نړۍ د مک کېن پر نا آرامۍ شکمنه ده — نثار احمد صمد

 

 

نړۍ د مک کېن پر نا آرامۍ شکمنه ده

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټو سن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۲/ ۱۱ / ۲۰۰۸

ژباړن : نثار احمد صمد

 

ډېر خلک زما څخه پوښتي چی کوم ولسمشریزه کاندید به د امریکا پر بهرنۍ تګلاره او نړیواله څیره باندی ډېره مثبته اغیزه وښندی .

سناتور جان مک کېن ویلی چی نیت لری د روسیې سره ،  چی  ورځ په ورځ یو ډارونکی قدرت کېدونکی دﺉ  « ښکر په ښکر » سی . ده د چین په وړاندی هم ځکه سخت دریځ نیولی چی غواړی د هغه زیاتېدونکی طاقت محدود کړی . هو ، ماسکو او بیجنګ ته یو ځل بیا د امریکا د دښمنانو په لیست کی ښه راغلی ویل کیږی .

 

مک کېن سناتور جوزف لایبر مېن د منځني ختیځ لپاره د خپلی پالیسۍ مشر کړﺉ ، او پر ځان یې نور ډېر نوي محافظه کاره سلاکاران راټول کړي دي . سناتور مک کېن لوړه کړې چی د ایران ، لبنانی حزب الله ، فلسطینی حماس ، القاعده او ملګرو ، طالبانو ، پاکستانی طالبانو او نورو ټولو هغو ډلو سره به جنګیږی چی دﺉ یې اسلامی « تروریسټان » بولی .

مک کېن او لایبرمېن په ټینګه د اسراییلو د ښیً لاسو ګوندونو ، خصوصأ « لیکود » ملاتړ کوی چی د فلسطینیانو سره د سولی له لاری د ځمکو ورکړه په کلکه ردوی او غواړی چی د لویدیځی تراډی استعماری نیوني ته پایښت ورکړی .

 

که یې مک کېن وګټی ، نو د عربو- اسراییلو کوم سوله ییز تړون به سره لدې چی نیمایی اسراییلیان او اکثریت امریکایی یهودان د دغسی یو تړون څخه ننګه کوی ، هیڅ را منځته نه سی .

په منځنی ختیځ کی د سولی نشتوالی د نور تشدد او امریکا ته د نورو سرخوږیو معنا لری . هغو کسانو چی د سپټمبر پر یوولسمه د نیویارک او واشنګټن په ودانیو کی الوتکي ووهلې ، ویلي وو چی دا فلسطین و چی دوی یې دې کار ته ولمسول . ځکه به نو د هغه څه پایښت یا نور بدتر کېدو ته منتظر اوسو چی لویدیځ یې « تروریزم » بولی خو اسلامی نړۍ یې بیا « د ظلم په وړاندی مقاومت » بولی .

 

تسلیم سوی عراق

سناتور مک کېن پر دې ټینګار کوی چی دﺉ به د عراق څخه و نه وزی څو چی هلته د واشنګټن کوم مطیع رژیم اطمینانی سوی نه وی او مهمه نه ده که دغسی کار هر څومره موده هم په بر کی ونیسی . دغسی کار ښایی څو لسیزی په بر کی و هم نیسی . ده قسم کړی چی افغانستان ته به نور ډېر پوځیان هم ورلیږی . د ۲۰۰۹ کال لپاره جنګی لګښت ۲۵۰ بلیونه ډالره اټکل سوی دﺉ .

 

که مک کېن په رښتیا هم دا هر څه غواړی ، نو بیا دا یوازی هغه انتخابونکي افراطیان نه دي چی د ګوند افراطی عیسوی هسته راپاروی ، بلکی دﺉ باید وپوهول سی چی ځکه پر روسیې ، چین او اسلامی نړۍ باندی نه سی ور ټوپ کولای چی امریکا مفلسه او ډیوالی ده او آن دا چی خپلی جګړې د چین او جاپان په پورونو تمویلوی .

اروپایی او آسیایی حکومتونه مک کېن او د هغه مرستیاله سارا پېلن ډېر نا آرامه او شکمن بولی . یو فرانسوي لوړ چاري مامور  را ته وویل چی « هماغه بوش دی ، او ښایی تر هغه هم بد تر وی . »

 

بلخوا ، سناتور بارک اوباما لوړه کړې چی افغانستان ته به نور پنځلس زره پوځیان لیږی او پر پاکستان هم د حملې خبر دارﺉ ورکوی . خو دا دواړی مفکورې بې ځایه زړه ورتیا ده . د افغانستان جګړه د زیاتو پوځیانو په ور لېږلو سره نه بلکی صرف د سوله ییزه خبرو اترو پذریعه حل کېدای سی . پر پاکستان هم زیاتی امریکایی حملې ښایی دغه ټوټه ییز او مفلس هېواد تجزیه کړی . اوباما د جنوبی آسیا په هکله یو کورني ښوونکی ته اړتیا لری .

 

اوباما د بې ثباته منځني ختیځ په اړه ، د انتخاباتی مبارزې تودوخي اخیستی دﺉ او بېله ځنډه یې د امریکایی اسراییل پلوه تبلیغډلی توندی تګلاری منلی دي چی د اسراییلو د ښیً لاسو ګوندونو په ننګه ږغیږی . هغوی د ځمکو د هر ډول سوله ییزه ورکړي سره کلک مخالفت کوی .

د منځنی ختیځ په هکله د اوباما د دریځ څخه په ټوله اسلامی نړۍ کی ملاتړ را ټیټ سو او هم یې اروپا ډېره خپه کړه چی په فلسطین کی د یو سوله ییز تړون لپاره هلی ځلی کوی . خو د اوباما لخوا د عراق څخه د امریکایی پوځیانو د چټکی ایستنی غوښتنه  په ټوله نړۍ کی د تاوده هرکلی سره مخامخ سوه .

 

که نړۍ د راروانی اوونۍ په امریکایی انتخاباتو کی رایی ورکړی ، نو اوباما به یې لکه څنګه چی ما په تېر اپریل کی د پاریس څخه ویلی هم  وو ، په بشپړ اکثریت سره وګټی . خلک په بهر کی د بوش تر تاریکو کلونو وروسته د امریکا لپاره اوباما ته هیله من دي ، که څه هم د ده بهرنۍ تګلاری څه نا څه مبهمی دي .

 

اوباما د امریکا یو مثبت تصور وړاندی کوی . د ده پوهی ، فصاحت او بلاغت ، ټولنیزه احساس ، او حیثیت د بوش او چینی په مقابل کی چی نړۍ ترې بې زاره سوه ، خپل ځای نیولی دﺉ . خو هیڅ امریکایی ته هم تر اوسه دا نه ده معلومه چی اوباما مخکی لا څومره د واشنګټن د ځانګړو خورا ځواکمنو ګټو بندی وان سوی دﺉ .

 

اوباما د منځنی ختیځ او افغانستان اړونده خپلو نیمګړو تګلارو سره سره ، د امریکا د یوې نرمی بهرنۍ تګلاری د راستنېدو بلنه ورکړې داسی چی هغه به خپلو هدفونو ته یوازی پر پوځی طاقت تکیه نه کوی . د ده انتخاب به نړۍ ته وښیًی چی د امریکا د برابر والي او معادل فرصت اصول په رښتیا هم ژوندي دي . د اوباما برﺉ به په ټوله نړۍ کی د امریکا دریځ اوچت کړی او د نړۍ په هر کونج کی به د امریکایی ګټو هغه تاریخی زیان بیرته مرمت کړی چی د بوش ادارې ور اړولی و .

 

هو ، که هر څوک یې هم وګټی نو یوه مفلسه امریکا او نړیواله مالی بېره به په غاړه کی ور لوېدلې وی .

هیله ده چی تر ټولو غوره سړی ترې را ووزي . پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *