د کمکی اختر په مناسبت د حزب اسلامی افغانستان د امیر ورور حکمتیار پیغام

 

د کمکی اختر په مناسبت د حزب اسلامی افغانستان د امیر ورور حکمتیار پیغام

ارسالی سايت محترم عقاب

 

بسم الله الرحمن الرحیم
فاصبر ان وعد الله حق ولایستخفنک الذین لایوقنون.
الایه

ګرانو هیواد والو!
په سنګرونو کی پرتو مجاهدینو
!
ورونو خویندو! السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

  
د کمکی اختر د رارسیدو په مناسبت مبارکی وایم، الله تعالی دی ستاسو طاعات، عبادات او دعاګانی قبولی او ستاسی هیلی تر سره کړی او راتلونکی اخترونه دی په داسی حال کی راولی چی هیواد مو ازاد وی، ټول اشغالګر ځواکونه وتلی وی او په آزاد او خپلواک افغانستان کی د مجاهدینو په لاس د افغان ولس د خوښی اسلامی حکومت جوړ شوی وی
. انشاالله دا ستره او سپیڅلی هیله به ترسره کیږی، امریکایان او انګریزان به د خپلو روسی ملګرو په څیر زموږ له هیواده وځی. او دشوروی اتحاد په برخه لیک به
اخته کیږی، ددی ورځی د رارسیدو په هیله او له دی فرصت نه په استفادی سره څو عرایض لرم
:

امریکایان او انګریزان له عراق او افغانستان نه د وتلو په حال کی دی، باید دی ته متوجه و چی مسکو او واشنګټن او زموږ کینه
کښ ګاونډیان بیا هغه حالت زموږ پر ملت رانه ولی، چی د شوروی ځواکونو له وتلو وروسته یی راووست، ځینی وطن پلورونکی او منافقی ډلی هماغه کار ته بیا کاندید شوی چی په تیرو څو کلونو کی یی وکړ، دوی هغو نوکرانو ته ورته دی چی هر سهار اډی ته درومی او د استخداموونکو راتلو ته سترګی په لار ودریګی، دوی ته مهمه نده چی استخداموونکی څوک دی او څه کار پری کوی، داجوری په مقابل کی هر کار ته چمتو دی
.
 
ددی توطئی شنډول له ټولو مومنو مجاهدینو او ازادی غوښتونکو افغانانو د هوشیاری غوښتنه کوی، باید ټول مجاهدین او وطن پال او ازادی غوښتونکی افغانان یو بل ته لاس ورکړی او پری نږدی چی دا فاجعه بیا تکرار شی
. د دښمن په لومو کی پریوتی نا افغانان دی هم پوه شی چی هغه ترخه تجربه بیا نشی تکراریدای، نه یی امریکا په اقتدار کی ساتلای شی او نه یی مسکو او د هغه منطقوی ملګری قدرت ته رسولای شی.
 
په انتخاباتو کی یو ځل بیا د روغی جوړی خبری اوریدل کیدی، کاندیدانو غوښتل پدی سره د ملت حمایت ترلاسه کړی او په صندوقونو کی زیاتی رایی ولویږی، خو ملت پوهیږی چی هم انتخابات یوه غولوونکی ډرامه او مسخره لوبه وه، او د کاندیدانو شعارونه درواغجن او د ولس د غولولو لپاره و، نه دی ته طمع ساتی او نه دا د حل لار ګڼی، پو هیږی چی راتلونکی حکومت به د افغانانو په خوښه نه بلکه د اشغالګرا نو په خوښه جوړیږی او هماغسی به کوی چی په تیرو اتو کلونو کی یی وکړ. پدی باوردی چی د حل یواځینی لار د جهاد ادامه او تر هغه خپله وسله په ځمکه نه ایښودل دی چی ټول بهرنی ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستانه ووځی
.
 
 
ومو لیدل چی په انتخاباتو کی له هرو شپږو افغانانو نه یواځی یوه برخه واخیسته ، هغه هم ددی لپاره چی دشمنان وتوانیدل په خپلو پراخو او زهرجنو تبلیغاتو سره قومی او ژبنی تعصبات وپاروی او ناپوه افغانان د سمتی او ژبنی تعصب په غوښتنه د خپل سمت او قوم کاندید ته  رایه ورکولو ته وهڅوی. پدغی مسخره لوبی کی چی ټول یی له درغلیو ډک انتخابات ګڼی هغه څوک به د بریالی او ګټونکی په نامه اعلانوی چی له لسو افغانانو نه یوازی یوه کس رایه ورکړی!! دا شوه د غرب دیموکراسی!! دا عجیبه مه ګڼی چی ولی غربی چارواکوداسی انتخابات یوه لویه بریا او ددیموکراسی په زړه پوری نښه وګڼله چی په اشغال شوی هیواد کی ، دپردیودټاکنو مخی ته ، دجهازونو تروزر لاندی، په داسي حال کي ترسره شوی وو،اوپه خپله اعتراف کوي چي له درغلیو اوتزویرونو ډک ول
!!
 
 
دامریکایانو اوانګریزانو له وروستي اقداماتو معلومیږي چي غواړی اسلام آباد اوتهران دافغانانو په ضد مزید څه کولو ته تیار کړي، یو د امتیازاتو د ورکولو له لاري اوبل د تهدیدونو او ګواښونو سره ، دپاکستان اوایران چارواکو ته توصیه کوم چی دافغانانو په ضد دامریکایانو له ملګرتیا لاس واخلی،له امریکایانو نه دامتیازاتو ترلاسه کولو لپاره په دی مه راضی کیږی چی مظلوم افغانان مزید په وینو کی ورغړي اوهیواد یی وران شي ،مه خپلی ملی ګتی په دی کی لټوی چی زموږ په هیواد کی جګړه دوام وکړی اومه یی د امریکایانو دګټو لپاره قربانی کوی ، په دی پوه شی چی امریکا دپاکستان اوایران په اړه يی لري. په دی پوه شی چی له مظلومو افغانانو او عراقیانو سره چی هره معامله کوی، الله تعالی به دحتما ددی سزا درکوي اوله تاسو سره به دهمدغسی څه کیدو پریکړه کوي
.
 
اسلامی امت ته می پیغام دادی چی دافغانستان او عراق جنګ داسلامی امت دبرخلیک جنګ وګڼی ،په دی جنګ کی برخه واخلی ،دصالح اومخلصو مجاهدینو ملاتړ وکړی، دافغانستان په اړه چی ځینی اشتباهات وکړل،دمجاهدینو په لیکوکی داختلاف باعث شول اوداسی دلی یی جوړی اووپاللی چی اوس دامریکایانو ترقومندی لاندی دخپل ولس په ضد جنګیږی ،پام کوی چی داترخه تجربه بیا تکرار نشی!! ددښمن داتوطئه شنډه کړی چی غواړی داسلامی امت په ضد له شیعه وو همغه کار واخلی چی په تیرو صلیبی جګړوکی تری واخیست
.
 
افغانانو ته دا توصیه کوم چی په جهاد کی فعاله برخه واخلی ،په لاس،ژبه ،قلم اوخپل مال سره دمجاهدینو مرسته وکړی چی له اسلام نه دفاع په خاطر په سنګرونو کی پراته دی اوپه میړانه ددښمن مقابله کوی ، هغه څوک سپک اوذلیل وګڼی چی دجهاد اومجاهدینو دتایید اوملګرتیا په ځای ددوی په ضد تبلیغات کوی
.
 
 
مجاهدینو ته داتوصیه کوم چی خپله ټوله توجه اصلی دښمن ته واړوی
. په نورونښتوکی ځان مه مصروفوی ،کله چی دخپل ټوپک شاجور کي مرمی اچوی نو نیت اوقصد موباید داوی چی دابه یوازی داصلی دښمن په سینه کی تشوم، هغه کسان په خپلو لیکو کی مه پریړدی چی خلک ځوروی،اسلامی اخلاق نه لری ، اسلامی اصول نه مراعاتوی، دمجاهدینو ترمنځ اختلافات او لانجی راولاړوی،د مجاهدینود یووالی مخه نیسی ، به جوماتونو ،مدرسو،مکتبونو،کلینیکونو،پلونو، دفترونو اوعام المنفعه تاسیساتو او هغو ځایونو کی چاودنی کوی چی عام ولس ته په کی تاوان رسیږی، داصلی دښمن دجنګی ځواک دځپلو پرځای نوری موخی لری،پرپوستو بریدونه ته زړه مه ښه کوی،له داسی چاودنوډډه وکړی چی عام ولس ته په کی زیان رسي، ددولت مامورین، ښونکی،قاضیان ،ملایان،انجنیران،داکتران،خبریالان اونور غیر محارب کسان مه وژنی،له خلکونه په زورعشراوزکات داسلامی حکومت له لوری اوله هغوخلکو اخیستل کیږی چی امنیت يی اسلامی حکومت تامینوی. خلک تشویق کړی چی خپل عشر، زکات اوصدقات په خپله خوښ مجاهدینو ته ورکړی.
 
افغان ولس باید مطمئن وی چی ددغه مبارک جهاد په نتیجه کی انشالله ټول بهرنی ځواکونه زموږ له ګران هیواده وځی او په خپلواک او آزاد افغانستان کی به ستاسو دخوښی اسلامی حکومت جوړیږی. دهغی ورځی درارسیدو په هیله
.
 
 
                                         
مړه دي وي داسلام دښمنان

 
                                              
بریالي دي وي مجاهدین

 
                                                           
حکمتیار

                                                         
افغانستان

                                               
د
۱۳۸۸ کال کمکی اختر

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *