د سولی او تفاهم دلیاری مبلغ عـلامـه محمد سعید « سعید افغانی » — برهان الدين سعيدی

 

د سولی او تفاهم دلیاری مبلغ عـلامـه محمد سعید « سعید افغانی »

 

علامه دوکتور محمد سعید «  سعید افغانی »  زمــونږ د هیــواد  مشهور عــالم ، لیکوال ،  مــولف،  استاد  او اجتماعـــی  شخصیت و  چـــه  تل یی  د سولی ،  تــرقی ،  وروری ، برابری او تفــاهم  لپـاره  مبارزه  کــوله ، د دی نومیالـی  پوه دروند  نــوم هم  په وطــن کښی   او هــم  د نړی  په  نورو  هیوادونــو کښی  خپور او مشهور دی . دده د علمی او اجتماعی شخصیت  په  درناوی ، د  مړینی « ۲۴ تلین » په موقع  کښی یی لنډه پیژندنه وړاندی کوو،  په دی  هیله چه  د فرصت په مساعدت ، یووخت وکولی شوو  چه  مفصله بیوګرافی یی  ولیکلی شو .

 

محمد سعید په کال  ۱۳۰۰هجری شمسی ( 1922 میلادی ) کی د لغمان ولایت د خیر آباد  په کلی  کی ژونــد ته  سترګی  پرانیستی ،  هغه  د خپل  د  پـلار مولانا  غازی عبدالمجید « رحمهّ الله علیه »  چه د خـپل وخـت  له مشهور مجاهدو ،  مــدرسانو  او هــم  د لغمان  ولایت د تیګړو د ښار د جامع جــومات خطیب او د  قادری طریقی  د  مشهورو  ماذونانو څخه و ، او هـم د نــورو مخـورو روحانیونو نه  څخه ، خپلی لو مړنی زده  کـړی  وکړی  او هملته  ښایسته  ښه  مـلا  شو .

 وروسته  بیا   محمد سعید  د کابل   د عــربی  دارالعلــوم   ته  شامـل    شــو ،  کله  چه  په  ۱۳۲۵هجری شمسی کال  دغــی مدرسی  نه  فارغـــیده  او  په سریی  د مولوی توب پکړی و تـــړله  شوه ،  د  خـارق الـعاده  استعداد   په   اساس   سمدستی   همـــد لته   د استاد  په  حیــث  (  کادر علمی  )   مقــرر  شو ،  او بــیا د ننګرهــار د نجم المدارس  د مدیر په  حیث  و ټاکـل  شو .   یو څه  مـــوده  د پوهنی  او روزنی   د وزارت  د مسلکی  تدریساتو غـــړی شو  او بیا بیرته  د نجم المــدارس  مــدیر  او وروسته  د حبیبیی  لیسی  ته  د دینی  علومو  ښوونکی  په  حیث را  بدل  شو .

 سعید افــغانی  پـه  ۱۳۴۲هجــری شمسی  کـال  مصــر ته  ولاړ او تــر  ۱۳۴۷ هجـری شمسی کــاله  پـــوری  په «  جامعة الازهر »  کښي  د  فلسفی  او الهیاتو  په  زده   کــړه بوخت و ، او  څه مـوده  په  قـاهره کی د پښتو رادیو یی  خپرونو  نطاق او آمـر هم و .  

سعید افــغانی همدلته یی  د هیواد  تاریخ  نړیوالو او  عربی  نړی ته  پراخه  ور مـعرفی  کـړ او  خپله  یی هم  د عربی  نړی  له  هغو  آثــارو  څخه  چی  د افغانستان  او افغــانی  شخصیتو نو په هکله لیکل شوی وو  خپلی تاریخی څیړنی مخته بو تلی ،  ده  په ( پښتو دری  او  عربی )   ژبو  آثار ولیکل او  په  هـغو  دوو مشهورو  آثار و سره  چی  د سید جمال الدین افغـــان  او خواجه  عبدالله انصـــار په هکله یی په عــربی ژبه  ولیکل  دغـو دو ځانګړو افغانی  شخصیتونو ته  چی یویی د سیاست او فلسفی د ډګــر وتلی  شخصیت  و او بل یی په تصـوف کــی  ځانکړی مقام  در لود تلپاتی  والی و با ښه . اوپه خاص ډول هغه د اسلام  دیـن  چه د  « عشق ، محبت ، عاطفی ، صلح او سلم »  پر بنیاد ؛  اسمانی  دین   دی ،  بشریت  ته ور  معرفی  کـړ .

سعید افغانی  د خدای  استعداد   په اساس  په  څلورنیمو  کالو کي  د   الازهر  پو هنتون  څخه «  لیسانس ، ماستری و  دوکتورا )  واخسته  او وطن ته راستون شو ، نو لومړی  د عالی دارالمعلمین  د استاد په ټوګه دنده تر سره کړه او بیا ورسته د کابل  پولی تخنیک   ته ولاړ .

د هغه  ملی ،  ټولنیز ، عدالت  خوښونکی  شخصیت  هغه  وخت  ښه و ځلید  چی  دی  د کابل پوهنتـون او کابل  پولی تخنیک  ته عمــدتآ د  تـاریخ  د استاد  په توګه راغــی ،  او  د وخت  د  محصلانو او استادانو د دموکراتیکو  مبارزو  له  لړی  سره  د خــپل  دینی  او مذهبی  مقام  له ساتلو سره  سم  یو ځای شو  او  همـدلته  د  کابل  پوهنتون  د استادانو  له  خـوا  دهغه  وخت  داستادانو  د اتحادیی  غـړی او بیا  د عـالی  شورا  د مـرستیال  په توګه  انتخاب  شــــو .

واقعیت دادی چی د روحانیت په مقام  کی  د علامه  سعید افغانی ،  په څیر مونږ   ډیر کم شخصیتونه پیژنو ؛ ځکه  دی هم عالم  و هم  روحانی ،  هم  ملا و او  هـم  خطیب ،  هـم سیاست  مـدارو  او هم  پخپله   لیاره کی  ریښتنی ،  هم  په فلسفه  کی  وارد و او هم  په الهیاتو کی، ده هم  په دینی علوم کی لاس  درلوده او هم په اجتماعی علوموکی ، دی هـم  محقق وو  او هـم  ژورنالیست  ،   لنډه  دا  چی  دی  خپل  رولیی  د یـو واقـعی  افغان  او واقعی  مسلمان  په حیث  په  نړیواله  سطح  کی  ولو با وه ، او هم  پیشقدم  وو . چه  له هغه نه  مونږ  ته « ۳۷ ودیرش »  کتابونه او  د  دوه  زرونه  زیات  مذهبی  ،  فلسفی ، تصوفی ،  اجتماعی  و ادبـی  مقـالی   پاتی  دی .

عـلامه  سعید افغانی  د ۱۳۶۴  د حوت په  او ومــه «  د  ۱۹۸۵د  فبروری ۲۵ مه »  د افغانستان د طـبی علـومو اکـــادمی  په روغتون کښی  ؛  مهـربان  ، خـواخوږی  او تپــاند  زړه  و دریـــد  او  په سبایی  په کــابل  کښی ، د  جــابرانصار « علیه الرحمة »  د مـزار تــر څنګ ، د شهــدای صالحیـن  په هــدیره کښی  په درنـاوی خـاوروته  و سپارل شـو .

«   روح  دی  ښاد وی  »

د افغان  ستراتیژیک  څړنی  مرکز

د  فبروری میاشت  ،  د  ۲۰۰۹  میلادی ــ  کال

http://www.said-afghani.de.vu/

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *