دا خو ډیر بد کار وسو! — نثار احمد صمد

 

 

دا خو ډیر بد کار وسو!

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

خلک وایی چی  « د تروریزم پر ضد جنګ » پای ته ورسېد . کوم اوربند رامنځته نه سو . کوم تړون هم لاسلیک نه سو . ټوله شیان داسی په آرامه او عادی توګه ایسته وغورځول سول لکه پوچک ( نیم سوخته ) سګریټ چی څوک غورځوی . که دا « جنګ » په رښتیا هم ختم سوﺉ وي ، نو دا خو ډیر بد کار وسو . ځکه ، دا د خلکو جنګ نه و بلکی د څو لویو کمپنیو او شرکتونو جنګ و . امریکایی او اروپایی ولسونه خو په دې جنګ کی زیانمن ، خوږمن او غمجن سول حال دا چی صنعتی ـ پوځی اتحاد بیا پکښی آباد ، ښاد او په مراد سو .

که د « تروریزم سره جنګ » په رښتیا هم ختم سوی وی نو آیا کوم برﺉ یې په نصیب سو ؟ څه ګټه یې وکړه ؟ آیا « تروریزم » یې په رښتیا هم تباه او ورک کړ ؟ آیا القاعده یې محوه کړه ؟ اسامه بن لادن یې ونیو یا یې ووژﺉ ؟ آیا اته کاله وروسته افغانستان دمځکی څخه آسمان ته ورسېد ؟ وغوړېدﺉ ؟ سمسور او دیموکراتیک سو ؟ طالبان ، جنګ سالاران ، بدمعاشان ، تریاک ، هیروین ، ظلم ، وحشت ، فساد ، جنګ او تباهی ټول ورک سول ؟ آیا هېواد ګل و ګلزار سو ؟ که دا هر څه نه وی سوي ، نو بیا دا« جنګ » څنګه په پټه خوله پای ته ورسېد ؟ نه ، ښایی دا غلطه خبره وی . د « ترور پر ضد جنګ » به ختم سوی نه وی بلکی هغه به یو کونج ته راوړل سوی وی چی هماغه د افغانستان پښتنی سیمی دي ! وګورﺉ بارک اوباما پخپله د « افپاک » ( یعنی افغانستان او پاکستان ) د ستراتیژۍ د اعلانولو پر مهال د مارچ پر ۲۷ مه داسی اعتراف وکړ : « غواړم چی امریکایی ولس په دې پوه سی چی موږ یو واضح او متمرکز هدف لرو : غواړو په افغانستان او پاکستان کی القاعده سره وپاشو ، تس نس یې کړو اومات یې کړو ، او په آینده کی هر کوم هېواد ته د هغوی ورتلل تم کړو . هو، دغه زموږ هدف دی چی باید تر لاسه یې کړو . »

 

ښه ، خبره اته ( ۸ ) کاله وروسته بیا هم هماغه « القاعده » او هماغه « اسامه بن لادن » ته راجع کیږی . نو آیا نه سو ویلای چی القاعده په عام ډول او بن لادن هم په خاص ډول په تاریخ کی ( ښه یا بد ) نوم وګټی ؟ وګوری ده په خپله یوه فیته کی داسی ویلي دي : « موږ امریکا تر مفلیسۍ او ډیوالی توب پوری زخمی کوو . » داسی ښکاری لکه هغه چی په خپل قول کی صادق دی ، ځکه د واشنګټن پوسټ له مخی « پر امریکا باندی د حملې لپاره د القاعده هر مصرف سوی ډالر  واشنګټن ته په یو ملیون ډالرو تمام سوی دی چی هغه د اقتصادی زیان او پوځی لګښت له درکه دی . » بل دا چی آیا نه سو ویلای چی بن لادن یوه امپراتوري ماته کړه خو دوهمه یې راغوځاره کړې ده ؟ وګورﺉ ده د افغان مجاهدینو په ملګرتیا د شوروی اتحاد ټوله وینی ترې وکښلې او دې حالت ته ورساوه چی په یو پوف سره چپه کېدﺉ . همدا وجه ده چی هماغه لوی دېب د افغانستان څخه په مجردې وتلو سره راچپه سو ، ساه یې ورکړه او مړ سو . بن لادن وروسته د امریکا عزت النفس یا شخصیت هم وګواښاوه چی هغه په ۱۹۹۱ کی د سعودی عربستان مقدسی خاوري ته د  پوځیانو د ورلېږلو له امله و  . ده سمدلاسه جهاد ورسره اعلان کړ او څو ځایه یې پزه ور  وینی هم کړه . که د سپټمبر د یوولسمی حمله په رښتیا هم بن لادن کړې وی ، نو په هغه سره خو یې د امریکا لړمون ورڅیری کړ .

 

د سپټمبر تر حملې وروسته د خطر سره څراغونه ولګېدل ، امریکایانو خپل کورونه وپوښل ، کړکۍ یې لاک او مُهر کړې تر څو د افغانستان د تورو غرونو له غارونو یعنی لس زره کیلو متره واټن څخه څو ږیره لرونکي ، بګړۍ وال ، په نس وږي ځوانان ور په هوا نه سی او د « تمدن پر زانګو » د ابابېلو غوندی ډبري و نه اوروی !

بوش هم ژر لستوڼي راپورته کړل ، پر برېتو یې لاسونه تیر کړل او دومره ستر مبلغونه یې راویستل چی تر دوهمی نړیوالی جګړې وروسته هیڅ سارﺉ نه لری .د خزانې جعبې او لویی لویی تجرۍ ګانی یې پرله پسې خالی کولې او هغه یې د « ترور پر ضد د جنګ » دغه بَل کړې اور ته ورغورځول . فډرالی بودجه د خپل غټ ترین مازاد ( اضافګۍ ) څخه خپل غټ ترین کسر ( زیان ) ته وښوېده . امریکایی ټولنه د اقتصادی عوایدو او مالی استحکام له مخی سَوکه سَوکه په چټلو اوبو کی ډوبېده . د سود نرخ د لسو څخه ( په ځینو برخو کی حتی ) یوې سلنی ته راکښته سو . لوی شرکتونه او بانکونه د رکود او سقوط په غېږ ورغلل . د امریکا ملی پور  لس ټریلیونه ډالرو ته ورسېد چی د امریکا تاریخ یې هیڅ سارﺉ نه لری ، یعنی دا چی پر هر امریکایی ( که زوړ دی یا شیدې خور ماشوم )دیرش زره ډالره رسیږی .

 

په حقیقت کی اسامه بن لادن دومره ستر عمل وکړ چی د نړۍ تاریخ یې هیڅ بېلګه نه لری ، یعنی دا چی ده د نړۍ تر ټولو پنډ ، چاغ او په غوښو پټ سړی داسی وڅټی یا یې وزبېښی چی ټول یې وچ کلک او نرﺉ لرګی کړ ! په تیرو  دوو کالو کی پر مالی مارکیټونو او اقتصاد باندی نازله سوې ټکه  د دغه پنډ ترین انسان د چاودلو آواز  و ! بن لادن د امریکا اقتصاد ته پنځه ټریلیونه ډالره زیان پېښ کړ او فرد فرد امریکایی یې د مالی ، روحیاتی او اجتماعی بحران په غېږ  وروست . دغسی کار نه سکندر کړی و ، نه ناپلیون ، نه هټلر ، نه سټالین او نه هم جورج بوش کړی و بلکی صرف یو سړي وکړ چی هغه همدا بن لادن دی .

هو، د « د ترور پر ضد په جنګ » کی تروریسټانو ټانکونه نه لرل ، نه یې هم الوتکی لرلې ، نه بیړۍ او اوبتلونه ، نه هم پوځونه او  جنرالان ، نه عصری او پرمختللی وسلې ، نه چرمی برګ جمپرونه او نه هم برېښنده هلمټونه ( اوسپنیزه خولۍ ) ، حتی هیڅ کوم ټاکلی فزیکی وجود یا جبهه یا هېواد یا یونیفورم او عسکر یې هم نه لرل . خو بیا هم دا هغسی یوه « ستره بلا » وه چی د هر امریکایی جنرال او عسکر تر څنګ د سیوری غوندی ورسره تلله او هغه یې د ورځی آرام او د شپې قرار ته  نه پرېښودﺉ .

چارلی ریز مشهور امریکایی خبریال چی ۴۹ کاله یې دغه دنده مخته بېولې ، داسی لیکی :

« د ۱۹۴۵ راهیسی هیڅ کوم هېواد زموږ ( امریکا ) پر ضد جنګ نه دی اعلان کړی ، مګر موږ  د ډیرو هېوادو سره جنګ کړی دی . له همدې امله تر دې کال وروسته زموږ ټول جنګونه د آزادۍ او دیموکراسۍ لپاره نه بلکی د پانګوالو دګټی په غرض دي او زموږ هر څونه عسکر چی وژل سوي ، هغوی د سپینی ماڼۍ د هوسونو او جاه طلبیو قربانی سوي دي ، نه د امریکا د بقأ په خاطر .

موږ د کوریا ، ویتنام ، لبنان هر یوه په کورنیو جګړو کی ور ګډ سوي  یو . په لس ګونو هغه دولتونه او مشران مو بېواکه کړي چی زموږ د مشرانو به خوښ نه وو ( لکه پاناما ، ګریناډا ، افغانستان ، عراق ) .

یو مسلمان متعصب شخص یعنی بن لادن یوازینی سړﺉ دی چی زموږ پر ضد یې جګړه اعلان کړې ده خو هغه وطن نه لری ، حکومت نه لری او پوځ هم نه لری . هغه صرف ۱۹ ځوانان راولېږل ، زموږ د بلیونونو ډالرو په استخباراتی شبکه راننوتل . موږ یې غافلګیره کړو او زموږ په خپلو څلورو طیارو یې داسی حمله راباندی وکړه چی تاریخ یې سارﺉ نه لری . د دې پیښې څخه اته کاله تیر سوي دي چی موږ پر دوو هېوادو یرغلونه هم وکړل ، په سلګونو بلیونه ډالره مو هم مصرف کړل ، په زرګونو امریکایی پوځیان مو  تلفات ورکړل ، سختی تباهۍ مو هم پیښی کړې مګر بیا مو هم نوموړﺉ شخص و نه نیوﺉ یعنی هغه سړی چی ډیر جګ دی خو په کوچنیو خلکو کی پټ دی ! هیڅوک هم نه دی حاضر سوی چی د هغه په سر ( ۲۵ ) ملیونه ډالره جایزه واخلی . نو د دې خبرې معنا څه ده ؟ معنا دا چی افغانانو او سرحدی قبایلو ته بن لادن یو اتل دی . پر هغوی بن لادن ډیر ګران دی حال دا چی زموږ څخه کرکه لری . مګر بیا هم زموږ  د ځوانانو وینی بهول کیږی چټی او ناحقه . »

 

جالبه لا دا چی د امریکا په دننه کی هم « تروریزم » پر هر امریکایی خوب حرام کړی و . د کورني امنیت وزارت د هغوی د میندلو لپاره درې بلیونه د هوایی ډګرونو تلاښۍ وکړې او د ډیرو کسانو څخه حتی د هغې ورځی سفرونه پاته سول . آیا پوهېږﺉ چی په دې دومره تلاښیو او سرګردانیو کی یې څو تروریسټان ونیول ؟ ځواب دا چی یو هم نه!  دا ولی ؟ ښایی لومړی دا چی : که تروریسټان په رښتیا هم موجود وو ، نو هغوی ښه ملنډي په ووهلې . دوهم دا چی تروریسټان په امریکا کی له سره موجود نه وو بلکی دا هرڅه یوه ډرامه وه چی نندارې ته وړاندی کېده . همدا علت دی چی « د تروریزم پرضد جنګ » هغه پړسوَل سوې بوغۍ ( فوقانه ) وه چی په یوه جټکه سره وچاودېده او ټول باد یې ووت . او ځکه نو دا یو داسی جنګ و چی په پای کی یې هیڅ کوم جشن یا شاخِص هم نه درلود بلکی د اوباما لخوا په پټه خوله پای ته ورسول سو!  په رښتیا هم دا ډیر بد کار وسو ، ځکه د افغانستان او عراق اشغال هماغسی مرعی الاجرا دی  او افغانان او عراقیان او د ډیورنډ تر مصنوعی کرښی آخواته پښتانه هماغسی وژل کیږی ، لاکن  د « ترور پر ضد جګړه » پای ته ورسېده .  دا خو ډیر بد کار وسو!  پای

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.