امریکا غواړی چی بری وګټی — نثار احمد صمد

 

امریکا غواړی چی بری وګټی

پر کاروانونوحملې لویه ستونزه ګرځېدلې ده

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټونټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۱۱/ ۱/ ۲۰۰۹

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د افغانستان اته کلنه شخړه هلته د ۳۰۰۰۰ نورو امریکایی پوځیانو او هوایی واحدونو په ور سوق کولو سره په راتلونکو ماشتو کی نوره هم سختېدونکې ده . همدا نن د افغانستان نیمایی برخه د طالبانو او نورو هغو ملت پالو ځواکونو تر کنټرول لاندی ده چی د لویدیځی نیونی سره جنګیږی .

 

په خیال کی دي چی شل زره امریکایی پوځیان به د افغانستان په جنوب کی د محاصره سوو کاناډایی ، برتانوی او هالینډی ځواکونو د مرستی لپاره ورځی . نور لس زره امریکایی پوځیان به هم د مرکز یعنی کابل په جنوبی محاذ کی ځای پر ځای کیږی .

امریکا په کندهار کی له مخکی څخه لا  د  ۱٬۶  بلیونو ډالرو په ارزښت د نوو ، دایمی تأسیساتو د استقرار کار را پیل کړی دی . خو دا چی واشنګټن غواړی په افغانستان کی خپل ځواکونه دوه برابره زیات کړی ، نو د امریکې تر مشرۍ لاندی د اشغالی پوځ لپاره اکمالاتو او تدارکاتو نن یوه لویه ستونزه  ایجاد کړې ده .

 

یو پخوانی متل دی چی وایی : « په دفتر کی ناست جنرالان ستراتیژی  جوړوی ، خو اصلی جنرالان بیا لوژستیک طرح کوی . » دا خبره تر ډېره حده صحیح  هم  ده .  ځکه  نننۍ میکانیزه جګړې د روغنیاتو او اکمالاتو ستره برخه مصرفوی او  د تدارکاتو پر اوږدو لړیو او ریل ګاډیو باندی تکیه وی .

امریکا په مکرر ډول دا ښودلې چی هغوی د نړۍ د چټک لوژستیک  اتلان دي او خپل ټول پوځونه او سمندری ځواک ډېر ژر پاسفیک ، اتلانتیک ، منځني ختیځ او همدا نن لیری واقع مرکزی آسیا ته رسولای سی .

 

خو د پاکستان په شمال لویدیځ صوبه سرحد کی د طالبانو ملګري قبایل د امریکایی اکمالاتو پر هغو کاروانونو بریدونه کوی چی په افغانستان کی د لویدیځو ځواکونو د اړتیا وړ سامان آلاتو او موادو ۸۰  سلنه  ور برابروی . لکه څنګه چی مقاومت والو د پیښور څخه بهر په صرف یوه حمله کی ۳۰۰ هغه لارۍ ګانی وسوځولې چی په اکمالاتو او زغره ورو موټرو بار وو .

هره ورځ د پاکستان د بندری ښار کراچی څخه ۶۰۰ ۸۰۰ د تېلو ټانکرونه او د پوځی سامان آلاتو او نورو موادو څخه ډک ۷۰۰۰۰ کانټینرونه مخ پر شمال ۱۰۰۰ کیلو متره واټن وهی څو چی پېښور او بیا افغانستان ته رسیږی . افغانستان ته د تګ اصلی ننوتوځی د خیبر ۴۵ کیلو متریزه پېچلې او تنګه دره ده چی هلته د کلکو او زیږو اپرېدیو لخوا د کمین نیول ډېر شهرت لری . دوهمه لاره هم مخ پر شمال د پاکستانی بلوچستان کویټې ته درومی . خیبر په وروستیو څو اوونیو کی د مقاومت د بریدونو له امله تړل سوی چی د ناټو ځواکونه یې د سخت کمښت او لږښت سره مخامخ کړي دي .

 

زه شخصأ د خیبر د خطرونو سره مخامخ سوی یم . د ۱۹۸۰ لسیزي په  نیمایی کی زه په همدې دره کی په یو « ایس. یو. وی.» ( یعنی سپورټی ډوله غټ موټر ) کی په داسی حال کی سپور اوپه ۷۰کیلو متره سرعت سره تېرېدمه چی څراغونه یې بند او یوه توفنګچه راسره وه تر څو د اپرېدیو د کمین څخه خلاص سم چی د کابل رژیم  

 

 

 

 

 زما د تښتولو لپاره  پیسې ورکړي وې . زه او ډریور می د اپرېدیو لخوا د سړک د یو کمین څخه د خیبر د وژونکو کږلېچونو په کږو وږو لارو کی په منډه وتښتېدو ، د ټایرونو څخه دود پورته کېدﺉ او زړونه مو له بیری په ټوپو وو دا ځکه چی هغوی د موټر د شا هنداره په مرمیو وویشته . زموږ زړونه تر څو چی د تورخم پولي ته نه وو رسېدلی ، هماغسی غورځېدل .

 

څنګه چی نن په افغانستان کی د لویدیځی نیونی په وړاندی مقاومت زیاتیږی ، نو طالبانو او د هغوی ملګرو هم  په زیاتېدونکی ډول هغه پخواني بهترین افغاني تاکتیک ته مخه کړې چی هماغه د یرغلګرو د اکمالاتو پر کاروانونو حملې دي . امریکایی او ناټویی پوځونه د نفتی موادو ، وسلو او تجهیزاتو او  حتی  اوبو له  درکه  د  زیاتېدونکي لږښت سره مخامخ سوي دي .

 

پنتاګون ادعا کوی چی دا ستونزه یو کوچنی تکلیف دی . خو په واقعیت کی لویدیځ قوماندانان ډېر اندېښمن او نا آرامه دي او مجبور سوي چی د خپلو ګوښه ، تجرید سوو او څه نا څه کلابندو اډو لپاره اکمالات په ډېره ګرانه بیه د هوا له لاری  ور زیات کړي . شوروی یرغلګر هم د کټ مټ ربړي سره مخامخ وو .

 

کومه بله لاره

د اکمالاتو رارسول اوس دومره جدی او خطیر سوي چی امریکا په پام کی لری هغه ۵۵۰۰ کیلو متریزه اوږده خورا مغلقه او ګرانه متبادله لاره غوره کړي چی د اوکراین څخه راپیلیږی ، د جنوبی روسیې او قزاقستان څخه راتیریږی ، مخ پر جنوب ترکمنستان ، ازبکستان ، قرغیزستان او تاجکستان ته را اوږدیږی څو چی باالاخره  د افغانستان شمال ته را رسیږی . روسیې په ظاهره موافقه کړې چی د ناټو غیر پوځی موادو ته د دې لاری څخه د تېرېدو اجازه او هم هوایی لاره ورکړی .

د دې لپاره چی  دغه  دوهمي اکمالاتی لاره فعاله  سی ، نو امریکا مجبوره ده  چی  د قزاقستان ، ازبکستان ، تاجکستان او ترکمنستان هغو بدنامو سټالینی دیکتاتوریو ته چی د بشری حقوقو تور داغونه لری ډیری پیسې او هم سیاسی امتیازونه ورکړی . تر هغه بدتره لا دا چی امریکا ادعا کوی چی موږ خو په افغانستان کی دا جنګ د دیموکراسۍ د ترویج لپاره کوو . ازبکستان خو د سیاسی بندیانو د ژوندی ایشولو یا سوځولو له درکه ډېر بد نوم لری .

 

آیا مفلسه او ډیوالی امریکا به وکړای سی چی د هغسی کوچني جنګ د مصارفو تر عهدې ووزی چی هدف یې د مرکزی آسیا د تېلو او ګازو شتمنیو ته لاس رسي او هم د ناټو د ناکامۍ مخه په خپل هغه یوازیني جنګ کی چی په ورګډه سوې ده ، راګرځول دي ؟ دا کار به وروسته وګورو .

خو هغه څه چی اوس معلومیږی دا دی چی په ۲۰۰۹ کی به دا جنګ دوه چنده شدید سی او هغه به پاکستان ته نور هم پسی خپور سی . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.