افغانستان : شوروی ناکامی پر امریکا راغبرګیږی — نثار احمد صمد

 

 

افغانستان : شوروی ناکامی پر امریکا راغبرګیږی

د سړکونو او اطرافی سیمو کنټرول د اییًتلاف هڅي ځوروی

 

لیکوال : مارک سَپن فیلډ

منبع : کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه ( امریکا )

ژباړن : نثار احمد صمد

 

کابل ، افغانستان

د افغانستان اړونده سرلیکونه د ۱۹۸۰ کلونو د سبق یو تاریخ څرګندوی . جنګیالیو همدا نن د امریکا پر اکمالاتی لارو خپلی حملې زیاتی کړي دي ، چی  همدا میاشت  یې په پاکستان کی څه نا څه ۲۰۰ لارۍ موټرونه تباه کړل .

 

یو پخوانی شوروی مامور وایی چی شوروی ضد جنګیالیو « اطرافی سیمی » کنټرولولې . د ډسمبر د اتمی د یوې څیړنی له مخی ننني جنګیالي د هېواد په ۷۲ سلنه خاوره کی « دایمی شتون » لری .

 

د هغه مهال او نن تر منځ توپیر شته دی . نن پسله شلو کالو ډیری ستونزی بیا هم هماغسی دي . امریکا او ناټو نه اطراف او نه هم په پاکستان کی د جنګیالیو پناه ځایونه نه کنټرولوی ، نو دا چی ملکی تلفات زیاتیږی د افغانانو خښم هم ورسره ډیریږی .

امریکا د دې لپاره چی برېمنه سی ، باید هغه څه وکړی چی شورویانو ځانونه ترې کښل . ډیویډ ایزبی ، د هغه کتاب لیکوال چی سرلیک یې « جنګ په یو لیری هېواد کی افغانستان : یرغل او مقاومت » دی ، وایی چی « اصلأ مهمه نه ده چی تاسو په کابل یا د ولایتونو په مرکزونو کی څه کوﺉ . » ښاغلی ایزبی زیاتوی چی ستونزه دا ده چی « شورویانو نه سو کولای چی د هغو جرړي  یې کنټرول کړي وای . »

 

د امنیت او پرمختګ لپاره د نړیوالی شورا ( آی. سی. او. ایس. ) د ډسمبر د اتمی د راپور له مخی کټ مټ هماغه حالت نن هم روان دی . هغه استدلال کوی چی د اییًتلافی ځواکونو او افغان حکومت پر ضد د بریدونو بېلګې ښییً چی جنګیالي نن په ولایتونو کی چی د هېواد څه نا څه درې برخی جوړوی ، مهم عملیات مخته بیایی .

 

امریکایی پوځ پر دغه راپور شک لری او وایی چی هغه د مخالفینو په اغیزه کی افراط کوی . خو افغانان بیا هم وایی چی اییًتلافی  ځواکونه د افغانستان د مهمو ښارونو څخه ورآخواته لږ کنټرول لری .

 

محمد یونس یو افغان ټرک چلونکی وایی چی « د کابل د خط څخه نیولې د ایران تر پولی پوری هره خوا چی ځې ، جنګونه دي . » د ده ټانکر هم چی روښانه سپین رنګ لری ، کابل ته د ورننوتلو د هغی لویی لاری تر خوا په یو نیم کیلو متر اوږد لاین کی ولاړ و چی دې ته منتظر و چی  د ماخستن پر نهو بجو مرکز ته د ټرکونو د ننوتلو اجازه وسی . دﺉ په افغانستان کی د تیرو لسو کالو راهیسی د ټرک چلونکي په حیث هره خوا تللی دی ، خو وایی چی « په تېر یو کال کی تشدد خپل اوج ته رسېدلی دی . »

 

د « آی. سی. او. ایس. » څېړنه وایی چی تر کابل بهر د څلورو لویو لارو څخه درې یې « د طالبانو د فعالیتونو په وجه د خطر سره مخامخ دي . »

 

لېری ګوډسن د « کارلیسلی » پوهنتون پروفیسور په یو ایمیل کی لیکی چی « دا په واقعیت کی د حیرانۍ کومه خبره نه ده چی اوسنۍ ستراتیژی غواړی چی ښارونه او مرکزونه کنټرول کړی ، خو دا هغه څه دی چی د شوروی عصر خاطره راتازه کوی . »  دﺉ زیاتوی چی « شوروی اتحاد د ۱۹۸۰ لسیزی په منځنیو کلونو کی خپله توجه د ښاری سیمو . . . او اصلی لویو لارو کنټرولولو ته اړولې وه خو اطراف یې پرې یښي وو . »

همدا نن هم امریکایی کاروانونو ته اصلی تهدید دلته نه بلکی په پاکستان یعنی هغه ځای کی ورپېښ دی چی د جنګیالیو ډلي امنځی پکښی لری .

دا هماغه د ۱۹۸۰ کلونو د تاکتیکونو نوی والی دی . په فورټ لیون ورت کی د بهرنیو پوځی څېړنو د دفتر د « لیسټر ګرا » د ۱۹۹۵ کال د څېړنی له مخی د شوروي پوځ « وروستۍ بقأ پردې وړتیا تکیه وه چی خپل ځان یې  بس اکمال کړی وای  . » دﺉ زیاتوی چی « افغان چریکانو دا زده کړې وه چی اکمالاتی کاروانونو ته کمین ونیسی او سړکونه غوڅ کړی . »

علاوتأ هغه په افغانی جنګونو کی د پاکستانی جنګیالیو پر اهمیت ټینګار کوی . په پاکستان کی د دې وروستیو حملو څخه وروسته د ټرکونو ځایی اتحادیې په دوشنبه وویل چی دوی به نور افغان سرحد ته امریکایی وسایل انتقال نه کړی . په پنجشنبه څه باندی لسو زرو پاکستانیانو ، چی د توندلاری جماعت اسلامی ملاتړي ول ، د پاکستان له لاری امریکایی ځواکونو ته د اکمالاتو د رسولو پر ضد اعتراض وکړ .

د امریکا سامان آلات او مواد د سمندری لاری کراچی ته راځی . امریکایی مامورین اوس د منځنۍ آسیا له لوری د یوې اوږدې او ډیری ګرانی کومی نوي راسپرې لارې په لټه کی دي .

 

لیکوال ایزبی وایی چی « شورویانو نه سو کولای چی په پاکستان کی  یې امن ځایونه بند کړی وای ، خو امریکا همدا اوس باید دا کار وکړی . » په دې هکله امریکا باید تر هغه ځایه چی شورویانو کول ، د بري لپاره لوی او بهتر فرصتونه ولری . امریکا د ۱۹۸۰ کلونو پر مهال د شورویانو د ځپلو په خاطر د پاکستان سره لګیا و ، او مجاهدینو ته یې روپۍ ورلېږلې . نن پاکستان که څه هم د جنګیالیو د امن ځایونو په تارومار کولو کی بند بند کیږی ، بیا هم د امریکا ملګری دی .

د امریکا په ګټه بل حقیقت هم دا دی چی سره له دې چی ښورښیان خپریږی ، خو د هغه ریښې یوازی د جنوب په پښتنو کی دي ، حال دا چی د شوروی پر ضد ښورښ د ټول هېواد په سطح و .

ایزبی وایی چی « د شورویانو پر ضد [ تر ټولو اغېزمن ] ښورښیان غیر پښتانه وو » او احمد شاه مسعود یعنی د کابل په شمال کی یو تاجک یادوی چی د سپټمبر د یوولسمی تر حملې لږ مخکی د تورنو القاعده ګومارلو لخوا ووژل سو .

 

آیا د اوباما « خوراډېرښت » هم کفایت نه کوی ؟

 

د ضمیر کابلوف یعنی پخواني شوروی مامور په نظر د ټاکل سوي ولسمشر بارک اوباما لخوا د افغانستان لپاره د نورو زیاتو پوځیانو وروستل کفایت نه کوی . داسی ښکاری چی دغه روسیً دیپلومات د افغانی تاریخ ښه مطالعه لری . دﺉ د ۱۹۸۰ لسیزي د منځنیو کلونو پر مهال د شوروی د ملاتړی کمونیسټی رژیم د اوج پر وخت په کابل کی و . دﺉ په ۱۹۹۲ کی د مجاهدینولاس ته د حکومت تر لوېدلو وروسته بیرته ورغی . نن هغه په افغانستان کی روسیً سفیر دی .

دﺉ څرګندوی چی شورویانو هغه وخت څلور لکه ( ۴۰۰۰۰۰ ) شوروی او افغانی پوځیان په واک کی لرل ، چی د امریکا او ناټو د ننني شمېر تر دوه چنده هم زیات وو ، خو بیا هم ناکامه سول .

 

پروفیسور ګوډسن وایی چی د اییًتلاف کش سوو منابعو د شوروی وختونو هماغه تر ټولو ناوړه راغبرګېدنه اېجاد کړې ده . دﺉ داسی وایی : « څنګه چی جګړه روانه وه ، نو شورویانو هم درک کړه چی باید په اطرافو کی مجاهدینو ته لاس رسي ومومی ، څو چی  په دې توګه یې په اطرافی سیمو او کلیو کی یوه ډل وژونکې تګلاره خپله کړه . په سهو او غلطۍ کی د ملکی خلکو د وژلو هره پیښه . . . د افغانانو په وړاندی شومه خاطره رامنځته کوی . »

ښاغلی کابلوف وایی چی امریکا هم اوس په عینأ هڅو سره افغانی ټولنه بدلوی . کټ مټ لکه امریکایان چی غواړی د ښځو حقوق اصلاح او دیموکراسی ور پېچکاری کړی ، نو روسانو بیا کمونیزم په همدې طریقه ورپېچکاری کاوه .

دﺉ وایی چی « وروسته له هغه چی [ د شوروی ملاتړیً حکومت ] پر خلکو د سوسیالیزم د ترپلو څخه تېر سو ، نو [ افغان ] پوځ هم په دې معتقد کېدﺉ چی هغوی د خپل ځانی هدف لپاره جنګیږی . »

 

ویکتور پاولوف ، په افغانستان کی د روسیې د جنګېدلو پوځیانو د « یکاترین » د شعبې ریًس زیاتوی چی « هغه تر ټولو غټه سهو چی موږ وکړه دا وه چی دې ته اړم وو چی په هغوی کی خپله ایډیالوژی او مفکوره خپره کړو . »

د کابلوف د وړاندیز له مخی تر ټولو ښه او غوره لاره دا ده چی د افغانانو سره دا کومک وسی چی هغوی پخپله د ځانو مرسته وکړی . دﺉ وایی چی امریکا او ناټو « افغانانو ته هیڅ اهمیت نه ورکوی ، دوی د یو غښتلي ملی دولت د جوړولو د مسألې هڅو ته پام نه ساتی . »

 

ګوډ سن په دې موافق دی چی شوروی ناکامی دا وه چی یوازی یې د پوځی طاقت بې ګټی توب مخته بیوی : « یوه ډېره اغېزمنه لاس رسي پر امداد ، اقتصادی انکشاف ، قانونی واک ، او ښه اداره باندی متمرکزه وی چی د هېواد جوړولو امنیتی پایې به یې صرف د نورو ارکانو غوندی مرستندوی وی او بس . »

آنند ګوپال د کابل څخه او فریډ وایر د ماسکو څخه په دې راپور کی ورسره مرستنویان وو . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *