اسراییلو پر اوباما حمله وکړه — نثار احمد صمد

 

اسراییلو پر اوباما حمله وکړه

د غزې محاصره ښایی د یو سرحدی پلان اتصال وی

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۴/ ۱/ ۲۰۰۹

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د اسراییلو او حماس تر منځ د حملو او انتقامونو ناپایه لړۍ باالاخره تېره اوونۍ د هغوی تر منځ د شپږ میاشتني چړپېدلي اوربند په ختمېدو سره وچاودله .

د اسراییلو د دفاع وزیر ایهود بارک په داسی حال کی چی هلته اسراییلی ایف ۱۶ جټ الوتکو د غزې پر ۳۶۰ کیلو متره مربع کوچنۍ سیمی په ټنونو بمونه اورول داسی لکه په مرتبانه کی چی ماهی نیسی په غوڅه وویل چی  « موږ د لوبی اصول په بشپړ توګه بدل کړل . »

دﺉ حق په جانب دی . ځکه د حماس تر واک لاندی پر هغه غزه باندی چی د نړۍ غټ ترین سرخلاصی جېل او یونیم ملیون فلسطینی کډوال پکښی بندیان دي ، په خورا ګړندۍ حمله سره بارک د امریکا را روانه اداره د یو اجرا سوي عمل سره مخامخ کړه او هم یې په منځنی ختیځ کی دغه بل تازه لوبغاړي « بارک » یعنی بارک اوباما ته مخکی له دې چی هغه خپل کار پیل کړی ، یو کلک کیشت او مات ورکړ .

 

د اسراییلو سیاست یو کلیدي رول ولوباوه . د کارګر ګوند مشر ایهود بارک او د کدیمه ګوند مشر تزیپی لیوني په دې کار سره وغوښته چی ځانونه د بنیامین نتن یاهو د لیکود تر سخت سري ګوند هم  ځپونکي وښیًی . انتخابات صرف شپږ اوونۍ وروسته کېدونکي دي او لیکود تر نورو مخته دی . د غزې دغه حمله په دې خاطر وسوه چی د اسراییلو عرب ګاونډیان وبېروی او هم په ۲۰۰۶ کی په لبنان کی خپله سرځوړیزه ماتې ترمیم کړی .

د غزې محاصره ښایی د اوباما د هر هغه پلان لپاره یو اتصال وی چی غوښتل یې پر اسراییلو فشار واچوی چی د ۱۹۶۷ کال د جګړې مخکنیو پولو ته پر شا سی او بیت المقدس بین المللی کړی . خښمېدلي اسراییلیان په هیڅ توګه پخلاینه یا روغه جوړه نه مني . د حماس دغه حماقت چی خپل جوړ کړي راکټونه یې پر اسراییلو ور وویشتل ، د فلسطینی دولت راتلونکی اعتبار له مځکی وواهه .

د اسراییلو امنیتی جوړښتون د کوم ژوندي فلسطینی دولت د جوړښت پر ضد دی ، د منفور حماس سره هیڅ ډول خبری اتری نه غواړی او غزه به همداسی په لوږه او فلاکت کی وساتی . دا چی اسراییل نه سی کولای چی ټول حماس وال ووژنی نو لګیا دي چی غزه لوټی لوټی کړی کټ مټ لکه د یاسر عرفات د فلسينی خپلواکیزه غورځنګ سره چی یې کړي وو .

 

 اسراییل په دې ګروهه دی چی ګوندی پیاوړی معلوماتیزه ماشین به یې وکړای سی چی د نړۍ د خښم څپه دې ته متوجه کړی چی د انجیل او تورات په زمانه کی دوی د همدې غزې لخوا جزا لېدلې وه . آیا د اسراییلو لخوا د فلسطین د ښورښی ښار « جنین » او د امریکا لخوا هم د عراق د « فلوجه » لوټی لوټی کول د چا په یاد دي ؟ سټالین به همېشه  ویل چی « سپي غاپی خو کاروان تیریږی . »

 

وسلې

که څه هم د اسراییلو په واسطه د غزې پر ضد د امریکایی وسلو استعمال د امریکا د وسلو د صادراتو د کنټرول او بهرنیو مرستو پر تړون تیری دی ، خو د امریکا پالونکی کانګریس به همداسی ګونګی پاته وی .

حماس چی یو جنګیالی ، مګر په دیموکراتیک ډول د غزې یو ګټندوی حکومت دی ، هم دومره پخلاینی ته چمتو نه ښکاری . د هغه سیال ، یعنی « روزل سوی حیوان » چی هماغه فتح دی ، او د عرفات تر مرموزي مړینی وروسته امریکا او اسراییلو په لویدیځه غاړه کی نصب او واکمن کړ ، د نوري بې باورۍ سره مخامخېدونکی ښکاری .

د عربی نړۍ ډېر خلک په دې فکر دي چی مصر ، اردن او سعودی عربستان د امریکا او اسراییلو سره د حماس په ځپلو کی پټه موافقه کړې ده . ځکه ، د امریکا دغه ملاتړي مطلقه حکومتونه د لویدیځ د تسلط ، د هغوی د ټولنیزه ښېګڼو د آسانتیاوو او د فساد پر ضد د جنګ د خلاصون په لار کی د حماس د آزادۍ غوښتلو د انقلابی پیغام څخه ډاریږی .

خو د غزې دغه حمله به ، چی ځینی خلک یې « ګوورنیکا » بولی ( چی هماغه د شمالی هسپانیې د باسک په سیمه کی یو ښار و ، او د ۱۹۳۷ په اپریل کی جرمنی الوتکو لوټی لوټی کړ ژباړن ) ،  ضرور د امریکا د ننګی وړ دغه رژیمونه نور هم پسی وشوړوی چی د هغوی ولسونه د غزې دغو عذابونو ډېر خښمولي او خپل مشران امریکایی ګوډاګیان بولی . په دې کی د مصر د ۸۰  کلن ولسمشر حسنی مبارک درې لسیزه دیکتاتوری چپه کېدونکې ښکاری .

سوریې د اسراییلو سره د سولی خبری اتری ودرولې . اسلامی نړۍ سخته خښمېدلې ده . آیا دا ټوله کوم ځای نیولای سی ؟ دا چی امریکا اسراییلو ته عام او تام اختیار ورکوی ، لکه د بوش پای ته رسېدونکی ادارې چی د غزې په هکله دا کار  وکړ ، نو هر څه چی هغوی غواړی هغسی به کیږی . هماغه خبره ده چی پروا نه کوی سپیان دې غاپی .

 

د منځنی ختیځ ورانه وراني

دا هغه لویه ګډوډي ده چی اوباما به یې په څه کم درو اوونیو کی په میراث واخلی . اوباما د خپلی انتخاباتی مبارزې پر مهال اسراییلو ته یو نوی عام واک او صلاحیت عطا کړی و . د ده د منځنی ختیځ ټیم به د اسراییلو د کارګر ګوند خورا نږدې او صمیمی ملګري وی .

نو د منځنی ختیځ لپاره د یوې رښتیانۍ سولی د راوړلو فرصتونه د اوباما لخوا تیت او پیکه ښکاری . د اسراییلو ډېرښیً لاسي او هم حماس به په ګټه کی وی چی  په عین حال کی یو د بل څخه تر پزی هم راغلي دي .

 

د فلسطین دا غمیزه به د اسلامی نړۍ سره د امریکا اړیکی نوری هم مسموم کړی او کټ مټ به یې د سپټمبر د یوولسمی غوندی حالت ته ورسوی او اسراییل به هم د نورو حملو وړ وګرځوی .

 

دا چی اسراییل نه سی کولای چی اووه ملیونه فلسطینیان ووژنی ، نو بهتره دا ده چی د هغوی سره په ګډه سم ژوند وکړی . خو د غزې دا عامه جزا به حماس نور هم غښتلی کړی او د کلونو کلونو لپاره به د پخلاینی هلی ځلی نوری هم شا ته پوری وهی .

 

اوس اوس خو صحنه له یوې خوا د حماس فدایی حملو او خپلو جوړو کړو راکټونو ته او د بلی خوا هم د اسراییلو ایف ۱۶ الوتکو او ټانکونو ته ورپاته ده او بس . پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *