افغانستان د نړۍ دوهم هیواد؟ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

افغانستان د نړۍ دوهم هیواد؟

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

نن پر افغانستان د امریکا د پوځی یرغل اته کاله پوره سول او د خپلی بلواکۍ نهم کال ته ننوت . امریکا په دې اتو کالو کی افغانستان ته دومره کومکونه او خلعتونه عطأ کړي چی د هغو په برکت هېواد نن د نړۍ دوهم مقام ته رسېدلی دی .

وګورﺉ افغانستان د بروکینګ انستیتوت د څیړنو له مخی د « کمزوره ترینو دولتونو » څخه دی او د نړۍ د پای لخوا دوهم هېواد دی . البته عفو غواړم ، د دوهم مقام څخه می مطلب د پیل لخوا نه بلکی د پای لخوا دی . که د امریکا پیرزوینه نه وای ، نو ممکن افغانستان آخری مقام درلودای چی هغه  سومالیا ده ! نوموړې  څیړنه دا هم ثابتوی چی افغانستان د « ناخالص کورني تولید » له مخی هم په نړۍ کی د پای لخوا دوهم هېواد دی چی وروستی یې هماغه سومالیا دی . بل دا چی د افغانستان ۲۸٪ وګړي د لیک لوست ( سواد ) په ګېڼه پسوللي دي چی په دې برخه کی هم د نړۍ د هېوادونو د پای لخوا دوهم دریځ لری . ملګري ملتونه وایی چی په افغانستان کی د هرو یو لک ( سل زرو ) حامله ښځو څخه ۱۶۰۰ یې هر کال د ناسمو روغتیایی ستونزو له امله مړې کیږی چی دا په دنیا کی د نایجریا څخه رامخکی  د پای لخوا دوهم مقام دی . نو آیا دا عالی مقامونه د امریکا د اته کلونو « خدمتونو ! » او « کومکونو ! » نتیجه نه ده ؟  باالکل همداسی ده ، که نه هرومرو به آخری مقام ته رسېدﺉ !

که د نوری غربی نړۍ مصارف عجالتأ پریږدو ،  یوازی امریکا په تیرو ( ۸ ) کالو کی په افغانستان کی ( ۲۶۶ ) بلیونه ډالره مصرف کړي دي چی د دې څخه یې ۹۰٪ په پوځی برخه کی او فقط ۱۰٪ یې په بیا رغاونه کی لګولي دي . نو آیا دا لورینه د واشنګټن ستر کومک او خدمت نه سو بللای ؟!

په هر صورت ، اوس به یو لړ نوری احصایًیې هم ذکر کړو تر څو وګورو چی د امریکایی نیونی له برکته افغانستان څه نعمتونه حاصل کړي دي ( البته دا ټول احصایًیوی ارقام او اعداد می د امریکایی معتبرو مراجعو ، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو څانګو او په کابل کی د ځینو انجوګانو د راپورونو څخه راغونډ کړي دی .  دا سروې ګاني زیاتره په ۱۹۲ هېوادونو کی سوي دي . )

 

ـ افغانستان د شیدوخورو ماشومانو د مړه کېدو له مخی په نړۍ کی د پای لخوا درېیم مقام لری ( چی د هرو ۱۰۰۰ نوو زوکېدلو ماشومانو څخه یې ۱۵۷ مړه کیږی ) .

ـ په افغانستان کی د وګړو متوسط عمر ۴۴ کاله دی چی په دې حساب هېواد د پای لخوا څوارلسم مقام لری .

ـ افغانستان د انفلاسیون له مخی په نړۍ کی د پای لخوا شپږم هېواد دی ( چی د انفلاسیون کچه یې ۱۶٬۳٪ ده ) .

ـ په افغانستان کی د بېکارۍ اندازه ۴۰٪ ده چی له دې درکه د پای لخوا نهم مقام لری .

ـ بودجوی عاید یې ۲۷۰ ملیونه ډالره دی چی د پای لخوا پنځه دېرشم هېواد دی .

ـ افغانستان د فساد له مخی په نړۍ کی د پای لخوا اتم هېواد دی .

ـ افغانستان د دیموکراسۍ له مخی د پای لخوا یوویشتم هېواد دی .

ـ د ناکامو دولتونو په لیست کی افغانستان د نړۍ د پای لخوا اووم مقام لری .

ـ افغانستان د غربت له مخی په نړۍ کی د پای لخوا څلورم غریب ترین هېواد دی .

ـ د نړیوال روغتیایی جوړښتون  له مخی افغانستان د روغتیایی خدمتونو له پلوه د پای لخوا شلم دریځ لری .

ـ افغانستان  د تریاکو د تولید او صادراتو له مخی د نړۍ اول مقام لری یعنی د نړۍ ۹۲٪ تریاک تهیه کوی او دا د امریکایی اته کلنی نیونی تر ټولو ښه پېرزوینه ده !

 

که په نړیوال ډګر کی د « مقام » له امتیازه فعلأ تیر سو ، نو په نورو برخو کی یې د ترقۍ او سوکالۍ کچه په دې ډول ده :

ـ د افغانستان کورنی ناخالص تولید ( جي ډي پي ) ۲۳ بلیونه ډالره دی چی د دې څخه یې ۳ بلیونه ډالره د مخدره ییز کاروبار له درکه دي .

ـ د افغان حکومت کالنۍ بودجه ۶۰۰ ملیونه ډالره ده ، خو د څلورنیم لکو ( ۴۵۰۰۰۰ ) متوقعه امنیتی ځواکونو بودجه به د ټول افغانستان د بودجې ۵۰۰٪ وی ( دا ستر مبلغ  به له کومه کیږی ؟ امریکا به یې تادیه کوی ! )

ـ امریکا په تیرو ( ۸ ) کالو کی دلته د بیا رغاونی لپاره ۳۸ بلیونه ډالره خرڅ کړي دي چی تر نیمایی زیات یې د استخباراتو ، اردو او پولیسو په جوړښت کی ضایع کړي دي ( مثلأ یوازی یې د پولیسو په جوړوَنه او روزنه کی لس بلیونه ډالره مصرف کړي دي ! )

ـ امریکا په افغانستان کی ۳۶ جېلونه لری چی پنځلس زره کسان پکښی بندیان او د تشدد سره مخامخ دي .

ـ امریکا یوازی د افغانستان په شمال کی ۷۴ پوځی اډې لری ، په ټول هېواد کی یې دقیق تعداد معلوم نه دی .

ـ په افغانستان کی یو امریکایی عسکر ته د ورځی سل ډالره ( بېله نورو امتیازاتو څخه ) ورکول کیږی .

ـ په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو لپاره د ورځی ۸ لکه ( ۸۰۰۰۰۰ ) ګیلنه  تیل مصرفیږی . یو ګیلن تیل چی تر ټولو مشکلاتو او ضایعاتو وروسته رارسیږی نو هغه په  ۱۰۰  ډالره تمامیږی . په ژمی کی د دې پوځیانو د خیمو یا خونو تودول او په دوبی کی سړول ( ۴۴۸۰۰۰ ) ګیلنه تیلو ته اړتیا لری ( یعنی ۴۵ ملیونه ډالره ) .

ـ همدا نن امریکا په افغانستان کی د میاشتی څلور بلیونه ډالره په نظامی عملیاتو کی مصرفوی .

ـ په افغانستان کی امریکا د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کی ۲۰۱۱ بم ورۍ کړي دي .

 ـ  د ۲۰۰۹ په لومړیو شپږو میاشتو کی د افغانانو د ملکی تلفاتو شمیر رسمأ ۱۰۱۳ کسو ته رسېدلی ( خو په اصل کی تر دې هم ډېر دی ) چی دا دتیر کال د همدومره مودې  په نسبت ۲۴٪ زیاتوالی ښیًی .

ـ د ۲۰۰۹ کال تر پایه به په کابل کی د امریکا د سفارت د کارمندانو تعداد ۹۷۶ کسو ته ورسیږی او تر ۲۰۱۱ پوری به دا شمېر ۱۳۵۰ نفرو ته جګ سی ، حال دا چی هغه د ۲۰۰۸ تر پایه ۵۶۲ تنه وو .

ـ په کابل کی د امریکا د سفارت د ساتني لپاره همدا اوس ۴۵۰ امریکایی ساتونکي په دنده بوخت دي .

ـ نن په افغانستان کی د یو کلاشنیکوف بیه ۴۰۰ ـ ۶۰۰ ډالره ده حال دا چی د یو کلکوف قیمت ۱۱۰۰ ډالره دی .

ـ په افغانستان کی یو کیلو هیرویًن په ۲۵۰۰ ډالره دي خو په ماسکو کی همدا یو کیلو په ۱۰۰۰۰۰ ډالره دی .

ـ په افغانستان کی د یو میل وسلې د تیرولو لپاره پولیسو ته ۲۰ ډالره رشوت ورکول کیږی ، د یو کیلو هیرویًنو په خاطر ۱۰۰ ډالره او د یو ټن چرسو د تیرولو لپاره ۱۰۰۰ ډالره رشوت ورکول کیږی .

ـ که په حکومت کی کومه دعوه ثبت سی نو د ( رشوت سره سره ) به هغه په ۴ ـ ۵ کالو کی فیصله سی ، خو د طالبانو په محکمه کی به هغه  ( بېله رشوته )  په صرف یوه ورځ کی فیصله سی .

ـ په افغانستان کی د هرو یو لک ( ۱۰۰۰۰۰ ) خلکو لپاره صرف ۱۹ ډاکټران ، درې د غاښو ډاکټران ، ۵۰ نرسان او په روغتون کی صرف ۴۲ بسترې مهیا دي چی دا د نړۍ بدترین حالت دی .

ـ په افغانستان کی په هرو ۲۷ دقیقو کی یوه ښځه د امیدوارۍ د تکلیفونو له امله مړه کیږی . د لنګون پر مهال د هرو یو لک ( ۱۰۰۰۰۰ ) ښځو څخه ۱۶۰۰ یې له منځه ځی .

ـ په ۲۰۰۸ کی د افغانستان د تریاکو پیداوار ۷۷۰۰ ټنه و ، حال دا چی په ۲۰۰۹ کی هغه ۶۹۰۰ ټنو ته راټیټ سو چی ۲۲٪ لږوالی ښیًی ، خو عاید یې نور هم ډېر سو .

ـ سږ کال ۲۴۵۲۰۰ کورنۍ یا ۱٬۶ ملیونه افغانان د تریاکو په کښت لګیا وو چی د ټول نفوس ۶٬۴٪ کیږی .

ـ سږ کال د مخدره موادو له کاروباره ۱۰٬۷ بلیونه ډالره ګټل سوي دي چی تیر کال هغه ۱۰٬۲ بلیونه ډالره وو .

ـ د زیاتی خوښۍ خبره دا ده چی که څه هم افغانستان په نړۍ کی د هیرویًنو د تولید له مخی لومړنی مقام لری ، خو الحمدلله د « ایډز » د ناروغۍ له پلوه د نړۍ بهترین مقام لری یعنی لږترین وګړي یې په دې ناروغۍ مبتلا دي ( چی ۰٬۰۱٪ کیږی ) ، یعنی د نړۍ واقعی اول نمبر دی .

ـ په افغانستان کی د القاعده کیمپونه صفر ته رسیږی خو بیا هم د میاشتی څلور بلیونه ډالره یوازی امریکا دلته په پوځی عملیاتو کی مصرفوی ( همدومره پیسې هم متباقی دولتونه مصرفوی . )

ـ په ۲۰۰۹ کی د طالبانو لخوا د مځکنیو ماینونو سلنه د تیر کال په نسبت ۱۱۴٪ زیاته سوېده .

ـ د ۲۰۰۹ په لومړیو شپږو میاشتو کی د طالبانو د حملو سلنه د تیر کال د همدې مودې په مقایسه ۵۹٪ زیاته سوې ده .

ـ په ۲۰۰۳ کی د افغانستان د ټولو ۳۶۴ ولسوالیو څخه ۳۰ یې د طالبانو په کنټرول کی وې ، خو د ۲۰۰۸ تر پایه یې ۱۶۴ ولسوالۍ په واک کی وې چی اوس تر دې هم ډیري دي .

ـ د طالبانو لخوا د تیر کال په لومړیو نهو میاشتو کی ۱۳۵ بهرني پوځیان وژل سوي وو ، حال دا چی د سږ کال په لومړنیو نهو میاشتو کی یې ۲۲۲ بهرني پوځیان وژلي دي ( یعنی ۶۰٪ زیاتوالی ) .

 

ښه ، دا وو هغه لنډ بریالیتوبونه او کومکونه چی د امریکایی ۸ کلن اشغال له برکته د افغانستان په برخه سوي دي . هو ، غربی دیموکراسي خو جبرأ را صادره سوه ، غربی سرمایه راوبهېده ، غربی حکومتونه راشیوه سول ، غربی پوځیان رامات سول ، غربی کلتور او تهذیب را ایله سو ، غربی ایجنټان راپارسل او نصب سول ، او باالاخره غربی دېګ باندی سو . دا ټولی هغه کامیابۍ دي چی تر افغانانو امریکایان او غربیان ډیر په ویاړی . عوام په ناحقه سره نه وایی چی  افغانستان وړمه ورځ  « برتانوﺉ ګوډاګی » درلود ، پرون یې « شوروﺉ ګوډاګی » درلود ، او نن هم « امریکایی ګوډاګی » لری چی افغانانو ته ژاړی خو غربیانو ته خاندی !

 

هو ، ځینو افغانانو ته امریکا د دوی معبود ګرځېدلی و . دوی ویل چی د جنت کلۍ ګاني د واشنګټن په لاس کی دي . دوی ویل چی د امریکا په تشریف رواړو سره به د افغانستان په ویالو کی عسل او شیدې وبهیږی ، هر نعمت چی غواړو هغه به ورسره راوړی . مګر اوس پسله ( ۸ )  کلونو څخه  ګورو چی امریکا افغانانو ته ګناه راوړه ، اور یې راوړ ، جګړه او وینی بهول یې راوړل . لنډه دا چی امریکا د « رحمت باران » نه بلکی د « ظلمت توپان » ثابت سو چی هر څه یې تباه او پوپناه کړل .

هو ، افغانستان نن بلواک دی خو ولس یې خپلواک دی او همدا ولس به وی چی خپل « بلواک » هېواد به ژر یا وروسته انشاالله « خپلواک » کوی . و ما ذالک علی الله به عزیز ! ( ن . صمد )

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *