دا څـه حال دی؟ — برهان الدين سعيدی

 

 

دا څـه حال دی؟

 

 

 

دا پـو ښتنه د چا څـخه و کــړم ؟

څـوک به د دی پو ښتنی  واقـعی  او حقیقی ځـواب و وایـــی  ؟

و یره  ددی  ځـواب نه شی ویلی !

سیاست خـو  انحرافی ځـواب وایـی !

ارتجاع  د خلکو دوکه کول غــواړی !

اپــر چونستان  د خپلو نـاوړو استفادو  دپاره  د هیـڅ کومی مــبدی خـیال  نه ساتی  و د چــوکی نوکر  نه شی کـــولی چه د ملی دردونـــو د لیری کولو دپاره خــدمت و کـــړی .   اجینت خــو د وطن ټول  مــوجودیت  تباه کـــوی !

د جاهــلو او  لیونو څــخه هیله  خطــا  ده !

استعماراواستغلال په همدی خوښ دی چه خلک په دام کښی ګیرکړی!  د روشنفکری  اطـــلاق او نـوم مغشوش  شـــوی  ښکاری او یو څـــو کاذب شخصیتونه  د قـدرت واګـــی  په لاس کښی لـری .

د ملت پرستی دعوی له هر چا څخه زیاتی ملی  خاینان  کوی او واقعی وطن  او ملی غو ښتونکی یو دبل پسی  په  تورونو  تورن  کیږی ، په مشکلاتو مواجه ، له صحنو څخه وتلی او ویسنل کیږی چه په تدریجی  رنځ او مرګ  رنځــور او مــری .

نــو په داسی نــاوړی شرایطو کښی  به څـوک ددی پو ښتنی  چـه :   دا څــه حــال دی ؟ ریښتنی ځـواب وویلـی شــی !!!

که څـوک و وایی چه کار نشته  او په میـلیونونو  وطنوال خپل  ګران وطن په ډیر بد حال   پر یږ دی او په خارجی  وطنو کښی  اکثر د چټلیو  د پاکولو مزدوری او د شرم او عــار ژوند کوی .

نو په مقابل کښی ورته ویل کیږی چه د تا په چا څه ؛  او که نه د خلکو افکار پـاروی !! که ووایــی :  دا دومـره خـارجی  مرستی څـه شـوی ؟

وایی : ستا په سیاست کښی کار نشته دی او نه چا د خیرات چیری حساب غو ښتی دی!  په هغـــه راغلی او په هــــوغه لاړی. اوس لا دا دخارجی ډبلو ملیستیا و بــوج  د ملـت د بودجـی په سر دی !!

ما وویــــل  : د ملت  بودجــه یعنـی  څــه ؟

ده وویــــل :  دا چه یوازی د ملت په نوم  یادیږی او ملت پکښی د نظر یی  او هیڅ ډول تصرف کـــولو حـق  نه لـری ، او یـوازی د استبدادی قـدرت دبقــا د پاره خد مت کـوی . که و وایــی  :  د لته کار، د کار خلکو ته نه سپارل کــیږی ؟

وایـی : شخصی عقده لری او که نه احمد او محمود خو که لیسانسه نه دی ، شـپږم پاس او دولسم پاس خودی او له بلی خـوا زمونږ  سویه د ډاکټر د نظریـو  تحمـل نه شی کـولی ! که و وایـــی :  د وطــن  اقتصادی وضع په  دا ډول ښه کــیدی نه شی ؟

وایــــی :  انتـــظار و یستل په کار دی ، او  بی شرطـــه  قیده  او تحلیل څـــخه تسلیمید و تــه  ضــرورت  دی .  او کـه نه د چنګــیز او هـــلاکو لــه لاسه به پــو پنا شی !!!

هـــو  !  دی  دلــته  د شلــم  قــرن  چنګیز  او هـــلاکو دی .

که و وایی : دا دقدرت خاوند خو په ښکاره ‌ډول د خپل قدرت څخه ناوړی استفاده کوی . وایـی : ته د دی حق  نه لـری  چه په لو یا نو با ندی اعتراض و کړی . اطـاعت ! اطـاعت ! حتی  د ړونــد  او کــوڼ اطــاعت  !

لاس  په  سینه  او سر په رکــوع ؛  اطـاعت ! اطـاعت !

او که  نه ؛  دا ډبلــی   او  ستا  سر !!!

که و وایـــی  :  د خلکو د دعوو  ګـراف  جګ شوی  دی ، ظلمونه او تجـاوز، مرګ ، ژوبـله ، چـور او دهشـت  له انـدازی څـخه زیـات دی . نو وایــــی :  نه خیر  داسی  نه  ده !!  او یو څـه  داسی ځـــوابونه  به  درته  و تراشی  چه په رڼــا  ورځ به  لمــر په دوو ګــو تو پټ  کـــړی  او پــه  زړه کښی به دننــه  د یــو داسی  نظــریی  د ښکاره کــوونکو او اصلاح  غــو ښتونکــو د محــوه کیدو په  د سیسو غـــور کـــوی !!  که و وایـــی : دلته له یــوه خوا د تعلیم او تربی  په نوم خلک غو لول  کیږی  او له بلی  خوا د  واقــعی  پوهـی  او پو هانــو  په  ضد  مجادله  روانه  ده

وایــــی :  داسی  راز  افشا  کول خطر  لری  !!

که و وایـــی :  تشخیص ، انتصاب ، لیارښو دنه او کنترول  خطــا دی ؛ ملی  اداره  او  تنظیم  نشته ، ښه او بـد ،  دوست او دښمن  مغشوش  شـوی دی.

وایـــــی : ستا په  دی کښی  حــق  نشته ، خیـر  خــیرت  دی !!

که و وایـــی  : دا  قوانین  خو دملت د طبیعی  رموزو سره موافقت نه لری ،ځنګلی بڼه یی زیاته ، د وحشت ، نا معـقولیت  او د ړونـد استبداد خواص پکښی ډیـــر  دی .

وایــــی  :  څه  مو چه خوښه  ده هغه کوو ، او تر څو چه مو دا کوتک او ډنده  په لاس  کښی ده ، چلوو  به یی !!

که و وایـــی  :  پـــو ښــتنه مــــړه  ده  .

وایـــــی :  ښه ده  چه  مـړه ده ، او که نه مونږ به یی کارته نه و و پریښی !!

یعنی هغه کارته  چه دوی یی  د عمومی  تباهــی  لپاره کــول  غواړی ، ښه نو په داسی  شرایطو کښی  چـاره څه  ده  ؟ اوواقعی د وطن  او وطنوالو  د ژوند  د ښه کیدو عاشقان  څـــه وکړی ؟  چیری  لاړشی  د چا څخه مرسته و غواړی؟   څــو مره انتـظار وباسی ؟  یـــو ډارن  غـــږ کـــړ : چـوپ !  چـوپ !

بس په چوپه  خوله ، د عمومی  تباهی او د مرګ انتظار دی ؛  او یا د کوم غیبی ملی او عاطفوی قدرت  په و سیلی  مثبت  تحول او بدلون ! ما و ویــل  :  نه نه  مـه ډاریــږی ؛  زه به په  پـــوره  جرآت  خپل  مسوولیت  پورته کــــوم  او  وایــــم :

هـله خپل  تاریخی مسوولیت  ته پـام  و کړی، او د ژونـد د رسالت په خوا متـوجه شـی . د هر پو ه وطنوال  فریضه  ده چه نور نو په یـوازی  بی عمله  مترقی  نومونو  د تباه کوونکو  عناصرو  په دوکـــو  ونه غــو لیږی او د دی  مخربی و ضعی  د بدلـون  لپاره ،  په  عمومی عملی  اقـــدام  او قــیام  پــیل و کـــړی .

د علامه محمد سعید « سعید  افغانیَ » لیکنه

د ۱۳۵۶ هجری شمسی کال  ــ   کابل

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *