امریکا د اقتصادی بلا په خوله کی — نثار احمد صمد

 

امریکا د اقتصادی بلا په خوله کی

 

نثار احمد صمد

 

امریکا همدا نن د ستر مالی بحران سره مخامخ ده چی تاریخ یې سارﺉ نه لری . واشنګټن مجبور دی چی د خپل دغه عظیم مالی بحران د نجات لپاره څه نا څه ۷٫۷ ټریلیونه ډالره ځینو مالی مؤسسو ، بانکونو او لویو شرکتونو ته ورکړی تر څو هغوی د ورپیښ رکود او سقوط څخه وژغوری . دا لوی مبلغ په تیرو ۱۵ میاشتو کی ډیوالی کېدونکو مالی شرکتونو ، بانکونو او مؤسسو ته ورکول کیږی . په دې کی څه باندی ۷۰۰ بلیونه ډالره د اکتوبر پر درېیمه څو کمپنیو ته تخصیص سول . سټی بېنګ ته هم د نوامبر پر ۲۴ نېټه ۳۰۶ بلیونه ډالره منظور سول . په همدې ترتیب ۳٫۱۸ ټریلیونه ډالره مخکی تادیه سوي وو ، نور ۲٫۴ ټریلیونه ډالره هم د کمپنیو لخوا د بیلانو او سود  د اداینی لپاره ورکول سوي او ۱٫۴ ټریلیونه ډالره هم د بانکونو د خپل منځي پورونو د ادایني لپاره ورکول سوي دي . د دې ټولو مجموعه څه باندی ۷٫۷  ټریلیونه ډالره کیږی . آیا پوهیږﺉ چی دا څومره ستر مبلغ دی ؟

دا مبلغ د هغو ټولو شیانو د ارزښت نیمایی دی چی په تېر کال کی په امریکا کی تولید سوي دي .

دا دومره پیسې دي چی هر امریکایی ته تقریبأ ۲۵ زره ډالره رسیږی .

که سل سنټونه ( چی یو ډالر کیږی ) سر پر سر کښیږدو ، نو هغه به څلور انچه ارتفاع ولری . ایا پوهېږی چی ۷٫۷ ټریلیونه ډالره به څونه ارتفاع ولری ؟ دا به ( ۵۷۱۶۷۹۲ ) کیلو متره ارتفاع یا اوږدوالی ولری یعنی دا دومره واټن دی چی کولای سو لس واره سپوږمۍ ته ولاړ سو او بیرته راسو .

 

اقتصادی ماهرین د خپلو دقیقو شننو له مخی دې نتیجې ته رسېدلي چی درو سترو عواملو امریکا د  دې مالی بلا په خوله  کی ورکړه :

الف د بوش لخوا د پرله پسې اقتصادی زیانونو سره سره د ټکس یامالیې همداسی کښته ساتل ،

ب د افغانستان او عراق حملې او په دواړو کی ستر پوځی مصارف ،

ج د امریکا د پوځی بودجې بې سارﺉ ډېرښت چی د نورو عام المنفعه څانګو حق یې په وخوړ ،

 

دا چی د سپټمبر د یوولسمی حمله پېښه سوه ، د هوایی چلن شرکتونه زیانمن سول ، د امریکا مالی- اقتصادی زړه یعنی نړیوال سوداګریز مرکز لوټی لوټی او په سلګونو شرکتونه تاوانیان سول ، عرضه ، تقاضا ، تولید راکړه ورکړه او لنډه دا چی هر څه له مځکی ووهل سول مګر جورج بوش د دې ټولو سترو زیانونو او خزانې د تدریجی تشېدو سره سره په خپله ټوله اته کلنه دوره کی مالیه جګه نه کړه ، بلکی دا لږښت یې د پورونو په اخیستلو او نوو پیسو چاپولو سره جبران کاوه ، نو په نتیجه کی ډالر خپل ارزښت د لاسه ورکاوه ، د تېلو بیه لوړېده ، مالی ستر شرکتونه له ګټی لوېدل ، عادی کاروبار زیانمن کېدی ، ګراني ډېرېده او تجارت د بحران په غېږ ورتیً . دغو ټولو عواملو لاس سره ورکړ او نن یې دا ده امریکا د لوی مالی ښامار په خوله کی ورکړې ده .

 

د جمهوریت غوښتونکي ګوند پارلمانی استاځي او د ولسمشریزه انتخاباتو کاندید ، ران پاول په تېر مارچ کی کانګریس ته داسی وویل : « نن زموږ ملی پور تر ۶  ټریلیونو ډالرو اوښتی دﺉ او اقتصاد مو مسلسل خرابیږی . موږ مخ پر اقتصادی رکود روان یو . کسر نور هم ډېرېدونکی دی . موږ په بهر کی په پوځی برخه کی بلیونونه ډالره مصرفوو . یوازی په عراق کی زموږ سفارت یو بلیون ډالره مصرف لری . موږ باید داسی پیاوړې اردو ولرو چی بهتره دفاع مو وکړی نه پر نورو تیرﺉ او تجاوز . هغه باید زموږ ژوند را خراب نه کړي او نه مو اقتصاد را تباه کړي او نه هم باید یو نړیوال پولیس وی . . . همدا سږ کال به موږ په بهر کی په پوځی برخه کی یو ټریلیون ډالره مصرف کړو چی باید دغسی نه وی . د ۳۴۰۰ پوځی پرسونلو څخه د پوښتنو په نتیجه کی د هغوی ۸۲٪ وویل چی زموږ پوځ اوس تر پنځو کالو مخکی کمزوره سوی دی . دا په داسی حال کی دی چی زموږ ډیري پیسې په مصرفیږی ، ډېر پولیس سوي یو ، ډېر کسر مو لیدلی دی . د مالی پلوه مخ پر کښته روان یو . صرف همدا نن ډالر ۱٫۲٪ راټیټ سو . دا هر څه د کسر له امله دي . کسر څنګه ډالر زخمی کوی ؟ اوس موږ کافی پیسې نه لرو ، ډېره مالیه ( ټکس ) نه سو وضع کولای . خلک د مخکی څخه لا تر مالیو لاندی دي . موږ ځکه ډېری پیسې هم نه سو پورولای چی د سود اندازه به ډېره جګه سی . همدا علت دی چی موږ مجبورأ نوري پیسې چاپوو . نو هرڅومره چی پیسې ډیری چاپ سی په هغه اندازه به د ډالر ارزښت راکښته کیږی او د هر شي بیه به لوړیږی . دا یو دایروی حرکت دی چی موږ نور هم زیانمن کوي . »

 

ښه به دا وی چی د امریکا د دې مالی بحران هغه اړخ و څیړو چی د افغانستان او عراق له درکه ورپېښ دی . واشنګټن وایی چی د افغانستان او عراق د جنګ ټوله مصارف تر ننه ۷۵۲ بلیونو ډالرو ته رسیدلي دي . خو دوی هغه ضمنی او ضمیمه مصارف نه یادوی چی د دغو پوځی خرڅونوسره تړلي دي . بلخوا ، د نوبل جایزه ګټونکی اقتصاد پوه پروفیسور جوزف سټیګ لیټز د خپلی دقیقی څیړنی او شننی له مخی وایی چی دا مصارف تر ۲ ټریلیونو ډالرو هم اوښتي دي . خو راځی چی د دې دوو ادعاګانو منځنی حد یعنی یو ټریلیون ډالره مدنظر ونیسو او وګورو چی دا څومره ستر مبلغ دی ( یو ټریلیون یعنی د ۱ سره ۱۲ صفرونه ) .

ښه ، که موږ په هره ثانیه کی ۱۰۰۰ ډالره مصرف کړو ، نو پوره دیرش کاله وروسته  به  دغه یو ټریلیون ډالره ختم سی . نو آیا فوق الذکر ۷٫۷  ټریلیونه ډالره به په څونه عمر او څو پیړیو کی مصرف سی ؟!

 

مشهور ریاضی پوه جان پالس د دې یو ټریلیون ډالرو محاسبه داسی کوي : دا دومره ستر مبلغ دی چی که د امریکا د خزانې وزارت هر امریکایی ته یو یو چیک ور ولیږی نو فی نفر ته به درې زره ډالره ورسیږی . اوس که دغه هر نفر دا درې- درې زره ډالره په هېواد کی مصرف کړي وای ، نو امریکا به څومره نوره ترقی او عاید هم تر لاسه کړی وای خو د عراق او افغانستان په جګړو کی دا هرڅه اور ته اچول کیږی .

له بل اړخه ، که د خزانې وزارت غوښتي وای چی د افغان- عراق د دې پوځی لګښت پیسې یې د نړۍ د انسانانو د خیر او ښیګڼی لپاره مصرف کړي وای نو د نړۍ هر انسان ته به یې د څه باندی ۱۵۰ ډالرو چیک ورلېږلی وای . په ملیونونو  کوچنیان به صرف د دوو ډالریزو واکسینونو ، یو ډالریزه انټی بایوټیکونو او یا هم  لس سنټیزه   « ری هایډریشن مالګین محلول » په تهیه کولو سره د « شري » ، «  ټیټانس » ، تنفسی ناروغیو ، اسهال او نورو څخه ژغورل سوي وای .

 

راځی چی دا یو ټریلیون ډالره او د هغه ستر ارزښت له بلی زاویې څخه هم وڅیړو : که یو ټریلیون ډالره سِکې نه بلکی صرف نوټونه سر پر سر کښیږدو ، نو د هغه ارتفاع به « ۸۸۴۹۵ » کیلو مترو ته ورسیږی . دا فاصله  د مځکی د کُرې د استوا د خط دوه چنده کیږی . که همدومره لوټونه وزن کړو نو هغه به یو ملیون ټنه دروند والی ولری . د امریکا د سمندری ځواک الوتکي وړونکي لس ستری بیړۍ « نیمیټز » د خپل بار او سامان سره سره جمعأ یو ملیون ټنه وزن لری . د هغو دوو نړیوالو سوداګریزو ودانیو څخه ( چی د سپټمبر د یوولسمی په حمله کی لوټی لوتی سوې ) د هري یوې وزن ( ۵۰۰۰۰۰  ) ټنه و چی دواړي یو ملیون ټنه کېدې . هو ، د دغه یو ټریلیون ډالرو مجموعی وزن تر هغو دواړو ودانیو ډېر دی !

یوه ستره بوینګ ۷۶۷ الوتکه جمعأ « ۲۰۰ »  ټنه بار اخلی . اوس نو که د دغه یو ټریلیون ډالرو  وزن ( چی یو ملیون ټنه کیږی ) په دغو بوینګ طیارو کی واچوو ، باید پنځه زره طیارې یې انتقال کړی ( یا یوه الوتکه باید پنځه زره پروازونه وکړی تر څو دا وزن یوسی ) .

بلخوا ، د امریکا ناخالص کورنی تولید په ۲۰۰۶ کی جمعأ  ۱۳  ټریلیونه ډالره و . دا چی امریکا په عراق او افغانستان کی د کاله اقلأ « ۶۰۰ » بلیونه ډالره مصرفوی نو دا د امریکا د ټول اقتصاد پنځه سلنه ده . که د امریکا اقتصاد هر کال ۵٪ ترقی وکړی نو هغه خو بېله شکه دا دوه جنګونه ورڅخه کشوی ، او په دې حساب د امریکا اقتصادی رشد خو نو ځای پر ځای ولاړ دﺉ ! هو ، همدا علت دی چی د یو یو څاڅکي څخه بحر او بحران دا دی جوړ سو .

 

موږ پوهیږو چی اوس ۲۰۰۸ عیسوی کال دی ، یعنی د حضرت عیسی (ع) د مېلاد څخه ۲۰۰۸ کاله تېر سوي دي . اوس که موږ دغه یو ټریلیون ضایع سوي ډالرونه په همدې ارتباط محاسبه کړو نو و به مومو چی دا دومره پیسې دي چی د حضرت عیسی (ع) د زوکېدو راهیسی تر ننه پر هره دقیقه  ۱۰۰۰ ډالره رسیږی . آیا واشنګټن د بشر د خیر پر ځای د هغه د شر غوښتونکی نه دﺉ ؟

بلخوا ، یو ملیون ثانیې تقریبأ ( ۱۱٫۵ ) ورځی کیږی ، خو یو بلیون ثانیې هم تقریبأ ۳۲ کاله کیږی . په دې حساب ۳۲۰۰۰ کاله وخت غواړی چی یو ټریلیون ثانیې پوره سی . یعنی که په هره ثانیه کی فقط  یو ډالر مصرف سی نو یو ټریلیون ډالره به په  ۳۲۰۰۰  کالو کی مصرف سی !

آیا د عراق او افغانستان د جګړو مصارف به ګټه ورسوی او که دا چی امریکا په درېیمه نړۍ کی په لوږه ، قحطی ، تعلیم ، روغتیا او نورو بشر پالونکو برخو کی مرسته کړې وای ؟ د کوم یوه نتیجه به ښه وای ؟ آیا امریکا اوس د دغو خلکو په زړونو کی ځای لری  او  که به یې هغه مهال درلودای ؟  آیا  دا هر څه به صرف  په نظامی طاقت سره  وګټلای سی او که به ځان او جهان نور هم پسی وران کړی ؟

 

موږ مخکی وویل چی امریکا په دفاع وزارت باندی د نورو عام المنفعه څانګو حق خوری او پخپله امریکایی ولس هم  د لویو سپماییزو- ټولنیزو ستونځو په خوله کی ورکوي . د امریکا د چاپیریال ساتنی ادارې کالنۍ بودجه  ۷٫۵ بلیونه ډالره ده ، پدې حساب د افغان- عراق د جنګونو مصارفو د دې ادارې د ۱۳۰ کالو خرڅ غصب کړ . ښوونی روزنی ته د کاله ۵۵ بلیونه ډالره بودجه ورکول کیږی ، چی دا یو ټریلیون ډالره د هغه  ۱۸ چنده بودجه ده . د ملی ساینس جوړښتون او د سرطان د علاج ملی انستیتوت ته باالترتیب شپږ او پنځه بلیونه ډالره کلنۍ بودجه ورکول کیږی ، چی دا یو ټریلیون ډالره باالترتیب د هغوی ۱۷۰ او ۲۰۰ چنده کیږی . د کورني امنیت وزارت ۳۵ بلیونه ډالره بودجه اخلی ، چی دا یو ټریلیون ډالره د هغه ۲۸ چنده کیږی .

 

دغو حق تلفیو امریکایی ټولنه هم سخته زیانمنه کړې ده . که یوازی اقتصادی اړخ مطالعه کړو نو په همدې روان کال کی هلته د ډیوالی یا مفلس سوو کسانو شمېر ۲۹٪ زیات سو . یعنی تیر کال ( ۷۵۰۵۶ ) کسان خو سږ کال ( ۹۶۷۸۳۱ ) امریکایان بېنکرپټ یا ډیوالي سول او هر څه یې د لاسه ورکړل . آیا دا د پیتاګون د حق تلفیو یو کونج نه دﺉ ؟

 

وګوری کله چی جورج بوش په کال ۲۰۰۰ کی کښېناست ، نو د بیل کلنټن لخوا « ۱۲۷ » بلیونه ډالره تر ټولو خرڅونو او مصارفو مازاد ور پاته وو . نه کوم تجارتی زیان موجود و ، نه کوم مالی کسر او نه هم کوم اقتصادی بحران . خو یو کال وروسته دا  څه کوې چی ولاړ ، بلکی « ۱۵۹ » بلیونه ډالره کسر هم منځته راغی . تر هغه وروسته د افغانستان او بیا د عراق جګړې او د مالیو لږښت کار نور هم خراب کړ څو چی په ۲۰۰۴ کی دا کسر « ۴۲۳ » بلیونو ډالرو ته جګ سو . اوس یعنی په ۲۰۰۸ کی هغه « ۴۵۵ » بلیونو ډالرو ته ورسېد چی په تاریخ کی سارﺉ نه لری . دا چی په تیرو څو میاشتو کی جمعأ ۷٫۷ ټریلیونه ډالره د فدرالی خزانې لخوا د رکود او سقوط  د مخنیوی په غرض مالی شرکتونو ، بانکونو او لویو مؤسسو ته ورکول سول ، آوازې ښییً چی فدرالی خزانه ( چی اوس تشه غوندی سوه ) ممکن دوه ټریلیونه ډالره نور پور هم واخلی ، ځکه نو ماهرین پیش بینی کوی چی دا کسر به په آینده کال کی دوه چنده سی یعنی څه نا څه یو ټریلیون ډالرو ته به ورسیږی .

وګوری د امریکا ملی پور په ۲۰۰۷ کی « ۵٫۷ » ټریلیونه ډالره و ، چی په تیر اکتوبر کی هغه « ۱۰ » ټریلیونو ډالرو ته ورسېد او همدا اوس ( یعنی نوامبر کی ) هغه « ۱۰٫۶ » ټریلیونه ډالره دی چی اکثریت د جاپان او چین پر باندی دی .

 

د نیویارک ټایمز د ۲۰۰۷ د ډسمبر د درېیمی نېټې د راپور له مخی پر امریکا د دغو هېوادو پورونه باندی دي : جاپان ( ۵۸۶ ) بلیونه ډالره ، چین ( ۴۰۰ ) بلیونه ډالره ، برتانیه ( ۲۴۴ ) بلیونه ډالره ، سعودی عربستان او نور اوپیک والا ( ۱۲۳ ) بلیونه ډالره . پرته لدې ، پخپله د مختلفو ایالاتو ، کارپوریشنونو ، بلیونرانو او بانک والو هم ډېر پورونه پر فدرالی دولت باندی دي .

 

د کانګریس بودجوي دفتر اټکل کړی چی په راتلونکې لسیزه کی به د عراق او افغانستان د جنګونو مصارف « ۲٫۴ » ټریلیونه ډالره سی . د ۲۰۰۱ څخه را وروسته د ډالر ارزښت ۳۵٪ را ټیټ سوی دی . ښایی ژر یا وروسته داسی وخت را ورسیږی چی امریکا ته پور ورکونکي  ورته ووایی چی موږ ستاسی ډېر کاغذ رانیولی دﺉ ( چی مطلب به یې ډالر وی ) . بلکی ښایی نور شرایط ور وړاندی کړی . دغه پورونه به نه یوازی د امریکا آینده اقتصاد متضرر کړی بلکی ملی امنیت به یې هم د تهدید سره مخامخ کړی . ځکه هغه هره ورځ اقلأ « ۱٫۴ » بلیونه ډالره نور هم ډېریږی چی په هره دقیقه کی یو ملیون ډالرو ته رسیږی . همدا علت دی چی د اقتصادی ماهرینو د انګېرنی له مخی ملی پور اوس د ټایم بمب غوندی ټیک ټیک لری چی کله به وچاودی . فاعتبروا یا اولی الابصار!

نثار احمد صمد

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.