انتخابات: د سولې،امنیت،او ملي واکمني په خلاف هلې ځلې — د سولې او آزادي کمسیون

 

 

اعلامیه

انتخابات: د سولې،امنیت،او ملي واکمني په خلاف هلې ځلې

 

د سولې او آزادي کمسیون

 

د بن د غوندې راهیسې په افغانستان کې  جګړه روانه ده چه په ترڅ کې یې هره ورځ په لسګونو افغانان وژل کیږې. اشغالګر ځواکونه یوې خواه د یرغلیزې جګړې یو اړخ  او له بلې خواه د ملګرو ملتونو د منشور په خلاف  د افغانانو د خپلمنځي  کورنې جګړې جانب داره برخه وال ګنل کیږې .

لویدیز شکیلاک قوتونه د دولس کلونو په موده کي  د جګړې اور د جنګي جنایت کارانو ، د  بشري حقونو د ناقضینو او د ملي خاینینو په مرسته  بل ساتلې ده  او اوسمهال پدې لته کې ده چه د تولو حقوقي معیارونو په خلاف د تول تاکنې د لارې دوي ته د سیاسي ژوند د دوام مشروعیت ورپه برخه او د عدالت د منګلو نه وژغوري .  

افغانان هغه دیموکراسي او انتخاباتو  ته چه د تولنیزې او اقتصادي ودې په بنست باندې ولاړ او د وطن د بچیانو د سیاسي تفکر محصول وي هرکلي وایی، خو هغه په اصطلاح  دیموکراسي او تول تاکنې  ته چه د بهرني یرغل او د جګړې زیږنده  وي او د  بد معاشي  دلارۍ وتپل شي ، د نړي د زورواکانو د هژموني د پراخوالې  پلمه بولي  ، ورسره مخالف دریز لري او د هغه د ناوړه اغیز د منځه وړو په وړاندې مقابله کوي .

د افغانستان د حالاتو په نظر کې نیولو سره ، په داګه ویلي شو چه  دیموکراسي او تول تاکنې ، د کورنيو او بهرنیو زورواکانو په واسطه د بیعدالتي، نا امني ، ګدودي ، توپک سالاري او بې اتفاقي  د مقصدونو د پاره استعمالیږي .دغه تول جګړې ته د لمن وهلو په موخه ده.

د سولې او آزادي کمسیون د  وسله وال مقاومت ، سیاسی شخصیتونه ، سیاسي ګوندونه ، مدني تولنو او تولو افغانانو  نه غوښتنه کوي چه د داسی تول تاکنو د تحریم په مقصد ، زموږ سره همغږې  شي .

امنیت ، عدالت ، ملی واکمني  او  بالاخره ستندرد انتخابات باید د جګړې او سولې تر منځ د یوه منځګړې پلاو ( لند مهال حکومت) د فیلتر نه تیر شي . لند مهال حکومت د وسله وال مقاومت سره د خبرو اترو د دوام په صورت کې جوړیږي .

هغه تول تاکنی چه د پرله پسې جنګي جنایتونو تر سیورې لاندې ترسره کیږي(په کونړکې د سپرلي په موترد برید په نتیجه کې د ښځو اوماشومانو په شمول د ملکي خلکو د وژنې وروستي جنایت د  ۲۰۱۳ م کال د سپتامبر په ۷ مه نیته) یوازې د اشغال د توجیه په مقصد کارول  کیږي او مشروعیت نلري .

د سولې او آزادی کمسیون د بهرنې  نظامي ائتلاف نه غوښتنه کوی چه  د انسان وژنې او وحشت نه دکې  لوبې ته د دیموکراسې اوانتخاباتو تر پلمې لاندې دپاي تکې کیږدي،او انسانیت ،عدالت او اصولی ارزښتونو ته درناوي وکړي . والسلام

د سولې او آزادي کمسیون

دوکتور عبدالواحد احدزاده   09.09.2013

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *