زه او بن لادن — نثار احمد صمد

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټو سن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۲۸/ ۹ / ۲۰۰۸

ژباړن : نثار احمد صمد

 

 

زه او بن لادن

 

هغه  قرارګاه او نړیواله عصبی هسته  چی وروسته به د نړۍ تر ټولو خطرناک تروریسټی سازمان ترې جوړېدﺉ ، د پاکستان د پېښور په یو ډک بازار کی هغه نړیدلې غوندی زړه  دوه پوړیزه  ودانۍ وه چی یو کوچني دوکان ته مخامخ واقع وه .

ماته زما پاکستانی کوربه په یو څه ملنډو سره وویل چی دا د مجاهدینو اجرایًیوی څانګه ده چی د افغان مقاومت یا مجاهدینو رسمی ږغ دﺉ او دنده یې دا ده چی بهرنۍ نړۍ ته د شوروی لخوا د افغانستان د نیوني اړونده خپلو مبارزو معلومات ورکړي . دا ۱۹۸۶ کال و .

د خلکو نه ډکي کوټې په کونج کی یو زوړ مېز پروت و او د هغه شا ته یو ګردﺉ پوخ سِنه نسبتأ ښه پوه سړی ناست و چی استعمالی جاکټ یې اغوستی و . کله چی زه ورننوتم نو هغه راته ولاړ سو او ځان یې د عبدالله عزام په نوم را وپیژاند چی هماغه د اسلامی نړۍ د آزادولو د سرسختانه جهاد له کلکو مدافعانو څخه و . عزام ځان  دوو ډارونکو مأموریتونوته وقف کړی و : بی پروا او نافهمه نړۍ ته د افغانستان د آزادولو د خونړۍ مبارزې ور معرفی کول ، او د هغو ډېرېدونکو خلکو د راتګ څارنه او انسجام چی د اسلامی نړۍ د ګوټ ګوټ څخه پېښور ته راتلل او غوښته یې چی شمال ته وخوځي او هلته د شورویانو پر ضد ستر جهاد وکړي . عزام د خپل دغه دفتر څنګ ته د هغه زاړه او خیرن کور چاري هم مخته بېولې چی اسلامی مجاهدین به افغانستان ته د تګ په غرض ورته راتلل ، چی په « قاعده » یعنی اساس یا بنسټ او یا هم « مرکز » سره مشهور سو چی په عربی یې « القاعده » بولی . په تاریخ کی تقریبأ داسی نه ده پېښه سوې چی یو نړیوال انقلابی تحریک دی د دغسی متواضعو سرچینو څخه راټوکېدلی وی .

زه هغه صریح حرکات را یادوم چی کله عزام راوپاڅېد ، مکث یې وکړ ، ژوره ساه یې وکښله ، او د مکتب هغی لویی نقشې ته یې اشاره وکړه چی پر دېوال ځړېده ، او بیا یې په کرارۍ او خورا اطمیناني ډول سره وویل چی « موږ مجاهدین به شوروی کمونیسټ کُفار او د هغوی افغانی کمونیسټی سپيان ماتوو . » خو د ده ورپسې څرګندونی زه ګنګس او ګیچ کړم یعنی : « کله چی موږ شوروی استعمارچیان د افغانستان څخه په مرګ وشړو ، بیا نو موږ مجاهدین امریکایی استعمارچیان د عربستان څخه پسی شړو او ورپسې به فلسطین آزادوو . » د یو داسی کوچني سړي لخوا چی په صرف خودکار قلمونو او څو تکثیر سوو رسالو سره وسلوال وی ، رزمی او حماسی جاه طلبۍ نا معقولي او چټی معلومېدې . خو عبدالله عزام د افغان جنګ په وروستیو کی پېښور ته نژدې د موټر په بمی چاودنه کی ووژل سو . د عزام تخیلی آرمان په ظاهره د ده سره یو ځای ښخ سو ، مګر دغسی نه ده . د هغه نړیوال اسلامی لښکر د لسګونو زرو ځوانانو له منځه چی په افغانستان کی د شورویانو سره جنګ ته راتلل ( چی کمونیسټانو به تروریسټان بلل ) یو هم د سعودی عربستان د خورا شتمنو کورنیو یعنی بن لادن والو د جملې څخه یو ځوان انجینیر و .

اسامه بن لادن د خپلو هغو همعصره ځوانانو پر خلاف چی اروپا ته به تلل او هلته به یې شراب څښل ، عیاشۍ به یې کولې او د شهزاده ګانو غوندی به یې روپۍ بربادولې ، تل یو جدی انسان او سرسخته ځوان و ، او افغانستان ته ولاړ څو هلته ستر جهاد وکړي .

 

د تعجب وړ لاسته راوړنه –  

بن لادن د شورویانو او د هغوی د افغان لاسپوڅی کمونیسټی پوځ سره د جنګېدونکو مجاهدینو سره یو ځای سو . دﺉ په جګړه کی شپږ ځله زخمی سو او د خپل زړه ورتوب ، ټینګار او اسلامی تواضع له امله یې په افغانستان او پاکستان کی ښه شهرت او عزت وګټیً . د جګړې په همدې پړاو کی بن لادن د خپلو هغو نښانیو څخه یوه رامنځ ته کړه چی عبارت د انصارو د سیالۍ څخه وه . دغه جګ او ډنګر سعودی ملیونر د خپل پرهېزګار او متواضع ژوند په کولو سره ډېر عزت وګټیً چی په لوبیا او وچه ډوډۍ سره ګوزاره کول ، پر مځکه بېدېدل او یا د حشراتو څخه ډکو غارونو کی اوسېدل هم پکښی شامل وو ، او ځان یې پخپله دغه تواضع سره له هرڅه منع کونکی ، او د خپلو ملګرو احترام ته وقف کړی و .

بن لادن  خپل زښت زیات ځاني ثروت افغانستان ته د بلډوزرونو په واردولو او د عربی انجینیرانو په راوستلو سره مصرف کړ . د ده سړیو او ماشینونود مجاهدینو او د هغوی د توښې او موادو لپاره ژور غارونه وکښل تر څو د شوروی د شدیدو هوایی حملو څخه په امان وی . د بن لادن لخوا « د غارونو دغه جنګ » په اسلامی وروستۍ فتحه کی ډېر مهم رول ولوباوه . د دې ځوان سعودی نوم او شهرت د یو نوي عرب په توګه د هغو ډارنو ، عیاشو ، لټ او ټنبلو سعودیانو په مقابل کی ډېر خپور سو چی بن لادن او ملګرو به یې په ملنډو سره « چاغي ښځی » بللې .

 

سرسخته شاګرد –

بن لادن د ۱۹۸۰ کلونو په وروستیو کی د عبدالله عزام تر اثر او طلسم لاندی راغی ، او د هغه د خورا کلکو پیروانو څخه وګڼل سو . دا همدا شیخ عبدالله و چی اسامه بن لادن د اسلامی نړۍ څخه د امریکایی او برتانوی اغیزې د شنډولو په غرض د ده ستراتیژی او د بې سرحده جهاد نړیوال لید لورﺉ خپل کړ . دغه خیال وهونکي او انجینیر خپل ټول ځواکونه یو کړل ، او دغه زوړ مېلمستون یې  په یو داسی جوړښتون سره  بدل کړ  چی یو وخت  دا دﺉ  د امریکا او د هغه د ملګرو د طاقت په وړاندی یو جدی چلنج سو .

ما یو وخت د بن لادن سره تګ کاوه . دا هغه مهال و چی د جلال آباد یعنی هغه افغانی ښار څخه بهر چی د پېښور نه تر کابله لویه لاره څاری ، جنګ روان و . زه د افغان کمونیسټی ځواکونوپر خلاف چی په توپ او ټانک سره ساتل کېدل ، د مجاهدینو تر څنګ د جنګ ملګری وم . د افغانی دود دستور سره سم چی کله جنګ تر دوړو مخکی ختم سی ، نو ټولی خواوی خپلو کورونو او کمپونو ته د دمي لپاره ستنیږی . زه یې د خپل کوربه یعنی محلی جنګسالار حاجی عبدالقدیر ( چی وروسته د امریکا لخوا د اشغال سوي افغانستان د ولسمشر مرستیال سو او په ۲۰۰۲ کی په کابل کی ووژل سو ) هغه خواره واره اوسېدنځای ته بوتلم چی شوړېدلي خاورین دېوالونه یې لرل .

 

وروسته تر جګړې –

موږ تقریبأ شل کسه په یوه مستطیل ډوله کوټه کی چی په رنګینو ایراني او افغانی غالیو فرش وه  ناست وو ،  او پر هغو بالښتونو مو ډډه لګولې وه چی  دېواله ته ایښودل سوی وو . د سګرېټ څکولو ، چای څښلو ، او ګپ شپ نه تقریبأ نیم ساعت وروسته ټول ولاړ سول ، او هر څوک پر خپله خوا وخوځېدل . زما د دې کسانو څخه یو نفر ښه په یاد دﺉ ، دا ځکه چی هغه په ټولو کی ډېر جګ او نسبتأ ډنګر او نرﺉ و او افغان نه معلومېدﺉ . د ده له وجوده د یو ژور سکون او درنښت او همداراز د مذهبی دروندوالي تجلې راپورته کېدې . دغه ژوبله ور ما ته مؤدبانه موسکا وکړه . ده زما سره په عربی ژبه عنعنوی روغبړ وکړ او ما هم په همدې ژبه ځواب ورکړ . ما د خپلو ملګرو څخه وپوښتل چی دا څوک دﺉ . هغوی راته وویل چی « آه ښاغلی اریکه ، دﺉ یو سعودی مجاهد دﺉ او د ډېر لیری څخه دلته راغلی تر څو زموږ تر څنګ جهاد وکړی ، الله دی یې وستایی . » دا مهال زه  د ده  څخه جدا سوم او هغوی ډېر ژر ووتل .

ما ولی دغسی وکړه ؟ ځکه  دﺉ  د هغو لسګونو زرو بهرنیو مجاهدینو د جملې څخه و چی د کمونیسټانو سره د جنګېدو په خاطر دلته راغلي ول .

هغه مهال دغه اسلامی جنګیالي د ریګن د ادارې لخوا ستایل کېدل او لویدیځو خپرونو هغوی د آزادۍ ژوبله ور بلل . خو کله چی اسامه بن لادن او د آزادۍ د جنګیالیو په زرګونو مجاهدینو د شیخ عبدالله عزام هغه آرمان ته لاس واچاوه چی عربستان ، فلسطین او شمالی افریقا به د لویدیځ له تسلطه آزادوی ، نو بیا د لویدیځ لخوا تروریسټان وبلل سول .  

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.