افغان انتخابات به د ملنډو یوه ډرامه وی — نثار احمد صمد

 

افغان انتخابات به د ملنډو  یوه  ډرامه وی

سره له دې چی څوک به ډیري رایی وګټی ، خو اوباما به د افغانستان اصلی مشر کښینوی

 

لیکوال  : اریک مارګولیس

منبع  : ټورنټوسن ورځپاڼه  ( کاناډا )

نېټه  : ۱۶، اګست  ۲۰۰۹

ژباړن  :  نثار احمد «صمد»

 

دافغانستان لپاره د اګسټ د شملی نېټې متوقعه ولسمشریزه انتخابات به په سیاسي صحنه کي هغه په لاس جوړ سوﺉ عمل وی چي هدف به یې دا وی تر څو نا آرامو لویدیځو رایو ورکونکو ته وښي چي وګورﺉ د امریکا تر مشرۍ لاندی ددغه جګړه ځپلی هیواد تر  اووه کلني نیونی وروسته ترقی بیا هم روانه ده .

خو اکثریت افغانان ښه پوهیږی چي څوک به یی وګټی  :  دا هغه کاندید دﺉ چي امریکا او د هغه ناټو ملګرو غوره کړی دی  .

 انتخابات به اکثراْ په ښاری سیمو کی د لویدیځو پوځونو تر ټوپکونو لاندی کیږی . اطراف او کلیوالي سیمي ، چي د طالبانو  یعنی هغو کسانو تر کنټرول لاندی دي چي کروندګر دي خو په پټه جنګیالي هم دي ، د دغه انتخاباتي حروف جنګۍ دپاره  له خطره ډکی دي . د ورځي لخوا نیم افغانستان خو د شپې لخوا٪ ۷۵   افغانستان د طالبانو تر واک لاندی دی .

 

دغه انتخابات او د رایو شمیرلو انتخاباتی کمیسیون د امریکا په روپیو او اداره سره چلیږی . عمده کاندیدان هم همداسی وبوله . د امریکا لخوا استخدام سوي لس زره افغانی اجیران به د رایو صندوقونه  کنټرولوی او رایی ورکونکي به تهدیدوی .

طالبان چي پښتانه او شديداْ  کمونیسټی ضد او سخت مذهبی غورځنګ دی ، منع سوي دي . پښتني قبایل چي دافغانستان د وګړو څه باندی نیمایی برخه جوړوی ، د بهرنیو اشغالګرانو لخوا د قدرت څخه ایستل سوي دي .

 طالبانو هوډ کړی چي د دغو ساختګی او جعلی انتخاباتو سره به جنګیږی چي دوی یې د بهرنۍ نیونی یوه ذریعه بولی ، خو بیا هم ځینو قوماندانانو منطقوی اوربند منلی دی . نوری هغه ملي او قبایلی ډلی چي د بهرنۍ نیونی سره جنګیږی په تیره بیا د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامی او د جلال الدین حقانی ځواکونه، هم ددې انتخاباتو څخه محروم کړه سوي دي .

په حقیقت  کي ټول ګوندونه منع سوي دي ؛ صرف هغو افرادو ته د مبارزې اجازه ورکول سوې ده چي په خپلو ساختګی انتخاباتو کي د امریکا د منځني ختیځ د ملګرو د خدعې او جنګي تدبیر د خوښۍ وړ  وی . اصلی واک د امریکا لخوا د نصب کړي  افغان مشر حامد کرزي او د هغه د دوو مرستیالانو یعنی پخواني کمونیسټی استخباراتی مشر محمد فهیم چي یو تاجک دی او ازبیک جنګسالار رشید دوستم سره دی . د پخواني افغان کمونیسټي رژیم دا دوې اصلی پایې د پخوانیو شوروی نیونکو اساسی سیاسی نوکران وو ، او په خورا ظالمانه جنګي جنایتونو متهم دي .

 

وړ او مناسب کسان

کاندید عبدالله عبدالله چي یو مامور دی ، د هغه تاجکی شمال ایتلاف لخوا راوړاندی سوﺉ چي د مخدره موادو د کاروبار تور ورباندی لګول کیږی . دﺉ ګوماناْ د کرزي اصلی سیال دی . اشرف غنی یو بل کاندید دی . دواړه مناسب کسان دي چی په جنګی جنایتونو ککړ نه دي او نه هم د شورویانو سره په همکارۍ ملوث دي، خو په کلکه د واشنګټن په حساب کي شامل دي .

 د شمال تاجک او اوزبیک چي د اکثریت یعنی پښتنو روایتی دښمنان دي ، د روسیې، ایران او هند یعنی هغو هیوادونو پټ او ښکاره ملګري دي چي هر یو یې په افغانستان کي خپلی نقشې او طرحي لری .

 

 کله چي شورویانو افغانستان د ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ پوری نیولی و، نو د امریکا تر فعلی اداره کړو انتخاباتو یې مناسب تر انتخابات وکړل .  دا صحیح ده چي د شورویانو سړي یعنی نجیب الله هغه وګټله ، خو لږ تر لږه د عقیدوی اختلاف ږغ راپورته و . خو د واشنګتن په دغو جوړو کړو انتخاباتو کي ټول اصلی مخالفین منع او محروم سوي دي .

کاناډا هم چي په افغانستان کي یو شمیر نوو استعماری جاه طلبیو ته زور  ورکړی، غواړی هغه را روان انتخابات مشروع او قانونی وښي چي اکثریت افغانان یې ساختګي او غولونکی بولی  . ملګری ملتونه هم همداسی کوی  ، چي د یو لوړ امریکایی مامور په وینا  « د امریکا د بهرنۍ تګلاري یوه اصلی وسیله » ګرځیدلې ده . دا واشنګټن دی چي د دې جوړښتون فعلی کمزوره سرمنشی بان کی مون د خپلی دندی په اجرا کی په خپل بوټ پسي کشوی .

 

تاریخ ته کتنه :

په دغسی وخت کي د شمالی امریکا ګوندیزه خپرونی انتخابات په لوړ ږغ سره خپروی . خو هغوی ډیر ځله پخواني شیان هیروی . لکه څنګه چي په ۱۹۶۷ کي نیویارک ټایمز په ویتنام  کي د امریکا تر پالنی لاندی انتخاباتو په هکله ولیکل چي : « په دغو خورا عالي او مؤفقو انتخاباتو کي ٪ ۸۳  خلکو رایی ورکړې ……. چي دا په ویتنام کي د قانونی واک د بهیر د  ودی په هڅونه کی د ولسمشر جانسن د تګلاری د تندی خال ګڼل کیږی . »

 

دا انتخابات به وسی ، خو دا چي خورا ډیر افغانان کرزﺉ نه خوښوی، نو ممکن خبره بلی خوا ته ولاړه سی . ښایی واشنګتن د سی آی اې لخوا تصویب سوﺉ د نړیوال بانک « مدیر» د بیچاره کرزي پر ځای وترپی ، او دوه  اړخیزه په نوم مشر ترې جوړ کړی . خو هر څوک  که یې وګټی ، د افغانستان اصلی مشر به دولسمشر بارک اوباما  لخوا کښېنول کیږی  .

وران ویجاړ افغانستان په نهیلۍ سره داسی واقعی او صادقانه انتخاباتو او صبرناکی ملی پخلاینی ته اړتیا لری چی  د بهرنۍ لاسوهنی او جوړونی څخه آزاد  وی  .  هو، سولی ته اصلی او رښتیانۍ لاره همدغه ده .

 

خو اوباما سره له دې چي نسی کولای چي موده یې په دقت سره وټاکی ، بیا هم په نامیندۍ سره د یو څه بریالیتوب  په تمه دی . لوی امریکایی جنرالان اخطار ورکوی چي که امریکایی پوځیان دوه چنده زیات نسی، نو ښایی په افغانستان  کي د ماتې سره مخامخ سو . امریکایان او کاناډایان دې ته چمتوینه نیسی چي دا جنګ « دافغان دیموکراسۍ د دفاع په خاطر » نور هم پراخ کړی .

 

کاناډا ، برتانه او د ناټو نور غړی ځکه وارخطا او بیریدلي دي چي تلفات یې په چټکۍ سره زیاتیږی ، او هغوی خپلو رایی ورکونکو ته د افغانستان د استعمار ددې بدبختۍ څخه د  وروړاندی کولو بل هیڅ شی هم نلری بېله دې چي د مړو تابوتونه وروړی او د منځنۍ آسیا د تخیلی تیلو او ګازو د خیال پلو پوچ امیدونه ورمخته کړی  . پای

 

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *