طا لبا نو ته يو څو سپينې خبرې

 

طا لبا نو ته يو څو سپينې خبرې

 

حميد

کابل 26/10/2008

منبع:  د افغان جرمن آنلاين محترم سايت

 

په ډيرې خو ا شينۍ سره خبر شوو چې ز موږ ٣٠ تنه بيګناه لغماني هيوادوال چې د غر يبۍ او مز د ورۍ له پاره ايران ته تلل د طا لبا نو د يوې سخت زړې او بې ر حمه ډلې منګو لو ته په لاس ور غلل او دغو بې رحمه ليو انو پر ته له دې چې کوم سو چ يې کړی وي دوی په شها دت ور سول ٠

ايا مسلما ني همدا سي وي چې تا سو يې کوئ ٠ ستا سو کو م کارونه د محمدي غرا شر يعت سره مطا بقت او يو والی لري ٠ همدا تا سو يا ست چې بې ګناه خلک ځو روئ، ښوونځيو ته اور ا چوئ، ځا نمر ګي بر يدونه کوئ چې په هغې کې هم زيا تره بې ګناه خلک وژل کيږي ٠ بې له هغه هم د افغا نستان خلک د فقر ،لوږې او بد مر غۍ له لاسه له دې ژونده په خپل مرګ خو شا له دي ٠

تا سو خو يوه لحظه سر په ګر يوان کې ښکته کړئ چې ايا په دې ډول اخلا قو به د خلکو زړه لاس ته را وستی شئ نه هر ګز نه ٠ تا سو د خپل و اکمنۍ په و خت کې څه خلکو ته په ار مغا ن ور کړي دي چې خلک اوس در ته طمعه ولري ٠ تا سو هما غه خلک يا ست چې د علم دروازې مو د نجو نو پر مخ بندې کړې،د ښځو نه موچې ميړونه او زامن يې د جهاد په وخت کې شهيدان شوي وو او بل څوک نه وو چې نفقه ور ته بر ابره کړي له کا ر نه منعه کړې ٠ ستا سو د امر با لمعروف ادارې خلک چې پخپله د اسلام د مبا رک دين له سپيڅلو اسا سا تو نه بيخبره وو په و حشيانه ډول په با زا رو نو کې ګر ځيدل او مترو کې او قمچيني په لاس ښځې او نا ر ينه به يې ډبول او سپکول ٠ موږ خو هيڅ کله هم دا نه دې او ريدلي چې د ګران پيغمبر او يا د مبارکو صحا به وو په وخت کې ور ته عمل تر سره شوی وي ٠ همدا تا سو وئ چې د خلکو د تخر ګو نو او د شر م دځای ويښتان به مو اندزه کول ٠ تا سو په افغا نستان کې د يوه نسل د علم مخ نيوونکي ياست چې د بيسوادۍمسئو ليت يې ستا سو په غاړه دی ٠

همدا تا سو وئ چې دبا ميانو مجسمه چې د پيړ يو را هيسي و لاړه وه،نه ورته چا عبا دت کا وه او نه هم چا لما نځله په تو پو ويشته او په دې تو ګه مو ځا نته نړ يو اله بد نا مي حا صله کړه ٠ ستا دو حشيا نه عملو نو نه دا خليانو او خا ر جيانو فلمو نه جوړ کړل چې تر او سه د هر فلم په ليد لو سره د د نيا خلک په تا سو ملنډې وهي او خا ندې او تا سو ته د يو ويشتمې پيړۍ د و حشيا نو خطاب کوي ٠ همدا تا سو وئ چې دنړ يوال تروريزم او تر هګرۍ ملګري شوئ ٠ همدا ستا سو ر ژيم و چې يوازي ٣ هيوادونو هغه په رسميت پيژ انده او د نړۍ نورو هيوا دو نو که هغه اسلا مي و و او که غير اسلا مي ستا سو داعما لو نه يې کر که کوله او هيڅ راز د يپلو ما تيکې اړ يکې يې ستا سره نه در لودل ٠

اوس چې بيا د قدرت د راتلو خيالي خو بو نه وينئ لږ په سد شئ ،عقل مو سر ته راولئ چې څه کوئ ٠ ولې خپل اولس او خلک وژنئ ٠ ولې خپل هيواد ورانوئ ٠ تر څو پورې به د تورو پنجا بيانو او ای اس ای غلامي کوئ ٠ ستا سو دغه وروستی کر غيړن او زړه بو ګنونکی عمل ستا سو په مقا بل کې د خلکو نفرت نور هم زيات کړ ٠ که عر بان په افغا نستان کې د جهاد سره دو مره مينه لري نو ولې دلته راځي فلسطين ته دې لاړ شي او هغوی دې د اسرا ئيلو د ظلمو نو نه وژغوري، که چيچنيان زموږ وطن ور انوي لاړ دي شي دروس نه دې خپل هيواد ازاد کړي، که د از بکستان از بکان ز موږ هيوا ورا نوي نو لاړ دې شي ازبکستان ته او د کمو نيست اسلام کر يموف ر ژيم دې را نسکور کړي چې ٥٠٠٠٠ تنه بيګناه از بيکان يې په جيلو نو کې اچولي دي، که ايغوران را ته دلته جها دکوي نو چين ته دې ولاړشي او کا شغر او شينجيان دې د چينا يې کمو نستا نو له ظلمو نو نه وژ غوري.

نو بس کړه ای د دنيا نه بې خبر طالبه دا بې عقله لو بې دې بس کړه ٠ نور پر ېږده چې دا خلک ژ وند وکړي ٠تر څو پورې به خلک په يوه او بل نا مه وژنې ٠ لږ دنيا ته وګوره چې په کو م ځای کې ژ وند کوي او ته پر ته له دې چې و طن دې وران کړې بل څه نه کوي ٠ که فر ضا دا سبا کا ميا به هم شي ستاسو رژيم به د ځمکې پر مخ يو منزوي ر ژيم وي، نه به مو څو ک په رسميت پيژني او نه به در سره همکاري کوي ، بيله هغه هم دا سي پيا وړی اقتصاد نه لري چې وطن پرې ودا ن کړې، نو ته خو ضرور با يد له نورو هيو ادونو نه مر سته و غواړې او که عملو نه دې همد اسي وي نو څوک اقتصا دي کمک هم در سره نه کوي ٠ نوبهتره به داوي چې په سد شئ او عقل مو په کا ر وا چوئ ٠ دغه ديرش تنه لغماني هيوادوال مو چې نن شهيدان کړل دوی ميندې، وروڼه،خويندي، پلرو نه او خپل او خپلوان در لودل ٠ په يوه څپيړه سل مخه خو ږيږي تا سو دغه ټول ځا نته دښمنان کړل ٠ که بالفر ض دغه کسان ستا سو زا من وای او بل چا ور سره داسي کړي وای نو څه به مو ورسر ه کول ٠ په پای کې د الهي کلام دغه مبارک ايات تکر اروم\\\" چې هرهغه څوک چې په عمدي او قصدي ډول بل مسلمان و ژني ځا ی يې جهنم دی\\\"__

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *