د جمهوري رياست د نوماندانو په اړه د حزب اسلامي اعلاميه— ډیلی شهادت

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

د جمهوري رياست د نوماندانو په اړه د حزب اسلامي اعلاميه

 

لیږونکی: ډیلی شهادت

 

حزب اسلامي په 19قوس 1392د يوې اعلاميې په ترڅ كي اعلان وكړ: كه له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك نشي، ټول اشغالگر ځواكونه تر 2014 پوري زموږ له هېواد ووځي، نو حزب اسلامى حاضر دئ جگړه متوقف كړي، په هېواد كي د ډاډمن او بشپړ امنيت په تأمين كي رغنده ونډه ولري، په انتخاباتو كي شركت وكړي، د آزادو انتخاباتو نتيجه چي هر څه وي وئې ومني، …. دا تضمينوي چي د حزب سپېڅلو اسلامى آرمانونو ته ژمن او متعهد غړي، كه د حزب اسلامي په ليكو كي جنگېږي يا د خاصو دلائلو له مخي په نورو سنگرونو كي يا په مستقله توگه په جهاد بوخت دي، او نږدې پنځوس سلنه فعال مجاهدين د دوى له ډلي دي، ټول به يو د بل په څنگ كي د صلحي له كاروان سره يو ځاى كېږي، هيڅ مخلص او صادق مجاهد به د جنگ په دوام راضي نشي او د هغه لوري ملگرتيا به ونه كړي چي د ځان او خپلو حاميانو گټي د جگړو په دوام كي لټوي، … موږ ټولو هغو سياسي ډلو ته چي اسلام ته ژمن او د هېواد استقلال او خپلواكي غواړي اطمئنان وركوو چي په خپل گډ كور متحد افغانستان كي، د ورورولۍ په فضاء كي، د ملي وحدت تر سقف لاندي په گډ ژوند باورمن وو او يو، او دې ته چمتو يو چي هغه څوك د هېواد مشر په توگه ومنو چي زموږ مؤمن ملت ئې په خپله او د خپلواكۍ په فضاء كي غوره كوي،… دې ته ترجيح وركوو چي د جمهورى رياست انتخابات تر هغه وځنډېږي چي بهرني ځواكونه ووځي، او له خپلواكۍ وروسته له پارلمانى انتخاباتو سره يو ځاى ترسره شي، دا ځكه چي د اشغالگرو ځواكونو په شتون كي د آزادو، شفافو او عادلانه انتخاباتو ترسره كېدا ناشونې ده. 

د هغي اعلاميې له خپرېدو سره سم ئې يو لوړ پوړى هيئت كابل ته ولېږو چي له ټولو ذيدخلو لوريو سره وگوري او د حزب له دريځ او وړانديز ئې خبر كړي، كه دا وړانديز منل شوى وى نو حزب اسلامي به په انتخاباتو كي برخه اخيسته او له اوربند سره به ئې توافق كړى وو، خو متأسفانه امريكايي چارواكو او په امريكا پوري تړلو ډلو د اشغال او جنگ پر دوام ټينگار وكړ، حامد كرزى ئې وگواښو چي امنيتي تړون تر انتخاباتو وړاندي لاسليك كړي، كه نه نو امريكا به خپلي مرستي بندي كړي، د اروپايي اتحاديې مشر راسموسن وويل: د امنيتي تړون نه امضاء داسي ده لكه كرزى چي اور سره لوبي كوي!! امريكايي چارواكي تر دې هم وړاندي ولاړل او وئې ويل: امريكا به دا تړون له نوي جمهور رئيس سره لاسليك كړي!! د دې معنى دا ده چي سپيني ماڼۍ پتېلې د انتخاباتو د لوبي له لاري داسي څوك د ارگ پر گدۍ كښېنوي چي د امنيتي تړون تر نامه لاندي دا د هېواد پلورني ننگين سند له ځنډ او تعديل پرته په پټو سترگو لاسليك كړي.

د امريكايي چارواكو د دې دريځ په وړاندي مجاهدين دوه بديله په مخكي لري: 1- د انتخاباتو تحريم او په هغه كي له برخي اخيستو ډډه، 2- د داسي چا حمايت چي د مجاهدينو له دې اساسي شرائطو سره توافق وكړي: (د بهرنيو ځواكونو بشپړ او بلاقيد و شرط وتل، د امنيتي تړون عدم لاسليك او انتخابات تر هغه ځنډول چي ټول بهرني ځواكونه له هېواد ووځي). په انتخاباتو كي د هيڅ نوماند ملاتړ نه كولو معنى او پايله به يوازي دا وه چي امريكا به يو سرسپارلى او تر نورو ډېر مفسد غلام د منتخب جمهور رئيس په نامه د انتخاباتي لوبي بريالى اعلانوي، همدا ذليل لاسپوڅى به د ارگ پر كرسۍ كښېونوي، د امنيتي تړون سند به پرې ټاپه كوي او اشغال ته به په خپل زعم مشروعيت او قانوني بڼه وركوي، خو كه مجاهدين د داسي چا حمايت وكړي چي د دوى له اساسي شرائطو سره توافق وكړي او هغه په انتخاباتو كي بريالى شي نو يقيناً چي دا به د امريكايانو پر مخ كلكه څپېړه وي او د دوى يوه خطرناكه توطئه به ئې شنډه كړې وي، حزب اسلامي د همدې لپاره د مناسب نوماند د ملاتړ رأيه گټوره وگڼله.

قطب الدين هلال، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ليكونو او هيئتو له لاري د حزب اسلامي له مشر د حمايت غوښتني وكړې، هغوى ته د حزب اساسي شرائط وړاندي شول، له هلال پرته نورو له دې شرائطو سره د توافق جرأت ونه كړ، د حزب اسلامي اجرائيه دې وضعيت ته په پام سره دا غوره وگڼله چي د هلال حمايت وشي، او د حزب اسلامي له ټولو متعهدينو، خواخوږو او له ټولو هغو افغانانو چي د هېواد خپلواكي، ملي حاكميت، د جگړو پاى او د ډاډمني صلحي تأمين ته ژمن او منتظر دي وغواړي چي كه قطب الدين هلال پر خپل دريځ تر پايه ټنگ پاته شي نو د هغه ملاتړ وكړي، هغه ته رأيه وركړي او په دې سره د امريكايانو يوه بله خطرناكه توطئه شنډه كړي، د اجرائيه شورى دا پرېكړه د حزب اسلامي مشر ته لېږل شوې، د هغه له توافق وروسته به حزب اسلامي په څرگنده د هلال حمايت وكړي، اوس به د حزب اسلامي يوه برخه خپل مقاومت ته د پخوا په څېر او تر هغه هم په لازيات قوت او شدت سره دوام وركوي، دا ځكه چي امريكا او لاسپوڅي ئې د بهرنيو فوځونو په زور د افغانستان اشغال ته د دوام وركولو اراده لري، او افغانان ئې د خپلواكۍ ترلاسه كولو لپاره د مقاومت دوام ته اړ كړي، حزب اسلامي نور غړي او خواخوږي به په سياسي ډگر كي د دښمن مقابله كوي، د دښمن توطئې به شنډوي او دا موقع به نه وركوي چي د انتخاباتو تر چتر لاندي خپل سرسپارلى غلام د منتخب جمهور رئيس په نامه د قدرت پر گدۍ كښېنوي.

موږ هغو سرلوړو افغانانو ته چي خپلواكي غواړي؛ وايو: د امريكايانو توطئه شنډه كړئ، د داسي نوماند ملاتړ مه كوئ چي د كابل په مفسد امريكايي حكومت كي ئې فعاله ونډه وه، د اوسني دردناك وضعيت په راوستو كي ئې اوږد لاس وو او دئ، امريكايانو ته ئې بلنه وركړې چي پر افغانستان بريد وكړي، د اشغالگرانو په چوپړ كي دي، د امريكايي افسرانو تر قومندې لاندي د آزادي غوښتونكو افغانانو په ضد جنگېږي، د بهرنيو ځواكونو مزيد پاته كېدل خوښوي، هغوى ته د اډو وركولو او په خلاص لاس د افغانانو په ضد د عملياتو حق وركولو پلوي كوي، غواړي اوسنى دردناك وضعيت او همدا مفسد نظام دوام وكړي.

افغانانو ته وايو: كه څوك د اشغالگرانو په ضد د وسلې كارولو توان او جرأت نه لري نو لږ تر لږه دومره خو بايد وكړي چي په خپلي يوې وينا او رأيي سره د يرغلگرو او د هغوى د غلامانو مخالفت وكړي او نړۍ والو ته وښيي چي افغانان آزادي غواړي، له امريكا او د امريكا له غلامانو كركه لري، د داسي نوماند مرسته كوي چي شعار ئې اسلام، خپلواكي او د بهرنيو ځواكونو بشپړ، فوري او بلاقيد وشرط وتل وي. 

د حزب اسلامي مخلص او متعهد غړي به د هغه چا له هر راز ملاتړ او ملگرتيا ډډه كوي چي له اشغالگرانو، د هغوى له غلامانو، د مجاهدينو او افغان ولس له قاتلانو سره يو ځاى شوي، دا كسان نه اسلامي اصولو ته التزام لري، نه پر ملت زړه سوى لري، نه حزب اسلامي او د هغه اصولو ته متعهد دي او نه د ملت او هېواد خير غواړي، بلكي د خسيسي متاع لپاره ځان، هېواد او خپل حزب پلوري.

حزب اسلامي افغانستان

26 دلو 1392

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *