مخامخ د طالبانو سره — نثار احمد صمد

 

 

مخامخ د طالبانو سره

د افغانستان د جنګ په جبهه کی د طالبانو د مجربو جنګیالیو د انګړ څخه یو ځانګړی راپور

 

راپورتر : غیث عبدالاحد

منبع : ګارډین ورځپاڼه ( انګلستان )

نېټه : ۱۴/ ۱۲/ ۲۰۰۸

ژباړن : نثار احمد صمد

 

قوماندان همت د کوټې د خاورین دېوال تر یوې کړکۍ لاندی چارزانو ناست و ، په یو زوړ پوځی جمپر ننوتلی ، دېوال ته یې ډډه لګولې او د مخابرې انتن یې د جېب څخه د باندی راوتلی و . څنګ ته یې خپل مرستیال ناست و چی په یو غټ کمپل کی پېچلی و ، پټه خوله ناست او خوبجن معلومېدی . په کوټه کی شاوخوا د ده افراد ناست وو چی مخونه یې څو کلني  جنګ او لوږی ورپېچلي وو او ټولو کمیس او پرتوګ اغوستی وو ، شاجورونه یې په جېبونو کی ایښی او توری سترګی یې له ورایه ښکارېدلې . مخابرو یې ږغونه کول ، تلیفونونو یې مسلسل زنګونه وهل او دا وخت نور جنگیالي هم راغلل . ټولو چای وڅښلې او د هدایتونو تر اخیستلو وروسته بیرته ولاړل .

قوماندان همت په ټینګه  وویل چی « سالار نوې فلوجه ده . امریکایان او افغان پوځ صرف لوی سړک او د هغه د دواړو خواوو پنځه پنځه متره کنټرولوی . متباقی زموږ ساحه ده . »

د وردک ولایت د سالار ولسوالي د کابل په ۸۰ کیلومترۍ ( ۵۰ میلۍ ) کی واقع ده . د کندهار- کابل لویه لار چی د دې ولسوالۍ څخه تیریږی ، د امریکا او ناټو د پوځیانو د اکمالاتو اصلی لاره ده . دا سړک چا ته هماغه د بغداد څخه تر فلوجه پوری سړک ور په یادوی چی هماغه د ماینونو د چاودلو لویی کندی او د ناټو د اکمالاتو سوځېدلي ټرکونه او کانټینرونه هره خوا پراته دي .

سږ کال د طالبانو حملې د ۲۰۰۱ را پدې خوا تر بل هر وخت ډیری سوي دي . همدا تېره اوونۍ څلور برتانوی پوځیان ووژل سول ، چی درې یې یو ۱۳ کلن هلک په هلمند کی د فدایی حملې په اثر ووژل . په عین حال کی د حکومت تر کنټرول لاندی سیمه بس هماغه د استحکاماتو په مابین کی ښارونه دي چی د جزیرو غوندی ښکاری او بس .

صرف یوه ورځ مخکی له دې چی زه هغوی وګورم ، د لس ګونو افغانانو سره پر سړک ولاړ وم او د دغه قوماندان او د هغه د سړیو د عملیاتو ننداره می کوله . یو سړی چی سترګی یې په فشار سره صافولې تر څو سم ووینی په یو باصلاحیته ږغ سره اعلان وکړ چی « جنګ » دی ، او دا مهال اسمان لویو ږغونو او چاودنو پر سر واخیست .

څو پیک اپ موټرونه چی د هغو افغانی ملیشو څخه چی د اکمالاتی کاروانونو د امنیت لپاره استخدام سوي او په راکټونو ښه مجهز وو په منډو د جنګ له جبهې راوګرځېدل او لویی دوړی یې جوړی کړې . تر سړک یوڅه ورلاندی درې امریکایی زرهپوش موټرونه ولاړ وو او د درنو مشین ګنونو پرله پسې ضربې یې کولې .

دغه جنګ یو ساعت په بر کی ونیو او کله چی لمر د لوېدو په حال کی و ، نو فیرونه  هم متناوب سول . یوه ایف- ۱۶ ډوله جټ الوتکه په لوړ ږغ او ټیټه ارتفاع زموږ له سرونوتېره سوه چی تر شا یې په هوا کی د دود دوې لیکي پرېښودلې . امریکایانو دا مهال د سړک د څنډی کلي ته ور وځغستل . خلک هم نور نو خپلو بسونو او ټکسی موټرو ته وختل او ټولو موټرونو د مرمیو تر یو چت لاندی حرکت وکړ .

 

د همت انګړ ته ورغلې لار یوازینۍ هغه نرۍ لاره ده چی د لوړو خاورینو دېوالونو او باغونو تر منځ تیریږی . یو ځوان بدرګه کونکي طالب موږ خپل ځای ته بوتلو او خپل کلاشنیکوف یې تر کمپل لاندی پټ کړی و . یو څه واټن هغی خواته د افغان پوځ او پولیسو یوه احاطه سوې پوسته له ورایه ښکارېده .

قوماندان په داسی حال کی چی خپل ثابت نظر یې چت ته چی یو څه کښته و ، نیولی ، راته وویل چی « پرون زما سره فقط ۱۸ جنګیالي وو . تا پخپله ولیده چی څومره افغانی اجیر او امریکایان هلته موجود وو . د خدای په فضل او برکت سره جنګ د بدلېدو په حال کی دی . کله چی ما په دې سیمه کی درې کاله مخکی لاس ور واچاوه ، نو صرف شپږ جنګیالي می لرل او لکه دغه چی ته یې ګورې یو راکټ او دوه مشین ګنونه راسره وو . » ده دا مهال هغه « بی کی سی » مشین ګن ته اشاره وکړه چی پر مځکه همداسی پروت و ، او زیاته یې کړه : « خو نن تر پنځه سوه هم زیات جنګیالي ، ۳۰ مشین ګنونه او په سلګونو راکټونه لرم . امریکایانو په سلګونو پولیس استخدام کړي ، هغوی تل پر سړکونو ګزمه کوی ، خو کنټرولولای یې نه سی . تېره اوونۍ هغوی په هلیکوپترونو کی راغلل او دا سیمه یې وڅارله ، دوی دلته خپلی ګاډی نه سی چلولای او هیڅکله هم د خپلو ټانکونوسره نه راځی ، دا ځکه چی ټوله سیمه ماینونه دي . »

قوماندان همت چی نري اوږده بریتونه او پاکه ښه ساتلې ږیره لری ، د طالبانو یو تجربه کار جنګیالی دی . ده په ۱۹۹۰ لسیزه کی کله چی اوولس کلن و ، د کابل په شمال کی د شمالی په هوارو کی د شمال اییتلاف د ځواکونو پر ضد جنګ راپیل کړی و . خو کله چی پایتخت سقوط وکړ نو دﺉ هم پټ سو او درې کاله وړاندی چی کله د سالار قوماندان ووژل سو نو دﺉ یې قوماندان سو .

ده راته وویل : «موږ چی کله د شمال اییتلاف سره جنګېدو نو مخامخ ورسره جنګېدو . خو دا جنګ ډېر مشکل دی ، ځکه د اسمان کنټرول د دښمن سره دی او هغوی بې حسابه وسلې لری . کله کله زه وبېرېږم ، هر انسان بېرېدای سی . خو موږ ځکه شوق او جذبه لرو چی د کافرانو سره جنګیږو . دا یو ښه خوندور کار دی . »

 

د همت جنګی افراد په کوټه کی شاوخوا ناست ول . یوه یې باالکل سمه عربی ویله چی لهجه یې یو څه سعودی غوندی وه چی ده « د عربو وروڼو تر څنګ په جنګ  کی »  زده کړې وه . د ده کلاشنیکوف په زرغون او سور سلوسن ټیپ سره ښکلی سوی و او زموږ تر منځ پر مځکه پروت و . ده وویل چی « وروره ، دغه پولیس او پوځیان د ړندو غوندی دي ، دوی هیڅ شی په سترګو نه وینی . »

همت او نورو هغو قوماندانانو چی ما ولیدل ، د طالبانو پر مخ تللې شبکه او ملکی اداره راته تشریح کړه . هر ولایت د طالبانو خپل والی ، پوځی مشر او شورا لری . تر هغو را لاندی د ولسوالیو قوماندانان دي لکه همت ، چی دوی بیا نور کوچني واحدونه لری . ډېر خلک وایی چی د طالبانو تر واک لاندی د ولسوالیو د ملکی ادارې قضایی سیسټم د حکومتی سیسټم څخه چی خورا فاسد او بې تأثیره دی ، ډېر اغیزمن دی . په نوم ټولي شوراګانی ملاعمر ته د هدایت په تمه وی ، خو په واقعیت کی هر ولایت او ولسوالي خپله اداره لری .

 

ملا محمدی د همت یو ګروپی قوماندان وروسته راورسېد چی اوږد چرمی کوټ یې اغوستی او لنګوټه یې تر نورو غټه تړلې وه . ده راته وویل چی « دا صرف چریکی جنګ نه دی ، او نه هم په جبهه کی کوم منظم جنګ دی . بلکی دا دواړه دی . » ده په هغو سیمو کی چی طالبانو نیولي ، د خپلی پیاوړی ادارې د تشریح کولو د اهمیت په هکله داسی راته وویل : « کله چی موږ یو ولایت کنټرولوو نو باید چی خلکو ته یې خدمت هم وکړو . موږ غواړو چی خلکو ته وښیو چی موږ حکومت هم کولای سو او موږ ځکه نو د هغسی ورځی لپاره که کابل ونیسو چمتو یو او دا هغه څه دی چی موږ د خپلو اشتباه ګانو څخه زده کړ . »  محمدی وویل چی د ده ګروپ غواړی په هفته کی څه نا څه دری حملې وکړی خو کافی تجهیزات نه لرو . ده زیاته کړه چی : « موږ ته اطلاع راسی چی امریکایان او حکومتی خلک راځی او بیا نو موږ هم پر هغوی ګوزارونه وکړو . هره سیمه جدا جدا ستراتیژی لری ، دلته موږ پر اصلی سړک باندی حملې کوو . خو په دې سیمه کی هره خوا د ولایت کلي ټول زموږ په کنټرول کی دي . »

ده وروسته خپله توره کڅوړه خلاصه کړه او یو لېپ ټاپ کمپیوټر یې ورڅخه راوکیښ . نور جنګیالي یې پر صفحه باندی را تاو سول او هغه لنډ فلم یې وکوت چی محمدی د خپلی یوې حملې څخه فلمبرداری کړی و . دغه فلم څو جنګیالي ښودل چی مخونه یې پټ وو . ملا محمدی یو کس ته اشاره وکړه  او ویې ویل چی دا  نفر قوماندان دی . هغه د سړک پر څنډه تر یوې وني لاندی ولاړ و . کله چی د پولیسو یو زرغون پیک اپ موټر تېرېدی ، نو دغو کسانو فیرونه پر وکړل .

دوی په دغه کمپیوټر کی د یو امریکایی عسکر تصویرونه هم ښکاره کړل . هغه د لرګیو او تختو څخه په یو جوړ سوي دفتر کی د کمپیوټر سکرین ( صفحې ) ته ناست دی . دوه نور پوځیان یې تر شا ولاړ دي او ټوله کېمرې ته خاندی . په یو بل عکس کی هغه د خپل افغان ترجمان سره دباندی ولاړ دی . ملا دا وخت راته وویل چی « موږ دغه پوځی وواژه او کمپیوټر مو یې ونیو . هغه په عراق کی هم وظیفه اجرا کړې وه . »

 

نوي طالبان –

د غزنی ښار پر همدې سړک د کابل د جنوب په ۱۴۵ کیلو مترۍ ( ۹۰ میلۍ ) کی پروت دی . د عصری نړۍ سره د هغه یوازینی تړاو د برق څو پایې ، د پولیسو پیک اپ موټرونه ، او یو تباه سوی زوړ روسی ټانک دی چی د ۱۳ می پیړۍ د یو ارګ پر کنډوالو باندی ولاړ دی .

په هغه هوټل کی چی د بازار یو څلور لارﺉ ترې معلومېدی ، ما د یو ځوان طالب جنګیالي سره ملاقات وکړ . هغه چی تر شل کلنۍ اوښتی او درې کلنه جنګی سابقه لری ، د طالبانو د هغه نوي نسل د جملې څخه دی چی د امریکا په واسطه د طالبانو د سقوط څخه څو کاله وروسته د دې تحریک سره یو ځای سوی دی چی اوس یې دوهم ځلي پاڅون بولی . قاری امان الله په دې ښکلې کوټه کی د یو کټ له پاسه خپلی پښې غزولي او تنه یې پر څنګلو ایښې وه . د کړکیو څخه د کباب بوی او د موسیقی ږغ راتلی . امان الله وویل چی زه د یوې داسی کورنۍ څخه یم چی یو څه مځکه لرو . دﺉ هغه مهال د طالبانو سره یو ځای سوی و چی هغوی لا په قدرت کی وو . ده په یوه محلی مدرسه کی تعلیم کاوه او هلته یې ۱۲ کاله قرآنی او مذهبی تعلیم حاصل کړ . ده چی کله قران په یاد کړاو قاری سو نو خپلی زده کړی یې خوشی کړې او جنګ ته ولاړ . ده راته وویل چی : « زه ځکه جنګ ته ولاړم چی د کافر اشغالګر سره مقاومت وکړم . دلته ډېر پخواني طالبان شته دي ، خو زما په ګروپ کی اکثریت نوي کسان دي . موږ د طالبانو تر سقوط وروسته ورسره یوځای سوی یو خو رهبری مو یوه ده . »

امان الله راته تشریح کړه چی څنګه د ده کلی د امریکایانو او د هغوی د نماینده حکومت سره د جنګ تر عهدې وزی . هره کورنۍ خپل یو زوی جهاد ته وقف کوی خو نور نارینه یې په کرونده کی کار مخته بیایی « کټ مټ لکه په مدرسه کی چی یو زوی مدرسې ته د دینی تعلیم لپاره ځی او نور یې کارونه کوی ، په جهاد کی هم خبره همداسی ده : یو زوی جنګ ته ځی او نور کارونه کوی . »

ده د حکومت او امریکایانو دا تورونه رد کړل چی وایی طالبان د پیسو لپاره جنګیږی . « دا ټول درواغ دي . په تیرو څو اوونیو کی موږ د حکومت زیات ټرکونه او موټر ونیول ، نو که موږ د پیسو لپاره جنګېدای ولی مو هغه ټول وسوځول ؟ »

 

څو ساعته وروسته دروازه وټکېده او دوه خلک راغلل . یو نفر د موټر سایکل سوررنګه هلمیټ خولۍ پر سر کړې وه او شین کمیس یې اغوستی و . ده خپل هلمیټ ایسته کړ ، اوږده وریښتان او صافه اوږده ږیره یې ښکاره سوه چی تر ځیګر پوری یې رسېده . هغه د خپل کمیس او پرتوګ څخه علاوه د ۱۹۶۰ کلونو کړه وړه ظاهروله . ده توضیح کړه چی د یو کوچني سل کسیز ګروپ قوماندان دی . دﺉ چی مولوی عبدالحلیم نومېدی د جومات امام او په عین حال کی یو جنګیالی هم و . ده راته وویل چی پاڅون لومړی بې نظمه و چی هر ګروپ به په خپل سر جګړه کوله . بس تر ۲۰۰۵ پوری دا ټول جنګیالي سم منظم او متشکل نه وو . « زه هغه مهال چی طالبانو حکومت کاوه په مدرسه کی وم او تر امریکایی نیونی وروسته ورسره یو ځای سوم . د مدرسې ګڼ شمېر طالبان په جنګ ورګډ سول خو دا په دې معنا نه ده چی موږ نو خپلی زده کړی پرېښودلې . »

مولوی عبدالحلیم هم د قوماندان غوندی د طالبانو لخوا د کلیو د کنټرولولو ستراتیژی ، د یوې متناوبی ادارې استقرار او د حکومتی کنټرول د توږلو په خاطر د ښارونو کښېکښل راته تشریح کړل : « په هغو سیمو کی  چی حکومتی یا بین المللی ځواکونه موجود وی ، نو هغوی صرف خپلی پوستې او دهغو یو کیلو متر شاوخوا ساحې کنټرولوی ، او نوری ټولی سیمی موږ کنټرولوو. که موږ کلی ترې جدا کړو نو ښارونه به زموږ تر کنټرول لاندی راسی او دا مو د شورویانو د وختو تجربه ده . »

 

د غرمې ډوډۍ پر یو اوږد پلاسټیکی دسترخوان باندی تیاره سوه . چوپړوال څو غټی ډوډۍ زموږ مخی ته را وغورځولې او بیا یې د قابلی پلو او غورمې د غوښو غابونه راوړل . عبدالحلیم ادامه ورکړه چی « هغه دوه لوی مشکلات چی موږ یې د طالبانو په محکمو کی لرو د غلو او د ځمکو شخړی دی . کله چی موږ دا ستونزی حل کړو نو بیا د خلکو زړونه ګټو . موږ یو ځل د جهاد څخه حکومت ته ولاړو او نن دا دی بیرته په جهاد کی یو . موږ د هغو اشتباهاتو څخه سبق واخیست چی کړی مو وو . رهبران مو هماغه دي خو جنګیالي مو نوي دی او دوی نه غواړی چی د هغو کسانو غوندی سی چی حکومت یې کاوه او اشتباهات یې وکړل . »

ده د رایو ثبتولو د وروستي ناکامه بهیر په هکله معلومات راکړل چی په غزنی کی روان وو یعنی دا چی طالبانو په څنګه اغېزمنه توګه کلی ورڅخه بېل کړل . « موږ د سړکونو پر څلور لارو ودرېدو او خلک مو په آینده انتخاباتو کی د ثبت له جریانه منع کول ، حتی که به مو طیارې د سرونو له پاسه الوتلې بیا  یې هم موږ د دې څارونکی ممانعت څخه پر شا  نه کړو . زموږ ځینو کسانو به حتی خلک تر بازار پوری تعقیبول تر څو اطمینانی سوی وای چی هغوی خو به د نوم ثبتول نه کوی . همدا اوس د نوم ثبتولو جریان زموږ په ولایت کی تقریبأ درېدلی دی . » خو ولی تاسو خلک د دې رایو ورکولو څخه منع کوی ؟ « دا خو ښه کار دی . مګر اکثریت خلک پوهیږی چی دا نوی حکومت د هغوی سره کومک نه کوی او موږ صرف د هغو کسانو مخنیوی کوو چی په دې نه پوهیږی . »

مولوی چی خبری کولې نو امان الله کړکۍ ته ناست و ، پرده یې یو څه کش کړه او چوک ته یې په ځیر ځیر وکتل . د چوک پر هغه بله خوا د پولیسو دوه موټرونه ولاړ وو .

 

ښاری طالبان –

ټول طالبان ږیری نه لری . په کابل پوهنتون کی د طالبانو ملاتړ د خورا  ډېرښت په حال کی دی . د کابل په یو کوچني خیرن هوټل کی ما د طالبانو د ملاتړي یو ګروپ محصلینو سره ملاقات وکړ . په دې کوټه کی دوې نالۍ پر مځکه هواري وې ، ټلویژیون هم د دپتیو پر کارتن پروت و او د د دروازې له ها خوا د تشناب یو بد بوی راتلی . د کړکۍ څخه د ترافیک موټر د خبرداري ږغونه او د جنریټر ناوړه اواز راتیً . د سهار پر ناري باندی چی پنیر ، شنې چای او ډوډۍ وه ، دغو ځوانانو خپلی کیسې راته کولې .

د لقمان د سر وریښتان پر دوو برخو اوښتی او پر تندی یې یو څه راځوړند وو . ده ږیره پاکه خره یلې وه او نري نري برېتونه یې پرې یښی وو . د ده ژیړبخن کمیس اُتو سوی و ، او نسواری رنګه جمپر یې ښه پاک و چی د کابل د دوړو او دود څخه ساتلی و . د ده سره په یو تور پوښ کی کمپیوټر ورسره و او کله چی یې په خبرو پیل وکړ نو داسی ښکارېدی لکه په راډیو کی چی وینا اوروی . ما د هغه څخه د کرار خبرو کولو هیله وکړه . په هر صورت ، داسی معلومه سوه چی هغه یو پټ جنګیالی و . لقمان د طالبانو پخپله اعلان کړی ملاتړی و چی د تحریک ویب پاڼه یې ورسموله . ده ښه عربی او بهتره انګریزی ویله . دﺉ د تحریک د فرهنګی شورا غړی و . « موږ اوضاع څارو او کله چی کومه داسی مسأله ووینو چی د طالبانو لپاره ښه تبلیغی وی ، نو هغه راپورته کوو او خلک ورته متوجه کوو : هغه لکه د اشغال مسایل او د دوی لخوا د خلکو ترور او ډارول ، د حکومت کړه وړه ، او لنډه دا چی هر هغه څه چی د طالبانو په ګټه وی . » ده وویل چی ویب پاڼه په هر ساعت کی یو ځل تازه ( اپ ډېټ ) کیږی . « موږ ټول هغه وسایل چی ورته اړ یو ، لرو . اکثریت موږ په انګریزی ، عربی ، پښتو او دري ژبو ږغیږو . »

دﺉ کله چی طالبان واکمن ول ، د هغوی ملاتړی نه و « خو کله چی اشغال پېښ سو او د دوی ظلمونه مو ولیدل نو د طالبانو سره یو ځای سوو . زما ډېر د پوهنتون ملګری د طالبانو سره په دې خاطر نه دي یوځای سوي چی هغوی نو ګواکی طالبان دي بلکی په دې دلیل چی هغوی د دې حکومت او اشغال پر ضد دي . هیچا نه غوښته چی طالبان دې بیرته راسی ، خو کله چی عادی خلکو د حکومت فساد ولید ، کله چی هغوی ولیده چی جنګسالاران بیرته راغلل ، نو عوامو هم د مقاومت ملاتړ ته لاس واچاوه . »

ده وویل چی « تحریکِ طالبان » [ د طالبانو اوسنی غورځنګ ] هغه طالبان نه دي چی واک یې چلاوه . ده ټینګار وکړ چی پر هېواد باندی د هغوی قبضه ورځ په ورځ ټینګیږی : « طالبان پر کابل باندی خپله دایره ورځ په ورځ تنګوی او د حکومت د سقوط نښی نښانې د ټولو هغسی حکومتونو د سقوط نښو ته ورته دي چی د پاڅون سره مخامخ وی : دوی صرف ښارونه کنټرولوی ، بازارونه په دوی ډک دي او موږ حتی په همدې بازارونو او کوڅو کی هم خپل استخبارات لرو . »

یو بل ځوان چی عبدالرحمن نومېدی ، وویل چی دﺉ د ورځی په کابل پوهنتون کی محصل دی او د شپې لخوا یو خصوصی ښوونځی ته ځی . ده په یوه قاعدوی انګریزی سره  راته تشریح کړه چی څنګه د طالبان لپاره په محصلینو کی ځوانان جذبوی . « زه د پوهنتون په دننه او بهر کی ملګري په دې باوری کوم چی طالبان را روان دي . موږ ټولی هغه اسانتیاوی چی په واک کی لرو ګټه ترې اخلو ، زموږ خبری ، او زموږ قلمونه په پوهنتون ، بازار او د ښار په هره برخه کی د تحریک د خدمت لپاره دي . »

خو د پیغور خبره دا ده چی په ښارونو کی د طالبانو لپاره د پلویانو د جذبولو په لار کی عبدالرحمن د بیان د هغه آزادۍ څخه کار اخلی چی همدې افغان حکومت ورته برابره کړې ده . « اوس په افغانستان کی د بیان ازادی موجوده ده او موږ د حکومت څخه نه بیریږو . موږ په احتیاط سره خپل کار مخته بیایو ، موږ که وغواړو نو د خلکو سره د سیاست او ورځنیو مسایلو په هکله خبری کوو . حکومت ډېر کمزوره دی تر څو موږ تعقیب او کنټرول کړی . »

 

هو ، څو اوونۍ وروسته ما یو ځل بیا ملا محمدی ته تلیفون وکړ او ورڅخه ومی غوښته چی غواړم یو ځل بیا درسم او د قوماندان همت سره وګورم . خو ده په تلیفون کی په عربی ژبه ځواب راکړ چی « یا ، اوس هوا ډېره سړه سوې ده . موږ یو ګاونډی هېواد ته تلونکی یو . په راتلونکي کال کی به درسره وګورو . » پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *