صرف په مارچ کی ۱۳ پوځیانو ځانونه وژلي دي —- نثار احمد صمد

 

صرف په مارچ کی ۱۳ پوځیانو ځانونه وژلي دي

 

په دې سره د ۲۰۰۹ په درو میاشتو کی د ځان وژونکو پوځیانو شمېر ۵۶ ته ورسېد

 

راپور تره : میشیلی ټن

منبع : آرمی ټایمز ( امریکا )

نېټه : ۲۰۰۹/۴/۲۰

ژباړن : نثار احمد صمد

 

مقاماتو د اپریل پر لسمه اعلان وکړ چی په مارچ کی د ۱۳ پوځیانو په ځان وژلو سره د ۲۰۰۹ په لومړیو درو میاشتو کی د ټولو هغو پوځیانو شمېر ۵۶ ته ورسېد چی ځانونه یې په خپله وژلي دي .

که څه هم په مارچ کی د ځان وژنو دوسیې تر اوسه ثابتی سوي نه دي ، خو د دغسی وژنو د اړونده ګرویږنو او تحقیقاتو څخه ۹۰ سلنه  یې عمومأ دا ثابتوی چی هغه ځان وژني دي . د دې سره سره بیا هم په مارچ کی د ځان وژنو شمېر تر مخکنیو دوو میاشتو لږ دی . یوازی په جنوری کی ۲۴ پوځیانو ځانونه وژلي وو ، خو مقاماتو د مارچ پر څلورمه یوه دوسیه ځکه د ځان وژنو له جملې نه ایسته کړه چی هغه عسکر د ځان وژلو پر مهال پوځ پری یښی و . د متباقی ۲۳ دوسیو څخه ۱۴ یې ځان وژني ثابتی سوي حال دا چی پاته ۹ یې لا تر اوسه په جریان کی دي .

په فبرورۍ کی ۸ پوځیانو ځانونه وژلي دي حال دا چی د پاته ۱۰ پوځیانو وژني تر ګرویږنی لاندی دي . دا چی پوځ د فبرورۍ د تعداد  راپور ورکړی  دی ، نو دوې نوری قضیې هم د ځان وژنو په تحقیقاتو کی شاملی سوي دي .

 

په ټولو هغو ۵۶ ځان وژنو کی چی د جنورۍ د لومړۍ نېټې څخه یې راپور ورکول سوی ، ۲۲ یې په اثبات رسېدلي دي ، حال دا چی ۳۴ یې لا تر ګرویږنو لاندی دي .

د پوځ څخه د هغو لومړنیو معلوماتو پر اساس چی تر لاسه سوي ، په مارچ کی د ۱۳ شکمنو ځان وژنو څخه ټول یې نارینه پوځیان دي .

 

پوځ د لوی درستیز مرستیال جنرال پیټر چیارلی ته دنده سپارلې چی د ځان وژنو د مخنیوی هڅی وکړی ، د روزنی نوی لاری چاری جوړی کړی ، او د دې لپاره چی د هغو ځان وژنو اعمال پای ته ورسوی چی په تیرو څلورو کالو کی خورا زیاتی سوي ، باید لنډ مهاله کورسونه او تعلیمی مواد تر لاس لاندس ونیسی .

تر کومه ځایه چی په ۲۰۰۸ کی د ۱۴۳ پوځیانو د ځان وژنو راپور ورکول سوی   چی هغه د پوځیانو د دې ځان وژنو د ډیرښت څلورم کال و ، نو مشرانو د دې اعمالو علتونه هماغه د ګومارنو او هم د خصوصی روابطو له درکه فشارونه بللي دي .

خو چیارلی دا هم وویل چی د ځان وژنو د دې پرله پسې ډیرښت اصلی علت تر اوسه ښه ترا څرګند نه دی . د هغو پوځیانو درېیمی برخی چی په ۲۰۰۸ کی یې ځانونه وژلي  ، د ګومارنی ( توظیف کولو ) حالت نه درلود ، بله درېیمه برخه یې هم هغه کسان وو چی تر سمندرونو آخوا ته ګومارل سوی وو ، حال دا چی متباقی یې هغه کسان وو چی مخکی به همالته ګومارل سوي وو خو د ځان وژنی پر مهال به په هېواد کی اوسېدل .

له دې نه علاوه ، په  ۲۰۰۸ کی د هغو پوځیانو د ځان وژنو سلنه چی څو واره به ګومارل سوي وو ، د هغو پوځیانو د ځان وژنو د تعداد څخه لږ وه چی صرف یو ځل به ګومارل سوي وو او هم دا چی د ۲۰۰۸ کال د ځان وژلو پوځیانو له جملې نه ۵۰ سلنی یې د دماغی ناروغیو د تداوۍ لپاره روغتونونو او کلینیکونو ته مراجعې هم کړي وې .

د ۱۴۳ نفرو څخه  ۱۲۸ یې عسکر وو ، ۴۱ یې هم په جبهو کی خاصی دندی لرلې ، ۸۵ یې ودونه کړی وو ، ټوله نرینه  او  ۱۱۰ یې هم سپین پوستی وو .

 

چیارلی د اپریل د لسمی نېټې په راپور کی وویل چی « د پوځ منشور د ځان وژنو پر مخنیوی د تمرکز پر ځای زموږ د عسکرو او د هغوی د کورنیو د جسمانی ، دماغی او روحیاتی روغتیا پر سمون باندی ډیر وی . که موږ دغه لومړنی کار  وکړو نو دوهم به خپله رامنځته سی . »

چیارلی په دې وروستیو کی د ځان وژنو د مخنیوی لپاره ( ۸ ) ورځنی سفر وکړ چی په دې لړ کی یې د ۸ لویو پوځی تأسیساتو څخه کتنه هم وکړه . چیارلی د خپل سفر او هم د خپرونو سره د خبرو اترو په ترڅ کی د دماغی روغتیا ساتنی اړونده بدنامۍ پر ختمولو باندی ډیر ټینګار وکړ .ده وویل چی « هر پوځی که عسکر دی یا افسر او په هره رتبه چی وی د خپل پوځی ماموریت پر مهال مرستو ته اړتیا لری . د بدنامۍ یا شرم څخه پرته د دغسی کومکونو غوښتنه زموږ په پوځی ټولنه کی دوهمی خصلت دی او دا باید زموږ د کلتور یوه برخه سی . »

 

د مارچ د میاشتی د ۱۳ ځان وژلو کسانو څخه ټول یې نرینه وو ، شپږو یې ودونه کړی وو ، او ۷ یې هم مجرد وو . درو یې هغه مهال ځانونه ووژل چی د وظیفې د اجرأ په حال کی وو ، دوه یې هم افسران وو . ۲ یې درې ځله ګومارل سوي وو ، ۳  یې دوه ځله او ۶ یې هم یو ځل ګومارل سوي وو  او باالاخره ۲ یې هیڅ نه وو ګومارل سوي . پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *