ولسمشر باید د بوش ټیم راکش کړی — نثار احمد صمد

 

ولسمشر باید د بوش ټیم راکش کړی

ډیر امریکایان د مقاماتو څخه غواړی چی هغه کسان محاکمه کړی چی د بندیانو کړول یې تصویب کړي وو

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه ۲۰۰۹/۴/۲۶

ژباړن : نثار احمد صمد

 

هغه هېوادونه چی د کړاو څخه کار اخلی ځانونه خپله بې حیثیته کوی . که پوځ او پولیس کړول وکړی نو هرومرو به وحشی او فاسد شی . د کړاو « محدود » استعمال بېله ځنډه عمومی کیږی . هغه معلومات چی د کړاو څخه رارسیږی اکثرأ د باور وړ نه وی .

زه په دغه پند هله پوه سوم او ومی لیدل چی د الجزایر څخه تر هندوچین ، مرکزی او جنوبی امریکا ، جنوبی افریقا ، منځني ختیځ ، افغانستان او کشمیر پوری می د جګړو « کثیف » آرامول په سترګو لیدل یا می راپورونه ورڅخه رالیږل .

 

د بوش ادارې د دې ټولو تاریخی شواهدو سره سره  د سپټمبر د یوولسمی تر حملو وروسته د امریکایی ضد جنګیالیو ( القاعده تروریسټانو ) کړوَل وهڅول . د دې کار پوره راپورونه نسته ، خو په هغه څه چی موږ خبر یو د کرکی او شرم وړ دي .

ډیر امریکایان د بوش د ادارې د هغو لوړ چارو محاکمه غواړی چی کړاو یې عملی یا تصویب کړی دی . ولسمشر بارک اوباما داسی اشاره ورکړې چی لوی څارنوال دې د دې شوم او ناولی کاروبار ګرویږنی وکړی .

جمهوریت غوښتونکي چی د امریکایی جنګونو او کړوَنو اتلان دي ، د هر ډول تحقیقاتو سخت مخالفت کوی او د کړاو ګټی ستایی . ځینی استخباراتی لوړ چاری هم همداسی وبوله .

 

کړاو د امریکا په قانون کی یو جُرم دی . دا د جنیوا د درېیم کنوانسیون او د ملګرو ملتونو د کړاو ضد کنوانسیون له مخی هم جُرم دی چی دواړه د امریکا لخوا لاسلیک سوي هم دي . په درېیمه نړۍ کی د یو چا تښتول او د کړاو لپاره د شکمنو لیږدوَل یو جُرم دی . کړاو د امریکا اصلی ارزښتونه تر پښو لاندی کوی .

 

امریکا په ۱۹۴۵ کی جاپاني افسران ځکه د جنګی مجرمینو په تور اعدام کړل چی د امریکایی بندیانو ساه یې په اوبو وربندول ( یعنی پر مخ یې اوبه ورتویولې ) کټ مټ لکه سی آی اې چی پر خپلو مسلمانو بندیانو باند اجرا کړل .

د ایف بی آی ګومارلو په حقه سره د القاعده شکمنو په کړولو کی د ګډون څخه ډډه وکړه او خبردارﺉ یې ورکړ چی دا د امریکا د قانون تر پښو لاندی کول دي او ښایی کوم وخت دوی د کړولو په تور محکمې ته هم راکش کړی .

خو جمهوریت غوښتونکي او حتی د اوباما د استخباراتو ریس امیرالبحر ډنیس بلېر بیا ادعا کوی چی د کړولو په نتیجه کی ځینی ګټور معلومات په لاس راغلي دي . البته دا په دې پوری اړه لری چی د « ګټور » څخه یې مطلب څه شی دی ، خو القاعده تر ننه هم هماغسی فعاله ده او اسامه بن لادن هم باالکل آزاد ګرځی . د عراق او افغانستان جګړې دواړي نن ستری ناکامۍ دي چی په یو ټریلیون ډالرو تمامی سوي دي . کړاو امریکا د دوهمی لویی حملې څخه نه ده ژغورلې . د سپټمبر د یوولسمی حمله یوه بې سارې پیښه وه، او القاعده هم صرف یو څو افراطیان لری او بس . د کثیفو بمونو او میکروبونو په هکله د حکومت ادعاګانی ټولي درواغ وې .

 

د ورځی شپږ ځله  ـ

د سی آی اې دغه « ګټور » اطلاعات د دوو شکمنو څخه په لاس راغلل : لومړی خالد شیخ محمد چی په یوه میاشت کی ۱۸۳ واره د اوبو ساه بندی ورکول سوه چی د ورځی شپږ ځله ورباندی اجرا کېده ؛ او دوهم یې هم ابو ذبیده و چی د ۲۰۰۳ په اګسټ کی ۸۳ واره دغه کار ورسره وسو .

 

په عرق کی د امریکا د شیعه ملګرو څخه یو تحقیقات کونکی وویل چی ماته ډیک چینی ، د قدرت یوه ګیره او صرف نیم ساعت وخت راکړﺉ  ( یعنی د دوی د خوښۍ وړ شیان ) نو حتی په ده به هم دا ومنم چی هو همدا زه اسامه بن لادن یم .

 

د امریکا د سنا یو تازه راپور څرګندوی چی کله د بوش ادارې د القاعده سره د صدام حسین د اړیکو ادعاګانی ثابتی نکړای سوې ، نو بس شوروی ډوله طریقې ته یې مخه کړه چی هماغه کړول او په خپلو بندیانو په زوره د هغو تړاوونو منل دي چی هیڅ شتون نه لری . سنا په دغه راپور کی وایی چی د سی آی اې او پنتاګون لخوا د کړاو دغه تخنیکونه په ۱۹۵۰ کلونو کی د شمالی کوریا هغو طریقو ته ورته دي چی امریکایی بندیان به یې کړول تر څو په درواغو یې د میکروبی وسلو په هکله اعترافونو ته مجبور کړي وای . شمالی کوریا د کړاو دغه تخنیکونه د خپلو شوروی کی جی بی لارښوونکو څخه زده کړي وو . د کی جی بی د خوښۍ وړ کړاوونه په ۱۹۳۰ لسیزه او هم ۱۹۴۰ کلونو کی دا وو چی غیر انسانی وهل کوټل به یې کول ، په یخچال کی به یې اچول ، خوب ته به یې نه پرېښودل ، او ناپایه ګرویږنی به یې کولې . سی آی اې او امریکایی پوځ هم دا ټول اعمال ترې کاپی کړل خو یو څو نوری کړنی یې هم پرې اضافه کړې چی هغه په بل مخ اړول ، لوڅ لپړ کول او بې عزته کول یعنی هغه تاکتیکونه چی د اسراییلی تحقیقات کونکو څخه یې اخیستی دي چی هغوی یې د فلسطینی بندیانو سره کوی تر څو مخبرۍ ته یې مجبور کړی . د دې کړنو ښه بېلګه د ابوغریب د جېل لوڅ عکسونه دي .

 

 

مبالغه ډوله قانونی دستورات  ـ

کړاو د ولسمشر بوش ، مرستیال مشر ډیک چینی ، وزیرانو لکه رمسفیلډ او کاندولیزا رایس لخوا تصویب سوی و. څلورو تالی څټو مدافع وکیلانو او دوو بوټ څټونکو لوی څارنوالانو د کړاو د تصویبولو په خاطر سوفسطایی ډوله قانونی دستورونه صادر کړل . دوی ټول باید د یو مستقل قضایی هیأت په منګلو کی راسی .

 

اوس اوس خو اوباما ادعا کوی چی دﺉ به د کړاو څخه کار ځکه وا نه خلی چی دوی مناسبی قانونی مشورې او دستورونه مخته بیایی . نازی مقاماتو چی په ملیونونو انسانان یې ووژل ، هم همداسی کول . نازی حقوق پوهانو یا وکیلانو هله د جرمنی د « وایرمن » دیموکراسۍ لاسونه او پښې قانونأ غوڅ کړل چی د ۱۹۳۳ په فبرورۍ کی یې پر « رایختر » باندی د « تروریسټی حملې » څخه صرف دوې میاشتی وروسته نازی دیکتاتوري تحمیل کړه .

 

کله چی ما د امریکا په پوځ کی خدمت کاوه ، نو دا  رازده کېدل چی هر ډول غیر قانونی امر ، که هغه حتی د جمهور ریس لخوا هم وی ، باید و نه منل سی .

آیا موږ د هماغه ۱۹۴۰ لسیزی څخه هیڅ هم نه دي زده کړي ؟ نړۍ ته دا وښیاست چی امریکا قانون مراعاتوی او د بشری حقوقو او انسانی کرامت دغه منفور او ناولي تیري  ردوی . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *