د ګوانتانامو تړل صرف یوه پیلامه — نثار احمد صمد

 

 

د ګوانتانامو تړل صرف یوه پیلامه

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه ۲۰۰۹/۱/۲۵

ژباړن : نثار احمد صمد

 

لندن ـ پر ولسمشر بارک اوباما دې آفرین وی چی د کیوبا په ګوانتانامو کی امریکایی جېل او په بهر کی د سی آی اې د مخفیاتو شبکه ، یا « تور » زندانونه تړي ، چی دا دواړه د امریکا پر عزت باندی یو غشی او پر نړیوال قانون باندی سخت تیری و .

د امریکا لخوا کیوبا په ۱۸۹۸ کی د هسپانیې ـ امریکې په جګړه کی ونیول سوه . تر هغه وروسته واشنګټن هلته یو امریکایی تبعه د ولسمشر په توګه نصب کړ چی هغه هم واشنګټن ته په ګوانتانامو کی د یوې دایمی اډې حقوق عطأ کړل . تر هغه یوه پیړۍ وروسته امریکا دا  ده  کټ مټ یارانه معامله په افغانستان کی هم حاصله کړه .

 

اوس د اوباما لپاره دا بهترین فرصت دی چی په ګوانتانامو کی د امریکا پوځی اډه هم وتړي او هغه بیرته کیوبا ته ورکړی . ګوانتانامو یو جمهوریت غوښتونکی سپین پوځی فیل دی . کیوبا ته به د هغه ورسپارنه د هاوانا او واشتګټن د ویلي سوو اړیکو لپاره یوه ښه پیلامه وی .

 

د اوباما لخوا به د « تروریزم » او « د تروریزم پر ضد د جګړې » د پروپاګنډیزه اصطلاحاتو پای ته رسول هغه څه وی چی په هغه سره به دﺉ امریکا بیرته خپلو سالمو حواسو ته ستنه کړی .

 

د برتانیې ځوان خارجه وزیر ډیویډ میلی بینډ د هغه هېواد تر ټولو زړه ته تېرو او ذهینو سیاست والو څخه دی . هغه به ، که چیری د برتانیې چټک خرابېدونکی مالی بحران نور هم پسی وخیم سی ، ښایی د صدراعظم ګورډن براون ځای ونیسی . رښتیا ویونکي میلی بینډ د جورج بوش د ادارې په ملامتولو سره په دې وروستیو کی پر واشنګټن ټینګار کاوه چی « د ترور پر ضد د جنګ » اصطلاح پای ته ورسوی چی ده « غولونکې او اشتباه » وبلله .

دغه اصطلاح پر یو موټي ، ټول ټال ملی دښمن باندی دلالت کوی چی وجود نه لری . دا کار همدا راز جګړه پال لیونیان او ډار تشویقوی او پوځ هغسی اعمالو ته چی د لویدیځ سره ستونزی ولری ، راکاږی او هغه « باید په دې توګه خپله لاره ماته نه کړی . »

 

د بوش اداره د احمقانو څخه ډکه یوه کښتۍ وه چی مرموزو فاشیسټانو او مذهبی افراطیانو چلوله . هغه پرته د پروپاګنډې څخه په نور ټولو ساحو کی ناکامه سوه .

مننه خو باید د سپینی ماڼۍ تر تسلط لاندی هغو رسنیو او خپرونو څخه وسی چی خبرونه یې د جوزف ګیبلر غوندی په پروپاګنډ او ډېر استادانه ډول سره وړاندی کول ، او خلک یې د نړیوالو چارو څخه بیده ساتل او د سپینی ماڼۍ د درواغو فابریکې هم په داسی یو حالت کی د « تروریزم » بېره تولید او بازار ته وړاندی کړه تر څو رایی یې ګټلی او په بهر کی یې استعماری لاس اچونی حق په جانب ثابتی کړي وای .

د بوش ځینی تکړه پلویان لکه د جمهوریت غوښتونکي ګوند پخواني ستراتیژی جوړونکي کیوین فلیپس چی هم څرګنده کړې ، هماغه د هېواد په منځني لویدیځ او جنوب کی « امنیتی بنسټګر » وو . هغوی دا وهم او خوف اچاوه چی اسامه بن لادن او د هغه بګړۍ وال خبیثان به پوکاتیلو ، آیووا ،  تلپیو او نورو ته راسی او د دوی پر کوچنیو وارثینو به حمله وکړی .

 

نامعقوله کاروَنه ـ

د « تروریزم پر ضد د جنګ » اعلان چی د منطق او ګرامر دواړو له مخی نامعقوله خبره ده ، د پنتاګون بودجه ۵۰٪ ته جګه کړه ، د اجیرانو پوځونه یې راخوشی کړل چی لویو جمهوریت پالو پیسه ورکونکو تمویلول او د ډیک چینی صلیبی توب یې آسانه کړ تر څو د نړۍ پر تیلو یې غېږ راګرځولې وای او پر عراق او افغانستان باندی یې یرغل هم مشروع ښودلی وای .

پر هغه امریکایانو چی د بوش د درواغجنی نړیوالي شخړی مخالف وو ، د غدارانو ، پر شا کېدونکو او امریکایی ضد کسانو ټاپې وهل کېدې .

د « تروریزم » اصطلاح نه یوازی په دې غرض طرح سوه چی د ډار او بیزارۍ پیاوړي احساسات راوپاروی ، بلکی په دې هدف هم وو چی خپل دښمنان غیر انسانی وښیًی او هغوی د هر ډول قانونی انګیرنو څخه بی برخی کړی ، یعنی دا چی : « تروریسټان » انسانیت نه لری ، کټ مټ لکه په شوروی اتحاد او چین کی چی « دولتی ضد عناصر » وو . تروریسټان یوه ناروعي ده . هیڅوک هم باید د هغوی سره خبری اتری و نه کړی . آن د هغوی اولادونه هم باید تر هدف لاندی راسی .

هو ، پر ټولو هغو کسانو چی د امریکا او د هغه د ملګرو مخالف دي ، دغسی ټاپه لګول د حقیقت مطلقأ تحریفول دي . ما تل د « تروریزم » یعنی هغه اصطلاح د کارولو څخه ډډه کړې چی د بوش د ادارې لخوا د جورج آوریل د ټولواکی « غولونکي وینا » د تشریح تر ټولو معزز تورﺉ ګرځېدلی و .

تر ټولو غوره او مناسبه اصطلاح چی باید موږ یې ورته استعمال کړو ، هماغه « لویدیځ ضد ډلی » یا « متشدد افراطیان » دي . هغه امریکا چی د ۱۹۴۵ د مارچ د نهمی په شپه یې یو لک ( سل زره ) ملکی جاپانیان ژوندي وسوځول ، دوه ملیونه ملکی ویتنامیان یې ووژل ، او د ۵۰۰۰۰۰ څخه تر یو ملیون پوری د عراقی ملکی انسانانو د وژنو مسؤل دی ، حق نه لری چی نور « تروریسټان » وبولی .

هغه عراقیان او افغانان چی د امریکا او ناټو د نیونی پر خلاف دي ، باید « مقاومت » وبلل سی نه « ښورښیان » .

دا خو موږ یو چی پر هغوی مو حملې وکړې او حکومتونه مو یې ور نسکوره کړل . نو که داسی وی د فرانسې مقاومت هم باید « ښورښیان » وبلل سی .

 

د رسنیو او خپرونو د ځینو نورو تبلیغاتی اصطلاحاتو څخه هم باید ځانونه وژغورو لکه : « هېواد جوړوَنه » ، « آزاده نړۍ » ، « جانبی زیانونه » ، « د ترور ضد عملیات » ، « اضافی یا زیاتی ګروېږني » ، او « د دیموکراسۍ صادرول » .

 

هیله من یم چی اوباما به د میلی بینډ ښه مشوره مراعات کړی او د بوش ـ چینی آرویل والو درواغو ته به خاتمه ورکړی . امریکایان د خپلو بهرنیو جګړو په هکله رښتیا ته اړ دي . هغوی باید په دې وپوهول سی چی القاعده صرف د یو څو افراطیانو ډله وه ، او د سپټمبر یوولسمه هم صرفأ یو ځلی منځته راغلې پېښه ده او بس .

 

او بالآخره ، هغه جرمونه لکه ګوانتانامو ، کړاو ، تښتوَني ( د تسلیموَلو په غرض ) ، او کوچنیو هېوادو ته په نس کی لغتی ورکول د لویدیځ لپاره نور ډېر دښمنان هم تولیدوی او دا هغه آرمان دی چی اسامه بن لادن یې خوب وینی . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *