وخت د افغانستان څخه د وتلو دﺉ — نثار احمد صمد

 

 

وخت د افغانستان څخه د وتلو دﺉ

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټو سن ورځپاڼه ( کاناډا )

ژباړن : نثار احمد صمد

 

 

د کاناډا ۲۲ بلیونه ډالریزه کوچنی جنګ باید خپل ځای د خبرو سوله ییز حل ته پرېږدي

 

د افغانستان په تونل کی لږ تر لږه یوه خامه ( تِته ) رڼا تر سترګو سوه . په افغانستان کی د امریکا کښېنولي ولسمشر حامد کرزي تېره اوونۍ واضح کړه چی د سعودی عربستان څخه یې غوښتی چی د هغه قبایلی او سیاسی ډلو د ایًتلاف سره خبری اتری پر ذمه واخلی چی په یوځایی توګه د لویدیځی نیوني سره مقاومت کوی او طالبان نومیږی .

د طالبانو مشر ملا عمر بېله ځنډه د کرزي بلنه رد کړه او ادعا یې وکړه چی امریکا هم په افغانستان کی د شوروی غوندی مخ پر یوه ستره ناکامی  درومی . په شمالی امریکا کی روانی مالی وارخطا یی د ده خبري ته ښه اعتبار ورکړ .

پر عین مهال هلته په افغانستان کی امریکایی قوماندان جنرال ډیویډ مک کایرمېن په عجله سره نور لس زره پوځیان وغوښتل ، او مهمه لا دا چی د طالبانو سره یې د سیاسی خبرو اترو وړاندیز هم وکړ . امریکایی او ناټویی پوځیان په افغانستان کی ورځ تر ورځی دفاعی حالت غوره کوی او د خورا سختو هوایی بم وریو او پر هوایی قلمرو باندی د خپل مطلق کنټرول سره سره بیا هم د اکمالاتو لاري په مشکل سره ساتی .

 

ما په دې وروستیو کی د جورج بوش د پخواني لوی سلاکار « کارل رو » څخه وپوښتل چی څنګه به دغه ظاهرأ نا ګټونکی جنګ وګټیً ؟ ده سترګی په یو امپراتوریزه غرور سره ونڅولې او داسی یې وویل : « په نورو ډېرو بې پیلوټه الوتکو ( چی په راکټونو سمبالي دي ) او هلیکوپترونو سره ! » هو ، دې خبری ما ته د برتانوی استعمار په هکله د « هیلری بیلاک » د هغه ښکلي شعر یو فرد را په زړه کړ چی وایی : « څه چی پیښېږی هغه دا چی موږ ماکسیم ټوپکونه ( مشین ګنونه ) حاصلوو ، خو هغوی هیڅ هم نه . »

که څه هم چی د کرزي زیتونی څانګه ( د سولی نښه ) رد سوه ، خو هغه حقیقت چی ده اعلان کړ ، ډېر مهم دﺉ . ده پدې کار سره د طالبانو او د هغوی د متحدینو سره د خبرو اترو پر ضد ساده مغزه لویدیځ حرام والی ( ممانعت ) د مځکی را وویشت .

 

مخدره ییز جنګیالي  

طالبان د یو داسی اسلامی تحریک په توګه منځته راغلل چی ځانونه یې د کمونیزم او مخدره تجارت سره جګړې ته وقف کړی وو . هغوی ته د ۲۰۰۱ د مې تر میاشتی لا د امریکا مالی مرسته ورکول کېده .  خو د لویدیځ جنګی پروپاګنډ طالبان دومره ورټل چی اوس یو څو سیاست وال دا جرأت لری چی لاندینیً واضح او لاچارﺉ وړاندیز وکړی یعنی : دغه مهمل او بې خونده اووه کلن جنګ د خبرو اترو حل غواړی . حتی د ناټو عمومی منشی جاپ دی هوپ شیفر وویل چی دا جنګ صرف په خبرو اترو سره پای ته رسېدای سی نه د پوځی لارو چارو پواسطه .

طالبان او د هغوی متحدین اکثره پښتانه دي چی د افغانستان نیمایی نفوس جوړوی . هغوی تر ښه ډېره حده د امریکا تر ننګی لاندی د کابل د سیاسی اقتدار څخه بې برخی سوي چی د تاجکو او ازبکو پر توکمیزو اقلیتونو ، او هم پخوانیو کمونیسټی مشرانو او د هېواد پر لویو مخدرسالارانو باندی تکیه دﺉ .

 

کاناډا چی پخپله د عصری روغتیا پالنی لپاره پیسې نه لری ، په لړزانه توګه دوه ویشت بلیونه ډالره مصرف کړي تر څو د پښتنو پر ضد خپل دغه کوچنی جنګ مخ ته بوزي . دا جنګ د کاناډا د دفاع د وزیر د انګیرنی له مخی ځکه لازمی دﺉ چی کاناډایی نمایندګان به یې په نړیوالو غونډو کی « ډېر جدی وبولی » . د اعتبار ګټلو بهتره لاره باید داسی نو هم نه وی چی د کوم بل ښًی لاسي مشر د ویناوو څخه کومه ادبی غلا وسی .

اوټاوا او واشنګټن باید د کرزي یعنی هغه چا خبره واوری چی که څه هم د امریکا یوه تعبیه سوې « سرمایه » ده ، لاکن بیا هم یو داسی شریف انسان دﺉ چی د خپل هېواد اندېښنه ورسره سته . اوټاوا باید په حقیقت کی د کاناډا نړیوال سوله ساتونکیً عزتمن دریځ په پام کی ولری ، یعنی هغه رول چی دا هیواد یې د نړۍ د خورا معززو هېوادو څخه ثابت کړ .

د ښاغلي هارپر الهامی بېلګه یعنی جورج بوش په نړۍ کی احتمالأ تر ټولو انسانانو ناخوښه سړی دﺉ او یقینأ د امریکا په تاریخ کی تر ټولو خراب ترین ولسمشر دﺉ چی خپل هېواد یې د ناورین څخه یو ستر مصیبت ته بوت . صرف ۲۲٪ امریکایان د بوش ملاتړ کوی . نیمایی په دې فکر دي چی « ایلویس » تر اوسه هم ژوندی دﺉ ( چی یو امریکایی میوزیک ډایریکټر او مشهور سندرغاړی و او په ۱۹۷۷ کی د ۴۲ کالو په عُمر مړ سوی دﺉ – ژباړن ) .

 

طالبان « تروریسټان » نه دي . دغه غورځنګ ، که څه هم اسامه بن لادن یعنی د شورویانو پر ضد د جنګ اتل ته پناه ورکړې وه ، خو د سپټمبر د یوولسمی سره یې هیڅ سروکار نه دی لرلی . نن د القاعده صرف یو څو کسه په افغانستان کی پاته دي او بس .

 

دا اوسنی جنګ اصلأ د القاعده او « تروریزم » په هکله نه ، بلکی د دې لپاره دﺉ چی د پښتنی اقوامو د سیمی  پواسطه  هغه لورﺉ وساتی چی د کسپین د بډایی حوزې تېل او ګاز لویدیځ ته صادروی . کاناډا او د ناټو نور هېوادونه د دې سره کوم سروکار نه لری چی د پایپ لاینونو ساتونکي پوځیان دې وی . په افغانستان کی د کاناډا پوځی مداخلې خپل هغه امنیت ځکه د ګواښ سره مخامخ کړی چی په نقشه کی نن د یو داسی اسلام ضد هېواد په توګه پېژندل سوﺉ چی  د ورانه ( ادُم ) په آخری حصه کی یې ځان د بوش د ورانونکو تګلارو سره تړلی دﺉ .

 

لکه ستر بنجامین فرانکلین چی ویلی : « هیڅ کوم ښه جنګ ، او بده سوله وجود نه لری . »

نو هیله من یم چی اوټاوا هم د دې تصدیق شهامت وکړی چی ووایی د افغانستان په هکله هر څه غلط وو ، او باید همدا نن خپل پوځیان بیرته راوغواړو .

Leave a Reply

Your email address will not be published.