اوباما چمتو دی چی کرزی ایسته کړی — نثار احمد صمد

 

 

اوباما چمتو دی چی کرزی ایسته کړی

دا چی د افغان مشر څخه ملاتړ لږیږی ، نو سیالان  واشنګټن ته ورځی چی د نوي ولسمشر سره وګوری

 

 

لیکوالان : جیروم سټارکی او کیم سین ګوپتا

منبع : انډپنډنټ ورځپاڼه ( انګلستان )

نېټه : ۲۰۰۹/۲/۲۳

ژباړن : نثار احمد صمد

 

انډپنډنټ غوږېدلی چی سپیني ماڼۍ ته د اوباما رسېدل او په واشنګټن کی د بدلونیزه توند باد چلښت ښایی هلته افغان مشر حامد کرزی هم بې واکه کړی .

د کرزي یعنی هغه سړي څخه چی څه وخت د لویدیځ محبوب و ، نړیوال ملاتړ ځکه په فوق العاده ډول لږ سوی چی تشدد ، ټولیز فساد ، او کمزوره مشرتابه تر پخوا هم بدتر سوي دي . خو تر همدې بیخی تازه وختونو پوری دیپلوماتانو دا ټینګار کړی چی د دې سره سره چی په جنوب کی د طالبانو پاڅون زیات سوی او جنګ توند سوی ، بیا هم د بقأ وړ کوم بدیل نسته . لاکن څلور هغه کلیدی څېرې چی ویل کیږی د ښاغلي کرزي سیالان به سی ، واشنګټن ته ورغلي دي تر څو همدا اوونۍ د اوباما د ادارې د چارواکو سره وګوری . اوس د هغسی « کاندیدانو د تخیلی لیست » په باره کی خبری روانی دي چی د هېواد د بېلابېلو توکمیزو ډلو د یو موټی کولو او د ښاغلي کرزي څخه د قدرت غصبولو اصلی چلنج کونکي به وی .

په کابل کی یو لوی امریکایی مامور وویل چی « امریکایان د انتخاباتو د نتیجې فیصله نه کوی ، خو کولای سی چی خلکو ته د خپلو اختلافاتو د لیری کولو وړاندیز وکړی او هغوی د کاندیدانو یو تخیلی لیست جوړ کړی . »

 

ښاغلي اوباما له مخکی څخه لا د افغانستان پر چلنج  باندی غېږ راګرځول پیل کړی دی . ده په چهارشنبه په بیضوی ډوله دفتر کی د خپل کار د شروع پر لومړۍ ورځ د جنرال ډیویډ پترس څخه د راروانو امریکایی پوځیانو د « شدید زیاتوالي » په هکله معلومات واورېدل . ښاغلي اوباما تېره شپه یو تجربه کار امریکایی دیپلومات ریچرډ هولبروک د افغانستان او پاکستان لپاره د خپل نوي استازي په توګه وټاکی .

 

واشنګټن ته په غیر رسمی هیأت کی درې پخواني وزیران او یو برحاله والی شامل دی . ډاکټر عبدالله عبدالله پخوانی خارجه وزیر دی ، ډاکټر اشرف غنی د مالیې وزیر و ، علی احمد جلالی داخله وزیر و ، او ګل آغا شېرزی هم د ننګرهار د ختیځ ولایت والی دﺉ چی هلته امریکایی پوځیان مستقر دي . کله چی ښاغلی اوباما په جولای کی افغانستان ته ورغلی و ، آن مخکی له دې چی په کابل کی یې د ولسمشر کرزي سره لیدلی وای ، په جلال آباد کی یې د والی شېرزي سره وکتل . په کابل کی د امریکا د سولی د انستیتوت ریًس جان دیمپسی وویل چی « هغوی نه غواړی د ولسمشر کرزي څخه په پټو سترګو هغسی ملاتړ وکړی لکه د بوش ادارې چی د ډیری مودې راهیسی  کاوه . » په افغانستان کی پر مځکه د هلمند ولایت برتانوۍ قرارګاه ( کیمپ باسشن ) د مخکی څخه لا  په جنوب کی د جګړې د امریکایی کېدو په یوه نښه سره اوښتی دی . ځکه ، هلته د امریکایی ځواکونو ورلېږل راپیل سوي او ډېر نور به هم ورسره یو ځای سی . هوایی اډې به جوړیږی تر څو افغانستان ته د هغو دیرشو زرو نورو پوځیانو په لېږلو سره هلته د راروانو حملو د چمتویني په خاطر ټرانسپورټی او جنګی الوتکی ورسی .

 

د کرزي لوړ مامورین په دې هیله وو چی هیلری کلنټن به په سپینه ماڼۍ کی د دوی ملګرې وی چی اوس د امریکا خارجه وزیره سوه .خو دا هیلی یې تېره اوونۍ هله دړی وړی سوې چی هغې د خپلی اعتماد رایی پر مهال افغانستان یو داسی « مخدره ییز دولت » وباله چی حکومت یې « د خپل محدود ظرفیت او ستر فساد له امله په بلا لړلی دی . »

 

د افغان ولسمشر ورور احمد ولی کرزی په تېر اکتوبر کی د امریکایی استخباراتو څخه راوتلو راپورونو د مخدره موادو یو لوی کاروباری ( کاسب ) معرفی کړی و . دغه ادعاګانی چی دوی دواړو په کلکه رد کړي ، په افغانستان کی خورا خپرې دي ، خو تر هغه وروسته لویدیځو مامورینو د هغو د تاییدولو څخه انکار کړی دی . لاکن نوموړي  را بهر سوي راپور د بوش د ادارې لخوا د ښاغلي کرزي لپاره د یو توند اخطار حیثیت درلود تر څو خپله کړنه پاکه کړی او خپل ورور کنټرول کړی . د انتقادونو دا تونده څپه دا اشاره رسوي چی نړیواله ټولنه د ده د ځواب څخه چندانی خوښه نه ده . د مېرمن کلنټن څرګندونی د ناټو د عمومی منشی جاپ دي هوپ شیفر د نېښ وهونکي انتقاد سره پر عین مهال تصادف کوی چی هغه ویلي دي د بې ثباتۍ له درکه فاسد او بې کفایته حکومت هم کټ مټ هومره ملامت دی لکه ښورښیان چی دي . ده په واشنګټن پوسټ کی داسی ولیکل : « په افغانستان کی اساسی مشکل دومره ډېر طالبان نه دی ، بلکی هغه د سمی حکومت دارۍ خورا لږ والی دی . »

 

په فردی لحاظ ، د ښاغلي کرزي سیالان د خپل ملاتړ د تکیه ځای له درکه په انشعاب او ټوټو مبتلا دي . خو دیپلوماتان خوشبین دي چی هغوی په ګډه سره کولای سی هغه انتخابات وګټی چی په دوبی کی مدنظر دي او په دې توګه د پښو لوېدلی ولس بیرته فعال او راپورته کړی . هارون میر د څیړنیزه او تګلاری د مطالعاتو لپاره د افغانستان د مرکز مرستیال بنسټ ایښودونکي  وویل چی « موږ یو هغسی نوي حرکی قوت ته اړتیا لرو لکه په ۲۰۰۱ کی چی و. بدلون به ځکه امید رامنځته کړی چی همدا اوس خو هماغه حرکی قوت د طالبانو سره دی . »

 

د افغانستان په اړه د نوو تګلارو طرح کول آن د ښاغلي اوباما تر راتګ مخکی لا د څو میاشتو راهیسی د پنتاګون او خارجه وزارت د مسؤلینو لخوا تر لاس لاندی دي . یو لوړ مامور داسی وویل « موږ په پام کی لرو چی د ښورښ پر ضد ، د مخدره کاروبار پر ضد ، د حکومت دارۍ او انکشاف  تازه او نوښتګری مفکورې وړاندی کړو . اوس دا هر څه د نورو ادارو د خلکو لخوا جوړیږی . په دې کی شک نسته چی موږ د افغانستان سره د طالبانو تر سقوط وروسته بې غوري کړې خو اندېښنه دا ده چی موږ باید همدا اوس ډېر څه او هغه هم په چټکۍ سره وکړو . »

خورا ډېر نوښتونه کېدونکي دي . په هغو کی دا هم شامل دي چی محلی ډلو ته به وسلې ورکول کیږی تر څو د طالبانو سره وجنګیږی ، کټ مټ لکه سُنی ملیشې چی جنرال پترس په عراق کی د ښورښیانو پر ضد استعمال کړې .

امریکایی ، برتانوی او ناټویی ځواکونه به هم د مخدره کاروبار پر ضد په عملیاتو کی مستقیم رول لوبوی تر څو د افغانستان د هیروینو د تجارت مخه ونیسی چی د نړۍ ۹۳ سلنه مخدره مواد تهیه کوی .

 

د تګلارو ځینی شنونکي ټینګار کوی چی دا ممکنه نه ده چی پر افغان ولسمشر دې د خپل هېواد د ټولو مصیبتونو پړه واچول سی . دوی وایی چی نړیواله ټولنه بې تأثیره ده ، زیاتره سره وېشلې ده ، او نړیوال پوځی کوښښ د تروریسټانو پر نیولو متمرکز دی ، حال دا چی د اوږدې مودې راهیسی یې دغه ښورښ نه دی مات کړی .

 

برتانویان د طالبانو پر ناروغانو په خښم دي

برتانوی پوځیان شکایت کوی چی هغوی دې ته مجبوریږی چی په افغانستان کی د دوی په روغتون کی طالب جنګیالي هم ورسره تداوی سی . د دښمن جنګیالي د کیمپ باسشن په ساحوی روغتون کی د جنیوا د کنوانسیون له مخی تداوی کیږی . خو پرسونل د جګړې د مهال پر دغه عنعنوی کړنه اعتراض کوی . یو عسکر داسی وویل « زما ملګري په روغتون کی راپاڅېدل تر څو د خپل چپرکټ تر خوا طالب جنګیالی معلوم کړی . وروستی هغه څه چی دوی غوښته ویې ګوری په هماغه څانګه کی د طالبانو شته والی و . خو دا صحیح کار نه دی . »

لاکن د دفاع وزارت وویل چی موږ ته کوم شکایتونه نه دي رارسېدلي .

 

سیالان : څوک به د کرزي ځای ونیسی ؟

 

ګل اغا شېرزی –  

د شورویانو پر ضد د جنګ یو تجربه کار ، د کندهار پخوانی والی او د بشری حقوقو د تیریو له امله تر انتقاد لاندی راغلی دی . دﺉ په ۲۰۰۶ کی د یوې وژونکی حملې څخه ژوندی ووت .

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

که څه هم نیم پښتون دی ، خو د افغانستان د تاجکو اوسېونکو یو مشر ګڼل کیږی . دﺉ په ۲۰۰۱ کی د خارجه وزیر په حیث وګومارل سو او دې کار ته یې تر ۲۰۰۶ پوری دوام ورکړ .

 

علی احمد جلالی

جلالی په خټه پښتون او په رتبه ډګروال دی ، په ۱۹۷۹ کی پر افغانستان باندی د روسانو تر یرغل وروسته د شوروی ضد مقاومت سره ودرېد . ده امریکایی متابعت حاصل کړ او ۲۰ کاله یې د امریکا ږغ راډیو په خپرونه کی تېر کړل .

 

ډاکټر اشرف غنی

په خټه پښتون او د امریکا په کولمبیا پوهنتون کی یې تعلیم کړی دی . ده د ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۰۱ پوری په نړیوال بانک کی کار کاوه څو چی پسله ۲۴ کالو څخه د لومړي ځل لپاره افغانستان ته ورغی . د ۲۰۰۲- ۲۰۰۴ پر مهال دﺉ د مالیې وزیر و ، او د افغانستان د نوو پیسو د بریالي اوښتون سرپرستی یې کوله . پای

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *