پاکستان ولې تجزيه کيږي ….؟ — قيس

 

پاکستان ولې تجزيه کيږي ….؟

 

نوشتۀ قيس

 

د اسلامي هيوادونو په کتار کې پاکستان يو داسې هيواد دی چې د خپل پايښت له پاره يې نه د ګاونډيتوب اصول مراعت کړي او نه يې د يو مسلمان هيواد په توګه د اسلامي احکامو پر بنسټ چلند کړی همدارنګه د نړيوالو نورمونو او اصولو پر بنسټ يو هيواد ته ښايي چې د خپلو ګاونډيو هيوادونو ځمکني بشپړتيا او خپلواکي ته په درنه سترګه وګوري او ورسره ښې اړيکې ولري مګر د پاکستان نظاميانو او په ځانګړي توګه د (اي اس اي) استخباراتي سازمان په تيرو دريو لسيزو کې له افغانانو سره د ښه ګاونډيتوب بې شميره ثبوتونه ورکړل ، لمړي يې په افغانستان کې داسې اور بل کړ چې پوره ديرش کاله يې په لمبو کې بې ګناه افغانان لولپه شول ، د تنظيمونو په نامه يې افغانان په خپلو کې سره وويشل په هر کور کې کورګی جوړ شو او يو د بل د وينو تږي شول ، په دې ټپونو لا چا ملهم نه ؤ ايښی چې د طالب په نامه يې د بلې شومې پديدې په رامنځته کولو د علم او معرفت سره دښمني پيل کړ ، د بې وزلو افغانانو پر

مخ د ښوونځيو دروازې وتړلې شوې او هر لورې ته د جهالت تورې تيارې خورې وې ، د پنجاب نظاميان له ځان سره موسکي کيدل او افغانستان يې د پاکستان پنځمه صوبه ګڼله او د نړيوالو ترهګرو په اډه يې بدله کړې وه خو کله چې

له يوې خوا د افغانانو د صبر کاسه تر خولې پورې ډګه شوې وه او له بلې خوا د ترهګرې خطر له پولو واوښته او د نړيوالو دروازو ته ورسيده نو نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د تروريزم د ختمولو له پاره د افغانانو مرستې ته ودانګل او له افغانستان څخه د پنجابي غلامانو ټغر ټول شو خو لږه موده وروسته د ( اي اس اي ) لخوا د پاکستان په قبايلي سيمو کې اسامه بن لادن ، ملاعمر او نورو بهرنيو تروريستا نو ته ډاډمن پټنځايونه او تروريستي مرکزونه جوړ شول او د افغانانو د وژلو له پاره روزل کيدل ، د پاکستان حکومت او پنجابي واکمنان په سيمه کې دوه مخه سياست پيل کړ له يوې خوا يې د تروريزم سره په جګړه کې ځان د نړيوالو متحد ګاڼه او له بلې خوا کومې پيسې او مرستې يې چې په دې نامه تر لاسه کولې هغه به يې د ترهګرو په روزلو لګولې ، د پاکستان ملکي سياسي پوهانو په ډاګه دا خبره کوله چې که چيري دغه شرپسنده استخباراتي سازمان (اي اس اي) د بې ګناه خلکو له وژلو او د ګاونډيو هيوادونو په کورنيو چارو کې له لاس وهنې څخه لاس وانخلي نو لري نه ده چې دغه د بريتانوي هند له غيږي را زيږيدلی هيواد په څو ټوټو وويشل شي ځکه د پاکستان په دننه کې پنجابي نظاميانو پښتنو او بلوڅو سره د مور او ميرې چلند کاوه ، بچې به  د پښتنو او بلوڅو وژل کيدل ، کورونه به ددوی ړنګيدل او ګټه به ترې پنجابيانو اخيسته او ډيرې کلکې هڅې يې پيل کړې وې چې ددې هر څه پړه د پښتنو په غاړه واچوي ، دوی د خپلو شومو هدفونو پلي کولو په خاطر د اسلام او جهاد له نوم څخه ډيرې ناوړې ګټې واخيستې ، د فدايي او ځانمرګو بريدونو په نامه يې د ډيرو قبايلي ځوانانو ژوند ته د پای ټکی کيښود او ډير بې ګناه خلک يې د بچيانو په وير کښينول مګر پنجابي نظاميان له دې څخه ناخبره ؤ چې دغه حالات له پيل څخه تر ننه پورې د نړيوالو تر څارنې لاندې ؤ او نن دې پايلې ته رسيدلي دي چې پاکستان په خپلو ژمنو نه دی ولاړ بلکې د ترهګرو داسې ډاډمنه ځاله ده چې اسامه بن لادن ، ملا عمر ، ګلبدين ، بيت الله مسعود او په سلهاو نور داسې کسان چې لاسونه يې د بې ګناه خلکو په وينو سره دي ، په کې په ارامه او ډاډه زړه ژوند کوي .ددغو واقعيتونو په راڅرګنديدو ، دپښتنو او بلوڅو د خپلواکۍ غوښتنې د جذبې راپاريدلو ، په سيمه کې د (اي اس اي) د دوه مخه پاليسيو له امله او له تروريزم سره په جګړه کې له ماتې څخه د مخنيوي په خاطر نن نړيواله ټولنه دې ته اړشوه چې د پاکستان د تجزيې پريکړه وکړي او د ازاد بلوچستان او خپلواک پښتونستان په نومونو ترې دوه لويې ټوټې بيلې کړي ځکه ملل متحد هم نه غواړي چې نور ملتونه دې د پاکستان د دوه مخه سياستونو قربانيان شي ، پاکستان د خپلو ګاونډيو هيوادونو د ورانولو او تجزيه کولو له پاره لستوڼې بډ وهلې وې او نن نو بايد هغه څه وريبې چې پرون يې کرلي دي ځکه څه چې کرې هماغه به ريبې.

                    

 په درنښت

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *