القاعده د پا كستاني سياستوالو دښمن نه… — احمد صافی

 

 

القاعده د پا كستاني  سياستوالو دښمن نه  بلكه  د نړۍ مسلمانانو او عامو ولسونو  بنسټيز دښمن ده

 

هغه مهال چې پاکستان د يوې مستعمرې په توګه  منځ ته راغى ، او  آزاده به ځکه نه وايو چې دا يو آزاد شوى هېواد نه بلکه جوړ شوى هېواد، يا په بل عبارت د سيمي هيوادونو لپاره  کرل شوي اغزي دي ، دپاکستان دجوړېدوپه وخت کې د سيمې پوهان ، عالمان ، او دسياسي شعور درلودونکي ، لکه مولا نا مودودي، مفتي محمود او … دوي په دى نظر و  چې دا هېواد د اسلام په نامه د اسلام دکمزورې کولو لپاره يوه هڅه ده ، چې مونږ اوس په ډاګه دغه هڅوني او له پخوا څخه د  اسلام او انسانيت پر ضد دغه جوړ شوي  نظريات ، پلانونه او شومي موخي   په سترګو ګورو چې د نوموړى هيواد له خاورې څخه راپورته كيږي او په نړيواله كچه  د اسلام  د بدنامولو لپاره له هيڅ ډول كړنو څخه هم ډډه نه كوي او د اسلام د كمزورې لپاره يې مټي رابډوهلي.

له يوی خوا په پاکستان کې موجودې دينې مدرسې چې ځانونه د اسلام ساتونكي بولي او له بلې خوا په همدغه هيواد کې ګن شمير مدرسو  هرڅه يې په مذهبي تاوتريخوالې بدل كړى  او له خلکو څخه يې سمه لاره وركه کړى ده.

 

د مدرسو په اړه خو به دومره وويل شي چې ددغو مدرسو ساده او بې تجربې زدکوونکي او ښوونكي چې د پاكستان استخباراتي سازمان او افراطي ډلو د اسلام ضد او ناوړو تبليغاتو تر اغيزې لاندې راغلي او د اسلام د ساتنې تر نامه لاندې ورڅخه د خپلو شومو او بشريت ضد موخو لپاره كاراخلي ، او اسلام يې د خپلو دغو غيراسلامي او انساني كړنو د سرته رسولو لپاره سپر ګرځولى ده ، او د اسلام تر سيوري او بيرغ لاندې خپلې ناروا او شومې هيلې تر لاسه كړي . حال دا چې مونږ ډېر غير مسلم وليدل چې ، د اسلامي تعليماتو په مطالعه لاس پورې کوي او په پايله کې د اسلام  په مقدس  دين مشرف کېږي ،او په دى ټينګار كوي چې ځينې مسلمانان شته چې د اسلام د بدنامولو لپاره په ترهګريزو او تروريستي كړنو لاس پورې كوي . دا په داسي حال كې چې اسلام له دغه راز ترهګريزو كړنو سره هيڅ تړاو نلري ځكه چې اسلام د سولۍ ، امن ، يوالى ، پيوستون ، اعتدال ، د بشريت د ژغورنى … دين ده.

يو وخت د پاکستان په مدرسو کې د ديني زده كړو تر څنګ د زده كوونكو د علمي سطحي د لوړلو او پوهي  لپاره د عصري علومو دزدکړې تاوده بحثونه روان و ، خو له بده مرغه داسي ونه شول ، دا ځكه چې د پاكستان دولت په ځانګړې توګه د هغه هيواد استخباراتي سازمان او هغه پورې تړل شويو كړيو نه غوښتل چې د ديني مدارسو زده كوونكي د عصري علومو زده كړه تر لاسه او د هغوې په پوهه كې اوچت والى ياهم بدلون رامنځ ته شي  او هغوې يې د تل پشان په تياره كې وساتل تر څو يې د خپلو ناروا او اسلام ضدموخو د پلې كولو لپاره له دوي څخه ناوړه ګټه تر لاسه كړي.

 

خو له بده مرغه چې د پاكستان ولس او په تيره د هغه هيواد بې شميره  ميډياوي او  ژورناليستان  ولې دومره كمزورى دي چې په خپل هيواد او  ټولنه كې  د واقعيتونو اصلي انځورونه د خلكو او نړيوالو پر مخ نه راوباسي ،او تل يې  د واقعيتونو په خپرولو باندې پرده اچولى ده  دا ځکه چې په ټول پاكستان كې دژرنالستانو تښتونه ، وژنه ، جيلونو ته اچونه اوګواښونه دي چې  د دغې خبرې سبب ګرځيدلى ده چې د حقايقو له خپرولو څخه ډډه وكړي ،چې ښه بيلګه يې د جنرال مشرف لخوا څه موده وړاندې په ځينو ازادو رسنيو د يوې اوږدې مودې لپاره بنديزونه لګول وو، چې د هغو رسنيو په خپرولو يې لګولى وه ،   چې دا په خپله د دى ښګارندوي كوي چې جنرال مشرف او د هغه هيواد ځيني نور پوځي جنرالانو په مرسته اولارښوونه دغه افراطي او ترهګرى ډلې د نوموړى هيواد په خاوره كې د يوه زهرجن بوټي په څير يې سر راپورته كړ ، او د ديني تعليماتو تر نامه لاندې يې د  ترهګريزو ، تروريستي او ځانمرګې بريدونه په روزنه پيل وكړ ،او دپاكستان په ګوډ ګوډ كې يې ورته د ديني مدارسو تر نامه لاندې تروريستي مركزونه پرانستل ،او له نوموړى هيواد څخه يې نورو هيوادونو كې  خپلو تروريستي فعاليتونه ته وده وكړه تر څو دمسلمانانو تر منځ وحشت ، دهشت او تاوتريخوالې رامنځ ته كړي.

 

او په دي وروستيو كې دپاكستاني  طالبانو ډلي يو نامتو قوماندان  چې ملا فقير محمد نوميږي ، په سرحدى سيمه كې د يوې لويې غونډى په ترڅ كې ويل دي چې اسامه بن لادن ، ملاعمر ، افراطي ډلي … زمونږ او د پاكستان حكومت دښمنان ندي.

 

ملا فقير محمد په داسي حال كې په خپلو دغو بې بنيادو ويناوو لاس پورې كوي چې دا ټولې نړۍ او دپاكستان ولس ته جوته شوى ده چې دغه نوموړې ډلي د دغو افراطګرو ډلو او د پاكستان حكومت دښمنان نه بلكه د يو بل ملاتړ كوونكي دي ، او دوي تل د پاكستان دولت او د القاعدي رهبرانو لخوا يې په كلكه ملاتړشوى ده   او د هغو ي په روزنه او تمويل كې پوره ونډه اخيستي ده ، القاعده ، تروريزم ، طالبان ، او دغه افراطي ډلي د پاكستان حكومت دښمنان نه   هغوي خو د پاكستان د مظلوم او بې ګناه ولس او د نړۍ په كچه د اسلام او بشريت دښمنان دي ، چې تل يې زيار ايستلى ده چې د مسلمانانو تر منځ د تاوتريخوالى فضا رامنځ ته كړي.

دا چې نن ورځ د پاكستان ولس پر وړاندې د جنرال مشرف او هغه پورې تړل شوي تروريستي ډلو شوم او ناوړه موخې په ډاګه شوي او د دى غوښتونكې د ي چې په پاكستان كې د تروريزم پر وړاندې په كلكه مبارزه وشي ، تر څو نور په پاكستان او د نړۍ په  هيوادونو كې بې ګناه خلك د دوي  د اسلام ضد موخو ښكار نشي او د دوي پر وړاندې په كلك هوډ سره مبارزه وكړي تر څو په راتلونكى كې نور د دوي د تروريستي اعمالو هدف ونه ګرځي.

 

وسلام

 

صافی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *