی اعتراضونه کوي چې دوی ولی داسی کوي؟
زه خو چې ورته ګورم د اعتراض وړ څه مې په کښې ونه موندل ځکه دغه یو نورمال عادت دی چې د هغوی له ژوند سره سمون خوري د دوی لپاره څه فرق کوي چې دوی څوک کشوي او څوک یې استعمالوي.
په درنښت

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *